ملک غلام الدین شیراني

ملک غلام الدین شیرانی پر ۱۵م ستمبر کال ۱۹۴۵ میلادي کې د سهېلي پښتونخوا په تاریخي سیمه شیراني ولسوالۍ کلي غرلمه کړمانزی کې زېږېدلی دی. د پلار نوم یې احمدخان شیراني وو. نوموړی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند شیراني ولسوالۍ ضلعي سیکرټري(د ولسوالۍ مشر) دی او د تحصیل شیراني پخوانی نائب ناظم(مرستیال ښاروال) دی.

زدکړې: سمول

نوموړي قرآن مجید او خپلې لومړۍ دیني زدکړې له کلي کوري وسطې، اژدن او لهړ کلي څخه کړې دي وروسته یې بیا عصري زدکړو ته مخ کړی او د کړمې کړمانزی کلي له لومړي دولتي ښوونځي "ګورنمنټ پرائمري سکول کړمه" څخه خپلې لومړی زدکړې تر پنځم ټولګي پورې بشپړې کړې او بیا یې تر اتم ټولګي پورې زدکړو له دولتي ښوونځي "ګورنمنټ ماډل های سکول ږوب" څخه وکړې بیا یې د لژ وخت لپاره زدکړې وځنډې دې وروسته یې بیا تر دولسم ټولګي پورې زدکړې له لاهور تعلیمي بورډ څخه په پرائیویټ توګه وکړې.

دولتي دنده: سمول

ښاغلي ملک غلام الدین شیراني په کال ۱۹۶۴ میلادي کې د جې وي ښوونکي په حیث په منګلزی کلي کې وګمارل شو. په کال ۱۹۶۵میلادي کې یې له کوټې څخه د ښوونکي روزنه (ټریننګ) وکړی وروسته بیا جې اي ټي شو. په کال ۱۹۸۹میلادي کې متقاوت (ریټائر) شو. نوموړی د سیاست فعالیت له عمله څو وارې له دندې څخه وځنډول(معطل) شو خو بیا به بېرته بحال کړل شو.

سیاسي فعالیت: سمول

نوموړی د زدکړو له وخته(زمانه طالبعلمي) څخه د نشنل عوامي ګوند (NAP) غړی وو خو چې کله پر نیپ ګوند بندیز ولګېدی مات شو او خان شهید عبدالصمد خان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په نوم نوی پښتون ملتپال ګوند اعلان کړ نو ملګ غلام الدین شیراني او دده ملګرو لکه صوفي نورمحمد شیراني او ملک اخترجان شیراني په یاد ګوند کې ګډون وکړ. ښاغلي غلام الدین شیراني د نوي ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند تحصیل شیراني لومړی تحصیل سیکرټري (مشر) وټاکل شو وروسته بیا چې تحصیل شیراني ته د ولسوالۍ حیثیت ورکړل شو نو نوموړی د یاد ګوند د شیراني ولسوالۍ ضلعي سیکرټري (مشر) وګمارل شو چې تر نن ورځې پورې پر یاده دنده کار کوي چې دا یو اعزازي ریکارډ دی. نوموړی د خان شهید او سائی کمال خان شیراني نژدې ملګری وو. خان شهید عبدالصمد اڅکزی یوه پلا د نوموړي کور ته هم راغلی وو. ښاغلي غلام الدین شیراني د قام او ګوند لپاره ډېرې ستړې او تکلیفونه ګاللي دي.

په ټاکنو کې برخه: سمول

نوموړي په لومړي ځل په کال ۱۹۹۲ میلادي کې په د ښاروالۍ په ټاکنو( بلدیاتي انتخاباتو) کې برخه واخیست او له یونین کونسل ماڼېخواه څخه د ډسټرکټ کونسل ږوب (د ولسوالۍ د شورا غړی) وټاکل شو. په کال ۲۰۰۰ میلادي کې بیا د تحصیل نایب ناظم( مرستیال ښاروال) وټاکل شو.اوس محال د روغتیا د ناسم وضعیت له کبله په ټاکنو کې برخه نه اخلي خو اوس هم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند شیراني ولسوالۍ ضلعي سیکرټري(مشر) دی.

مړینه: سمول

ښاغلي غلام الدین شیراني نن پر ۱۲م اکتوبر د بده په ورځ کال ۲۰۲۲ میلادي کې له اوږدې ناروغۍ وروسته د ږوب ښار په پوځي روغتون(CMC) کې ساه ورکړه.

سرچینې: سمول

۱. د نوموړي د مړینې اړوند د ګوند د غمشریکۍ بیان

https://www.facebook.com/100060473911525/posts/pfbid0JVhmPabFcunGwSpamEU93DyZkaVPgSKAzugu7TvEm14NRwajMAcGeXhnEJMR24UBl/