مقداري څېړنه

مقداري (څومره والی/کميت يا کمي) څېړنه د څېړنې هغه تګلاره ده، کومه چې د معلوماتو د راټولولو او شننې په څومره والي تمرکز لري. دا له يو استنباطي ليدلوري څخه جوړه شوې ده، چېرته چې د تيورۍ په ازموينه ټينګار کېږي، کومه تيوري چې تجربه پالو او مثبتپالو فلسفو په مټ جوړه شوې وي.[۱]

له طبيعي، تطبيقي، رسمي او ټولنيزو علومو سره تړلې د څېړنې دا تګلاره د ليدنې وړ ښکارندې افاقي تجربوي څېړنه دود کوي، تر څو اړيکې و ازمايي او په هغې وپوهېږي. دا په بېلا بېلو علمي څانګو کې د يوې څيړنيزې تګلارې په توګه د دې د پراخه استعمال په عکاسۍ سره د يو لړ مقدار ټاکنې طريقو او لارو چارو په مټ تر سره کېږي.[۲][۳][۴]

د مقداري څېړنې موخه د ښکارندو (پديدو/مظاهرو) اړند رياضياتي نمونې، تيوريانې او اټکلونه جوړول او د هغې پلې کول دي. د اندازه کولو (مقدار ټاکلو) پروسه په څېړنه کې مرکزي حيثيت لري، ځکه چې دا د مقداري اړيکو د تجربوي مشاهدې او رياضياتي عبارت تر منځ بنسټيزه اړيکه برابروي.

مقداري معلومات هر هغه معلومات دي، کوم چې د شمېرو په بڼه دي، لکه شمېرې، سلنې او داسې نور. څېړونکي دا معلومات د شمېرو په مرسته تحليلوي او هيله لري چې شمېرې به بې پری پايله ورکړي، کومې چې يو څه ستر نفوس ته عامېدای شي. له بلې خوا، مقداري څېړنه، د ځانګړو تجربو په اړه په دې موخه ژور تحقيق کوي چې د متن، روايت يا د ليدنې پر بنسټ معلوماتو په مټ د هغې معنا تشريح او راوسپړي، په دې ډول چې د ګډونوالو دې ټولګې ته ځانګړي موضوعات جوړ کړي.[۵]

مقداري څېړنه په روانپوهنه، اقتصادياتو، وګړپېژندنه، بازار موندنه، د ټولنې روغتيا، روغتيا او انساني ودې، جنسي مطالعاتو او ساينسي علومو کې په پراخه کچه کارول کېږي او په انسان پېژندنه او تاريخ کې په کمه کچه کارول کېږي. د فزيک په څېر په رياضياتي علومو کې هم د تعريف تر مخې څېړنه مقداري ده، که څه هم د سياق او سباق تر مخې دا اصطلاح يو څه مختلفه ده. په ټولنيزو علومو کې، دا اصطلاح تر تجربوي طريقو پورې اړه لري، کومې چې په فلسفي مثبتپالنه او د شمېرو په تاريخ دواړو کې منځ ته راځي، دا د مقداري څېړنې له طريقو سره توپير لري.

مقداري څېړنه يواځې د هغو ټاکلو پېښو په اړه معلومات وړاندې کوي، کومې چې تر مطالعې لاندې نيول شوي وي او نورې عامې پايلې يې يواځې اټکلونه دي. مقداري لارې چارې د دې لپاره کارېدای شي، تر څو تاييد کړي چې د دې اټکلونو په منځ کې کوم يو يې سم دی. د ۱۹۳۵ او ۲۰۰۵ز کلونو تر منځ د امريکا د ټولنپوهنې په دوه مخکښو ژورنالونو کې د ۱۲۷۴ خپرو شويو مقالو له پراخې ششنې معلومه شوه چې په دې مقالو کې نږدې دوه په درې برخه يې مقداري طريقه کارولې وه.[۶]

ټولکتنه سمول

مقداري څېړنه عموماً د علمي طريقې له نظرياتو سره نږدې اړونده ده، په کومه کې چې لاندې موارد شامل کېدای شي:

  • د نمونو، تيوريانو او فرضيو (اټکلونو/تخمينونو) جوړول
  • د اندازه کولو لپاره د وسايلو او طريقو جوړول
  • تجربوي مديريت او د متغيراتو استعمال
  • د تجربوي معلوماتو راټولول
  • د معلوماتو نمونه جوړول او شننه کول

