معاصر تاریخ
له سیاسي پلوه معاصر تاریخ د امریکې متحده ایالتونو او شوروي اتحاد ترمنځ د سړې جګړې (۱۹۴۷ – ۱۹۹۱) تسلط او واکمني ده، چې اغېز یې په ټوله نړۍ کې احساس شو. داسې جګړه او ټکر چې په عمومي توګه د نیابتي جګړو او د کوچنیو هېوادونو په کورنیو سیاستونو کې د مداخلې له امله رامنځته شول. په پایله کې د ۱۹۸۹ ز کال په انقلاب او په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد د اروپا، افریقا، لاتیني امریکا او منځنۍ اسیا په زیاتره برخو کې په منحل کېدو سره پای ته ورسېد. له ۱۹۴۵ ز کال نه وروسته کلونو دوره د اسرائیلو نوي دولت، د نفتي سیاستونو رامنځته کېدو او دغه راز له ۱۹۸۰ ز لسیزې نه وروسته د اسلامپالنې د ودې دورې اړوندو ښکلېتیاوو په سلطه کې و. لومړني فرا ملي دولتي سازمانونه لکه د ملګرو ملتونو سازمان او اروپایي ټولنه له ۱۹۴۵ ز کال نه وروسته دوره کې رامنځته شول. په داسې حال کې چې په افریقا او اروپا کې استعماري سترواکۍ ټولنې ړنګې شوې او په ۱۹۷۵ ز کال کې له منځه ولاړې. د فرهنګ ضد فعالیتونه زیات شول او دغه راز لکه څنګه چې د ۱۹۶۸ ز کال په لاریونونو کې ولیدل شول د ۱۹۶۰ او ۱۹۸۰ ز لسیزو په لړ کې جنسي انقلاب غربي هېوادونو کې ټولنیزې اړیکې بدلې کړې. له جګړې وروسته د اقتصادي ودې او پراختیا له امله په ټوله پرمختللې نړۍ کې د ژوند اړوند سټندردونه په ژوره توګه زیات شول. جاپان او غربي آلمان دواړه د فوق العاده قوي اقتصادونو په توګه راڅرګند شول. د امریکې د متحده ایالتونو فرهنګ په تېره بیا مصرفي بڼه په پراخه توګه زیاته شوه او وده یې وکړه. د ۱۹۶۰ ز لسیزه کې زیاتره غربي هېوادونو په غیر صنعتي کېدو پیل کړی و. د هغو په ځای نړیوال کېدل په اسیا کې د نوو مالي یا صنعتي مرکزونو د راڅرګندېدو لامل شو، چې له جاپان نه پیل شو، چې د دې ترڅنګ څلور اسیايي زبرځواکونه یعنې هانکانګ، سنګاپور، جنوبي کوریا او تایوان او بیا وروسته چین د هغه له اقتصادي اصلاحاتو وروسته یې هغه پسې راغلل او خپل مصرفي توکي او تکنالوژي یې د نړۍ ګوټ ګوټ ته صادر کړې. له ۱۹۴۵ ز کال نه وروسته د علم په برخه کې نوي پرمختګونه وشول، فضایي پروازونو، اټومي تکنالوژۍ، مالیکولي او جنیتیکي چاپېریال پېژندنې تر څنګ لیزري او نیمه کنډکتري تکنالوژۍ، د ذراتو فیزیک او دغه راز د کوانتمي میدان اړوند نظریې سټندرد موډل هم وده وکړه. همدارنګه په همدې وخت کې لومړني کمپیوټرونه او تر کمپیوټرونو وروسته انترنت رامنځته شول او اطلاعاتي زمانه پیل شوه. سیاسي تاریخسمولپه دویمه نړیواله جګړه ۱۹۴۵ ز کال کې متحدینو ټول مهم مخالفین مات کړل. هغوی د نړیوالو اړیکو او اختلافاتو د اداره کولو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان تأسیس کړ. یوه د پام وړ پوښتنه