مصنوعي القاح

دمصنوعي القاح لنډه تاريخچه سمول

دتاريخي ليکونو څخه څرګنديږي چي مصنوعي القاح دديروپخوا وختونو څخه راپديخوا رواج موندلي لکه چي وايي په کال ١٣٢٢ميلادي کي يوعرب وه چي خپله اسپه يي ددښمن داسپ له سيمين څخه پدي خاطر چي اسپه يي ښه نسل توليد کړي القاح کړه همدارنګه لمړني تحقيقات په کال ١٧٨٠ميلادي کي ديو ايټالوي فزيالوجيسټ عالم Lazarr spalanzani پواسطه په سپي باندي ترسره شو .په کال ١٩٨٠کي دفرانسي وترنرانو داسونو دنژادنو داصلاح لپاره دمصنوعي القاح څخه استفاده وکړه همدارنګه دپخواني شوروي اتحاد محقيقE.I.Iovanuff په کال ١٨٩٩ميلادي کي په اسونو ، غوګانو اوميږو باندي مصنوعي القاح په برياليتوپ سره ترسره کړه همدارنګه نوموړي محقيق داروپا په هيوادونو کي دمصنوعي القاح تهداب ګذاري هم وکړه اودي لمړني شخص وه چي په غواکي مصنوعي القاح ترسره کړه . دلمړي نړيولي جګړي په وخت کي (١٩١٨-١٩٢٤دنوموړي محقيق پواسطه زرګونه اسونه القاح شول، بي دويلو دي پاتي نشي چي کله د١٩٢٨کال په اوايلو کي دغواګانو په مصنوعي القاح شروع وکړه اودهمدي کال تراخيره پوري په روسيه کي ١٫٢٠٠٫٠٠٠سره غوګاني او ١٥ميلونه ميږي القاح کړي وي مصنوعي واژن دلمړي ځل لپاره په کال ١٩٢٤کي دپروفيسورجي امينټا G Amantea دروم پوهنتون انساني فزيالوجيست وه ،لخوا جوړ اوپه سپيانو کي په کار ويوړل شو اوپه غوايانو کي په کال ١٩٣٧استعمال شو. پروفيسورE J.Perry دډنمارک په کوپراتيفونوکي دلمړي ځل لپاره دمصنوعي القاح امکان مطالعه کړه .دلمړي ځل لپاره دامريکا په نيوجرسي کاليج کي په کال ١٩٣٨م کي دنسلګرانو په مرسته کوپراتيف منځ ته راغي ددي کوپراتيف پرمختګ په امريکا کي د دي باعث شو چي په کال ١٩٧٤کي تقريباً اوه نيم ميلونه دشيدو غواګاني (دټولوغواګانو دپنځوس فيصده څڅه زياتي ) او٢٫٦ ميليونه دغوښينو نسلونو غواګاني القاح شوي په کال ١٩٣٦کي دډنمارک په هيوادکي يولوي انجومن پرانستل شو چو دغه سازمان تقريباً ٢٠٠عضوي درلودي اوپه لمړي کال کي تقريباً د١٠٠٠څخه زياتي غواګاني القاح کړي چي بالاخره تر ١٩٥٢م کال پوري دالقاح شو غوګانو شمير تقر ١٫٦٠٠٫٠٠٠ته ورسد.

.

دمنجمد سيمين لنډه تاريخچه سمول

په ١٩٤٩م کال کي   Smeth .Parkersاو Polge   ورکړ چه د  سپرماتوزوا  څو  نوعي چه په هغه کي د غوايانو سپرماتوزواوي شاملي  وي ، دحرارت په   co٧٩-  کي د ګلسيرول په معامله کولو سره  وساتل ، همدارنګه دوي وښودله چه ګليسرول هغه سپرماتوزواوي چه په هغوي باندي د انجماد پروسس تر سره کيږي دضرر څخه ساتي.
 Stewart راپور ورکړ چه د منجمد سيمين د القاح پواسطه لومړني خوسکي په کال ١٩٥١م کښي تولد شو.

Polge اوStewart په کال١٩٥٢م راپور ورکړ چه د هغه سيمين پواسطه چه٤٠: ١ نسبت سره منجمد شوي وه ، په ٣٨ غواګانو باندي مصنوعي القاح ترسره کړه چه ٧٩% يي بلاربي شوي. هغه لومړني خوسکي چه د منجمد سيمين په القاح کولو سره دامريکا دمتحده ايالاتو Wisconsin په منطقه کي زيږدلي وه په کال ١٩٥٣م دMay په مياشت کي وه، په همدي کال Row son اوpolge راپور ورکړ چه دوي دهغه سيمين څخه چه ١:٤ نسبت سره رقيق کړي وه او د (١-٥٢) اونيو پوري ساتلي وه د ٢٠٨ غواګانو په القاح کولو سره ٦٥% نتيجه واخيستله ،چه دوي ددي نتيجي په لاس ته ړاوړلو سره د ډير وخت لپاره د سيمين د ساتلو راپور ورنکړ ، دوي دا وويل چه د ځينو غوايانو سيمين په ښي طريقي سره نه وه ذخيره شوي ، لکه دځينو نورو غوندي ، او همدارنګه هغه سيمين چه په مايع نايتروجن(cº١٩٦-) کي ساتلي وه دوي تري استفاده کوله .

د غوايي دسيمين منجمد کول سمول

Maule, Perry, Knoop او Hafez دغوائي دتازه سيمين د منجمد کولو لپاره ﻻندي عمومي نظريات ارايه کړل. د غوايي تازه سيمين ئي په ١:٤ نسبت سره رقيق کړل ، چه دغه رقيق کونکي دچرګي دهګي دزيړ او د sodium citrate د بفر څخه جوړ شوي وه چه يوه برخه ئي د هګي زيړاوڅلور برخي ئي د sodium citrate د بفر څخه وي ، همدارنګه ml IU /١٠٠٠ penicillinاو ١٠٠٠ ما يکروګرام Streptomycinهم ورسره علاوه کړل ،او Sulfanilamide ئي علاوه نکړل ځکه چه د سپرماتوزواګانو ژوند ته تنزيل ورکوي مصنوعي القاح ورستني تجربو داجوته کړي چي سمين اودهغه رقيق کونکي بيدون دګلسرول څخه بايد دRefrigeratorپه حرارت کي ساتل شي ددي لپاره چي ګلسرول په انتي بايتوکونو باندي بد تاثير لري نوکه سمين که بيدون دګلسرول په ګډولو څخه ديوساعت لپاره دخپل رقيق کونکو سره وساتل شي ښه به وي Rajamananاوويل چه Freezingمرحله چي ٥ څخه١٩٦- سانتي ګريد کي په لسودقيقو کي بشپړشي بهتره نتيجه ورکوي اويا هم په هره دقيقه کي ٢٠سانتي ګريد کمښت ومومي په کال ١٩٥٧دلمړي ځل لپاره دسيمين دذخيري اوانجماد لپاره دمايع نايتروجن څخه کارواخستل شو. په کال ١٩٦١کي دامريکا متحده ايالات دکرني اداري ديواندازي رسالو په خپرولو لاس پوري کړ چي په هغه کي دغويانوڅخه يادونه شوي ده چي دغه کار دغويانو په جنيتکي خواصو د پيژندلو په قدرت باندي ډير تاثير وکړه. راپورونه ورکړل شوي دي چي په Strawکي دسيمين منجمد کول په کال ١٩٥٣کي دپارس pares پواسطه, بيا په کال ١٩٥٦کي د Friis Jakobson پواسطه ،او په ١٩٥٩نه تر١٩٦١کلونو په دوره کي (Alder)د محقيقنوډيره توجه دي عملي ته واړوله .

  يوځوي اوپلار چي دفرانسي اوسيدونکي وه د سترا داستعمال دعملي کار په منظوريي په دري مرحلوکي ډير زيات افتخار اواعتبارتر لاسه کړه .هغه لمړني دسترا چي په کال ١٩٦٤کي جوړشوي وه ٠/٥ ميلي ليتره د سمين ظرفيت يي درلوده چي دغه ستراوي د1mlامپولونو په نسبت دسيمين دساتلو له نظره داهميت وړ وه.، له دغه ستراوو څخه يواڅي په امريکا کي استفاده کيدله دغه فرانسوي بياپه کال ١٩٦٨کوچني سترا جوړه کړه چي ٠٫٢٥ميلي ليتره سيمين ظرفيت يي درلوده چي دسمين ساتلوپه تګلاره کي يولوي پرمختګ وه چي دغه سټرا يي  mini strawپه نوم سره ياد کړ، چي دنړي مصنوعي القاح سازمانونواودامريکا متحده ايالاتو محقيقينو١٩٦٠لسيزي په اخرکي په تحقيقاتوباندي لاس پوري کړه دغه سازمانونو اومحقيقينوپه کال ١٩٧٢کي دشيشي يي امپولونو په ځاي ستراوي ځاي په ځاي کړي چه دامريکا په متحده ايالاتوکي ډيره برخه دسيمن په ستراوي کي ډکيدلي. ستراوي علاوه لدي چه سيمين  دزيات وخت لپاره ساتي اوذخيري کوي همدارنګه ذخيري لپاره دامپولونو په نسبت دفضا دريمي ته  ضرورت لري .

په افغانستان کي دمصنوعي القاح تاريخچه : سمول

دمصنوعي القاح دکرني وزارت په چوکاټ کي ١٣٣٧هجري کال کي تاسيس اوپه فعاليت يي شروع وکړه هغه وخت په کرني وزرات ٢٠تنو فني اومسلکي کسانو ددولتي متخصيصنوله خوا کورس داير شو چي بياورسته په کال ١٣٤٢کي مصنوعي القاح دهيواد په ځيني ولايتوکي دمايع سپرم په سيستم سره شروع شو چي قناعت بخش نتيجه لاس ته راغله په کال ١٣٦٢کي دهعوي القاح پروسه چي شل سره نسلي غويان يي چي جرسي،فريز،برانشويس ،اوشغلي نسلونوڅخه وه لرل اوپه دارالامان کي افتتاح اوپه فعاليت يي شروع وکړه چي تر ١٣٧٠کال پوري دغي پروسي دوام درلوده اوپرمختله روسته د١٣٧٠کال تحولاتوڅخه ټول تجهيزات له منځه لاړل په کال ١٩٩٨کي دنړيوال خوراکي موادواوسازمان اودکرني اومالداري وزارت په مرسته دهيواد په يوشميرولايتوکي دمصوعي القاح اومنجمد سپرم په ډول شروع اوپه فعاليت باندي شروع وکړه چي ديادوني وړدي چي منجمد سپرم دخارج څخه راوړل کيده چي په کال ٢٠٠٥ميلادي کي دجولايي په مياشت کي دفرانسي حکومت همکاري دفتر په مرسته دکرني هيوادوزارت ته دلمړي ځل لپاره دکابل ولايت په اوومه ناحيه دګذرګاه په سيمه کي سټيشن کي دسپرم منجمد کولوماشونود وسائل اوتجهزات دشيدوغواګانوداصلاح لپاره نصب کړل اوپه فعاليت باندي شروع وکړه چي دشروع څخه تراوسه پوري ١٢٠٫٠٠٠ دوزه منجمد سپرم توليدکړيدي چي دهغي څخه تراوسه پوري ٩٠٫٠٠٠دوزه مرکزاوولايتونوته لکه لغمان،ننګرهار،کڼړ،کابل،کاپيسا،غزني،ميدان وردګ،کندز،پکتيا،لوګراوپروان توضيح اوتطبق کړيدي دفرانسوي نسلونوڅخه چي عبارت دي Tarentaise،AbondanceاوMontbeliarbeڅخه چي داغرني نسلونه دي اودناروغي ګرمي يخني په مقابل کي مقاويم دي واردکړل نه تراوسه پوري دمرکزي لابراتوار له خوا لغمان ،ننګرهار،کابل ، قندوس، بلخ، ميدان وردګا اولوګر ولايت مالدارانوته توضيح اوتطبق شوي چي په زړه پوري نتيجه يي ورکړي.

مصنوعي القاحArtificial insemination: سمول

د يوي ځانگړي الي پواسطه د سپرم ايښودل د مونث حيوان په سرويکس يا د رحم په تنه کي د مصنوعي القاح څخه عبارت دي يا په عبارت مصنوعي القاح د هغه عملي څخه عبارت دي چي د نارينه جنس نطفه Sperm د خاص تخنيک او خاصو الاتو پواسطه د مونث جنس د سرويکس د لاري رحم ته ليږدول کيږي او هلته مونث جنس تخمي(Ovum) کوم چي نفيره کي د القاح انتظار باسي ځان رسوي او القاح صورت نيسي. او يا هم مصنوعي القاح داسي يوه وسيله ده چي د څاروي د اصلاح لپاره د نړي په ټولو هيوادونو کي ددي طريقي څخه استفاده کيږي .

د مصنوعي القاح گټي : سمول

  ١.مصنوعي القاح د نر غوائي څخه د ډيري زياتي استفادي زمينه مساعدوي چي يو غوائي د طبعي القاح پواسطه په يو کال کي تقريباً تر ٥٠ پوري غواگاني القاح کوي ولي د منجمد سيمين په القاح کولو سره يو غوائي په کال کي  ١٠٠٠٠-٢٠٠٠٠ غواگاني القاح کوي .
  ٢.که چيري د يو فارم خاوند د خپلو غواگانو د القاح لپاره يو يا څو غوايانو ساتلو ته ضرورت ولري نو ددي په عوض چي غوايان اخلي او هغه ساتي او تعذيه کوي ئي د مصنوعي القاح پواسطه د غواگانو القاح کول ورته په کراتو ارزانه او ښه تماميږي او همدارنگه کولاي شي چي د نړي د ډيرو ښو نسلونو څخه غواگاني القاح کړي .
  ٣.د مصنوعي القاح پواسطه  ارثي صفاتو د انتقال قدرت نسبت نورو غوايانو ته په ډير سرعت سره تعينيږي .
  ٤.د مصنوعي القاح پواسطه د ناروغي د خپريدو خطر لکه Vibriosis,Tricomonasis,Vaginitis,Leptospirosis,Brucellosisاو Tuberculosis ډير کميږي.

