معاصره فلسفې

معاصره فلسفه (Contemporary philosophy ) د لوېدیځې فلسفې په تاریخ کې اوسنۍ دوره ده چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په پراخه کچه د دې څانګې په مسلکي کېدو او د تحلیلي او براعظمي فلسفې په ودې سره پیل کېږي. [۱]

په فلسفه کې د معاصرې فلسفې کلمه د تخنیکي اصطلاحاتو له ډلې ده چې د لوېدیځې فلسفې په تاریخ کې یوې ځانګړې دورې (یعنې د شلمې او یویشتمې پېړیو فلسفې) ته اشاره کوي. خو دا عبارت زیاتره د عصري فلسفې (modern philosophy) سره (چې په لوېدیځه فلسفه کې پخوانۍ دورې ته اشاره کوي)، له عصري-وروسته یا پوست موډرن فلسفې سره (چې د عصري فلسفې د ځینو فیلسوفانو نیوکو ته اشاره کوي)، او د یوې غیر تخنیکي کلمې په توګه چې ورستیو فلسفي آثارو ته اشاره کوي، مغشوش کېږي.  [۲]

مسلکي کول سمول

... د ځانګړي اندیال په حیث د فیلسوف ورځ – چې له ځانګړي پیغام سره یو مستعد هنردوست دی – په عملي توګه له منځه تللی.   -   نیکولاس ریسچر، "د نن ورځې امریکایی فلسفه،" د میټافزیک بیاکتنه ۴۶ (۴)

بهیر سمول

مسلکي کول هغه ټولنیز بهیر دی چې له مخې یې هر کاروبار یا کسب د چلند یوه لړۍ نورمونه، د مسلک د غړیتوب لپاره د منلو وړ شرایط، د مسلک د غړو د سلوک د څارنې لپاره یو مسلکي پلاوی یا ټولنه، او د وړ او نه وړ لېوالو لپاره د حدودو درجه ټاکل کېږي. په مسلک کې بدلون د څېړنې په ساحه کې زیاتره ځیرک بدلونونه راوړي، خو د مسلکي کولو یوه بله آسانه د تشخیص وړ برخه څانګې ته د "کتاب" پراخه بې ربطي ده: یعنې "د څېړنې پیغام به په داسې ډول بدلون پیل کړي [... ] چې عصري نهایي حاصل زیاترو لپاره څرګند او د ډېری لپاره ځپونکی وي. نور به د [یو غړي] څېړنې معمولا په هغه کتابونو کې ځای پرځای نشي چې مخاطب یې هغه څوک وي چې د څانګې له موضوع سره لېوالتیا ولري [...]. بلکه دوی به معمولا د لنډو مقالو په توګه څرګندې شي چې مخاطب به یې یوازې مسلکي غړي وي، یعنې هغه کسان چې د مشترکې الګو پوهه یې په اند کې نیول کېدای شي او هغه کسان چې ثابته کړي چې یوازینی کسان دی چې خپل مخاطب آثار لوستلی شي." فلسفه د ۱۹ پېړۍ په پای کې له دې بهیر څخه تېره شوه، او دا په لوېدیځه فلسفه کې د معاصره فلسفي دورې له مهمو ځانګړتیاوو ګڼل کېږي.   [۳][۴]

جرمني لومړنی هېواد و چې فلسفه یې مسلکي کړه. د ۱۸۱۷ کال په پای کې هیګل لومړنی فیلسوف و چې د پروشیا تر نوم لاندې د دولت د پوهنې د وزیر له خوا په پروشیا کې د ناپلیون د اصلاحاتو د اغېزو په پایله کې د پروفیسور په توګه و ګومارل شو. په متحده ایالاتو کې، مسلکي کولو د امریکا د لوړو زده کړو په سیسټم کې د اصلاحاتو له امله وده وکړه چې تر ډېره حده د آلمان د ماډل پر بنسټ ولاړ دی. جیمز کمپبل په امریکا کې د فلسفې مسلکي کول په لاندې ډول تشریح کوي: [۵][۶]