عموماً مقداري څېړنه د کيفي څېړنې (د څومره والي او څنګه والي څېړنه) سره په ټکر کې وي، د کيفي څېړنې موخه په بنسټيزو معناوو او د اړيکو د نمونو پر موندلو زياته توجه لري چې په دې کې د ښکارندې او هستو د بڼو ډلبندۍ هم شاملې دي، په دې ډول چې رياضياتي نمونې پکې ښکېل نه وي.  مقداري روانپوهنې ته لاسرسي په لومړيو کې په فزيکي علومو کې د «ګوستاو فيچنر» له خوا د رواني فزيک په اړه د هغه په اثر کې د مقداري تګلارو پر بنسټ جوړ شوی و، د کوم بنسټ چې د «ارنسټ هينريچ ويبر» اثار وو. سره له دې چې د علمي تحقيق د کيفي او مقداري اړخونو تر منځ عموماً توپير جوړ شوی، بيا هم استدلال وړاندې شوی چې دواړه څنګ په څنګ سره روان دي. د بېلګې په ډول، د ساينس د تاريخ د شننې پر بنسټ، «کوهان» وايي چې «په زياته اندازه معياري کار عموماً په فزيکي علومو کې د ګټورې اندازه کولو لپاره مخکيني شرط دی». د مقداري څېړنې استعمال اکثراً د ښکارندو د عمومي احساس د تر لاسه کولو او د داسې اندنو د جوړولو لپاره کېږي، کوم اندونه چې د لا زياتو مقداري څېړنو په مټ ازمايل کېدای شي. د بېلګې به ډول په ټولنيزو علومو کې، د مقداري څېړنې طريقې ډېر ځله د دې لپاره کارول شوي دي، څو د داسې شيانو څخه ښه پوهاوی تر لاسه شي لکه قصديت (د څېړنې لاندې د نيول شوي د تقريري غبرګون څخه) او معنا (ولې دا کس/ډله داسې وايي او دا د دوی لپاره څه معنا لري؟). (کيرون يومن).[۷][۸]

سره له دې چې په نړۍ کې مقداري تحقيق له هغه وخته شته، له کله چې خلکو په لومړي ځل د پېښو يا موخو په ثبتولو پيل وکړ، کوم چې شمېرل کېدل، بيا هم د مقداري پروسو د اوسني اند رېښې د «اګوسټ کومټي» د مثبتپالنې په چوکاټ کې خپرې دي. مثبتپالنې د مشاهدو له لارې د علمي طريقو په کارولو ټينګار کړی، تر څو د فرضيو تجربوي تشريح وکړي او د دې اټکل وکړي چې يوه ښکارنده څه، چېرته، ولې، څنګه او کله منځ ته راغلې. د «کومټي» په څېر مثبتالو علماوو د انساني چلند د پخوانيو روحاني تشريحاتو له پرمختګ مخکې، يواځې په علمي طريقو باور درلود.[۹]

مقداري طريقې د شننې د پنځو زاويو لازمي عناصر دي، کومو ته چې د معلوماتو د تصفيې د طريقې په مټ وده ورکړل شوې ده، په کومو کې چې مقداري طريقې، د ادب کتنې (د علمي په ګډون)، له ماهرينو سره مرکې او د کمپيوټر نقل کول هم شامل دي او کوم چې د معلوماتو مثلث بندۍ ته پراختيا ورکوي.[۱۰]

مقداري طريقې محدوديتونه لري. دا مطالعې د ګډونوالو د ځوابونو تر شا دلايل نه وړاندې کوي، دوی عموماً وروسته پاتې نفوس ته نه رسېږي او شونې ده چې دوی د معلوماتو د راټولولو لپاره تر اوږدو مودو پورې خپاره شي.[۱۱]

