مغولان د ختیځې اسیا یوه توکمیزه ډله ده چې اصلي وطن یې مغولستان، د چین مغولستان او د روسیې فدراتیف د بوریاتیا جمهوریت دی. مغولان د مغولي خلکو د سترې کورنۍ اصلي غړي دي. د لویدیځ مغولستان کې اوریتان او همداشان بوریاتان او کالیمیکان په روسیه کې د مغولو د قومي-ژبني ډلو په توګه ډلبندي کېږي.

مغولان د یوه ګډ میراث او هویت له مخې له یوه بل سره تړلي دي. د هغوی اصلي لهجې په ټوله کې د مغولي ژبې به توګه پیژندل کېږي. د نننۍ ورځې د مغولو نیکونه د پروتو-مغولانو په توګه پیژندل کېدل.

تعریف سمول

په عمومي توګه، په دغه اصطلاح کې خاص مغولان (همداشان چې د خالخا مغولانو په نوم هم مشهور دي)، بوریاتان، اویراتان، دکالمیک قوم او سویلي مغولان شامل دي. په دویمه کې بیا د اباګا، اباګانار، ایوهان، بارینان، چهاران، ختیځ دوربتونه، د ګورلوس مغولان، جلایید، جارود، خرچینان، خشیګتن، خورچین، خووچید، موومیانګان، نایمانان، اونیګود، اوردوس، سونود، تومد او اورادوس مغولان شاملیږي.[۱]

د «مغول» نوم په لنډه توګه د ټانګ چین د اتمې پېړۍ په سوابقو کې د شیوي د قبیلې د بیانولو لپاره را ښکاره شو. بیا د یوولسمې پېړۍ په وروستیو کې د لیایو د سلسلې په اوږدو کې د خیتان تر حاکمیت لاندې یو ځل بیا را ښکاره شو. په ۱۱۲۵ ز کال کې د لیایو له سقوط وروسته، د خاما مغولان د مغولستان په فلات کې پر یوه مخته تلونکې قبیلې سره بدل شو. سره له دې، د جورچن تر حاکمیت لاندې د جین سلسلې او د تاتار کنفډراسیون هغوی کمزروي کړل.

په دیارلسمه پېړۍ کې، د مغول کلیمه د مغولو د سترو قبیلو لپاره د یوې چترۍ حیثیت وموند چې د چنګیزخان د حکومت په مهال سره یو موټي شول.[۲]

تاریخچه سمول

په بېلابېلو زمانو کې مغولي خلک له سکاييانو، ماجوج او تونګوسي قومونو سره یو ګڼل شوي دي. د چین د تاریخي متونو له مخې، د مغول د خلکو اصل او نسب کولای شو په ډونګو کې چې د ختیځ مغولستان د عشایرو یو کنفډراسیون و او منچوریا یې اشغال کړې وه، ومومو. ډونګو د شیونګنو ګاونډی و، چې لا تر اوسه د هغو د هویت په اړه بحثونه کېږي. که څه هم ځینې څېړونکې پر دې اند دي چې هغوی لومړني مغول و، خو په زیات احتمال سره هغوی د مغول او ترک قبایلو یوه ګڼ توکمیزه ډله وه. داسې وړاندیز شوی چې د هونانو ژبه له شیونګنو سره ورته وه.[۳][۴]

که څه هم، کولای شو چې ډونکو په ډېره اسانۍ سره لومړني مغول وبولو، ځکه چې چینايي تاریخ پوهانو یوازې د مغول قبیلې او پاچاهۍ (د شیان پي او وهان خلک) په خلکو کې موندلې دي، که څه هم ځینې تاریخي متون ادعا کوي چې د ځینو قبایلو لپاره (د بېلګې په توګه خیتان) اجداد او نیکونه له شیونګنو او ډونګو نه ګډ رامنځته شوی دی.[۵][۶]

د چین په کلاسیکو آثارو کې سمول

سیما کیان له ډونګانو څخه د یان په شمال کې په داخلي مغولستان کې له ۶۹۹ نه تر ۶۳۲ مخکې له میلاد نه له شانرونګ سره یو ځای یاد کړي دي. د چین غیررسمي سرچینې لکه یي ژو شو (د ژو ورک شوی کتاب) او د غرونو او سیندونو په کلاسیک کتاب کې، د ډونګو فعالیتونه د شانګ له سلسلې (له ۱۶۰۰ تر ۱۰۴۶ مخکې له میلاد کلونو) پورې ښیي. [۷][۸][۹]