د ځانګړو بدلونونو لېست [د ۱۹ پېړۍ د فلسفې د مسلکي کولو په وروستیو کې] خورا لنډ دی، خو د بدلون پایله تقریباً بشپړه ده. [...] نور د [فلسفې] پروفیسور نشي کولای د عقیدې د مدافع یا د حقیقتونو د څرګندونکي په توګه کار وکړي. نوی فیلسوف باید د څېړنو مشر او د پایلو خپرونکی وي. دا بدلون هغه وخت څرګند شو چې تصدیق شوو (زیاتره د آلمان له خوا تصدیق شوو) د فلسفې ډاکترانو (پی ایچ ډي) د فلسفې په ټولګي کې د الهیاتو د فارغانو او کشیشانو ځای ونیو. له هغه وخت نه چې تقریباً هېچا د Ph.D سویه نه درلوده تر هغه وخت پورې چې تقریبا هرچا دا سویه ترلاسه کړه، تر منځ دوره لنډه وه. [...] د دې ترڅنګ، ډوکتورا د تدریس لپاره تر جواز لوړه ګڼل کېده: دا یو سند و چې د فلسفې اوړوند ښوونکي په غوره ډول وروزل شوي وو او د علمي فلسفې په اوسنۍ تخصص کېدونکې او محدوده ساحه کې د خپلواک کار د ترسره کولو لپاره چمتو وو. دې نوو فیلسوفانو د فلسفې په خپلواکو څانګو کې کار کاوه [...] دوی په خپلو څېړنو کې ریښتینې لاسته راوړنې درلودې، د فلسفي کار یوه څانګه یې رامنځ ته کړه چې اوس هم زموږ د مطالعې مرکز دی. همدارنګه دې نویو فیلسوفانو د بریالیتوب لپاره خپل معیارونه وټاکل، چې د فلسفې په معتبرو بنسټونو کې یې چې په هغه وخت کې تاسیس شوي وو، خپاره کړل. دا بنسټونه مونیسټ (۱۸۹۰)، د اخلاقیاتو نړیوال ژورنال (۱۸۹۰)، په فلسفه بیاکتنه (۱۸۹۲)، او د فلسفې، ارواپوهنې، او ساینسي میتودونو ژورنال (۱۹۰۴) وو. او البته، دا فیلسوفان په ټولنو کې سره یوځای شول. دا ټولنې د امریکا د ارواپوهنې ټولنه (۱۸۹۲)، لوېدیځه فلسفي ټولنه (۱۹۰۰)، او د امریکا فلسفي ټولنه (۱۹۰۰) وې ترڅو فیلسوفان خپل علمي دریځونه پیاوړي کړي او خپلو فلسفي کارونو ته وده ورکړي.   [۷]

په انګلستان کې مسلکی کول په ورته ډول د لوړو زده کړو له پرمختګونو سره تړلی و. ډینز لیټن د ټي اچ ګرین په اړه په خپل ​​کار کې د بريتانیا په فلسفه کې د دې بدلونونو او د انګلستان د لومړي مسلکي اکادمیک فیلسوف لقب ته د ګرین د ادعا په اړه بحث وکړ:

هینري سېډوېک په سخاوتمندانه توګه،[ټي. اچ] ګرین د انګلستان د لومړي مسلکي اکادمیک فیلسوف په توګه وړاندې کړ. د سېډوېک لیدلوری په هرومرو تر پوښتنې لاندې نیول کېدای شي: وېلیم هېمېلتون، جې، اف فیریر او په خپله سېډ وېک د دې ویاړ له نوماندانو دي. [...] خو بیا هم په دې کې هېڅ شک نشته چې د مېل (۱۸۷۳) له مړینې او د جي. اي مور د اخلاقو اصول یا Principia Ethica (۱۹۰۳) د خپرېدو تر منځ موده کې د بريتانوي فلسفې مسلک بدلون و موند، او ګرین په نسبي بڼه په دې بدلون کې ونډه درلوده. [...] بنتام، مېلز، کارلایل، کولرېج، سپینسر او همدارنګه د نولسمې پېړۍ زیاتره نور جدي فلسفي اندیالان د لیک خاوندان، مدیران، فعال سیاستوال، کشیشان او د ژوند پوهان وو، خو اکاډیمیک کسان نه وو. ګرین د ادبي او تاریخي متنونو څخه د فلسفې د مطالعې په جلا کولو کې مرسته وکړه؛ او نوموړي په اکسفورډ کې یې د فلسفې د نصاب په تدوین سره د فلسفې د روزل شویو استادانو لپاره منطقي دلیل را منځ ته کړ. کله چې ګرین خپل اکاډمیک کار پیل کړ، د فلسفي موضوع په اړه زیاتره جدي لیکنې د نظریاتو په ژورنالونو کې خپرې شوې چې د [موضوعاتو] پراخې لړۍ ته وقف شوې چې (ډېر لږ یې له 'خالصې' فلسفې سره تړاو درلود). هغه د تخصصي ورځپاڼو لکه اکاډمي او ذهن، چې د علمي څېړنو د پایلو لپاره یې د لارې په توګه کار کاوه، په هڅولو سره د فلسفي لیکنو په مسلکي کولو کې مرسته وکړه.[۸]  

