ملي هدف اونیزه

ملي هدف اونیزه ملي هدف اونيزه په میدان وردګ ولايت کې لومړۍ چاپي دولتي خپرونه ده ،چې دامتياز خاوند يې داطلاعات او کولتور رياست دى او له ١٣٨٣ کال راهيسې تر ننه په هره اونۍ کې يو ځل خپرېږي او تر ډېره ولايتي خبرونو ته ځانګړې شوې وي. ددغې اونيزې ځينې ګڼې په فوق العاده ډول د مجلې په بڼه هم دولايت مقام په ځانګړي لګښت خپرې شوي . مسوول مدير يې شی محمد خان دى .