دا وه، چې څنګه د دې محور اړوندو ماتو شویو ملتونو سره او دغه راز څنګه له هغو ترلاسه شوو ملتونو سره چلند وشي، چې دې محور فتح کړي و. د یالتا له کنفرانس نه وروسته سیمه په داسې زونونو ووېشل شوه، چې متحدو ملتونو یې مسئولیت او دغه راز د هغو د بیارغونې مدیریت په غاړه درلود. حال دا چې دا سیمې له نظري پلوه موقتي وې (لکه د اتریش هیواد نهایي برخلیک، چې د یو بېطرفه هېواد په توګه خپلواکۍ ته ورسېد). د شوروي اتحاد په مشرۍ د شرقي بلاک او د امریکې متحده ایالتونو په مشرۍ د غربي بلاک تر منځ زیاتېدونکې شخړې او کړکیچونه ټول په دې معنی و، چې زیاتره هېوادونه په خپلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي. هغه هېوادونه چې د شرقي اروپا د شوروي اتحاد اړوند سیمو کې و، ټولو یې کمونیستي رژیمونه د دولتي نظامونو په توګه پلي کړل. په ۱۹۴۸ ز کال کې د برلین محاصره او بندیز د دې لامل شو، چې د غربي برلین د ساتنې لپاره د لویدیځ هوایي ډګر ته لاره هواره کړي، چې دا چاره د شرق او غرب بلوک د اړیکو سړېدو لامل و. په ۱۹۴۹ ز کال کې آلمان په دوه هېوادونو یعنې لیبرال – دموکراتیک لوېدیځ المان او کمونست شرقي المان ووېشل شو. په ټولیزه توګه دا شخړه او نښته د سړې جګړې په توګه پېژندل کېږي. په ۱۹۴۹ ز کال کې د غربي بلاک د ناتو سازمان جوړ کړ، حال دا چې شرقي بلاک په ۱۹۵۵ ز کال کې د وارسا یا وارشو تړون رامنځته کړ. په ټولیزه توګه د نویو سترو قدرتونو تر منځ د مخامخ جګړې مخه ونیول شوه، که څه هم په نورو هېوادونو کې د یو اړخ په وړاندې د بل اړخ د مجهزو ډلو په وسیله نیابتي جګړې رامنځته شوې. د اټومي وسلو د ودې او پراختیا او جوړولو لپاره نظامي او تسلیحاتي سیالۍ رامنځته شوې، ځکه چې سیاستوالو غوښتل دا ډاډ ترلاسه کړي، چې د هغو اړخونه د جګړې رامنځته کېدو په صورت کې ډېر څه له ځانه سره ولري.[۲] د اسیا په شرقي برخه کې د چیانګ کای شېک په مشرۍ د چین هېواد جمهوریت له ۱۹۴۵ ز کال نه تر ۱۹۴۹ ز کال پورې د چین په کمنونستي انقلاب کې نسکور شو. د کای شېک دولت تایوان ته شاتګ وکړ؛ خو هم د KMT ملتپال دولت او هم د اصلي سیمې نوي کمونستي دولت د مائوتسه تونګ په مشرۍ سره په ټول چین د واک لرلو په ادعا سره خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړ. کوریا هم د المان په څېر ووېشل شوه، داسې چې شوروي اتحاد یې شمالي برخه او د امریکې متحده ایالتونو یې سویلي برخه (شمالي کوریا او سویلي کوریا) اشغال کړه. د المان برعکس له ۱۹۵۰ نه تر ۱۹۵۳ ز کال پورې د کوریا جګړې په پیلېدو سره هلته شخړه لا ګرمه شوه. په دې توګه خپل د خوښې وړ لوري نه د امریکې د متحده ایالتونو او چین د قوي ملاتړ له امله کوریا بیا د هیڅ یوه دولت تر واکمنۍ لاندې هم متحده نه شوه، بلکې