د شمېرو کارول سمول

له فزيکي علومو څخه دباندې په مقداري څېړنه کې شمېريزې د رياضي تر ټولو زياته کارېدونکې څانګه ده او دا په فزيکي علومو کې هم کارول کېږي، لکه په شمېريز ميخانيک کې. شمېرېزې طريقې د اقتصاد، ټولنيزو علومو او بيالوژي په څېر څانګو کې هم په پراخه کچه کارول کېږي. د شمېرېزو طريقو په استعمالولو سره د مقداري څېړنې پيل د فرضيې يا تيورۍ پر بنسټ د معلوماتو د راټولولو څخه پيل کېږي. عموماً د معلوماتو يوه ستره نمونه راټولېږي – له شننې مخکې دا تصديق، تاييد يا ثبت ته اړتيا لري. د SPSS يا R په څېر د سافټويرونو بنډلونه عموماً د دې موخې لپاره کارول کېږي. د تجربوي پايلو اړوند د نورو متغيراتو په مديريت کولو سره د لېوالتيا وړ ښکارندو اغېز کوونکو عواملو په يو ځای کولو سره د سببي اړيکو مطالعه تر سره کېږی. د بېلګې په ډول د روغتيا په څانګه کې، شونې ده چې څېړونکي د خوراک د مقدار او اندازه کېدو وړ بدني اغېزو لکه د وزن کمښت، یا د ورزش په څېر د نورو مهمو متغيراتو د مديريت تر منځ د اړيکې اندازه معلومه او تر مطالعې لاندې ونيسي. د مقدار پر بنسټ تر سره شوي د اندونو سروی په رسنيو کې په پراخه کچه کارول کېږي، په کومه کې چې عموماً د راپور شوي موقعيت په پلوۍ د ځواب ويونکو د تناسب په څېر شمېرې موجودې وي. د اندونو په سروی کې، له ځواب ويونکو څخه د منظمو پوښتنو يوه ټولګه پوښتل کېږي او د هغوی ځوابونه په جدول کې منظم کېږي. د اقليم د علم په ډګر کې، څېړونکي د تودوخې درجې يا کاربن ډای اکسايډ راټولېدلو په څېر شمېرې ترتيب او بيا يې پرتله کوي.

تجربوي اړيکې او ملتياوې هم اکثراً د عمومي خطي نمونې، غېر خطي نمونې، يا د عامل د شننې په استعمال سره تر مطالعې لاندې نيول کېږي. په مقداري څېړنه کې يو بنسټيز اصل دا دی چې د اړيکې مطلب لامل نه دی، په داسې حال کې چې د «کلايو ګرينجر» په څېر ځينې وړانديز کوي چې د اړيکو يوه لړۍ کولای شي چې د سببيت يوې درجې ته اشاره وکړي. دا اصل د دې حقيقت پيروي کوي چې دا د تل لپاره شونې ده چې د متغيراتو لپاره يوه جعلي اړیکه موجوده وي، د کومو په منځ کې چې تر يو بريده همغږي موندل کېږي. د شمېرو د طريقو په استعمالولو سره د مسلسل او څرګندو متغېراتو د هر ډول يو ځای کېدو تر منځ د تړاو ازموينه کېدای شي.

سرچينې سمول

  1. Bryman, Alan (2012). Social research methods (الطبعة 4th). Oxford: Oxford University Press. OCLC 751832004. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-958805-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Babbie, Earl R. (2010). The practice of social research (الطبعة 12th). Belmont, Calif: Wadsworth Cengage. OCLC 317075477. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-495-59841-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Muijs, Daniel. Doing quantitative research in education with SPSS (الطبعة 2nd). Los Angeles. OCLC 656776067. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84920-323-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Given, Lisa M. (2008). The SAGE Encyclopedia of Qualitative Research Methods. Los Angeles: SAGE Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4129-4163-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Corrine, Glesne (2011). Becoming Qualitative Researchers: An Introduction (الطبعة 4th). Boston: Pearson. OCLC 464594493. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0137047970. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hunter, Laura; Leahey, Erin (2008). "Collaborative Research in Sociology: Trends and Contributing Factors". The American Sociologist. 39 (4): 290–306. doi:10.1007/s12108-008-9042-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Massachusetts Institute of Technology, MIT OpenCourseWare. 11.201 Gateway to the Profession of Planning, Fall 2010. p. 4.
  8. Kuhn, Thomas S. (1961). "The Function of Measurement in Modern Physical Science". Isis. 52 (2): 161–193 (162). doi:10.1086/349468. JSTOR 228678. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Kasim, R.; Alexander, K.; Hudson, J. (2010). A choice of research strategy for identifying community-based action skill requirements in the process of delivering housing market renewal. Research Institute for the Built and Human Environment, University of Salford, UK. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Mesly, Olivier (2015). Creating Models in Psychological Research. United States: Springer Psychology: 126 pages. کينډۍ:ISBN
  11. Goertzen, Melissa J. (2017). "Introduction to Quantitative Research and Data". Library Technology Reports. 53 (4): 12–18. ISSN 0024-2586. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)