ملا نصر الدين

هغه څوک چي د اتو سوو کالو څخه د خلکو پر خولو باندي خندا را ولي. هغه څوک چي د خپل شخصيت له کبله يې اوس څو ملکونه دا دعوه کوي چي ملاصاحب زموږ د هيواد وو. ملاصاحب يو ستر فيلسوف، هوښيار او ذکي شخص وو. د ترکيې په اکشهير ښار کي زېږېدلى دى، په هغه وخت کي د سلجوقيانو سلطنت وو؛ خو د پروفيسر ميکايل په وينا چي ايران کي زېږېدلى دى، په هرات کي يې خپلي زده کړي کړي وې او د مشهور مفسير فخرالدين الراضي شاګرد وو. په ديارلسمه پيړۍ کي وفات دى اوس يې مقبره د ترکيې په اکشهير ښار کي ده چي قبر يې ديوالونه نه لري خو دروازه لري. په زرهاوو لنډو کيسو کي ياد سوى دى، د ملاصاحب کيسې زياتره پندلرونکي، خندوونکي او د ملاصاحب برلاسى ښيي پر مقابل طرف باندي. ملاصاحب هغه وخت د اوسنۍ ترکيې د کېسري په ښار کي قاضي وو، د ديني فيصلو بغيره به يې ډيري فيصلې خپل د شوخ مزاج له کبله په ټوکو باندي کولې نو يې ځکه نوم تر ډېره تللى وو؛ په مختلفو ښارونو کي اوسېدلى وو ځکه نو ډېر خلک ځيني متاثره سوي وه. او هغه هيوادونه چي دا دعوه لري چي ملا صاحب زموږ د هيواد دى (ايران، ازبکستان، افغانستان او ترکيه) دي. د ملاصاحب کيسې د وخت په تېرېدو سره د ډېرو هيوادونو د فولکلور او آدب برخي ګرځېدلي دي او په مختلفو نومونو سره يادېږي لکه: ناصرالدين، نصرالدين، نصتراډين، ابو نواص، ګيفا او عربان يې جوحا (Juha) بولي.

د ملانصرالدين په نامه يوه مجله د 1906م څخه بيا 1917م کال پوري په اذربايجان کي خپرېدله؛

په 1943م او 1947م کلونو کي دوه روسي فلمونه يو (Nasreddin in Bukhara)په نوم او بل د (Adventures of nasruddin) په نوم خپاره سوي دي؛ په 1990 کال کي د هندوستان پر دوردرشن چينل يو سريال د ملا نصرالدين په نوم هم خپور سوى دى چي ډير مينوال يې درلوده؛ د يونيسکو له خوا د 1996م کال غوره شخصيت بلل سوى؛

د ملانصرالدين په نامه هر کال يو فيسټوال جوړېږي دده په پلرني ټاټوبي اکشهير ښار کي د جولاى د پنځم تاريخ څخه تر لسم تاريخ پوري.

نور نومونه سمول

مُلا نصرالدين : (Nasreddin) ( عربي : جحا) , البينين ژبه کې د نسترادين هوکزا يا نصتراديني، ازيري ژبه کې د ملا نصردين، بوسنيه ژبه کې د نصردين هودزا، ازبک ژبه کې د نصردين آفندي يا صرف آفندي، قزاقي ژبه کې د حوزانصير، ايگھر ژبه کې د ناصردين آفنتي [۱][۲][۳] ) په نوم مشهور دی. ملا نصرالدين يو صوفي مشر وو- دد په اړه ويل کيږي چې دا په 13مې عيسوي پېړۍ کې د قونيه يا اکسيهير په ښار کې اوسېدلو. ملا نصرالدين د ملا، آفندي، حوجا په نومونو هم مشهور وو۔[۴] ډېر هېوادونه مثلاَ افغانستان، ترکي,[۴][۵][۶][۷] ، ايران[۴] ازبک [۸])، دا دعوی لري چې ملا نصرالدين د دوي په سيمو کې پېدا شوی وو۔ [۷] .