٥.د هغه غوايانو څخه چي زخمي شوي وي او په ډير تکليف سره په غوا باندي پورته کيږي د مصنوعي القاح څخه د استفادي په وخت کي ددي عمل څخه مخنيوي کيږي .

  ٦.که ځيني نسلي غواگاني يا سخوندري چي دکوچني جسامت لرونکي وي بيدون لدي چي د نر حيوان لخوا ورته کومه صدمه ورسيږي د مصنوعي القاح پوسيله د کوچني نسل څخه القاح کولاي شو.

٧.په هغه ځايونو کي د Inbreeding په شکل نسلگيري کيږي د مصنوعي القاح پواسطه ددي نسلگيري څخه مخنيوي کيږي . ٨.د سپرمونو ذخيره د ډيري مودي لپاره او همدارنگه د نړي لري هيوادونو څخه د ښه او اصلاح شوو نسلونو واردول ا و بيا د مصنوعي القاح پواسطه تطبيق کيږي.

  ٩.د نر غوائي پواسطه مالدار ته د خطر د رسيدلو امکان کموي .

د مصنوعي القاح نيمگړتياوي: سمول

١.ځيني مالداران کيداي شي د مصنوعي القاح مصرف تحمل نشي کړاي. ٢.پوه او مسلکي متخصيصينو ته ضرورت دي تر څو د سيمين ټولونه پروسس او په څاروي باندي د القاح عمليه تر سره کړي. ٣.ډير زيات سامان او وسايلو ته ضرورت لري. ٤.کيداي شي چي د مالدارانو پوسيله نران غوايان بلکل ونه ساتل شي او په بازار کي قيمتونه ولويږي چي دا هم يوه اقتصادي ضربه ده.

د مصنوعي القاح اهميت: سمول

مصنو عي القاح اهميت يوازي پدي کي ندي چي په فارمو نو او دمالداري په پراخه ساحه دخوسکيانو دزيږوني اندازه لوړه شي بلکي په دغه طريقه کي داصلاح شو حيواناتودتوليد قدرت زياتيږي اوهمدارنګه دغذاڅخه دښي استفادي چانس اونور عوامل چي په توليد کي شامل دي بهترکيږي دنسل داصلاح اهميت يعني دغوښي ،شيدي ،اونورمحصولاتوډير توليدول چي په نتيجه کي دخلکو لپاره ښه غذايي مواد چمتوکول ،ښه صحت اوسلامتيا برابرول دي. داصلاح شو حيواناتو توليدات نسبت نااصلاح شو (محلي نسلونه)ته په کراتوزيات دي په اوسني عصرکي په مختللي هيوادونه دلووزراعتي حيواني طريقوپه کارولوسره خپل غذايي مواد اوتوليدات ورځ په ورځ زياتوي دحيواناتو نسل اصلاح کولي شي چي دمادارانو له اقتصاد سره فوق العاده کومک وکړي اودکافي عايد لاس ته راوړل ددوي دهڅوني سبب کيږي اوددوي دمهاجرت څخه دمخنوي سبب کيږي بايد په ياد ولرو چي دنژاد اصلاح سره په موازي توګه دحاصل اصلاح اودمنجمنټ اصلاح هم ضروري ګڼل کيږي. اوس چي دامعلومه شوه چي مصنوعي القاح بالخصوص دمنجمد سيمين په واسطه القاح نسبت طبعي القاح ته په کراتو ښه والي لري نوکله موچي نسلي غوايان دسپرم ګيري لپاره اماده کړل لازمه ده چي دسپرم ګيري پروسه هم تشريح کړو

دغوائي څخه دسيمين اخستل collection of semen سمول

ددي لپاره چي مصنوعي القاح په ښه اوبرياليتوب سره ترسره شي دلومړنيو ضروريتونو دجملي څخه دسيمين اخستل اوتهيه کول دي ددي لپاره چي داخستل شوي سيمين کيفيت ښه اوموثر وي بايد چي لاندي ټکوته جدي پاملرنه وشي ١- دنرغوائي دباروري قدرت ٢- دنرغوائئ صحيح ساتنه اوصحيح مديريت . ٣دسيمين ټولولو صحيح طريقه . تراوسه پوري په نړيواله سطحه دسيمين ټولولو لپاره لاندي طريقي پکاروړل کيږي . الف: دمصنوعي واجن څخه استفاده . ب : داليکتريکي وسايلو څخه استفاده . ج: دضميموي غداواتو اوامپولا ته دمساج ورکولو پواسطه . د : په طبعي ډول دالقاح شوي غوا دواجن څخه دسيمين ټولولو پواسطه . هـ: ديومخصوصي اوپلاستيکي الي پواسطه چي دغواپه واجن کي ايښودل کيږي . يادونه :- ځيني کتابونه داولو يوه طريقه بولي مگرديوي کاچغي يابلي الي پواسطه سيمين ټوليږي اودلته يوه کيسه ايښودل کيږي اوهلته انزال صورت نيسي .

الف : مصنوعي واژنartificial vagina سمول

مصنوعي واژن دلمړي ځل لپاره دروم پوهنتون دانساني فزيالوجيست استادG-Amantea په پوسيله په کال ١٩١٤کي دسپي دسيمين دټولولو لپآره پکار يوړل شو وروسته بيا روسي عالمانو داسونو غوايانو او پسونو لپاره په مختلفو اندازوسره مصنوعي واجن طرحه اوجوړکړ تراوسه پوري ددي په ساختمان کي بيلابيل تغيرات مينځته راغلي دي چي تراوسه پوري ډير کوښښ پدي شوي چې سيمين ديخني وهني ، گرمي وهني ،اودرڼاه دوړانگو څخه بچ وساتي مصنوعي واجن په مختلفو اندازو سره جوړشوي دي چي د ډنمارکي مصنوعي واجن اوږدوالي ٤٠.٧سانتي متره اوقطر ئي ٥.٧سانتي متره دي اوهغه چي دکورنل پوهنتون لخوا جوړشوي دي اوږد والي ئي ٧١.٢سانتي متره اوقطرئي دنارينه حيوان دجوسي په اندازي پور ي اړه لري دنارينه څاروي د جثي په اندازي پوري اړه لري په همدي ډول ليل بايد دغوايانو د ساتلو په فارم کي امکان ترحده پوري کوښښ وشي چي دهر حيوان دلپاره يومخصوص مصنوعي واژن وي چي ددي طريقي پواسطه دسيمين ټولول ښه او بهترينه طريقه ده. هغه مهم ټکي چي د مصنوغي واژن څخه داستفادي په وخت کي بايد په په نظرکي ونيول شي په لاندي ټکو کي خلاصه کوو. . ١.د نرغوائي کنترول ،همدارنگه دTeaser قيد نيول که ډير قوي هم وي او د همدارنګه د teaser سطحه بايد ښويه نه وي ترڅو نر غوايي ورباندي ونه ښويږي .

  ٢:-نرغوائي بايد سالم ، پاک اوښايسته وي،همدارنگه بايد مخکي سيمين داخيستني څخه د فضيب پوښ او اطراف ښه پاک او صفا وينځل شي او ويښتان تري واخستل شي .
  ٣:-دمصنوعي واژن ساختمان :_

الف.casing يا سلندر چه استوانه ئي شکل لري چه دا کلکه الاستکي لوله ده چي اوږدوالي ئيcm ( ٧١ -٣٠)قطر ئي (5,6,7) cmپوري وي

ب:- استر يا داخلي لايه (Innerliner)  دا دلاستيک لاتکس چي يو ډيره نرمه او تعيسه لابه ده  له جنس څخه دي تاويدلو قابليت لره استردcasing  وروستني  برخي څخه بيرته خارج خواته تاويږي اوديو رابر پواسطه تړل کيږي چي استر اوسلندر په فلج کي يو خاليگاه  (مخفظه)  منځ ته راځي چي په هغه کي اوبه جمع کيږي معملاً سلندر دوروستي چي دهغه لاري څخه اوبه ا و هوا داخليږي تر څوپوري چي  دواژن داخلي برخه پړسوي اوگرمه وساتي .

ج:-پلاستکي قيف يا واکتر (collecting funnel )حجم وائي چي راتاويدلو قاتيدل اوکږيدلو قابليت لري چي پراخه کي داسکندر مخکي خواته داستردپاسه درابري حلقي پواسطه تړل کيږي . د:-پاستکي ياشيشه ئي درجه داره تيوب دي چي دالاستکي قيف يا(collecting )سره کيږي تر څوپوري چي سيمين ددي په داخل کي راټول کيږي هـ:-داوبو ساتونکي (Water Jacket) مصنوعي واژن د 60co اوبو څخه ډک کيږي داوبواندازه دمصنوعي واژن په فطر،اوږدوالي چي دابيا دحيوان دجثي پوري اړه لري .و:-وروسته لدي چي مصنوعي واژن له اوبو څخه ډک کړ شيردان تړل کيږي دwater subloble lubricant مادي پواسطه دواژن داخلي برخي غوړو لدي نه ورسته دواژن دداخلي برخي دحرارت درجه کنترولو دسپرم ټولولو په وخت کي درجه (50-55)co وي . ز:کله مو چي مصنوعى واژن اماده کړ که چيرى نرغوائي ته اجازه ورکړل شى نو فوراً د او بلا فاصله په Teaser باندى خيژى کوم سمين چي لومړى چي لومړى ختنى څخه لاس ته راځى د سپرم توزواو تغداد ئي کم او د ضميمه غدواتوء ترشحاتو باندى او ادرارو باندي زيات ککړ وي ددي لپاره چي ښه او باکيفيته سمين لاسته رواړو د لمړنيو ختلو څخه بايد مخنيوي وشي ترڅو چي غوائي ښه تحريک او جنسي ميل زيات شي که چير د نر غوائي څخه د ډير وخت لپاره سمين نه وي اخستل شوي .د لمړي انزال څخه اکثراً استفاده نه کيږي او چي د دوهم ځل (انزال) سمين په مراتبو سره ښه وي. که چيري نر غوائي د ختلو شوق ونلري نو بايد چي ورسره په لاندي ډول چلند وکړو . ١. دسمين ټولولو دفعات کم کړاي شي . ٢.Teaser دي تبديل کړي شي. ٣.هغه عوامل چي دسمين ټولولو په سالون کې د غوائي د توجه باعث گرځي بايد جدا ياهم کړاي شي. ٤ .بايد د مصنوعي واژن اندازه او داخلي حرارت کنترول کړي شي .٥. د حيوان سره نرمښت ښکاره شي . ٦.هر حيوان له ځانه عادت او خوي لري بايد چي خوي او خواص ته توجه کړاشي . ج.د سمين د ټولولو په وخت کښي اماده شويى مصنوعى واژن بايد په 45 درجه زاويه باندى ونيول شي. او کله چي غوائي خيژي نو مسؤل شخص د قضيب پوښ (Purpsium) په نيولو سره قضيب د واژن داخل ته رهنمائي کوى. دانزال څخه وروسته واژن فوراً په عمودى حالت کى نيول کيږى.ترڅو چي انزال شوى سيمين په هغه تيوب کى ټول شى .مصنوعى واژن څخه د سيمين د خارجولو لپاره هر ډول هڅه چي تر سره شى . د سيمين د ککړيدو او کيفيت په خرابيدو کې مرسته کوى . ط. ټول شوي سيمين بايد د نامساعده شرايطو (يخنى ، گرمى ، رڼا او داسي نور ..) وي د يخنى شوک څخه مخنيوى کيږي ددى کار د مخنيوى لپاره کولى شو چي ديو سنترفيوج يا Water both څخه استفاده وکړو. ي.کله چي سيمين واخستل شي بايد تاريخ ، د نرحيوان د کوډ نمبر او شميره پر تيوب باندي پلستر کيږي همدارنگه د سيمين حجم ، ظاهر شکل او د انزال تعداد ثبت شي. او بيا به د رقيق کولو عمليه پروس پر مخه يوړل شي .

ک. وروسته  لدي سيمين اخستل پاي ته ورسيدل نو بايد چي حفط الصحوي شرايطو د ترسره کولو لپاره ساحه او وسائل پاک کړو.بايد د هر سيمين اخستلو څخه وروسته د سيمين اخستلو ځاي . ضدغفوني شي. همدارنگه هغه وسائل چي په سيمين اخستلو کي ورڅخه کار اخستل کيږي بايد  چي پاک او ستريل شوي وي دغه حفظ الصحوي شرائطه په لاندي مرحلو کي خلاصه کوؤ

١. په ټولو ککړو وسايلو باندي سړى عادى اوبه تيروي او وينځل کيږى. ٢. ټول وسائل په گرمو او صابون لرونکو اوبو باندى وينځل کيږى او شيشه ئي او فلزى وسائل برس کيږى . ٣.دوهم ځل لپاره گرمى اوبه بيا په وسايلو باندي تيريږى . ٤ . شيشه وسايل بايد د لسو د قيقو لپاره جوش شي يا د حرارت په C0 (94-144) سانتي گراد کي د ٣٠ دقيقو لپاره ستريل شى . ٥ . ټو ل وسايل اتوکلاو پواسطه وچ کړل شى. ٦.ټول پلاستکي وسائل په ٧٠% الکولو کي پريمنځل کيږي او بيا سترايل کيږي. ٧.د مصنوعي واژن داخلي او خارج لايه او الاستکي قيف (Collecting funnal) په يو کاغذا کي تاويږي

ب: د سپرم راټولول د برقي الي په وسيلهCollection of semen by means of electro ejaculation: سمول