Xianbei د ډونګو د کنفدراسیون برخه جوړوله او احتمالاً په مخکنیو زمانو کې چې تر یوه بریده د ډونګو په کنفدراسیون او همداشان د ژو په سلسله کې یې خپلواکي درلوده. د متخاصمو هېوادونو په اوږدو کې، د «ستر احضار» شعر ( په چینې ژبه: 大招؛ پین‌یین: Dà zhāo) د چو د ایاتونو په ټولګه کې یې د شیان بي د نازکو ملاوو او نرۍ اوږدو غاړو ښځو ته اشاره کړې ده او د دولتونو د خبرواترو په کتاب کې راغلي دي چې د پاچا چنګ ژو د حکومت په مهال (۱۰۴۲ تر ۱۰۲۱ مخکې له میلاده) هغوی د ژو د رعیت د اربابانو په ناسته کې د ګډون لپاره کیانګ (岐阳) (د کیشان اوسني ښار) ته راغلل، خو د چو د څارنې له مخې هغوی ته د اور د مراسمو د تر سره کولو اجازه ور نه کړل شوه، ځکه چې دوی د چو د حکومت تابع نه و. [۱۰][۱۱]

دغه لومړني شیان بي د اورډوس دښتې له نږدې ژوکایګو کلتور نه راغلي دي ( ۲۲۰۰-۱۵۰۰ له میلاد مخکې)، چېرې چې د هغوی مورنۍ DNA د مغولو له داور خلکو او Tungusic Evenks سره مطابقت لري. د ژوکایګو شیان بي (چې د داخلي مغولستان او شمالي شانزي د اورډوس د کلتور برخه ده) له شانګ سره یې سوداګریزې اړیکې درلودي. د لیو سونګ د سلسلې مفسر، پي يين (裴駰)، په خپل جیکسي (集解) کې د ختیځ هان د سلسلې د څېړونکې فوکیان (服虔) څرګندونې را نقل کړي دي چې وايي شانرونګ (山戎) او بیدي (北狄) د شیان بي (鮮卑) د اوس زمانې اجداد دي. یو ځل بیا په داخلي مغولستان کې د مغولي مرکزي شیان بي سیمې نږدې تړاو د علیا Xiajiadian کلتور و (۱۰۰۰- ۶۰۰ له میلاد وړاندې)، چېرې چې د ډونګو کنفډراسیون د هغو په مرکز کې پروت و. [۱۲][۱۳]

وروسته له هغه چې د ډونګو د موډو چانیو د پاچا، شیونګنو له خوا ماتې وخوړه، شیان بي او اوهان د همدې کنفډراسیون د پاتې شونو په توګه ژوندي پاته شول. د اوهان تاډون خان (چې له میلاد نه ۲۰۷ کاله مخکې مړ شو) د کومو زې د لومړنیو مغولو اجداد و. اوهان د ډونګو د سلطنت مستقیم نسل دی او د ټانګ نوی کتاب بیا وايي چې په له میلاد وړاندې په ۲۰۹ کال کې، موډو چانیو د ډونګو د کلیمې د کارولو پر ځای، اوهان ته ماتې ورکړه. سره له دې هم، شیان بي د ډونګو له جانبي رشتې څخه وه او تر یوه بریده پورې یې بېل هویت درلود، که څه هم له اوهان سره ګډه ژبه لري. له میلاد را وروسته په ۴۹ کال کې، د شیان بي حاکم بیانهي (بیان خان؟) د هان د ګوانګوو د سترواک نه د سخاوتمندانه سوغاتونو له تر لاسه کولو وروسته یې پر شیونګنو برید وکړ او هغه ته یې ماتې ورکړه او ۲۰۰۰ کسان یې ور ووژل.  شیان بي د تانشي هوای خان (د حکومت دوره یې له ۱۵۶ تر ۱۸۱ کال پورې) تر مشرۍ خپل اوج ته ورسېد، چا چې خپل پراخ دولت جوړ کړ خو ډېر کم عمر یې وکړ (۹۳ تر ۲۳۴). [۱۴]