د فلسفې لپاره د مسلکي کېدو وروستۍ پایله پدې معنی ده چې په یو څانګه کې کار اوس تقریباً د پوهنتون د استادانو له خوا ترسره کېږي چې په یاده څانګه کې د ډوکتورا سند لري او په خورا تخنیکي او د غړو د بیاکتنې په ژورنالونو کې خپرېږي. په داسې حال کې چې دا د خلکو تر منځ په پراخه کچه عامه خبر ده چې یو شخص له ځانه سره د مذهبي، سیاسي یا فلسفي نظریاتو یوه مجموعه ولري  چې دوی یې "فلسفه" ګڼي، د دې نظرونه په اړه لږ پوهاوی شوی یا د نن ورځې په مسلکي فلسفه کې د ترسره شوي کار سره لږ تړاو لري. د دې ترڅنګ، د زیاتره هغو علومو برعکس چې د هغوی لپاره د کتابونو، مجلو او تلویزیوني خپرونو یو سالم صنعت رامنځ ته شوی او موخه یې د ساینس شهرت او د ساینسي ساحې تخنیکي پایلې عام خلکو ته رسول دي، د مسلکي فیلسوفانو کار له مسلک څخه بهر مخاطبینو ته ډېر لږ ښودل شوی دی. د فیلسوف مایکل سنډیل کتاب "عدالت: غوره کړنې کومې دي؟" او د هیري فرانکفورت اثر "په چټیاتو باندې بحث" د هغو کارونو مثالونه دي چې د مسلکي فیلسوفانو په آثارو کې غیر معمولي توپیر لري خو غیر فیلسوفان یې مخاطب دي او د هغوی تر منځ زیات شهرت لري. دواړه آثار د نیویارک ټایمز غوره پلور شول.

سرچينې سمول

  1. The publication of Husserl's Logical Investigations (1900–01) and Russell's The Principles of Mathematics (1903) is considered to mark the beginning of 20th-century philosophy (see Spindel Conference 2002–100 Years of Metaethics. The Legacy of G.E. Moore, University of Memphis, 2003, p. 165).
  2. M.E. Waithe (ed.), A History of Women Philosophers: Volume IV: Contemporary Women Philosophers, 1900–Today, Springer, 1995.
  3. Sciaraffa, Stefan (9 اکتوبر 2005). "Review of Norms in a Wired World". مؤرشف من الأصل في 24 جولای 2011. د لاسرسي‌نېټه 7 جون 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة) Steven Hetcher, Norms in a Wired World, Cambridge University Press, 2004, 432pp, Reviewed by Stefan Sciaraffa, University of Arizona
  4. Thomas Kuhn, The Structure of Scientific Revolutions, The University of Chicago Press (1962), pp. 19–20.
  5. Peter Simons "Open and Cloded Culture" in Phenomenology and analysis: essays on Central European philosophy. Edited by Arkadiusz Chrudzimski and Wolfgang Huemer. Page 18.
  6. Campbell, James (2006) A Thoughtful Profession, Open Court Publishing
  7. Campbell, James (2006) A Thoughtful Profession, Open Court Publishing pp. 35–37
  8. Leighton, Denys (2004) 'The Greenian moment' pp. 70–71