د برقي تحريک پواسطه کولاي شو چي د نرغوائي څخه سيمين خارج کړو دا طريقه د لومړي ځل لپاره د Gunn او د هغه د ملګرو پوسيله په کال ١٩٣٦م کي د ميږو باندي تر سره شو او په کال ١٩٥٠م کي برازيلي محقيقنو Masscarenhas and Gomes له دوه قطبي الکترود پواسطه د نر غوائي څخه د سيمين په ټولولو کي کار واخسته چي د وخت په تيريدو سره د هغي په جوړښت کي ډير بدلونونه منځ ته راغلي دي دا روش د مصنوعي واجن د روش سره په مقايسوي شکل نږدي دي مگرد مصنوعي واجن څخه بهتره نه دي خو د مساژ له طريقي څخه بهتره دي دا طريقه زياتره په هغه څارويو کي چي وجود ئي ډير غټ وي اويا هم قدرت يا عادت د ختلو نه لري استعماليږي يو قطب د برق په رکتوم کي داخليږي او بل قطب ئي Lumbar اخري فقري او د Sacral د اولي فقري په ساحه کي په عضله کي چي د لاستي شکل لري داخليږي چي په دي ترتيب د برق متناوبه جريان( ٥-١٠-١٥)ولته پواسطه عصبي مرکزونو ته انزال تحريک ورکوي او انزال صورت نيسي ددي طريقي نيمگړتياوي لکه د زياتو وسايلو پکاريدل مخصوص مهارت او د برق د جريان د تيرولوپه وخت کي دقت او فني اشخاصو ته ضرورت لري. که چيري دغه مناسب شرايط مراعت شي نو دسپرمودراټولولو نه وروسته تر ٢٠ورځو پوري هم ژوندي سپرم په هغي کي موجود وي . گرچه مايع سپرم بايد تر ٩٦ساعتو پوري وروسته له راټولولو څخه بايد مصرف نشي .ولي ډير ښه به داوي چه دامعيار ٤٨ساعتو ته رالنډشي اوډير ښه نتيجه دمايع سيرم څخه هغه وخت لاس ته راغلي ده چه د داټولو لو وخت نه ترالقاح دوخت پوري د ١٢ساعتو څخه زياته زياته موده تيره نه شي دريم :د سيمين ټول د مساژ کولو په طريقه (Collection of semen by palpation): دريکتوم دلاري د امپولا برخه ته د مساژ ورکولو پواسطه سيمين ټولولو شوي .خو دغه طريقه زيات مهارت ضرورت لري . او ټول شوى سيمين معموﻻً د فضوله موادو او ادرار باند ککړي وي چي له دي طريقه څخه په اوس وخت کي هيڅ استفاده نه کيږي . څلورم:دغواد واژن څخه دسيمين ټولول (Collection of semen from the vagina) دغه طريقه کول شو د واژن څخه د سيمين ټولول د اسفنج ، کاچغي ، پپيت او ورته نور شيانو پواسطه ټول کړو. دغه طريقه په هيڅ ډول سره نه توصيه کيږي ځکه چي لاسته راغلي سيمين په مخاطې ترشحاتو او ادرار و باندي ککړي وي . او د تناسلي ناروغيو د انتشاره خطريي ډير زيات وي .

دسيمين ارزيابي Evolution of semen سمول

دسيمين دارزيابي طريقه procedure  : سمول

  الف : دسيمين ظاهري  بڼه: پدي کي رنګ ،حجم ، اويونواخت حالت شامل دي چي داخصوصيت سمدستي دسيمين دټولولوڅخه وروسته ليدل کيږي اوپه کتاب کي ثبت کيږي .
 ب : دسپرم حرکت : دسپرمونوحرکت کولاي شوچي دميکروسکوپ لاندي وګوروچي دا طريقه په لاندي ډول ترسره کوو.

١.يوپاک سلايد تر٣٢ درجي دسانتي ګرايد پوري ګرموو ٢.په کوم شيشه ئي لوښي کي چي سيمين پراته دي دوه يا دري ځلي ئي په کراره کراره ښورو ترڅو ښه مخلوط شي .

  ٣.دمخلوط شوي سيمين څخه يوه قطره په سلايد باندي اچوو اوکورسلايد پري ږدو.
  ٤.فورًا تهيه شوي سلايد دکمي قوي پواسط تر ميکروسکوپ لاندي ګورو اودسپرمونو حرکت پکي تعينوو.
  ٥.ددي لپاره چي دسپرمونو مړينه ،فعا ليت ،اوحرکت دسلو له مخي تعين کړو نومخکي تردي چي دسلايد شونډي وچي شي بايدلمړي  دسلايد څنډي وکتل شي .
  ٦. دسپرمونو دمکمل تحريک اوامواجولپاره بايد دسلايد مرکزي برخه په دقت سره وکتل شي .
  ٧.دپنځمي اوشپږمي مرحلي دليدلوڅخه وروسته کولاشو چي دسپرمونوحرکت درجه بندي کړو چي په لاندي ډول داعدادوڅخه استفاده شوي ده .

-دسپرمونو عالي حرکت (٥درجه): پدي درجه کي دسپرمونودحرکت فيصدي ٨٠ ياله دي څخه هم زياته وي اودسپرمونودحرکت پواسطه منځته راغلي موجونه دومره سريع وي چي په غليظ سيمين کي دسپرمونو ليدنه په انفرادي ډول سره ناممکنه وي. -دسپرمونو ډيرښه حرکت (٤ درجه) پدي درجه کي د سپرونو دحرکت فيصدي ٧٠-٨٠ پوري وي اوتشکيل شوي امواج په سرعت پيدا او لمنځه ځي. -ښه حرکت (٣درجه) پدي درجه کي دسپرمونو دحرکت فيصدي ٥٠-٧٥ پوري وي اوتشکيل شوي موجونه دميکروسکوپ په ميدان کي يوخوا اوبلي خوا ته په کراره کراره حرکت کوي. - متوسط حرکت (٢درجه) پدي درجه کي دسپرمونودحرکت فيصدي ٢٠-٥٠ پوري وي حرکتونه يي شديد ولي موجونه اودوراني حرکتونه نلري. -ضعيف حرکت (١ درجه) دسپرمونو دحرکت فيصدي له ٣٠ څخه کمه وي حرکت ئي ممکن ضعيف اوامواج نه تشکيلوي. - صفرحرکت (٠درجه) حرکت ئي هيڅ دليدووړنوي. ددي لپاره چي دټولو شوو سپرمونو حرکت تعين کړو نوډيري زياتي تجربي ته ضرورت دي چي دسپرمونو دتعين له مخي دسپرمونو رقيق کولو لپاره استفاده کوو خوپه ياد بايدولروچي کوم رقيق کونکو موادوباندي سيمين رقيق کوو که سريښناکه وي نودامواجو دتشکيليدو اودوره ئي حرکتونو څخه مخنيوي کوي ځيني نورمحقيقين دسپرمونوحرکت دسلو (فيصدي) له مخي طبقه بندي کوي چي داهم يوه ښه طريقه ده که په هره يوه طريقي سره طبقه بندي شي نودښه نتايجو لاسته راوړل زيات اهميت لري .

د سپرماتوزواو شميرل Enumeration of spermatozoa: سمول

د سپرماتوزواو د تعداد معلومول او تعينول د سيمين په رقيق کولو، تناسب ټاکلو همدارنگه د القاح د قدرت درلودلو لپاره ډير د اهميت وړ دي نو کومي ځانگړتياوي چي د سيمين د کيفيت په تخمين کولو کي تري کار اخستل کيږي،د سپرمونو د تعداد ،د ژونديو سپرمونوتعداد او د حرکت د درجي تعينول دي په مختلفو غوايانو کي چي د سپرمونو تعداد دسيمين په يو معين حجم کي يو شان نه وي حتي داسي هم کيداي شي چي په يوه هفته کي د يو غوائي څخه په څو انزالونو کي هم فرق ولري د سپرمونو غلظت تر ډيره حده پوري په يو انزال کي د سيمين په حجم پوري اړه لري او دسيمين حجم په مختلفو غوايانو کي مختلف وي چه دا بيا په عمر ، وزن، صحت،تغذيه ،اب هوا ،دغوا دبويولو په وخت ،دسيمين ټولولو په مهارت ،نژاد ،دسيمين ټولولو په دفعاتو ،دغوايي خوي خواص او شکل پوري اړه لري .

  ځوان غوايان په يو انزال کي  کيداي شي چي ٢-٥ ملي ليتره  سيمين خارج کړي.او زاړه غوايان په يو انزال کي کيداي شي چي ٦-١٨ ملي ليتره خپه اوسط ډول ٨ ملي ليتره سيمين خارج کړي دنر غوايي په تازه سيمين په يو سانتي مترمکعب کي  دري سوه زره نه تر دري ميليارده ،په اوسط ډول يو ميليارد پوري سپرماتوزواوي شاملي دي  خو په اوسط ډول  په يو سانتي مترمکعب کي ١٫٠٠٠٫٠٠٠٫٠٠٠٫ شاملي دي ،کله چي مونږ دسپرمونو شميرنه تر سره کوو دچټکو شميرلو لپاره مختلفي طريقي دي خو ديو سټندرد محلول دتهيه کولولپاره دHeamocytometer دطريقي څخه استفاده کوو.
  طريقه (Procedure)
  الف.دهيموسايتوميتر:

ددي طريقي دامتحان لپاره يوپر مختللي سلايډ Ruled Counting Chamber Improved Neubauerڅخه چي ددي سطحه جدول بندي شوي ده استفاده کوو شکل

 دسپرمونو دشميرولو پدي طريقه کي وايو چي ٤يا ٥ لوي مربع ګاني چي په هغه کي ٦٤-٨٠وړي مربع ګاني موجودي وي شميرل کيږي ددي مربع ګانو شميرل په لاندي ډول ترسره کوو .
 ١.دسيمين لوښي ته وروورټکان ورکوو ترڅو ښه مخلوط شي .
 ٢.دنوموړي لوښي څخه دستنډرد پيپت پواسطه ٠٫٠٥ميلي ليتره سيمين اخلو 
 ٣.دپيپت دداخل څخه يوه پوکڼي باسو ترڅو دپيپت لاندني برخه پاکه شي هوا دپيپت دپاکولوپه وخت کي دسيمين دتويدلو څخه مخنوي کوي .
 ٤.پيپت دهغه رقيق کونکي محلول پواسطه چي ٠٫٩فيصده کلورايد لري ١٫٠١ترنښي پوري رسوو ددي لپاره چي رقيق کونکي اوسيمين ښه مخلوط شي نوددري دقيقولپاره پيپت ته دلاس په ورغوي کي وروروټکان ورکوو .

٥.لمړي (٤-٥) قطري تويوو ترڅو چي ښه رقيق شوي سيمين لاسته راشي .

  ٦ . يو قطره رقيق شوي سيمين په سلايډ باندي اچوو. اود کور سلايډ پوسيله د هيمو سايتو متر مخ پوښو .
  ٧.کله چي ستلايډ مو د مايکروسکوپ لاندي کيښود د سپرمونه دشميرلو لپاره لس دقيقي انتظاره کوو .ترڅو سپرمونه دسلايد پرمخ ښه تيت شي 
  ٨.شميرنه د مايکرو سکوپ د لږي قوي يعني(٢٥٠) برابره  غټوالي لاندي  گورو. 
  ٩.بايد لږ ترلږ د (٦٤-٨٠)کوچني مربعگاني (٤-٥)غټ مربعگاني کيږي شميرل کيږي 

هغه مربعگاني چي شميرل کيږي د امتحاني نموني په غلظت او د سلايډ پر مخ د سپرمونه تيتدلو پوري اړه لري.شکل په دي ترتيب سره ٨٠ وړي مربعگاني شميرل کيږي .او دشميرل شوو سپرمونه تعداد په ١٠٫٠٠٠ کي ضربيږي . ترڅو په يو سانتي متر سيمين کي د سپرمونو تخمين تعداد لاس ته راشي. او که چيري د رقيق شوي سيمين څخه استفاده کيږي . په لاس ته راغلي عدد د رقيق کوونکي په نسبت سره ضربو . مثلاً په ٨٠ کوچينو مربعگانو کي ٢١٢ سپرمونه وشميرل شو. په يوملي متر مکعب کي د ټول شو سپرمونه تعداد مساوي کيږي له ٢٫١٢٠٫٠٠٠=١٠٫٠٠٠ ×٢١٢ او په يو سانتي متر مکعب کي دسپرمونو تعداد عبارت د ي له ٢٫١٢٠٫٠٠٠٫٠٠٠=١٫٠٠٠ ×١٠٫٠٠٠ ×٢١٢ يو رقيق کوونکي ماده چي د هيمو سايتو متر په طريقه کې د سپرمونو د شميرلولپاره د قبول وړ گرځي .د ايوزين يو ضغيف محلو ل دي دغه محلو ل ٥٠% د مقطرو اوبو لرونکي دي.د رقيق کولو او شميرلو لپاره يو ملي ليتره دوه فيصده ايوزين د سپرومونو د شميرلو لپاره زمين مساعده وي او همدارنگه يو ملي ليتره دري فيصده سوديم کلورايد د سپرمونو د وژلو او حرکت د مخه نيو لپاره تر استفاده کيږي د يادونه وړ دي چي په دي طريقه کي سپرمونه وژل کيږي .

  ب :د فوتو الکتريک کالورى متر(Photo electric calorimeter) :

پدي طريقى سره هم مونږ کولى شو چي سپرمونه وشمېرو ددي طريقى اساس د رقيق شوى سيمين محلو ل (چي معمولاً دا رقيق کوونکى د سيمين يو ه برخه او د ١٫١٥ مولره محلول د سوديم ستريت له ١٠ برخو سره جوړيږى) څخه ديو مقدار نور په تيرولو سره ايښودل شوى دي. دا طريقه يوه ستندرده طريقه ده چي نن ورځ په ډير هغو فارمونو کې چي نر غوايان پکي ساتل کيږى .د چټکى او د قيقى نتيجى لاس ته راوړلو لپاره يو ه ښه او په زړه پورى طريقه تشريح شويدى. چي د سپرمونو د شميرلو لپاره يوه ښه او په زړه پورى طريقه ده. ولى په اغلب سره د فوتو الکترو کالورى متر د طريقى څخه روزمره استفاده کيږى .

