مفهوم‌پالنه

په مېتافزیک کې مفهوم‌پالنه یا مفهومېزم (conceptualism) یوه تیوري ده چې د مشخصاتو او جزئیاتو ټولیزوالی په فکر کوونکي ذهن کې د شته ذهني یا تصوري چوکاټونو په توګه تشرېح کوي. دا نظریه، چې د نوم‌پالنې یا نومینالېزم او ریالېزم ترمنځ ځای لري، د کلیاتو مېتافزیکي مفهوم ته له یوه داسې لید څخه ګوري چې د دوی په اړه د ذهن له انګېرنې او درک څخه بهر په مشخصاتو یا جزئیاتو کې د دوی شتون ردوي. مفهوم‌پالنه د اجمالي یا انتزاعي څیزونو په اړه د ریالېستي نظر ضد لیدلوری دی، هماغسې چې ذاتي یا طبیعي ریالېزم دی (توپیر یې دا دی چې طبیعي ریالېزم دا مني چې د کلیاتو د مصداق په اړه له ذهن څخه خپلواک حقایق شته دي).[۱]

تاریخچه سمول

د منځنیو پېړیو فلسفه سمول

د وروستیو مکتبي یا ښوونیزو فلسفي اصطلاحاتو تکامل د مفهوم‌پالنې یا تصوري تګلارې د رامنځته کېدو لامل شو، چې ریښه یې هغه نظریې دي چې مخکې نوم‌پالنه یا نومینالېستي ګڼل کېدې. دا اصطلاحي توپیر ځکه رامنځته شو ، ترڅو د دې ادعا چې ټولیز یا کلي ذهني عملونه له ټولیزو ارادي شیانو سره مطابقت لري او هغه لیدلوري ترمنځ پر توپیر لا ډېر ټینګار وشي چې له ذهن څخه بهر د کلیاتو شتون ردوي. د موضوعي ټولیزوالي د ردولو دا وروستی لیدلوری په څرګند ډول د مفهوم‌پالنې په توګه تعریف شو.

پییر ابیلار د منځنیو پېړیو مفکر و، چې آثار یې اوسمهال د مفهوم‌پالنې د رېښو په ښودنه کې د تر ټولو ډېرو احتمالي وړتیا لرونکو آثارو په توګه ډلبندي شوي دي. د ابیلار نظریې په څیزونو کې د مشخصو کلیاتو شتون رد کړ. ویلیم اوکام د منځنیو پېړیو د وروستیو وختونو یو بل مشهور مفکر و، چې د کلیاتو د مېتافزیکي مسئلې لپاره یې یوه کاملاً مفهومي حل لاره درلوده. هغه استدلال وکړ چې انتزاعي مفاهیم (abstract concepts) له ذهن څخه بهر هېڅ ډول بنسټ او بنیاد نه لري.

په ۱۷مه پېړۍ کې بیا مفهوم‌پالنې د څو لسیزو لپاره په ځانګړې توګه د یسوعيانو (Jesuits) ترمنځ پام وړ پلویان وموندل چې: پیدرو هورتادو دو میندوزا، رودریګو دو آریاګا او فرانسسکو اوویدو یې مهم شخصیتونه دي. که څه هم دا چاره ډېر ژر د فرانسیسکو سواریز ریالېستي فلسفې ته وروګرځېده، خو بیا هم د دغو یسوعیانو نظریاتو پر لومړنۍ عصري فلسفې خورا زیاته اغېزه لرله.[۲]

عصري فلسفه سمول

مفهوم‌پالنه د ډېرو لومړنیو عصري مفکرینو له لوري یا خو په ښکاره او یا هم په ضمني توګه منل شوې وه. په دغو مفکرینو کې رنه دیکارت، جان لاک، باروچ سپینوزا، ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس، جورج برکلي، او ډېوېډ هیوم شاملېږي – او د پراخو او تفصیلي علمي تیوریو په پرتله یې تر ډېره خورا ساده بڼه لرله.[۳][۴]

ځینې ​​وختونه دا اصطلاح حتی د ایمانویل کانټ کاملاً متفاوتې فلسفې ته هم کارېږي، څوک چې په دې نظر و چې کلیات یا مسلمات (universals) له بهرنیو شیانو سره هېڅ تړاو نه لري ځکه دوی یوازې زموږ د پخواني یا بدیهي (a priori) ذهني جوړښتونو او دندو له خوا تولید شوي دي.[۵]

د عصري فلسفې په وروستیو کې بیا جي ډبلیو اېف هیګل مفهوم‌پال یا تصورپال نظریات مطرح کړي دي.[۶]

معاصره فلسفه سمول

په معاصرو وختونو کې د اډمونډ هوسرل د ریاضیاتو فلسفه د مفهوم‌پالنې د یوې بڼې په توګه تعبیر شوې ده.[۷]

مفهوم‌پال ریالېزم (هغه نظر چې د ډېوېډ ویګینز له لوري په ۱۹۸۰ ز کال کې وړاندې شوی) وايي، چې:  زموږ مفهومي چوکاټ واقعیت ترسیموي.[۸]

