مفتي محمد تقي عثماني

د شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله لنډه پېژندنه

پیدائش: مفتي صاحب ۱۳۶۳د شوال په میاشت کي چي د ۱۹۴۳م کال سره سمون خوري د دیوبند په سیمه کي دې تل پاتي نړۍ ته سترګي خلاصي کړې.

نسب: د مفتي صاحب کورنۍ د چا څخه پټه ده، عثماني کورنۍ پّ ټوله دیوبند کي خاص مقام لري او ډېر علمي کدرونه تېر سوی دی ښه مثال یې د حضرت مفتی صاحب والد محترم دی. د پلار نوم مفتي شفیع عثماني، د نیکه نوم یې حضرت مولانا یاسین (رحمهما الله) دي

تعلیم و تربیت: د تعلیم بسم الله یې هلته په دیوبند کي وسول، لومړنی زده کړي یې د مختلفو استاذانو څخه وکړې، په ۱۹۵۱ کي والد محترم د دارالعلوم کراچي بنسټ کښېښودی نو هلته یې درس نظامي سرته ورسوی. په ۱۳۷۹ه کي یې د اوولسو (۱۷) کلو په عمر د فضیلت دستار په سر کړي. په دوره حدیث کي لومړی مقام ترلاسه کړي. په شپاړس (۱۶) کلنی کي د پنجاب پوهنتون څخه د مولوی فاضل امتحان لومړنی مقام خپل کړي. په دارالعلوم کراچي کي یې تخصص فی الافتا په دوه کلنی کي ترسره کړی. بیا یې په پنجاب بورډ میټرک، جامعه کراچي څخه بی اې ( (B,Aسنده کالج کراچي څخه ایل ایل بی، او جامعه پانجاب څخه ایم اې عربي د امتیازي نمرو (نمبر) بشپړ کړ. په قانون کي یې دوهم مقام ترلاسه کړي.

درس و تدریس: په ۱۳۷۹ کي د اوولس (۱۷) کلنی په عمر کي یې په دارالعلوم کراچي کي ابتدائی د عربی کتب تدریس شروع کړي. په پنځلس (۱۵) کلو کي مختلف علومو او فنونو تقریباً ټول کتابونه تدریس کړه او د هغه څخه وروسته د ترمذی، فقه، تفسیر، تدریس شروع کړه.

علمي کارنامې: مفتی صاحب د تدریس تر څنګه په نړیواله دیني غونډو کي خاص کردار ترسره کوي. او د نړیوالو دیني ادارو خاص غړیتوب لري. اسلامي بانکي نظام ته یې خاص خدمت ترسره کړی دي، په زرهاؤ شاګردان لري، او ډېر کتابونه یې لیکلي دي. د علامه ابو الحسن ندوی (رحمه الله) څخه وروسته په عربي نړۍ کي خاص مقام لري. د میاشتنی البلاغ مدیر اعلی دی، د ۱۹۷۶ څخه د دارالعلوم نائب مهتمم دی، د دارالعلوم تصنیف وتالیف نګران اعلی دی، د شریعت کورټ آف پاکستان قاضی هم ؤ.

تصانیف: مفتي صاحب په تالیف او تصنیف کي خاص مقام لري، په مختلفو شعبو کي یې تصنفات کړي دي، د تصنیف یو خاصیت دا دی چي ډېر په احتیاط لیکنه کوی د موضوع هر اړخیزه څېړنه کوي، او که په یو چا علمي نیوکه کوي په ډېر ادب په هغه رد کوي. د هغو څخه یې د یو څو علمي شهکارو نومونه لیکو: الادب العربي، تجارتي سود، بائبل س قرآن تک، عیسایت کیا ه، حضرت معاویه (رضی الله عنه) اور تاریخي حقائق، ضبط ولادت اور عماری عائلی مسائل، احکام اعتکاف، مقهی مقالات، تکمله فتح الملهم...

سلوک: د مفتي صاحب روحاني سلسله د حضرت عارف بالله ‌ډاکټر عبد الحئ صاحب عارفی (رحمه الله) سره منسلک ؤ، او د هغه څخه بیعت و خلافت شرف ترلاسه کړي دی، د هغو څخه وروسته د حضرت شاه مسیح الله خان (رحمه الله) ته رجوع وکړه او د هغه څخه خلافت ترلاسه کړي.

عاجزي: حضرت مفتي صاحب د دومره لوړ علم ترڅنګه یو خاصیت یې دا دی چي عاجزي لري. په عاجزی کي ضرب المثل دی، یو انسان چي دومره غټ علمي مقام ته ورسیږي نو عاجزي د هغه څخه کډه باره وي.

ژباړه: محمد عیسیٰ