دسپرم د ظا هرى بڼه (Morphology of sperm) : سمول

د نرغوائي د سپرم ظاهرى شکل د حاملگى قدرت له مخى په پراخه پمانه تر مطالعى لاندي نيول کيږى.چي غير طبعى والي کيداى شى چي په سر ، غاړه يا لکى کې وى چي همدا غير طبعى والي د بلاربوالى په قدرت کي اختلال منځ ته راوړى که چيرى د سلو له مخى د غيرطبعى سپرمونو تعداد د %(١٥-٥)څخه زيات نه وى داډيرعالي سپرم دي. په متوسطه باکيفيته سيمين کى بايد له %(٢٠-١٠ )زيات نه وى .او په خراب کيفت لرونکى سيمين کې کيداى شى چي ٣٠% يا لدى څخه هم زيات وي د سلو له مخى د غيرطبعي سپرمونو تعداد په مختلقو غوايانو کې فرق لرى . حتى د يو غوا ئي مختلفو انزالونو کي هم فرق کوى. دامتحان کولو طريقه (Procedure) 1. دوه يا دري قطرى ديو فزيالوژيکى بفر څخه په سلايډ باندي اچوو او تر ميکروسکوپ لاندي يي ږدو . 2. د مخلوط شوي سيمين څخه يو قطره سيمين په هغه باندى اچوو. 3. ديوبل پاک سلايډ پواسطه مخلوط شوي سيمين تيت کړى .احتياط وکړى چي د دوهم سلايډ باندى ډير فشار رانه وړى ځکه چي دسپرمونو غيرطبعى والي تعداد زياتيږي 4. دهوا پو اسطه تيتى شوى قطرى په کامل ډول سره وچ کړى. 5. سيمين د ازبنگال رنگ پواسطه رنگ آميزى کړي . 6. سلايډ د (١٥-١٠)دقيقو پورى وچ کړى بيا وروسته د مقطر اوبو پواسطه دا ووينځى. 7. سلايډ وچ کړي او سپرمونه وشميرى. 8. معمولاً (٣٣٣) سپرمونه وشميرى ، دمختلفو برخو څخه په تصادفى توگه استفاده وکړى .چي دغه شميرنه د مکروسکوپ تر١٠٠٠ قوى لاندى بايد وکتل شې .دټولو غيرطبعى شميرل شؤ سپرمونو تعداد په (٢)کي ضربو او په ١٠ باندي ويشو ترڅو په سلو کې دغير طبعى سپرمونو تعداد معلوم شي.

دازبنګال رنګ په لاندي ډول جوړيږي : سمول

١. ازبنګال پودر ٣ ګرامه . ٢.مقطري اوبه ٩٩ ملي ليټره. ٣. ٤٠% فورمالين ١ ملي ليټر.

  د سيمين په رقيق کوونکو کي دهر ډول رنګ څخه استفاده کيږي ، پدي شرط چي دسپرمونو سره ايزوتونيک وي 

د سيمين رقېق کول او رقېق کوونکې(Diluters and the Extension of semen) سمول

د سيمين د رقېق کولو څخه هدف د ېو انزال د حجم زېاتوالې دې چه وکولې شو د ېو نرحېوان څخه ډېرې غواګانې القاح کړو ېوه رقېق کوونکې ماده ېواځې دا نه چه د سيمين حجم زېات کړې بلکې د سېرمونو د عمر زېاتوالې او ساتلوکې رول لرې. سيمين کولې شو چه د ( ۲۵٠-۳۰) ځلې رقېق کړو دسيمين رقېق کول په سيمين کې د سپرماتوزواوپه تعداد او د نر غوایې د القاح کولو په قد رت پوری اړه لری . د سيمين رقیق کول د مصنوعی القاح د مهمو خصوصیتونوله ډ لی څخه دی ، د ‌‌‌‌‌‌يوي ‌‌‌طبعی القاح د یو انزال پواسطه یوه غوا القاح کیږی مګر د مصنوعی القاح پواسطه کولی شو چه د یو انزال پواسطه (۱۰۰۰- ۳۰۰) سره غواګانی القاح کولی شو . د یو ښه رقیق کوونکی مادی شرایط عبارت دی له ١. دذخیره شوو سپرمونو لپاره د انرژی او نو رغذایی مواد تهیه کول . ٢.دبفرمحيط برابرول ددي لپاره چه دټيټPH څخه مخنيوي وشي Lactic acid) ) څخه مخنیوی وکړی ٣. د یخی او یخی وهنی شاک څخه د سپرمونو ساتل ٤. په سیمن کی د مناسب ازموتیکی فشاراو الکترولایتونو ساتل ٥. د مایکروارګانیزمونو دنمو څخه بلخصوص د پاتوجنو مایکروارګانیزمو څخه مخنیوی. ٦. سیمن داولنی حجم زیاتوالی . پدی ډول سره چه وکولی شو ډیر غواګانی ددی پواسطه القاح کړو. رقیق کوونکی باید چه اقتصادی وی چه جوړول یی په ورځنی ژوند کی اسانه وی په دقیق ډول سره نشو ویلای چه کوم رقیق کوونکی ډ یره ښه نتیجه ورکړی ده ولی تجربو ثابته کړیده چه ځيني رقیق کوونکی د ځینو نو رو څخه ښه دی هیڅ داسی رقیقکوونکی نشته دی چه د هغه پواسطه بی کیفیته سیمن څخه باکیفیته سیمن جوړکړی . داسپرمانوزوا داخلی قدرت اود هغوی مقاومت په سپرم ګيري ، منجمد کولو، ذخیره او حمل ونقل په وخت کی یو ارثی عامل دی چه په مختلفو څارویو کی اوحتی دیو حیوان په مختلفو انزالونو په منځ کی هم فرق راځی

د رقيق کوونکو مشترک خصوصيتونو د هغوی د تشکيل کوونکو موادو په بنسټ: سمول

١. یوه ساده شکره لکه ګلو کوز ، فرکتوز د سیمین د انرژی منبع په حيث دنده ترسره کوي . ٢. شیدی یا د چرګی د هګی زیړ سپرمونه د یخنی وهنی له شاک څخه ساتی ٣. سودیم ستریت ، ترکیبی مالګی او فاسفیت phosphateد بفر Buffer په ډول عمل کوی ٤. سلفاماېدونه پرته لدی چی د بکترېاوو په ضد کارکوی د مېتابولېکی فعالېتونو څخه هم مخنېوی کوی ولی نن ورځ په رقېق کوونکو کی له سلفاتماېدونو څخه استفاده نکوی چه ددی په عوض له پنسلېن penicillin اوstreptomycin څخه استفاده کېږی چه د مکروبونو په مخنېوی کي ډېر رول لری. ٥. ګلیسرین Glycerin په رقیق کوونکو کی د سپرمی حجراتو داخلی برخه د منجمد کيدوڅخه ساتی . ٦.دسيمين د انجماد ټکي منفي ٠٫٥٦Co دي

د رقيق کوونکو موادو جوړول 

١. دهګی زيړاو سوديم سيزيت رقيق کوونکی:

دسیمین په رقیق کولو کی سودیم سیتریت څخه د Buffer  په شکل کار اخستل کیږی چه دا رقیق کوونکی په لاندی توګه تهیه کیږی ،

A: دیوی دقیقي ترازوپواسطه ۲۹ګرامه متبلور سودیم ستریت وزن کوو اوله هغه څخه 2,9٪محلول جوړکړي ددی محلول PH ٦٫٧-٦٫٨ پوری رسیږی د سودیم ستریت د حل کولو لپاره په لاندی ډول عمل کوو

 الف : دسودیم استریت دحل کولو لپاره ٨٠٠ml  مقطری اوبو په یو فلاسک کی واچوی چه خوله یی خلاصه وی او هغه ته تر هغه وخته حرارت ورکړی چه تر څوجوش شی 
 ب: وزن شوی سودیم دستریت په اوبو کی واچوی اوحل یی کړی اوښه یی وښوروی 
 ج: نوموړی محلول د اطاق د حرارت په درجه کی سوړ کړی او د نورو مقطر اوبو پواسطه يي حجم ۱۰۰۰ml  ته ورسوی .
 د: هغه ښه حل کړی او په قهوه یی رنګه بوتل يا شیشه کی د اطاق په حرارت یا په٥COکی په یو تیاره ځای کی ذخیره کړی د ذخیری موده باید له دوه هفتو څخه زیاته نشی .
  د سود یم استریت د بفر (BUFFER ) یو خصوصیت دادی چه له کلسیم او نورودرندو فلزاتو سره ترکيب کیږی او د شحمیاتو ګلوبولونه په داسی ډول سره د هګی په زیړکی تیتوی چه د سپرمونو د حجراتو مکروسکوبی لیدنه اسانه کوی. 
 B.  د چرګی د هګی زېړ: کومی هګی چې استعمالېږی باېد تازه وی ښه به داوی چه ېو ورځنی او د پاک فارم څخه په لاس راغلی وی د هګی د زېړ اماده کولو لپاره په لاندی ډول سره عمل اجرا کوو.
 الف: هګی په ګرمو اوبو او ېو ملاېمي پاک کوونکی مادی پواسطه وېنځو او بېایی په معمولی اوبو باندی صفا کوو او په اخر کی په مقطر اوبو باندی وینځو.
 ب: وروسته بیا هګی په اېزو ‌‌‌‌‌‌پروپاېل الکولو او ېا په ۷۰٪ اېتاېل الکولو پواسطه وېنځو او په پاک ځای کی ږدو تر څو وچ شی.
 ج: د یو پاک فلزی جداکوونکی پواسطه هګی په یو پاک او ستریل شیشه یی ظرف کی کيږدی هګی له وسط څخه د یو پاک ماتوونکی پواسطه ماته او د څو ځلی نیمه اړولو او رااړولو څخه وروسته د هګی زېړ د هګی له سپېن څخه جدا کړی (د هګی البومېن د سپرمو لپاره زهری دی)
  د: د هګی زېړ په یو پاک او صفا لوښی کی کیږدی او د زېړو پرده د یو پاک او ستیریل شوی میله پواسطه پری کړی اوپه يو درجه لرونکي تيوب کي واچوي.
  ه: په زیړو پردی لری کړی همدارنګه که چیری زمونږ ډیرزیړضرورت وی نو د پورته په شان له هګیو څخه استفاده کوو تر څو کافی مقدار د هګی زیړلاس ته راشی که چیری مونږ ډیر مقدار سیمین غواړو رقیق کرو نو کیدای شی چه ډیر لوښی په کار راشی 

۳- د (۱۰۰ml) د هګی د زیړو او د سودیم استریت رقیق کوونکی لپاره ، (٢٠ml) د هګی زیړ د ٨۰ml سودیم استریت بفر(buffer) سره مخلوط کړی، د مصنوعي القاح په ځینو مرکزونوکي د هګی د زیړ مقدار زیاتوی (۱:۴) په ځای(۱:۱)ته رسوی خو ښه نتیجه چه ورکړی ده ۲۰٪ دی. ۴- انتی بیوتیکونه باید له رقیق کوونکی سره اضافه کرو او د سیمین رقیق کول شروع کړو

د شيدو رقيق کوونکی:Milk Extender سمول

د شیدو څخه د یو رقیق کوونکی مادی په حیث استفاده خصوصاّ د سیمین په انجماد کی مخ په زیاتیدودی ورستنيو سر شمیرنوڅخه چه د امریکا د ننه غوایانو د فارمونو څخه چه لاسته راغلی دی ۵۰٪ به د هګی د زیړاو ستریت څخه او باقی نور د جوشیدلو شیدو څخه استفاده کوی خو تازه یا ستوریزه شیدی د سپرمونو لپاره مضر انزایمونه لری نو ددی لپاره چه مضر انزایمونه یی له منځه لاړ شی او دشیدو څخه د یوی رقیق کوونکی مادی په حیث استفاده وشی شيدوته په (۹۲-۹۵ (CO حرارت کی د ۱۰ دقیقو لپاره حرارت ورکړو ترڅود هغوی مضرانزایمونه(Lactenin) له منځه لاړ شی، د پنسلوانیا پوهنتون د شیدو څخه د رقیق کوونکی مادی په حیث په لاندی ډول سره توصیه کوی.

 الف: تازه شیدی پاستورایز شیدی یابی غوړه شیدی لومړی په (۹۲-۹۵ c) حرارت کی د ۱۰ دقیقو لپاره په یو شیشه یی ظرف کی حرارت ورکړی
 ب: وروسته له ۱۰ دقیقو څخه حرارت قطع کړی او شیدی د اطاق په حرارت کی یخی کړی وروسته لدی چی شیدی مو په لوښی واچولی مخکی د پاتی پروسی څخه له شیدو سره انتی بیوتیک هم اضافه کوو.

د شیدو د هګی زیړ او د ستریت رقیق کوونکی په مصنوعی القاح کی د کار د اساس په ډول کارول کیږی ډیر نور رقیق کوونکی لدی دوو څخه منشا اخیستی ده چه د څارویو روزونکو په اکثر فارمونو کی تری استفاده کیږی د رقیق کوونکو مواو ترمنځ تفاوت د هغوی په کیمیاوی ساختمان کی دی معمولاّ باید د هغه رقیق کوونکی څخه استفاده وشی چه د هغه د استفادی نتایج د نورو رقیق کوونکی څخه ښه اوبهتر وی فقط هغه وخت خپل رقیق کونکی مادی ته تغیر ورکوو چه نوی او ښه رقیق کوونکی محلول لاسته راشی

مينسوتا اماده شوی رقيق کوونکی (Minnesota Go Extender)فورمول او د اماده کولو طریقه: سمول

۱ : دمینتوتا د بفر (BUFFER ) ADONITD ____ 1gr SORBITOL ______ 1gr Mannitol ___ 1gr Erythrytol ______ 1gr Inositol ______ 1gr Dulcitol ______ 1gr Dextrose _____3gr Fructose __________5gr Sodium citrate _____ 21gr Citric Acid ______ 0,4gr پورتنی مواد په (۱۰۰۰cc( مقطرواوبه کی حل کړی .

