منصور چې د پښتو ، فارسي ، اردو، هندي ، ترکي او عربي ژبې دشاعرانو په شعرونو کې ډیر یاد شوی دی خو دده اصلی نوم حسین و ، پلار یې منصور حلاج نومیداو دی هم دخپل پلار منصور په نامه په منصور سره مشهور شوی دی او دده پلار ته یې ځکه حلاج وایه چې مالوچ (رویي) به یې حلاجي کول. حلاج په یوه سنی مذهبه کورنۍ کې پیداشوی و.

مخینه: سمول

د نوموړي دزیږیدو نیټه د۸۵۸ زیږدیز/میلادي کال د مارچ دمیاشتې ۲۶ مه نېټه یا ۲۴۴ لیږدیز/هجري کال ښودل شوی دی. نوموړی د فارس په یوه سیمه کې چې الطور نومیده زیږیدلی وهم هلته په یوه دیني مدرسه کې شامل شو او ۱۲ کلن و چې سپيڅلی قرآن یې حفظ کړاو دسهل بن عبدالله تستری نه یې تجوید او دتصوف علم زده کړ او بیا چې لږ لوی شو نو عراق ته لاړ او په بصره کې د عمرو مکي نومي صوفي د مریدانو په کړۍ کې ورننوت ، ورپسې بیا بغداد ته لاړ او د مشهور صوفي جنید بغدادي مریدو. همداراز ده دخپل ژوند ډیره موده په سفرونو او دنورو ځایونو په لیدلو کې تیره کړه. ده په دغه سفر کې هند هم ولید او دبودیزم سره هم آشنا شو.

د کعبې سفر: سمول

منصور ۲۶ کلن و چې د کعبې شریفې زیارت ته لاړ او یو کال د مکی شریفې منجور ( مجاور ) و او په دریو ورځو کې به یې لږه ډوډۍ خوړه او لږې اوبه به یې څښلې .دی درې ځلې حج ته تللی و ، خو په دریم ځل چې حج ته لاړ هغه ۲۹۰ هجري کال و، دا دریم ځلې ده دوه کلونه په کعبه کې اعتکاف وکړ.

د تصوف نظریه وحدت الوجود: سمول

نوموړی په تصوف کې د وحدة الوجود د نظریې پیروي و چې معمولا د دغې عقیدې پیروان په هرڅه کې الله تعالی ویني ، منصوربه ویل ( انا الحق یعنې زه حق یم چې ځینو خلکو دحق کلمه خدای بلله) نو ځکه دده مخالفین دده پر خلاف راپورته شول .

د منصور په دار کېدل: سمول

نوموړی مجبوره شو چې له بغداده وتښتي او دوه کلونه پټ وو او بیا د ابوالحسن علی‌بن احمد راسبی له خو ا چې دده دښمن و دده دپټیدو ځای څرګند شو او ونیول شو او د۳۰۱ لیږدیز /هجري کا نه د ۳۰۹ لیږدیز /هجری کاله پورې په زندان او قید کې و . په پای کې په ۳۰۹ لیږدیز/هجري کال کې بغداد کې د عباسي خلافت دواکمنۍ په وخت کې د ابوبکر محمد بن داود سهل بن اسماعیل بن علی نوبختی او د ابو الحسن بن علي فرات په سپارښتنه او دهغه وخت دمتنفذو روحانیونو په سلا او مشوره او د قاضي ابو عمرو په فتوا سره امر وشو چې دی به زر ځلې په درو وهل کیږی هماغه و چې لومړی یې په زرو درو وواهه او بیا یې په دار وځړاوه او سر او پښې يې ورنه غوڅ کړل او بیا دده مړی وسوځول شو او ایرې یې د دجلې په سیند کې وغورځول شوې .

د منصور چاپ آثار: سمول

د منصور نه ځينې لیکلي آثار پاتې دی چې په عربي ژبه یې لیکلي دي او نومونه یې دادي :

• «طاسین الازل و الجوهر الاکبر»

• «طواسین»

• «الهیاکل»

• «الکبریت الاحمر»

• «نورالاصل»

• «جسم الاکبر»

• «جسم الاصغر»

• «بستان المعرفة» .