د شیان بي له دولت څخه دری برجسته ډلې بېلې شوي دي چې په چینايي تاریخ کې ثبت شوي دي: روران (چې ځینې ادعاد کوي هغوی د پانونیایي خواره واره دي)، د خیتان خلک او شیوي (هغه قبیله چې ورته «شیوي مینګو» ویل کېږي چې د چنګیزي مغولانو اصلیت هم دی). د همدې دریو شیان بي ډلو تر څنګ، نورې ډلې هم وي لکه، مورونګ، ډوان او ټوبا. د هغوی کلتوری کوچیانی و، د هغوی مذهب شمنیزم یا بودیزم  و او د هغوی پوځي ځواک ډېر زیات و. تر اوسه پورې داسې مستقیم شواهد نشته چې روران خلکو به په مغولي ژبو خبرې کولي، که څه هم زیاتره علماء پر دې هوکړه لري چې هغوی لرغوني مغولیان دي. سره له دې، خیټان بیا دوه خپلې نسخې لري او د هغوی په نیمه پرانیستل شویو لیکنو کې زیاتره مغولي کلیمې موندل کېږي.[۱۵][۱۶]

له جغرافیايي اړخه، د شیان بي ټوبا خلکو د داخلي مغولستان سویلي برخې او شمالي چین باندې حکومت کاوه، روران (Yujiulü Shelun لومړنی کس و چې به ۴۰۲ کال کې یې د خګان عنوان وکاراوه) پر ختیځ مغولستان، لویدیځ مغولستان، د داخلي مغولستان پر شمالي برخو او شمالي مغولستان باندې حکومت کاوه. خیټان د داخلي مغولستان پر ختیځې برخې او شمالي کوریا او شیوي بیا د خیټان په شمال کې پراته و. دغه قبایل او پادشاهۍ ډېر ژر په ۵۵۵ کال کې د ترک خاقاناتو د لومړنۍ ظهور، په ۷۴۵ کال کې د اویغور خاقاناتو او په ۸۴۰ کال کې د قرغیز دولت تر سیورې لاندې راغلل. ټوبا بالاخره په چین کې جذب شول. روران له ګوکتورکانو څخه لویدیځ ته وتښتیدل او یا هم په ګمنامۍ کې سره ورک شول یا هم د ځینو له قوله د کډوالو په څېر د خپل خان، بیان ۱ تر فرمان لاندې یې پر اروپا برید وکړ. ځینو روران قبایلو بیا د تاتارخان تر مشرۍ لاندې ختیځ خوا ته کډوال شول، چې د تاتار کنفډراسیون یې جوړ کړ، چې بیا وروسته د شیوي برخه شول. خیټان، چې په ۳۸۸ کال کې له کومو زې څخه په بېلیدو سره خپلواک و (د اوهان اصلیت لرونکي)، په منچوریا کې یې د وړونکي ځواک په توګه تر هغه وخته پورې ادامه وکړه تر څو د هغوی یوه کس، اباوجي (۸۷۲- ۹۲۶)، د لیو سلسله رامنځته کړه (۹۱۶- ۱۱۲۵).

مغول سترواکي سمول

د قرغیزیانو له خوا د اویغور خاقاناتي په دړې وړې کولو سره په مغولستان کې د ترکانو سلطه پای ته ورسېده. د تاریخ پوهانو له قوله، قرغیزیانو د نویو نیول شوو ځمکو جذبولو ته لېوالتیا نه درلوده. د دې پر ځای، هغوی سیمه ییز قبایل د بېلابېلو ماناپونو (د قبیلو د مشرانو) په مټ کنټرولول. خیټانانو بیا هغه سیمې چې د ترک اویغورانو له خوا پرېښودل شوي وي، اشغال کړي او تر خپل کنټرول لاندې یې راوستي. د ینیسي قرغیزیانو دولت په خاکاسیا باندې متمرکز و او په ۹۲۴ کال کې د خیټانانو له خوا له مغولستان څخه وشړل شول. د لسمې پېړۍ په پیلیدو سره، خیټانانو د اباوجي په مشرۍ، د ټانګ سلسلې د سرحدي ګاردانو او د شي، شیوي او جورچین د کوچیاني ډلو پر وړاندې د یو لړ لښکرکښیو په ترڅ کې غالب شول.[۱۷]