۲- د هګی وچ ژیړ سمول

۵۰ ګرامه د هګی د زیړ جامد پوډر د منیسوتا په ۱۰۰۰ml بفر buffer)) کی چه تر ۵c پوری سړه شوی وی واچوی او په یو سوړ اطاق کی د یو جداکونکی فیف پواسطه ددوه ساعتونو لپاره جدا کیږدی ۳- مرحله (نهایی مرحله) پورتنی ټینګ قسمت یی لری کړی او لاندی روښانه قسمت یی جمع کړی چه دغه قسمت د منیسوتا رقیق کوونکی محلول دي. د منيستوتا رقيق کوونکی محلول مقايسه د هګی د زيړ او ستريت ، شيدو او ګلسيرول. رقیق کونکی دالقاح شوی غواګانو تعداد دنه غویمه شوو غواګانو تعداد د القاح څخه(۳۰-۶۰)ورځی وروسته دنه غويمه شووغواګانوفيصدی دالقاح څخه(۳۰-۶۰) ورځی وروسته دهګی دزیړو اوستريت ۷۴۳۸ ۵۲۶۶ ۷۰،۷۹ دمنيسوتا ۶۸۲۱ ۵۴۲۲ ۷۹،۴۸ لومړنی نتایج د شیدو او ګلسیرول د منسوتا اماده شوی رقیق نه غویمه شوو غواګانو مقدار وروسته له ۹۰ ورځو څخه شیدی اوګلیرول ۲۷۰ ۱۹۱ ۸۰،۹ دمینسوتا ۲۳۶ ۲۰۸ ۸۸

د کورنل پوهنتون لخوا توصيه شوی رقيق کوونکی سمول

الف: د هغه سیمین لپاره په مایع ډول استعمالیږی سمول

Formula of Buffer 1- Sodium citrate dehydrated ………………………14.5gr 2- Sodium bi carbonate…………………………………...2.1gr 3- potassium chloride…………………………………….0.49gr 4-Glucose……………………………………………….…...3gr 5- Glycerin…………………………………………….….9.4gr 6- citric acid……………………………………………….1.5gr 7- Sulphonamid………………………………………………..3gr 8- Distilled water, final volume………………………..1000ml ‌Buffer: مایع مالګی ته ویل کیږی چی د ټول رقیق کوونکی یوه برخه ده او رقیق کوونکی هغه نهایی محلول ته ویل کیږی چی سپرماتوزوا په هغه کی ساتل کیږی. د رقیق کوونکی فارمول Extender formula د بفرحجم په فیصدی80 د هګی د زیړحجم په فیصدی ۲۰ Penicillinپه یوه ملی لیتر کی ۱۰۰۰Iu Streptomycin په یوه ملی لیتر کی ۱۰۰۰مايکروګرام

ب : د هغه سیمین لپاره چه په منجمد ډول استعالیږی سمول

Buffer formula Rafinose 185 Distilled water final valium 1000ml رقیق کونکیExtender د بفر حجم په فیصدی ۷۵.۳ ګلیسرول حجم په فیصدی ۴.۷ د هګی زیړ په فیصدی ۲۰ Penicillinپه ملی لیتر Iu۱۰۰۰ Streptomycin1000m

د سيمين رقيق کول(Dilution of semen)د رقيق کولو مختلفی طريقی سمول

 کله چه سیمين رقيق شی بايد چه سپرماتوزوا ګانو ته د حرارت پواسطه د شوک څخه مخنيوی وشی سیمین او رقیق کوونکی بایدد مخلوطولو په وخت کی د عین درجی حرارت لرونکی وی، وروسته د سیمین ټولولوڅخه باید سیمین د یو څه مودی لپاره په داسی یو ځای کی کیښودل شی چی د حرارت درجه یی د اطاق د حرارت درجی ته ورسیږی اوبیا رقیق شي.

ځينی محقیقین چی رقیق کوونکی موادجوړوی او په پنځه CO حرارت کی ذخیره کوی او د سيمين د حرارت درجه هم ۵CO درجی ته راښکته کوی اوبیایی په معین نسبت سره ګډوی چی پدی طریقه کی د سړولو په اوله مرحله کی سپرماتوزواوی د یخ وهنی Shock څخه نه ساتل کیږی معمولاّ بهترینه طریقه داده چی د سیمین تیوب په داسی یو اوبه لرونکی لوښی کی کیږدو تر څو تدریجاّ د حرارت درجه یی (۲۲-۲۳c)او بیایی رقیق کړو چی د حرارت درجه یی په یو دقیقه کی یو سانتی ګراد ټیټیږی.

 بله طریقه داده چی د رقیق شوی سیمین تیوب په داسی یو لوښی کی ایښودل کیږی چی د حرارت درجه یی (۲۲-۲۵c)پوری وی او بیا هغه د یخچال داخل یا یخ اطاق ته انتقالوو په یخچال کی درقیق شوی سیمین تیوب سر د نښلوونکی یعنیThumh-rubber پواسطه پوښوی تر څو سپرماتوزواوی د یخ وهنی د Shock څخه په امن وساتی کله چی رقیق کوونکی موار د سیمین سره یو ځای کوو په ورو او ملایم ډول سره لوښی ښکته او پورته کوو تر څو د قوی ټکان څخه یی وساتو سیمین او رقیق کوونکی په مختلفو نسبتونو سره تیار شوی خو هغه نسبت چی قناعت بښونکی نتیجه یی ورکړی ۱:۱۰۰ دی (یعنی یوه برخه سیمین په سل برخو رقیق کوونکو کی) همدارنګه یو ۱:۲۵ او ۱:۲۵۰ څخه هم استفاده شوی ده خو د رقیق کولو لپاره مناسب نسبت د سپرماتوزوا او په ،تحریک، فعالیت ، غلظت او د علاقی مطابق اخری حجم پوری اړه لری.

د رقیق کولو محاسبه سمول

د رقیق کولو د محاسبی څخه هدف د طبعی القاح او غیری رقیق شوی سیمین مقایسه د بلاربوالي فیصدی په نظر کی نیولو سره د غوایی څخه د تولید مثل د قدرت زیاتوالی دی په هر ملی لټر کی د ژوندیو سپرمونو تعداد د حاملګی په نتيجی باندی مثبت تاثیر لری په ویل کیږی چی نر غوایان د حاملګی سطحه د سپرمونو د مناسب تعداد څخه په زیاتوالی سره نشی زیاتیدایی. اکثره محقیقین عقیده لری جی د مایع سيمين څخه استفادی په وخت کی هر دوز لرونکی د حد اقل (۵-۱۰) میلونه متحرک سپرمونو لرونکی وی له هغه ځای څخه چی د سپرمونو په منجمد کولو کي چی ۱۵-۴۰٪ سپرمونه مړه کیږی یا د بلا ربیدو توان نلری باید چی دغه موضوع د منجمد سپرم څخه مخکی د القاح په وخت کی په نظر کی ونېول په اکثره وختونه د منجمد سپرمونو د القاح په مرکزونو کی دوېلی کېدو څخه وروسته په یو دوزکی د متحرک سپرمونو تعداد (۱۰-۲۰) میلونه پوری توصیه کوی د غوایی څخه د القاح په وخت کی په اوسط ډول سره د متحرکو سپرمونو تعداد وروسته له ویلی کیدو څخه ۱۵ ملیونه باید په نظر کی ونیول شی نو پدی لحاظ د نر غوایی د القاح درجه او د هغوی د سپرمونو ژوندی پاتی کیدو په اړه د منجمد کیدو په مختلفو مرحلو کی معلومات ولری ددی لپاره چی مونږ د ۱۰-۱۵ ملیونه متحرک سپرمونو د لاس ته راوړونو لازم دی چی رقیق کولو په پروسه کی په هر ملی لیتر رقیق شوی سيمين کی د ۲۰-۸۰ میلونه متحرک سپرمونه موجودوی په هر ملی لیتر سیمین کی د سپرمونو د تعداد معلومولو لپاره کولی شو د هیمو سایتو متر یا کالوری متر څخه استفاده وکوړو ولی ددی د ستګاه د تنظیم لپاره د هیمو ساتیومترله طريقي څخه چه يوه دقيقه طريقه ده استفاده کيږي. دمثال په ډول که چيري دهيموسايتومترله طريقي څخه د اخری

  غلظت دتعين لپاره استفاده وکړو محاسبه يي په لاندي ډول ترسره کيږي .

دټول شوي سمين حجم _______________________________٧ملي ليټره په هر ملي ليټرکي دسپرمونوغلظت______________١٫٠٠٠٫٠٠٠٫٠٠٠يومليارد په سلوکي ژوندي سپرمونه شمير ___________________________٧٣ پدي لحاظ په هرملي ليترسيمين کي کيداي شي ١٫٠٠٠٫٠٠٠٫٠٠٠×٠.٧٣=٧٣٠٫٠٠٠٫٠٠٠ ژوندي سپرمونه موجوددي که چيري وغواړو په هرميلي ليټر رقيق شوي سيمين کي ١٠٫٠٠٠٫٠٠٠متحرک سپرمونه ولرو دهغوي حاصل عبارت دي له___________ ٧٣٠٫٠٠٠٫٠٠٠÷١٠٫٠٠٠٫٠٠٠=٧٣ سيمين کولاي شو چي تر ٥١١ ميلي ليټرو(٧×٧٣=٥١١)پوري رقيق کړو اخيري رقيق شوي سيمين٥١١ميلي ليټره کيږي چي په هر ميلي ليټر سيمين کي ١٠٫٠٠٠٫٠٠٠متحرک سپرمونه موجود دي.

انتي بيوتيکونه :(Antibiotics) سمول

سلفاناميدونه Sulfonamides) ( پنسلين اوسټرپټو مايسين څخه دسيمين دساتني دکيفيت په زياتوالي کي استفاده شويده چي ددي موادو اضافه کول درقيق کونکو سره دبلاربيدو قدرت ته(٥-١٢)فيصده زياتوالي ورکوي. سلفاناميدونه بايد په هر سل ميلي ليټره دهګيو زيړ اوستريت رقيق کونکي سره ٣٠٠ميلي ګرامه سلفا ناميد واچول شي که چيري دهغه غوايي سيمين سره چي په وايبريوزيز اخته وي اوانتي بوتيک ورسره يوځاي نشي نو د القاح پواسطه ښځينه غواگانو ته انتقاليږي په عمومي ډول سره پنسيلين او ستريپتومايسين دوه انتي بيوتيکونه دي چي ډير د استعمال وړ دي د وايبريوزيس دناروغي عامل Vibrio fetus دي.چي په غواگانو کي د حاملگي په اوايلو کي د ابورشن Abortion سبب گرځي چي کولاي شو دغه ستونزه د ١٠٠٠ مايکروگرامه Dehydrostreptomycin پواسطه په اساني سره کنترول کړو په هر ملي ليتر رقيق کوونکي محلول کي بايد ٥٠٠-١٠٠٠ مايکروگرامه Dehydro streptomycin Sulphat او ٥٠٠-١٠٠٠ IU پنسيلين ولري مخکي د منجمد کولو څخه لږ تر لږه ١:٢٥ رقيق کوونکي سره مخلوط او بيا انتي بيوتيک د هغه سره اضافه کړو او په ٥ C0 کي د شپږو ساغتونو لپاره ږدو ددي شپږ ساعتو وروسته والي په دي کي ده چي ٤.٥-٥ ساعتونو په موده کي انتي بيتيکونه د وايبريوزيس عامل له منځه وړي. همدارنگه اليوت ،مورفي او بارتلت په کال ١٩٦١م کي خبر ورکړ

  ١. چي د سيمين د منجمد کولو په پروسه کي د پنسيلين او ستريپتومايسين سره يوځاي Polymaxin B څخه هم استفاده کيږي 
  ٢.د وايبريو زيس د عامل د کنترول ښه والي لپاره انتي بيوتيکونو تر څنگ د رقيق شوي سيمين يخ ساتل هم مراعت کړي.

د سيمين په رقيق کوونکو موادو کي د انتي بيوتيکونو استعمال: سمول

په کال ١٩٤١م عالمان دي ته متوجه شو چي د يو غوائي په انزال شوي سيمين کي مکروبونه شته دي چي په هر ملي ليتر سيمين کي د مکروبونو تعداد د صفر څخه تر ميلونونو پوري رسيږي چي ددي کمښت لپاره کولاي شو د قضيب د پوښ په پاکولو، د سيمين په ټولولو ،پروسس کولو،ذخيره کولو او وسايلو په ستريل کولو سره د مکروبونو په تعداد کي کمښت راولو. ډير زيات داسي مکروبونه شته دي چي د سيمين او حيوان لپاره مرض نه توليدوي ولي د غذائي موادو د لاسته راوړلو لپاره د سپرمونو سره رقابت کوي او فرعي متابوليکي محصولات توليدوي چي د سپرمونو په ژوندي پاتي کيدلو باندي سوء تاثير لري. د سيمين په رقيق کوونکو کي د انتي بيوتيکونو په اضافه کولو کي ښه تاثيرات په کال ١٩٤٦م کي کشف شول چي لويه برخه ئي وايبروزيس د نتايجو کموالي وه. د انتي بيوتيکونو او فنگسي عواملو وژونکي لوي گروپونه ئي په امتحاني ډول ئي تر استفادي لاندي ونيول چي ډير ددي انتي بيوتيکونو څخه په استثناء د ځينو فنگس وژونکو څخه نور ئي د سپرمونو لپاره زهري وه او هغه نور انتي بيوتيکونه چي د سپرمونو لپاره مضر نه و د مکروبي ککړتياوو په کنترول کي چندان موثر نه دي . په معمولي ډول سره د غوائي د سيمين د ککړتيا د کنترول لپاره په يو ملي ليتر رقيق کوونکي مادي کي ١٠٠٠IU پنسيلين او ١٠٠٠مايکروگرامه ستريپتومايسين يا ديهايدروستريپتومايسين مخلوطوي په ځينو مرکزونو کي د هر ملي ليتر رقيق کوونکي لپاره ١٠٠٠مايکروگرامه پولي مگزين څخه کار اخلي خو په ځينو نورو سازمانونو کي ورڅخه استفاده نه کيږي . په هغه رقيق شوي سيمين کي چي د وايبروزيس عامل ولري او گليسرين ورسره اضافه کړي نو د مکروب عامل د انتي بيوتيکونو د تاثير څخه ساتي د منجمد سيمين څخه د استفادي په يوه دوره کي ډير غوايان په وايبروزيس باندي ککړ شول چي نوو تحقيقاتو وښودله چي کله د غوائي څخه سيمين اخستل کيږي بايد د هر ملي ليتر په مقابل کي ١٠٠٠ مايکرو گرامه ستريپتومايسين علاوه شي او بيا تر شپږو ساعتونو پوري انتظار وويستل شي تر څو دغه ککړوالي تر ډيره حده کم شي او د مکروب عامل ووژني نو دغه طريقه د سيمين د پروسس پروسه وروسته غورځوي نو اوس نوري طريقي هم استعماليږي او ثابته شوي ده په هغه سيمين کي د غوائي څخه په تازه شکل اخستل شوي وه او په هغه کي د وايبروزيس عامل داخل شوي وه مگر رقيق کړي ئي نه وه هر ملي ليتر تازه سيمين لپاره ١٠٠٠IU پنسيلين او ١٠٠٠مايکروگرامه ستريپتومايسين او ١٠٠٠ مايکروگرامه پولي مگزين بي په امتحاني ډول سره علاوه کړه او وروسته ئي په ٣٠سانتي گراد حرارت کي د ٣٠ دقيقو Incubation period څخه د وايبروزيس عامل په لمنځه وړلو او وژلو کي موثره تمام شو.. ==دسيمين منجمد کول ،دډير وخت لپاره ذخيره کول او انتقال Frozen Semen, Long Time Story, Transportation))== منجمدسيمين هغه سيمين ته وايي چي دحرارت په( وچ يخ يا الکول)منفي ٧٩ CO يا مايع نايتروجن منفي ١٩٦ درجي سانتي ګريد کي منجمد شوي وي دمايع نايتروجن د منځ ته راتگ څخه مخکي دهر ډول منجمد کونکو لکه Co2,O2اوالکولو څخه استفاده کيدله چي دالکولو څخه اوس هم دنړي په ځيني برخو کي استفاده کيږي دمايع نايتروجن ښه والي پدي کي دي چي تريوحده پوري ثابت اوانفجار قابليت نلري .