په پښتو ادب کې د منصور یادونه: سمول

د پښتو ژبې پخوانیو او اوسنیو شاعرانو په خپلو شعرونو کې دده نوم ډیر یاد کړی دی چې دادی دځينو پخوانیو او کلاسیکو شاعرانو او اوسنیو شاعرانو هغه بیتونه چې دمنصور یادونه یې پکې کړې ده :

ګوره د منصور غوندې په دار نه شي رحمانه

مکړه دا د عشق خبرې مستې رندانه ( رحمان بابا )

هر وګړی چې منصور غوندې په دار شي

دار دار یې پس له مرګه نخل میوه دار شي ( رحمان بابا )

كه مې سر لكه منصور غوندې په دار شي

دغـــــــــه دار دى و رحمــــــن وته معراج ( رحمان بابا)

اورنګ زیب او شاه جهان غوندې اشراف

صدقه شه تر منصور غوندې نداف (رحمان بابا)

د منصور وحال ته گوره! حال ئې څه شؤ؟

خـدای دي فــاش د هـيـچــا نـه کاندي پـټ راز (رحمان بابا) د منصــــــور رشتيا سبق و دا ســـــــبق يـــې پر ورق و

هــر ورق باندې يــــې كښلى ســـر كـلام د انالـــحق و (ارزاني خیشکی)

پر منصور علماو ځكه سياست تير كا

چې یی هر تقليد فاش نكا ( دولت لواڼی)

هــر چې دار نه قبلوينه د منصور دعوه دې نه كا

هر چې ويره كا له داره دى ملحد حال يې تباه دى ( دولت لواڼی)

منصور چې مـــــست و له هغه جامه جرعه يې راغلـه زمـــــا تر كامــــــــه

منصور په دار شه زه به لا نور څه شم كـــه رازمې ورسي تر خاص و عامـه ( ستر خوشال بابا )

لكه منصور په سر د دار دعوه د عشق نه پريږدي

كــه مبتلا يې په بلا كـاندي پښيمان به نه شي (حافظ الپوري )

كه دې راز د انالحق په زړه كې پټ كړ

څوك به تا څكــوي و دار ته د منصور ( شمس الدین کاکړ)

منصوره ځکه خو په داروختې

چې د اشنا راز دې حجرو له یوړو (غنی خان)

كه هوښياران مې راخبر شول په اسرار د مينې

لكه منصور به په خندا پړى د دار ونيــــــسم ( شاعر ؟)

که منصور غوندې په دار او په سنګسار شم

نشته داچې ستا له مینې توبه ګار شم ( حمید ماشو خیل ) سربه نظرانه کړو که زموږ په کلي بیاراغلي

تاته ډیر سرونه د منصور غوندې په دار خیژي ( رحماني )

نه مې شمعې بلې کړلې نه مې ژوند دخوار پتنګ شو

نه منصور غوندې په دار شوم نه مې ځان په وینو رنګ شو ( عنایت الله پویان )

د منصور غوندې په دار یم چې ریښتون یم

په شته کور کې در په در یمه پښتون یم (ظهیرعباس خان زاک)

په رښتیا ویل منصور غوندې په دار شوې

خپل افغان ولس وطن ته وفادار شوې ( اسماعیل اړم)

مونږ د منصور په پلونو درومو ځکه دار خوښوو

چی تر جانانه پری رسیږوهغه لار خوښوو ( شاعر ؟ )

که منصور غوندی په دار شم پرواه نشته

بیا به هم وایم اشنا ته می حاجت دے ( شاعر ؟)

وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نه لري

منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري ( پیر محمد کاروان )

خدايه ! په دار بيا د منصور غوندې شوم

پـه دې حــالاتو کې مجبور غوندې شوم ( مصطفی پسرلی)

دا کمزوری د زمانې ده ګرانه

منصور تیار دے خو دار نه دے تیار ( محمد ګل منصور)

ستا مینه که جرم وي سنګسار دې شم

خیردی د منصور غوندې په دار دې شم ( هلا مهاجر)

یو منصور د اناالحق نارې په دار کړئ

بل منصور خو لا جانان ته هم کافر ويلي (منير بونيری) مونږ په مسلک يو د منصور د مرګه نه ويريږو

د حق اواز مو ښه ښکاره په سر د دار کړې دې ( شاعر؟)

دا وطن د منصور نه دی په رضا چي دار ته خيژي

جلادان تېره تېغونه چي راځي پرېږده چي راسي (عبدالباري جهاني)

ما په دار کړئ چې منصور خلکو ته یاد شي

موده وشوه څوک په دار نه دي ختلي ( سیف الرحمان سلیم )

دلته د مرګه نه بل روزګار نشته

چا ویل منصور نشته دی دار نشته ( جمیل خان جمیل )

د دیــدار د خــوند خـــو دغه انــدازه ده

چې منصور پسې په خوښه دار اخیستی ( شاعر ؟)

دانالحق دوره راغلې خو څوک دومره نشته

چې پيروي د.حق په چغه له منصوره وکړي( شاعر؟) م

منصور ځکه يادوي موږ يې خوښ نه يو کنه

وخت خو د قام هر بچى په دار کړ (ناګار )

پۀ مینه د محبوب کې مې پۀ دار وزنګوئ

راځئ! ما د منصور پۀ دغه لار وزنګوئ (شاعر؟)

یادونه: د منصور اړوند په پښتو ادب کې نور هم په سلګونو اشعار شتون لري.