د یلو ډاشي په مشرۍ د لیاو د سلسلې پاتې شونو د جورچین په مشرۍ د جین د سلسلې له خوا په ماتې خوړلو سره د مغولستان له لارې لویدیځ ته وتښتیدل او قره خیټای (د لیاو لویدیځه سلسله) په ۱۱۲۴ کال کې رامنځته کړه، په داسې حال کې چې د لویدیځ مغولستان کنټرول یې هم په لاس کې درلود. په ۱۲۱۸ کال کې، چنګیز خان قره خیټای له ځانه سره یو ځای کړل او له هغه وروسته هغوی په ګمنامي کې پاتې شول. د هغوی ځینې پاتې شوني د قوتلوق خانیان د سلسلې تر نوم لاندې (۱۲۲۲-۱۳۰۶) په ایران او په افغانستان کې د ډای خیټان په توګه را څرګند شول. د مغول د سترواکۍ په پراخېدو سره، مغول خلک د اوراسیا په نږدې ټولو سیمو کې ځای پر ځای شول او د ادریاتیک له سمندر نه نیولي د اندونیزیا تر جاوا او له جاپان نیولي تر فلسطین (غزې) پورې یې لښکر کشي وکړي. په ورته وخت کې هغوی د ایران پاچاهان، د چین سترواکان او د مغولانو ستر خانان شول او یو یې (العادل کیتبوغه) د مصر سلطان شو.  د زرین پوځ (Golden Horde) مغولي خلکو د خپل حکومت په مټ تر ۱۲۴۰ کال پورې پر روسیې حکومت وکړ. په ۱۲۷۹ کال کې هغوی د سونګ سلسله له منځه یوړه او ټول چین د یوان د سلسلې تر حاکمیت لاندې راوست.[۱۸]

سرچينې سمول

  1. Ochir 2008.
  2. "Mongolia: Ethnography of Mongolia". Encyclopædia Britannica. 
  3. Geng 2005
  4. Étienne de la Vaissière, Xiongnu. Encyclopædia Iranica online, 2006
  5. Pulleyblank, Edwin G. (1983). "The Chinese and Their Neighbors in Prehistoric and Early Historic China," in The Origins of Chinese Civilization. University of California Press, pp. 411–466.
  6. Frances Wood, The Silk Road: two thousand years in the heart of Asia, p. 48
  7. Yi Zhou Shu, "Wanghui jie" quote: "東胡黃羆。... 正北空同、大夏、莎車、姑他、旦略、豹胡、代翟、匈奴、樓煩、月氏、孅犁、其龍、東胡,請令以橐駝、白玉、野馬、騊駼、駃騠、良弓為獻。"
  8. Classic of Mountains and Seas, "Classic of the Regions Within the Seas: West" quote: "東胡在大澤東。夷人在東胡東。" translation: "Donghu are located east of the Great Marsh. Yi people are located east of Donghu."
  9. For a list of known fang-countries see Anderson, Matthew Mccutchen. (2015). "Change and Standardization in Anyang: Writing and Culture in Bronze Age China". Publicly Accessible Penn Dissertations. 1589. https://repository.upenn.edu/edissertations/1589 pp. 96-98
  10. Chu Ci, "Da Zhao". quote: "小腰秀頸,若鮮卑只。". translation (by Gopal Sukhu, 2017): "And she is as small-waisted and long-necked [a]s a Xianbei woman."
  11. Discourses of the States, "Discourses of Jin 8" quote: "昔成王盟諸侯于岐陽,楚為荊蠻,置茅蕝,設望表,與鮮卑守燎,故不與盟。今將與狎主諸侯之盟,唯有德也,子務德無爭先,務德,所以服楚也。"
  12. Sima Qian's Shiji, ch. 110, with commentaries; text: "服虔云:「山戎蓋今鮮卑。」"
  13. Shiji: Sanjiazhu, text: "〔一〕集解服虔曰:「山戎, 北狄, 蓋今鮮卑也。」 , page 491"
  14. Xin Tangshu 219. 6173.
  15. University of California, Berkeley. Project on Linguistic Analysis, Journal of Chinese linguistics, p. 154
  16. Thomas Hoppe, Die ethnischen Gruppen Xinjiangs: Kulturunterschiede und interethnische, p. 66
  17. San, Tan Koon (2014-08-15). Dynastic China: An Elementary History. The Other Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-983-9541-88-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Jerry Bentley, Old World Encounters: Cross-Cultural Contacts and Exchange in Pre-Modern Times (New York: Oxford University Press, 1993), 136.