دمنجمد سيمين ګټي Advantages Of Frozen Semen )): سمول

  ١.  دمنجمد سيمين څخه په استفادي سره هر مالدار کولي شي چي خپل خوښي اوانتخاب مطابق غواګاني انتخاب او په هر وخت اوهر ځاي دخپل دخوښي غوايي څخه استفاده وکړي.
  ٢.دمنجمد سيمين څخه مونږ کولي شو چي دغوايي دمرګ  څخه وروسته د   (١٠-٢٠)کلونو پوري هم د القاح لپاره استفاده وکړو .
  ٣-دمنجمد سيمين څخه دساتني دمودي په اساس کولي شو چي سل په سلوکي په اطمينان سره استفاده وکړو پداسي حال کي چي دتازه سيمين دساتلوموده محدوده ده.

٤-دمنجمد سيمين څخه داستفادي په وخت کي دتکنيشن مصرف کميږي اودبلي خوا سهوليت منځ ته راځي. ٥-په فارم کي دغوايانو روزنکي کولي شي چي منجمد سيمين په خپل فارم کي ذخيره اودانتخابي غوايي دسيمين څخه خپلي غواګاني القاح کړي.

  ٦-دنړي دډيرو ښه صفت لرونکو غوايانو سيمين په منجمد شکل لاس ته راځي چي ددي پواسطه خپلي غواګاني دخوښي مطابق القاح کړو همدارنګه ددي سيمين انتقال هم ډيراسانه دي .
  ٧.که چيري يوشخص ديوښه صفت لرونکي غوايي ولري کولي شي چي دخپل فارم د ضرورت څخه علاوه يواندازه په مارکيټ کي وپلوري .

--دمنجمد سيمين نيمګړتياوي:( The dis advantage Of Frozen Semen)==

  ١ .  انجماد په پروسه کي ١٠-٢٠فيصده سپرماتوزواوي له منځه ځي .
  ٢. دامپولونو سټراوو اومنجمدکولو وسائلو دذخيره کولو قيمت په ساحه کي دنسلي غوايانودقيمت څخه لو ړدي .

٣. که چيري مربوطه غوايي صحت ته سمه پاملرنه ونه شي اويا ناروغ وي نومنجمد سيمين ددي قابليت لري چي ويروسي اوباکتريايي ناروغي انتقال کړي . ٤.دمنجمد سيمين څخه دزياتي استفادي په وخت کي د نسلي غوايانوتعداد کوم چي مونږ ورڅخه استفاده کوو محدوديږي اوکيداي شي چي ديونسل جنتيکي اساس کم شي.

بلاربيدو قدرت: سمول

  تجربو ښودلي چي دبلاربيدو قدرت( دالقاح څخه وروسته نه غوايمه کيدل) دمنجمد اومايع سپرمونو ترمنځ يوشان دي خود ځينو غوايانو سپرمونه دانجماد په مقابل تقريباً ١٥-٣٠% له منځه ځي دهمدي کبله دسپرمونو دمنجمدکولوپه ډيرو مرکزونوکي دهر ميلي ليټررقيق شوي سيمين لپاره د١٢-١٥ميلونه سپرمونه نظر کي نيول کيږي .

دسيمين دمنجمد کولو طريقه : سمول

١.دغوايي څخه دسيمين دټولولو څخه وروسته سمدستي سيمين دسوديم سټريټ په محلول کي(١:١)رقيق کيږي چي دغه رقيق کول داطاق دحرارت په درجه کي تر سره کيږي . ٢.رقيق شوي سيمين سوړ اطا ق يا يخچال ته انتقاليږي چي دحرارت درجه يي د ٣-٥ساعتونوپه موده کي تر پنځه د رجو پوري ټيټه شي . ٣.رقيق شوي سيمين ددوهم ځل لپاره په پنځه درجي سانتي ګريد کي دسوديم سټريټ په ٢٫٩فيصده محلول کي چي لرونکي د١٦فيصده ګلسرول وي ١:١ (٥٠%) رقيق کيږي اورقيق شوي سيمين دهرميلي ليټر په مقابل کي ١٫٥ميلي ګرامه Streptomycin Sulphat اصافه کيږي چي نهايي غلظت يي عبارت دي له ٨% ګليسرول ، دهګي زيړ ٢٥%،او سوديم سيتريت ٢٫٢%، ٤.دډيري ښه نتيجي لاس ته راوړلو لپاره دحرارت په پنځه درجي سانتي ګريد کي رقيق شوي سيمين ١٤-١٦ساعتونوپوري پريږدي ترڅومحلول خپل عادي اوتعادل حالت ته ورسيږي.

  ٥.درقيق شوي سيمين دانجمادلپاره سيمين په سټرايا امپولونو کي ويشل اوبسته بندي کيږي او په هغوي باندي ټاپه وهل کيږي .
  ٦.دبسته بندي شوي سيمين دانجماد لپاره مختلفي طريقي وجود لري مهمه عضوه چي دسپرمونو په انجماد کي په نظرکي نيول کيږي هغه داچي دسپرمونوپه حجراتوکي ديخ د بلورونو دجوړيدو څخه مخنوي ده چي دغه عمل دګلسرينو په زياتولي سره ترسره کيږي.

الف .درقيق شوي سيمين يخول دوچ يخ اواستون څخه په استفادي سره چي له هغي څخه تر٠-٥سانتي ګريد پوري يخيدل په هر درجه دسانتي ګريدپه يوه دقيقه کي او ١٥-٧٠پوري يخيدل په دقيقه کي٣-٤سانتي ګريد ترسره کيږي چي دايوه اساسي طريقه ده اودتحقيقاتولپاره په کار وړل کيږي مګردمايع نايتروجن په منځ ته راتګ سره دغه طريقه مروجه نده . ب. نن ورځ دنړي په لويو فارمونوکي دمني په منجمد کولوکي دمايع نايترووجن څخه کار اخستل کيږي غه طريقه مخا نيکي ده اود حرارت کنترول شوي درجه لري. دنايتروجي دبخار پواسطه دسپرم انجماد.: پدي طريقه کي ډک شوي امپولونه په يو مخصوص لوښ کي ايښودل کيږي اومايع نايتروجن اخيري خولي پوري ځوړند وي ترڅو منجمد شي . يادونه :ګلسرين کيداي شي چي په رقيق کوونکي کي ٧-١٢فيصده پوري وي دتعادل وخت يي د٦-٢٠ساعتو اود هګي زيړ د٢٠-٢٥ په رقيق کونکي کي تغير کوي. ٧.سپرمونه په مايع نايترجي کي دحرار ت په ١٩٦-کي ذخيره کيږي او همدارنګه په وچ يخ په الکولوکي ٧٩-کي کيداشي چه دموقتي ذخيري لپاره پکاريوړل شي که چيري دوچ يخ څخه ديو منجمد کوونکي په نوم استفاده شي ښخ ده خو ورسته له څه مودي څخه دډيري مودي ذخيري لپاره بايد مايع نايتروجن په انتقال شي که چيري منجمد سپرم ګرم کړو اوبيا يي منجمد کړو دسپرمونو دحجراتو ساختمان تيتيږي همدارنګه دسپرمونودحجراتو تيتيدل منجمدسپرم ته دحرارت په څو درجو زياتوالي سره هم منځ ته راځي.

  ٨-دمنجمدسپرم څخه داستفادي په وخت کي سټراوي دمايع نايتروجن کانتينر څخه وباسواودرابري لوښي کي چه دحرارت درجه يي ٤٠سانتي ګريد ديوي دقيقي لپاره اويا هم په صفر درجي دحرارت کي دلسو دقيقو لپاره ږدو ترڅو ويلي شي

. تجربو ښودلي ده چي په صفردرجه کي ويلي کيدل ښه نتيجه ورکړي ده.

د سيمين حمل ونقلTransportaion and shipment of semenمايع سيمين Liquid semen: سمول

د سيمين د نږدي او لري حمل ونقل لپاره بايد سيمين په دقت سره سړه،اودقيقه بسته بندي شي تر څو ضرر ونه ويني گر چي اوس په نړي کي د سيمين انتقال اسانه شوي دي يعني منجمد سيمين انتقالوي مگر کله کله مايع سيمين هم انتقالوي چي د هغي لپاره بايد لاندي شرائط په نظر کي ونيول شي. ١. رقيق شوي سيمين د ١.٦-٤.٤ درجي سانتي گراد پوري سړه کوو او په ستريل شوي شيشئ لوښو کي ځاي په ځاي کوو اوسرونه ئي کلوو اوهم ليبل په وهو د سپرمونو د ښه ژوندي پاتي کيدو په خاطر د سپرمونو هغه مخصوص لوښي بايد د سيمين څخه ډک وي او که چيري ضرورت وي چي دمعدني غوړيو (Mineral Oil) څخه کار واخلو او بوتلي تري ډکي کړو . 2. ددي لپاره چي بوتلي عايقي شي نو دکاغذ پواسطه هغه په لايو کي تاوؤ او د Ice Box تر څنګه چي يخ پکي اچول شويدي ږدو وروسته د يخ قطي اود سپرمونو بوتل يوځاي د يو ډبل عايق کاغذ پواسطه (Jiffy wrapper) ياديږي تاوو.

٣. بسته بندي شوي بوتل حمل اونقل بايد په مخصوصو لوښو کي ترسره شي اود هغه شاوخوا ته باطله کاغذ او يا هم مخصوص شکله مواد چي ددي کار لپاره استعماليږي واچول شي چي وروسته له تړلو څخه لازم ادرس او مقصد پري وليکل شي .
 ٤. دمايع سيمين انتقال د نژدي ځايونو لپاره کولاي شو چي د سيمين بوتلي وروسته له بيل کاغذ پيچلو څخه په ترموز کي چي يخ پکي موجود وي انتقال کړو .

اوپدي خاطر چي ترموز مات نشي کولاي شو چي هغه په بل ظرف کي چي شاوخوا د هغه باطله کاغذ ، واښه او يا نور شيان واچوو او هغه د خوځيدو او ټکان څخه وساتو .

دمنجمد و سپرموحمل اونقل : سمول

په اوسني شرايطو کي دمنجمد و سپرمونو حمل اونقل د مخصوص مخزونو نو (containers) چه په هغي کي مايع نايترو جن وي دنړي مختلفو قسمتونو ته دطياري اويا موترو پواسطه انتقاليږي چي مايع نايتروجن منفي ١٩٦ درجي سانتي ګراد په لرلو سره د منجمدو سپرمونو د انتقال ښه وسيله ده چي تقريباً ترڅو هفتو پوري کولاي شو په هغه ظرفونو کي چي مايع نايتروجن موجود وي بيدون لدي چي نور مايع نايتروجن واچول شي سپرمونه ژوندي وساتو . همدارنګه د وچ يخ (Dry ice) او الکولو څخه هم د سيمين په منجمد کولو او حمل او نقل کي استفاده کيداي شي مګر اوس د مايع نايتروجن څخه ډير کار اخيستل کيږي . دمنجمد سپرم څخه استفاده پدي منظور چي دتوليد مثل زياته نتجه په لاس راشي

دکلورادوايالت پوهنتون څخه ډاکټر پيکټ دمنجمد سپرم دمؤثري استفادي لپاره په لاندي ډول توصيه کوي 
 ١.سپرم کولي شو چي کله منجمد شي فوراًپه مصرف ورسوو . 
 ٢.که چيري وغوړو ديوکال څخه زيات وخت لپاره منجمد سپرم ذخيره کړونودريمه برخه دسپرمونوچي دضرورت و ړوي نوره هم دالقاح لپاره اضافه کيږي .
 ٣.ددي لپاره چي ډيره زياته نتجه لاس ته راوړو دنرغوايي سپرمونه ديوکال نه زيات بايد ونه ساتل شي .
 ٤.که چيري غوړو چي دغوايي څخه مو منجمد سپرم تهيه شي نوڅو مياشتي  مخکي دسيمين له ټولولوڅخه بايد غوايي دغويانو روزونکو  مرکزونو ته يوړل شي.
 ٥.دتوليد مثل دښه نتيجي لاس ته راوړلو لپاره بايد چي دسيمين منجمدکولوپروسه په ژمي کي ترسره شي .
 ٦.کله چي منجمد سيمين استعمالوي نودي ته متوجي اوسي هغه مخذن چي په کافي مقدارسره مايع نايتروجن لرونکي دي اوکه نه ؟
 ٧.ټيکنيشن بايد ډيرکوښښ وکړي چي تازه منجمد سپرمونه ترلاسه کړي .
 ٨.منجمد سيمين بايد په کانتينرکي واچول شي ترڅو دهغوي انتقال دذخيري له مخذن دمصرف مخذن ته اسانه وي.  
 ٩.دمنجمد سپرم انتقال بايد په داسي هواکي ترسره شي چي دباد اولمر دوړانګو څخه لري وي.
 ١٠.-دمنجمد سپرم دمصرف په وخت کي بايد په لوړ حرارت کي ١٠ثانيو څخه زيات ونه ساتل شي.
  ١١. دکانتينرڅخه دسپرمونو ويستلو دفعات بايد کم کړاي شي .