لنډې لطيفې او کسې سمول

د نصر الدين ليک سمول

يوه ورځ ملا نصرالدين د خپل اصلي ښار نه يو ډېر لرې ښار ته لاړ او د یوې ميا شتې مساپرۍ تر تيرولو وروسته يې خپلې کورنۍ ته يو ليک وليکه چې هغوی ته پکې د خپلې روغتيا او کارونو په اړوند ډاډ گيرنه ورکړي٠ ملا نصر الدين چې هر څومره کوښښ وکړ چې يو څوک پيدا کړي چې دده ليک دده کورنۍ ته ورسوي ،خو هيڅوک يې هم پيدا نکړ٠ په پای کې له ځا نه سره فيصله وکړه چې بايد پخپله دا ليک خپلې کورنۍ ته ورسوي ٠ هماغه و چې د لسو ورځو مزل وروسته يې نوموړی ليک د ځانه سره خپل کور ته راوړ او د خپل کور دروازه يې وټکوله ٠ زوی يې دده په ليدلو خوشاله شو او ورته يې وويل څه حال دی پلار جانه ښه ښو به وې؟ ملا نصر الدين خپل زوی ته وويل: کينډۍ:اقتباس او ملا نصرالدين پرته له دې چې د خپلې کورنۍ غړي وويني د هماغه ښار پر لوري رهي شو٠

د خر اخيستل سمول

يوه ورځ ملا نصر الدين دځانه سره پنځه زره روپۍ واخيستې او دبازار پر لور رهي شوڅو په بازار کې ځا نته پرې يو خر واخلي٠ په لاره کې يې يو خپل نږدې دوست او ملگری وليد ٠ ملگري يې دملا نصر الدين نه پو ښتنه وکړه چې چيري ځي ؟

ملا نصر الدين ورته وويل چې بازار ته ځم څو ځانته يو خر واخلم ٠ هغه ملگري يې ورته وويل چې انشا الله خو وايه!
ملا نصر الدين خپل ملگري ته داخبره وکړه او دبازار په لور رهي شو څو خر واخلي٠ کله چې ملا نصر الدين خپل دوست ته په جيب کې د پيسو ددرلودلو په اړوند خبرې کولې نو يوه جيب وهونکي( کيسه بر) چې ددوی تر څنگ پر لاره تېرېده دملا نصر الدين خبرې يې واوريدلې نو پوه شو چې دملا نصرالدين په جيب کې روپۍ شته نو په يوه منا سب وخت کې يې ځان د ملا نصر الدين څنگ ته ور ورساوه او دملا نصر الدين له جيبه يې ټولې پيسې ووهلې٠

کله چې ملا نصر الدين با زار ته ورسيد څو ځا نته يو خر واخلي نو کله يې چې خپل جيب ته لاس ورتير کړ نو پيسې ترې غلا شوې وې٠ ملا نصر الدين خپه خو اشينی دخپل کور خواته رهي شو٠ په لاره کې بيا هما غه دوست ورته په مخه ورغی او دملا نصر الدين نه يې وپو ښتل چې څنگه شو خر دې واخيسته او که نه ؟ ملا نصر الدين په داسې حال کې چې ډېر خپه او عصبي و خپل دوست ته وويل:

انشالله چې په لاره کې ې يو کيسه بر مې جيب وواهه او انشا الله چې ټولې پيسې يې رانه غلا کړې او انشا لله د ادی ته بد مر غه انسان بيا په مخه راغلې چې ستا دشو مو خبرو په وجه مې ټولې پيسې له لا سه ورکړې او دادی انشا الله خپل کورته روان يم او انشا لله چې دخپلو پيسو دورکو لو له کبله به د خپلې مير منې له لاسه وهل وخورم٠

خر ته واښه اچول سمول

ملا نصرالدين ښځې ته ووې، چې تر اوسه پورې خره ته واښه او وربشې ما اچول، زه نور ستړى شوم پس له دې يې ورته ته اچوه . هغې وويل : زما د لاسه نه کېږي . ډېر بحث او شور يې وکړو اخر يې فيصله دا وکړه، چې دواړه به غلي شو او چا چې اول خبره وکړه. نو دا کار به د هغه په غاړه شي .