د کلیاتو د حیثیت او وضعیت په اړه د تاریخي بحثونو ترڅنګ، په ۱۹۹۴ ز کال کې د جان مکډویل له لوري د "ذهن او نړۍ" اثر له خپرېدو راوروسته د تجربې د مفهومي یا تصوراتي ځانګړنې په اړه هم مهم بحثونه شوي دي. د مکډویل محک یا معیار هغه مشهور رد دی چې ویلفریډ سیلرز د هغه څه لپاره چمتو کړی و، کوم څه چې نوموړي "د ورکړل شوي افسانه" وبلله – هغه مفکوره یا تصور چې وایي ټوله تجربي پوهه د مشخصو اټکل شوو یا 'ورکړل شوو او فرضي' توکو پر بنسټ ده، لکه حسي معلومات یا ډېټا. په دې توګه، د ورکړل شوو یا فرض شوو د افسانې په ردولو کې مکډویل د ادراکي مفهوم‌پالنې لپاره استدلال کوي، د کوم څه پر اساس چې ادراکي محتوا مفهومي "له بنسټه" ده، یعني ټوله ادراکي تجربه د مفهومي تجربې یوه بڼه ده. د مکډویل د توجیه فلسفه د بنسټپالنې (foundationalism) یوه بڼه ګڼل کېږي: دا د بنسټ یا مبناپالنې یوه بڼه ده ځکه دا فلسفه دا شونتیا رامنځته کوي چې ځینې مشخص قضاوتونه د تجربې په وسیله تضمین شي او همدا راز دا د دغې نظریې یوه همغږې او منسجمه بڼه هم ده ځکه دا باور لري چې تجربه کولی شي ځینې قضاوتونه تضمین کړي ځکه تجربه څه نا څه مفهومي ده. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د معاصرې مفهوم‌پالنې یوه روښانه انګیزه دا ده، چې هغه ډول ادراک یا پوهېدنه چې د انسان په څیر عقلي مخلوقات ترې برخمن دي، له دې کبله چې مفهومي یا تصوراتي ځانګړنه لري، په بشپړ ډول ځانګړې او متفاوته ده. مکډویل خپل دریځ داسې بیانوي:

ما ټینګار کړی چې له نړۍ سره زموږ ادراکي یا پوهنیزه اړیکه، زموږ پر منونکو وړتیاوو او ظرفیتونو د نړۍ تر اغېزو پورې مفهومي ده. هغه نظر یا مفکوره چې استناد یې زما موخه ده، دا دی چې باید د عقلانیت له مفکورې سره په نږدې اړیکه کې درک شي، په دې معنا چې له نورو حیواناتو څخه د عاقلو حیواناتو په توګه د بالغ انسانانو په دودیزو جلا کولو کې رول لري. مفهومي وړتياوې هغه ظرفيتونه دي چې د خپلې موضوع له معقوليت سره تړاو لري. ځکه نو زما د ادعا د بیانولو بله لاره دا ده چې ووایو چې زموږ ادراکي تجربه عقلانیت ته ننوتلې او یا یې په عقلانیت کې رسوخ کړی دی. ما دا هم ویلي، چې زموږ د فاعلیت په اړه باید یو څه موازي وویل شي.[۱۳]

د مکډویل مفهوم‌پالنه که څه هم د مفهوم‌پالنې له پیدایښت څخه (په فلسفي او تاریخي توګه) راجلا ده، خو دا نظر یې ورسره مشترک دی چې کلیات د عقل له ساحې څخه بهر په ادراک یا پوهېدنه کې "ورکړل شوي یا فرض شوي" نه دي. ځانګړي څیزونه لکه څنګه چې له مخکې نه په خپله د منطقي موضوع له بدیهیت یا خودجوشۍ څخه رامنځته شوي مفهوم سره پیوند شوي، هماغسې درک کېږي.

د کانټ د ادراک پر فلسفه د "ادراکي مفهوم‌پالنې" د اصطلاح بېرته ګرځېدونکی تطبیق د بحث وړ دی. رابرټ هانا د کانټ د اثر د یوه سیال تفسیر لپاره استدلال کړی، چې د ادراکي غیر-مفهومیت په نوم یادېږي.[۱۴][۱۵]

سرچينې سمول

  1. Neil A. Manson, Robert W. Barnard (eds.), The Bloomsbury Companion to Metaphysics, Bloomsbury, 2014, p. 95.
  2. Daniel Heider, Universals in Second Scholasticism, John Benjamins Publishing Company, 2014, p. 18.
  3. David Bostock, Philosophy of Mathematics: An Introduction, Wiley-Blackwell, 2009, p. 43: "All of Descartes, Locke, Berkeley, and Hume supposed that mathematics is a theory of our ideas, but none of them offered any argument for this conceptualist claim, and apparently took it to be uncontroversial."
  4. Stefano Di Bella, Tad M. Schmaltz (eds.), The Problem of Universals in Early Modern Philosophy, Oxford University Press, 2017, p. 64 "there is a strong case to be made that Spinoza was a conceptualist about universals" and p. 207 n. 25: "Leibniz's conceptualism [is related to] the Ockhamist tradition..."
  5. Oberst, Michael. 2015. "Kant on Universals." History of Philosophy Quarterly 32(4):335–352.
  6. A. Sarlemijn, Hegel's Dialectic, Springer, 1975, p. 21.
  7. Zahar, Elie (2001). Poincaré's Philosophy: From Conventionalism to Phenomenology. Chicago: Open Court Pub Co. د کتاب پاڼې 211. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8126-9435-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. A. M. Ferner, Organisms and Personal Identity: Individuation and the Work of David Wiggins, Routledge, 2016, p. 28.
  9. McDowell, John (1994). Mind and World. Cambridge: Harvard University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-57610-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. John McDowell, Mind and World. Harvard University Press, 1994, p. 29.
  11. Roger F. Gibson, "McDowell's Direct Realism and Platonic Naturalism", Philosophical Issues Vol. 7, Perception (1996), pp. 275–281.
  12. "Wilfrid Sellars". د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. McDowell, J. (2007). "What Myth?". Inquiry. 50 (4): 338–351. doi:10.1080/00201740701489211. S2CID 214653941. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The Togetherness Principle, Kant's Conceptualism, and Kant's Non-Conceptualism" – Stanford Encyclopedia of Philosophy
  15. Robert Hanna, "Kantian non-conceptualism", Philosophical Studies 137(1):41–64 (2008).