١٢ . دمنجمد سپرم دانتقال پروسه د نايتروجن دمخزن څخه اوبوته بايد ٣-٥ ثانيو په موده کي ترسره شي ١٣. په صفر درجه دسانتي ګرايد اوبو کي دمنجمد سپرم ويلي کيدل بايد د ٥-١٠ ددقيقو په موده کي ترسره شي . ١٤ .دمنجمد سپرم دويلي کيد و په مخصوص لوښي کي بايد هره ورځ پاکي اوبه واچول شي . ١٥.کچيري دمنجمد سپرم دويلي کيدوڅخه يوساعت تيرشوي وي بايد دهغه څخه استفاده ونشي . ١٦.دسټرا داستعمال څخه مخکي بايدسټرا په کاغذي دستمال سره وچ شي . ١٧.سټرا په عمودي حالت کي دپريس برخي څخه قطع (قيچي ) کړۍ . ١٨.کا تيتر اوامپول بايد په داسي ډول وساتل شي چي دسپرمونو دتخلي په وخت کي د کا تيتر داخل ته هيڅ هوا داخل نشي . ١٩.دسپرم تخليه درحم په وروستي برخه کي ٥ ثانيي وخت نيسي . ٢٠.دمصنوعي القاع ټول تکنيشنان وروسته دي يوځه مودي څخه دمصنوعي القاع دغه دوره په منظم ډول تعقيب کړي . ٢١.دمنجمد سپرم دکيفيت ارزيابي بايد دمجربو اشخاصو لخوا په مجهزلابراتوارکي صورت ونسي .

دسيمين څخه دسټرا (straw) ډکول: سمول

دستراډکونکي (filling) اوپرس کونکي (sealing) ماشين په دوه ډوله دي، ساده اواتوماتيک ، چي دساده ماشين پواسطه يوشخص کولاي شي چي يوساعت کي ١٠٠٠ ستراوي ډکي کړي چي دغه شميره ديومصنوعي القا ح مرکزلپاره کافي دي اوهغه ماشين چي اتوماتيکي دي کولاي شي چي په يوساعت کي تر ٥٠٠٠ ستراوي ډکي کړي مخکي لدي چي په سټراؤ کي سمين ډک کړو دسيمين مشخصات ديو مخفف په ډول په هغه کي دغوائي نمبر اوتاريخ ليکل کيږي تر څو چي په راتلونکي کي تشخيص شي ستراوي په مختلف رنګونو سره جوړيږي چي رنګونه هم دستراوودهويت په پيژندلوکي مهم رول لري . هغه ستراوي چي هويت ئي معلوم شوي وي په ګيرا کي نيول کيږي اوګيرادپمپ دخلا په يوه برخه کي ايښودل کيږي ترڅو په ستراووکي يوډول فضاء رامنځته شي ترڅو.هغه پوډر چي دستراپه يو برخه کي څاي په ځاي کيږي ځاي ونسي ،چي ددغه پوډر خصوصيت دادي چي کله دمايع محيط سره مخامخ شي دنفوذ قابليت ئي لمنځه ځي چي دغه عامل ديو ګومنځه شګله ساختما چي دبابلر پنوم ياديږي ترسره کيږي بابلر دسمين څخه په ډک لوښي کي پروت وي . لمړي ستراوي يولوښي ګي چي دسيمين څخه ډک وي غوټه کيږي اوبيا بابلر ته انتقاليږي اواضافي سيمين ورڅخه خارجيږي اوددوهم ځل استفادي لپاره دسيمين لوښي ته داخليږي .

دلاسي ماشين پواسطه دستراووډکولوپه طريقه کي دسترا دپريس کولولپاره په ښيښي لوښي کي يوډول رنګه پوډر اچول کيږ ي پداسي شگل چي دستراخلاص طرف په ګيراکي نيول کيږي اوهغه داخل دلوښي کي د٤-٥ ملي متره په اندازه په لوښي کي 

غوپه کوي چي پدي ډول دپريس کولو پروسه تر سره کيږي لکه ٩-٩ شګل وروسته بيا ستراوي داوبو په يولوښي کي چي دحرارت ئي ٥ درجي دسانتي ګرايد وي ايښودل کيږ ي ترڅو دحرار ت درجه ئي تعادل حالت ته ورسيږي اوپوډر ځان کلک کړي . د سټراو د ډکولو او پرس کولو لپاره يوه بله طريقه هم شته چي دستگاه ئي په لاندي شکل کي ښودل شوي ده (٩-١٠) په دي طريقه کي رقيق شوي سيمين په يو شيشه ئي لوښي کي اچول کيږي او د سټراو ډکول د يو لاسي پمپ پواسطه تر سره کيږي کوم سټراوي چي په دي شکل سره ډکيږي هغه د خارجي هيوادونو څخه راځي او دواړه خواوي خلاصي وي چي د يو خوا د تړلو لپاره خالي سټراوي په يو لوښي کي اچول کيږي او د يو مخصوصي الي پواسطه پوډر د سټراو يوي خوا ته داخليږي وروسته ددي مرحلي څخه سټراوي پمپ ته نيول کيږي او د سيمين څخه ډکيږي او بله خوا(خلاص لوري) د مهرو پواسطه چي د شيشه ئي ،پلاستيکي او فلزي جنسونو څخه دي تړل کيږي شکل٩-١١ په هغه لويو فارمونو کي چي منجمد سيمين توليدوي د سټراو د ډکولو او پرس کولو لپاره د اتوماتيک ماشينونو څخه استفاده

مواد او دکار روش سمول

١- دسيمين ټولولو مواد ٢ Artificial vagina - مصنوعي واژن ٣ - ښويونکي مواد Lubricant materials ٤-انتي بيوتيکونهAnti biotics ٥- Water bath ٦- مايکروسکوب Microscope ٧- سلايد Slide ٨- فلاسکونه flask ٩- دستکشي Gloves استريل کوونکي مواد Sterile Material

منجمد کول مواد 

١.سيمين semen ٢.مايع نايتروجنLiquid Nitrogen ٣. لابراتوار :laboratory ٢.Cell ٣. Spectro١.واټربټ water bath photometer ٤. مايکروسکوپ اوسکرينand screen microscope ٥. چاپ ماشين printer ٦.cabin ٧.filling and sealing machine ٨.دفريز کولو ماشين frozen machine ٩. Goblet ١٠. Straw ١١. دستکشيgloves ١٢.تيوبونه tube ١٣.فلاسکونه flask ١٤.رقيق کوونکي dilution ١٥.ذخيروي کانتينرونه د سټرا لپاره ١٦.ذخيروي کانتينرونه د مايع نايتروجن لپاره ١٧.ساحوي کانتينرونه field containers

دکار روش سمول

ددي لپاره چه دغه علمي رساله په عملي ټکوباندي مشتمله وي نو پدي ترڅ کي کابل ولايت د بينيحصارحيواني فارم څخه ليدنه وشوه چي نسلي غوايانو، سيمين ټولوني پروسه ، لابراتواري کارونه دسيمين انتقال پروسه دنږدي څخه ليدنه وشوه همدارنگه دنوموړي فارم دمسئولينو څخه مي پوښتني وکړي دويمه مرحله کي په مرکزي لابراتوار کي چي په گذرگاه کي موقيعت لري چي يوه اونۍ مي په هغه لابراتوارکي د متخصصينو سره يوځاي ددي پروسي په اړه عملي کاروکړچي په اخرکي دمصنوعي القاح عمومي امر ډاکتر رسول څخه چي ځيني پوښتني له ماسره په جريان دکارکي پيداشوي وي پوښتني وکړي چه د مونوگراف په اخري برخه کي ليکل شويدي