څو ساعته غلي ناست وو، اخر يې د ښځې زړه تنگ او گاونډيانو کره لاړه، ټوله کيسه يې ورته تېره کړه او ورته يې ووې، چې يوه کاسه څه د خوراک لپاره ورولېږئ . ځکه چې دى دومره ضدي دى، چې که د لوږې مړ شي هم خبره نه کوي .
گاونډي زوى ته يوه کاسه سابه ورکړل، چې ملا ته يې يوسه کله، چې يې ښځه د گاونډيانو کره لاړه. نو يو غل راغى، چې د ملا د کور دروازه يې خلاصه کړه. نو وردننه شو او ښه ښه سامان يې په څادر کښې راپنډ کړ، په اخر کښې هغې کوټې ته ورننوتو، چې ملا پکښې ناست دى، ملا نه خبرې کوي او نه د ځايه ښوري . د غله پرې دا خيال شو، چې گونگى دى او فالج وهلى دى، د امتحان لپاره يې پټکى ورنه راښکود. خو ملا هېڅ غږ ونه کړ .
غله ټول شيان په شا راواړول او لاړ، په دې کښې د گاونډيانو ماشوم کاسه په لاس راغى څه گوري، چې ملا د کور په کوټه کښې لوڅ سرناست دى او په کور کښې هېڅ نشته . کاسه يې د ملا مخې ته کېښوده، ملا ورته د لاسو په اشاره کيسه شروع کړه، چې غل راغى داسې څيزونه يې ټول کړل او داسې يې زما د سر نه پټکى راښکود، د هلک دا خيال شو، چې ملا راته وايي، چې کاسه زما په سر واړوه، لگيا شو کاسه يې د ملا په سر واړوله، ټولې جامې يې ورته ولړلې، هلک چې واپس لاړ او ټول حال يې د ملا ښځې ته تېر کړ، د ملا ښځه په منډه کور ته راغله څه گوري، چې په کور کښې هېڅ نشته يوازې ملا په سبو لړلى ناست دى او غږ نه کوي، ښځې ورته ووې : مشر سړى يې لږ څه شرم خو وکړه، دا دې څه کړي، ملا ورټوپ کړ ورشه خره ته واښه واچوه، بيا به درته ټوله کيسه وکړم.

په جومات کې نارې سمول

 
په انقره ښار کې د ملا نصر الدين په ياد کې جوړ شوی يوه مجسمه

ملانصرالدین له یو غټ چاقو سره مسجد ته راغی او له حاضرینو څخه یې پوښتنه وکړه چې څوک مسلمان دی ؟؟؟؟ په مسجد کی ټول چپ شول -ځکه چی هیچا دا انتظار نه درلود چی په مسجد کی دې څوک داسې یوه پوښتنه وکړي په مسجد کی ناست یو سړي لاس پورته کړ او وې ویل چی زه مسلمان یم ملانصرالدین ورته وویل ېی ته بیرون راشه

سړی چې بیرون راغی ملا نصرالدین ورته وویل چې دغه چرگه حلاله کړه.سړي چې چرگه حلاله کړه نوچاقو په وینو سور شو
ملانصرالدین له دې سړي څخه منـنه وکړه او ورته یې وویل چې اوس دغه فیلمرغ هم حلال کړه
سړی ورته وویل چې دا په بل چا حلال کړه
ملانصرالدین بیا مسجد ولاړ او د ناستو خلکو نه یې بیا پوښتنه وکړه چی څوک مسلمان دی ؟؟؟

خلکو چې چاقو په وینو سور ولید وارخطا شول چې ملانصرالدین لکه چی هغه سړی وواژه

په دی وخت کی یو سړی نارې کړي چې د مسجد ملا صاحب مسلمان دی
ملاصاحب منډی کړې – چی په والله که مې کلمه لا زده وي

سرچينې سمول

  1. "Afanti de gu shi" (A collection of the Uighur people's folktales as well as information about their customs and life styles) ISBN 957-691-004-8
  2. J.C. Yang, Xenophobes Guide to the Chinese, Oval Books, ISBN 1-902825-22-5
  3. "The Effendi And The Pregnant Pot - Uygur Tales from China"; New World Press; Beijing, China
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ The outrageous Wisdom of Nasruddin, Mullah Nasruddin; accessed February 19, 2007.
  5. "NASRETTİN HOCA". Republic of Turkey Ministry of Culture and Tourism. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "TURKIC HERO - NASREDDIN HOJA". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مې ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Mulla Nasruddin Stories Archived 2007-02-18 at the Wayback Machine., accessed February 20, 2007.
  8. Fiorentini, Gianpaolo (2004). "Nasreddin, una biografia possibile". Storie di Nasreddin. Torino: Libreria Editrice Psiche. د کتاب نړيواله کره شمېره 8885142710. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)