د اتحاد په ځای په یوه منجمده شخړه بدله شوه. په ۱۹۴۷ ز کال کې جاپان ته نوی اساسي قانون ورکول شو، چې په دې قانون کې د یوې یرغلګرې جګړې وړاندوینه شوې وه، د امریکې اشغال په ۱۹۵۲ ز کال کې د امریکې اشغال پای ته ورسېد، که څه هم ډېر ژر د امریکې متحده ایالتونو سره د متقابله همکارۍ هوکړه ډېر ژر امضا شوه. د امریکې متحده ایالتونو همدارنګه په ۱۹۴۶ ز کال کې فیلیپین ته خپلواکي ورکړه او په ورته وخت کې خپلې نېږدې اړیکې یې هم ورسره وساتلې. منځنۍ اسیا د بې ثباتۍ په مرکز بدله شوه. اسرائیلو نوي یهودي دولت په ۱۹۴۸ ز کال کې د اعرابو او اسرائیلو له جګړې وروسته خپله خپلواکۍ اعلان کړه، چې د امریکې د متحده ایالتونو او د شوروي اتحاد په وسیله په رسمیت وپېژندل شو. په ۱۹۵۲ ز کال د مصر په انقلاب کې د مصر کمزوری او بېکاره پادشاه له واکه وپرځول شو او جنرال ناصر یې ځایناستی شو. د ایران د ۱۹۵۳ ز کال په کودتا کې د ایران آمریکایي پلوه پادشاه محمد رضا شاه پهلوي په خپل دولت باندې وضع کړي دموکراتیک محدودیتونه لرې کړل او په مستقیمه توګه یې واک ترلاسه کړ، دغه راز په ۱۹۵۸ ز کال کې د عراق پادشاهي هم ړنګه شوه. په ټوله سویل ختیځه اسیا او افریقا کې له ۱۹۴۶ نه تر ۱۹۷۵ ز کاله پورې د مستعمرو له منځه وړل تر ټولو لوی تحول و، ځکه چې پخوانۍ استعماري سترواکۍ لکه بریتانیا، فرانسه، هالند او پرتغال له منځه ولاړې. زیاتره نویو هېوادونو ته خپلواکي ورکړل شوه؛ خو ډېر ژر دېته متوجه شول، چې غربي بلاک باید له ختیځ بلاک سره د اتحاد یا د ژمن یا ناپییلي غورځنګ د یو غړي په توګه بې طرفه پاتې کېدو نه یوه لاره وټاکي. په ۱۹۴۷ ز کال هند له بریتانیا نه له جګړې پرته خپله خپلواکي ترلاسه کړه. دا هېواد په دوه هېوادونو یعنې هند په زیاتره هندوانو او پاکستان په زیاتره مسلمانانو سره (غربي پاکستان، شرقي پاکستان، راتلونکي پاکستان و بنګله دیش) باندې ووېشل شو. په راتلونکو کلونو یعنې ۱۹۴۷، ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ ز کلونو کې د هند او پاکستان تر منځ جګړې رامنځته شوې. په ۱۹۵۰ ز کال کې سوکارنو د اندونیزیا خپلواکي ترلاسه کړه، ځکه چې په ۱۹۴۵ – ۱۹۴۹ ز کلونو کې د هالندي واکمنۍ بیا راګرځولو لپاره د هلې ځلې تر ډېره له ماتې سره مخ شوې ووې او د شرق په وړاندې یې خپلواک دریځ ونیوه، چې هغه بیا وروسته په ۱۹۶۸ ز کال کې د سوهارتو په وسیله له واکه وغورځول شو، چې غرب پلوه دریځ یې درلود. سرچينېسمول |
- ↑ Brivati, Brian (1996). "Introduction". In Brivati, Brian; Buxton, Julia; Seldon, Anthony (eds.). The contemporary history handbook (1st ed.). Manchester: Manchester University Press. p. xvi. ISBN 9780719048364.
- ↑ Gaddis 2005, p. 33-60