عملي کار: سمول

• اومعاينه کېږي اوبيا٤٠مايکرونه خالص سيمين په cell کې اخيستل کيږي اوبيادسيمين دانزال شوي حجم په اندازه دهغه سره Dilution ګډوو . • ټول شوى سيمين پهCO ٣٧حرارت کې په Water bath کې ايښودل کيږي . • Spectro photometer کې ٤٠مايکرونه خالص سيمين سره٣٩٦٠ مايکرونه دسوديم کلورايد محلول يوځا ي کوو اوپه ماشين کې ايښودل کيږي چې دسپرم دغلظت ،تعداد،د دوزونوتعداد،په هردوزکې دسپرماتوزواتعداداود Dilution مقدارتثبيت کيږي ، • دPrinter ماشين په واسطه په سټراووباندې دغوائي نمبر ،نسل ،تاريخ اودلابراتوارنوم چاپ کيږي ، • دFilling اوSealing چې دکابين په د اخل کې موقعيت لري سټراوې ډک اوپريس کېږي اوبياپه رګ کې ځاي په ځاي کيږي اوڅلورساعته په کابين کې ايښودل کيږي ، • دFreezing دماشين دحرارت درجه CO٤ ته رسوو اوسټراپه هغه کې ږدو په دې شرط چې مايع نايتروجن په ٧دقيقوکې هغه منجمد کړي اوبياوروسته ماشين خلاصوو اوسټراوې له رګ څخه ټولوواودمايع نايتروجن په Gablit کې يې اچووچې دحرارت درجه يې منفي CO١٩٦ ته رسيږي. • دسټراووڅخه ډک ګابليټونه دمايع نايتروجن په کانټينرکې په منفي CO١٩٦کې ساتل کيږي . په کومه ورځ چي مونږ سپرم گيري کوو نو مخکي کارگرانو ته خبر ورکوو تر څو چي غوائي تحريک کوونکي (Teaser)، د سپرم گيري ځاي او نور مواد او وسايل اماده کړي همدارنگه کله چي کارگران غوائي له طويلي څخه وباسي او وروسته د نيم ساعت گرځيدو څخه د سپرم گيري ځاي ته راوستل کيږي نو مونږ په لابراتوار کي د مصنوعي واجن د تعقيم څخه ځان مطمن کوو همدارنگه Water bath کي اوبه اچوو چي د حرارت درجه ئي ٣٥-٣٧ درجي د سانتي گريد وي بيا که د تازه سيمين په منظور سپرم گيري کوو نو Dilution ورته تهيه کوو او که د منجمد سيمين په منطور تري استفاده کوونوتيارتهيه شوي ډايلوشن دBioxcellپه نامه دفرانسي هيواد څخه په تجارتي ډول لابراتوارته راځي کله موچي داکارونه ترسره کړل نومايکروسکوب مصنوعي واژن هم اماده کووپدي طريقه چي لمړي هغه ګوړو چي ايا معقم دي اوکه نه که چيري تعقيم شوي وه بيانود٤٠٠-٥٠٠ميلي ليتره اوبه چي دحرات درجه يي ٥٠-٥٥درجي دسانتي ګريد وي په مصنوعي واژن کي دمخصوص شيردان له لاري اچوو ددي لپاره چي دواژن دسلندر ټولي برخي دغيني حرارت درجي لرونکي وي واژن ته څو ځلي طولاً ښورو چي ترڅودسپرم ګيري ځاي ته ځو نودحرارت درجه يي د٣٧-٣٩درجي دسانتي ګريد ته رسيږي اودسپرم ګيري لپاره اماده کيږي ديادوني وړده هغه اوبه چي لمړي په مصنوعي واژن کي اچو و نظر محيطي شرايطوته فرق کوي چي په ژمي کي اوبه په ډيره اندازه اوپه اوړي کي په لږه اندازه ګرموو نوبيا ديوي شيشي ميلي پواسطه دمصنوعي واژن داخي پرخه ديو Lubricantمادي په وسيله غوړو ترڅو ښوي شي اودقضيب دژوبليدوباعث ونه ګرځي بيا دشيردان په ساحه کي دهوا يونيزل دي چي دهغي لاري واژن ته هواورکوو هوا تر هغه ورکوو چي دمصنوعي واژن داستر وروستني برخه دري کنجه شکل ځانته غوره کړي نوبيا ډايرکټرشالوري ته قات اوافقي حالت کي نيسو اوس چي مصنوعي واژن اماده شواوهمدارنګه په لابراتوارکي ډايلوشن واټر بټ ،مايکروسکوب اونوروسائل اماده شو دسپرم ګيري ځاي لوري ته ځو ګوروچي هلته تحريک کوونکي ( Teaser) هم دتراوي مخي ته راوستلي دي اونسلي غوايي هم تحرک کوونکي څخه په ١٠متره فاصله کي درولي دي اوپداسي حال کي ولاړدي چي فکر کيږي غوايي دسيمين اخستلولپاره اماده دي کله چي ښه مطمئن شو چي غوايي ښه تحريک شوي دي بيا ورورودتيزر خواته نږدي کودلته ددي لپاره چي دنسل ګيري څخه ښه نتجه لاس ته راشي نويويا دوه ځلي دتيزرخوااوشا ته حرکت ورکو ترڅو زمونږ نسلي غوايي ښه اوپوره انزال شي بيا پريږده چي په تيزر باندي وخيژي نوتکنيشن يا مسؤل شخص دحيوان ښي لوري ته پداسي ډول ودريږي چي دتکنيشن اوږه غوايي ته تکيه اوښي پښه يي دچپي پښي څخه لږمخکي وي اوپه ښي لاس کي يي واژن نيولي اوپه چپ لاس باندي يي دقضيب پوښ په نيولوسره قضيب واژن ته رهنمايي کوي ترڅوپه په واژن کي ننوځي اواوزال صورت ونيسي بيرته غوايي خپل محل ته راوستل کيږي او تکنيشن فوراً دواژن په عمودي شکل نيولي اوهوا ورڅخه باسي اوکه چيري هواډيره سړه اويا نورډير شديد وي نودواژن پوښ څخه استفاده کوو اوسمدلاسه يي لابراتوارته وړوپه لابراتوارکي دحرارت درجه بايد د٢٣-٢٥ددرجي دسانتي ګريد په خواشا کي وي په لابراتوارکي طيوب دډايرکټرڅخه خلاصوواوپه واټربټ يعني ٣٧درجي دسانتي ګريد کي ږدواوقطره دپيپت تواسطه دتيوب څخه اخلواوپه سليډ باندي يي اچواوکور سليډ ورباندي ږدو اوترمايکرسکوب لاندي يي شکل ګورو .کله چي بياغوايي دسيمين اخستلولپاره اماده شي نوبيادمخکي په شان مصنوعي واژن اماده اودسپرم ګيري ځاي ته ځو اوبياګوروچي غوايي په کوم خالت کي ولاړدي چي بيادتيرپه شان عمل کووديادوني وړبولم چي دغوايي يوانزال په دري سانيوکي ترسره کيږي اوددوه انزالونوترمينځ وقفه د٢٠-٣٠دقيقوپوري وخت نيسي چي په لابراتوارکي هم دتيرانزال په شان عمل ترسره کوو چي مشخصات يي دراجسترپه کتاب کي په لاندي ډول ترتيب کوو نو کله چه د هر انزال سېمېن اخېستل کېږی نو په Cellکی دmicro pipit پوسيله 40 مايکرون سېمېن اچول کېږی او د انزال شوي سيمين تېوب سره د سېمېن د حجم په اندازه Dilutionچه رقېق شوی وی اچول کېږی(کوم Dilution چه د سېمېن د حجم په اندازه په منجمد کولو کی استعمالېږی د Bioxcell په نوم چه دا په۱۰۰سي سي بوتلونوکي بسته بندی شوی وی چه له ده سره ۴۰۰ سي سي مقطری اوبه ګډېږی او بېا استعمالېږی بی دوېلو دېاتی نشی ه چيري سيمين په مايع شکل استعماليږي نوورسته درقيق کولوڅخه په ١٠سي سي بوتلونوکي ډکيږي اوپه يخچالونوکي ذخيره کيږي چي بيايي هره ورځ تکنيشنانوته ورکوي ترڅودوي په ساحه کي تطبق کړي اوکه چيري دمنجمد کولو لپاره سپرم ګيري شوي وي نودهر انزال څخه ورسته په مخصوص تيوب کي چي د Cellپه نوم سره ياديږي دسيمين څخه ٤٠مايکرونه اچو و چي لده سره دسوديم کلورايد محلول څخه ٣٦٩٠مايکرونه ګډوواودانزال شوي تيوب سره دسيمين دحجم په اندازه رقيق شوي ډايلوشن په کرار کراره اچول کيږي (کوم ډايلوشن چي دسيمين په منجمد کولوکي استعماليږي دBioxcellپه نوم يديږي چي په ١٠٠سي سي بوتلونوکي بسته بندي شوي ويچي له ده سره ٤٠٠سي سي مقطري اوبه ګډيږي اوبيا استعماليږي ديادوني وړدي چه دا د فرانسی هېواد تولېد دی او ترکېب ېې نده ذکر شوی) او سريي بندېږی او په سر باندی د غواېې نمره،انزال او تارېخ لېکل کېږی او په داسی ېو قطی کی اېښودل چه په قطی کی د هر غواېې لپاره ځای په نښه شوېدی په هغه کی Cell اېښودل کېږي او مرکزی لابراتوار ته د منجمد کولو لپاره وړل کېږی چه دغه د سېمېن انتقال باېد په ۳۷Co کی تر سره شی مخکی تردی چه لابراتوار ته رسېږی نو باېد چه هلته ېو ساعت مخکی دلابراتوارټول وسا وسا ئل د تکنېشن پواسطه مکمل اماده شوی وی ټول ماشېنونه چالان وی حفظ الصحه مکمله په نظر کی نېول شوی وی چه کله لابراتوارته ورسېد لوتېوبونه په واټربت کې (چې دحرارت۳۷C)لرې اېښودل کېږې او ېوه قطره سيمين د مېکروسکوب لاندې ګورو دلته لازمه بولم چه دلابراتوارد لوېوما شېنونو اوبرخونومونه ذکرکړم 1. واتربت water bath 2. Spectrophotometerېادمحاسبې ماشېن MicroscopeScreen 3. Printer 4. Cabin چې په کابېن کې fillingاوsealing ماشېنونه carrier، rugاوداسۍ نورپکی شامل دی 5. دمنجمدکولو(frozen) ماشېن چی پدی ما شېن کی تنظېم کونکی، دما ېع ناېتروجن ټانکرچی له ما شېن سره په ارتبا ط کی دی اوتنظيم کوونکي. ٨. دسټراو د زخېری کا نتينراونورو موادولکه سټراوی(dilution)مقطری اوبه وروسته لدی هغه cell چه سېمېن َََََََڅخه هرمتر 40 اخېستل دې له دی سره د سودېم کلورېد محلول3610 مايکرون په داخل د Spectro photo meterکی ږدو او Start کوو ېې ماشېن له مونږ څخه د انزال مقدار (څوملی لېتره دی) او په ېو سټرا کی زمونږ د خوښی سپرمونو تعداد ؟؟؟؟؟؟؟؟ هر کله چه دامو ورکړه نو ماشېن مونږ ته د سپرم غلظت ، د سپرماتوزواو تعداد ، د وزونو تعداد په هر دوز کی د سپرماتوزواو تعداد او د داېلوشن مقدار راښی ، بی وېلو د پاتی نشی چی د سپرماتوزواو مورفولوژی او حرکت د ماېکروسکوب لاندی کتل کېږی چه دا ماېکروسکوب د screenسره وصل دی چه د کمری پواسطه هغه ته د سپرماتوزواو تصوېر انتقالوی چه کله مونږ ته د داېلوشن مقدار معلوم شو نو لکه څرنګه چه مخکی تری ېادونه وشوه رقېق کوونکی سره 400ml؟؟؟؟؟؟ او سېمېن سره په کراره ګډېږی او په ېو فلاسک کی اچول کېږی چه په همدی وقفه کی بل تکنېشن د Printerپه ماشېن کار کوی چه به خالی سټراو باندی د غواېې نمبر، نسل،تارېخ او د لابراتوار نوم لېکل کېږی چه په تصوېر کی به ښه ولېدل شی . لکه چه ستراوی پرنټ شوی او سېمېن هم رقېق شو نو سېمېن کابېن ته د انتقالوو او دسېمېن Babi flask کی ېو پېپ اېښودل کېږی چه په بل سر کی ستن ده او په سترا کی ننوځی او ېو بل پېپ چه د filling ماشېن څخه تېر شوېدې او د سترا څخه هوا باسی چه داهم د ېو ماشېن پواسطه کنترولېږی خالې ستراوی په Carrier کی چه د سلو دانو خالی ستراو ظرفېت لری اېښودل کېږی او سر ېې بندېږی چه بېا ماشېن ته وړاندی کېږی کله چه ماشېن ورباندی Start شی سر ېې ور باندی بندوو نو د Filling ماشېن په څنګ کی د Sealing ماشېن هم موجود دی چه عادی اصطلاح سره ټک ټوک اواز کوی او په سترګو لېدل کېږی چه هر ېو Straw چه ډکېږی بېا د Sealing برخی ته ځې او هلته د press کونکی برخه انتقالېږی او سرونه ېې بندېږی چه کله دا ۱۰۰ عدده ستراوی ډکی او Press شوی بېا د Carrier سر خلاصو او دا د لاس پواسطه دا سل عدده ستراوی ټولو او په Rug کی ږدو او د Cabin ېوی خواته ېې ږدو او بېا د Carrier کی خالی ستراوی منظم کوو او ماشېن ته ېې وړاندی کوو چه پدی ترتېب سره کله چه ټول سېمېن خلاص شو نو ۳-۴ ساعته پوری په همدی کابېن کی ږدو تر څو د حرارت ۴C ته ورسېږی کله چه دا پروسه خلاصه شوه نو اوس ېې د Freeze ماشېن ته انتقالو دFreeze ماشېن کې رګونهRugs په منظم ډول سره سر په سر ږدو او ماېع ناېتروجن ورباندی پرېږدو چه ماېع ناېتروجن ورباندی پرېږدو چه ماېع ناېتروجن د ېو منظم کوونکې پواسطه اداره کېږی لومړی باېد د Freeze ماشېن د حرارت درجه c4 کې د ېو لږ وخت لپاره توقف ورکړو ددی لپاره که چېری په کابېن کې 4c ته حرارت نه وې رسېدلې دلته چه ورسېږی بېا د کنترولر ماشېن c۱۴۰- ته حرارت ثبت کوو همدارنګه وخت هم کنترولر ېا تنظېم کوونکی ماشېن د Start کوو او د ۷ دقېقو په جرېان کې ددی حرارت c۱۴۰- ته رسېږی چه پدی پروسه کی ۲۵ليټره ماېع ناېتروجن مصرفېږې کله چی c۱۴۰- ته ورسېد کنترولر اواز ورکوی او بېا د ماېع ناېتروجن کانتېنر چه په هغو کی خالې ګابېنونو اېښودل شوی دی فوراً د فرېز ماشېن څخه د پېنس پواسطه اخلو او ګابېنونو ته ېې انتقالو چه ددی کانتېنر د حرارت درجه (-196c) دی.خو مخکی لدی چه ستراوی ذخېروی کانتېنر ته انتقالوو ېو ځل ېې بېا معاېنه کوو . په اخر کي مي د موضوع په هکله مصنوعي القاح امر څخه ځيني پوښتني وکړي چي ځوابونه يي لاندي ليکل شويدي.

لومړۍ پوښتنه : مخکي د منجمد سيمين د توليد څخه مود کوم ډول سيمين څخه استفاده کوله ?

ځواب : د مصنوعي القاح امر وويل چي ددي د توليد څخه مخکي يو يا دوه کاله د تازه سيمين څخه استفاده کوله او منجمد سيمين په غير قانوني توګه د پاکستان او ايران هيوادونو څخه راتلل چي ډيره ناوړه نتايج ئي پريښودل چي د هغه څخه مخکي د F.A.O د موسسي په مرسته د کاناډا او امريکا د هيوادونو څخه منجمد سيمين راتلل او تکنيشنانو ته ئي ورکول او هغوي تري استفاده کوله چي نسبتاً ښه نتيجه ئي درلودله . دوهمه پوښتنه : اوس چي تاسو سپرم منجمد کوي نسبت تازه سيمين ته څه ښيګڼي منځ ته راغلي دي ؟ ځواب : الف : د تازه سيمين څخه پدي کي ښه حفظ الصحه مراعت شويده ځکه چي يو شيت د يو حيوان لپاره استعماليږي او بيا نه استعماليږي که چيري په يو حيوان کي کومه ناروغي موجوده وي نو د هغه مخنيوي د منجمد سيمين پواسطه کيږي . ب : په يو ٠٫٢٥سي سي سټرا کي ٢٥ ميلونه سپرماتوزواوي شاملي دي که چيري يوه اندازه ئي تلف هم شي نو هغه مقدار چي دالقاح لپاره ضروري دي په کافي اندازي سره پاتي کيږي او همدارنګه بيدون لدي چي د سپرماتوزواؤ بوتل وښوريږي يا باالکل تخريب شي نو دا سمدلاسه د کانتينر څخه اوځي او بيا القاح کيږي او په تازه سيمين کي کيداي شي چي د مرکز څخه اطرافو ته د انتقال په وخت کي تلف شي ځکه چي ښوريږي . ج: د تازه سيمين څخه د استفادي په وخت کي د تکنيشن سره د غوايانو يو يا دوه نسله سيمين موجود وي ولي په منجمد سيمين کي د تکنيشن سره د هر نسل چي وغواړۍ موجود وي او مالدار کولاي شي چي د خپلي خوښي مطابق د هر نسل څخه د القاح لپاره استفاده وکړي کولاي شي . دريمه پوښتنه : د منجمد سيمين او تازه سيمين د القاح په نتايجو کي کوم توپير شته او که نه ؟ ځواب : هو د منجمدسيمين د القاح څخه مونږ ته ښه نتايج لاس ته راغلي ځکه چي د مايع نايتروجن د کانتينر څخه اوځي ا و سمدستي القاح کيږي . خو کتابونه ليکي چي په نتايجو کي هيڅ فرق نشته . څلورمه پوښتنه : تاسي د کومو حيواناتو څخه د سيمين ټولوني په منظور استفاده کوي ؟ ځواب : مونږ دلته دHolsten Friesen ، jarsy نسلونو څخه سپرم ټولوو چي د غوايانو نسلونه نومري وزنونه، عمرونه او تصويرونه ئي په لاندي ډول سره دي . هغه نسلي غوايان چي په کابل کي د مصنوعي القاح په لابراتوار کي د سيمين د منجمد کولو په منظور تري استفاده کيږي .

همدارنګه بيدون له پورتنيو نسلونو غوايانو څخه د فرانسوي نسلونو له جملي څخه د تارينتوس Tarentaise ، Abondance او Montbeliarde چي غټ نسلونه دي په جلال ابآد مزار شريف ، پروان ، کاپيسا ، کندز او لغمان کي تطبيق شويدي چي قيمت ئي ٧ امريکائي ډالره دي چي اوس تقريباً يو کلن بچي ئي زيږولي دي .

پنځمه پوښتنه : ايا دغه وسائل او مواد که د خارج څخه رانشي مونږ به په افغانستان کي دا پروسه پرمخ يوړلي شو او که نه ؟ ځواب : نه که چيري مواد په داخل کي توليد شي نو حتماً ولي نه .

شپږمه پوښتنه : ايا تاسي ويلاي شي چي دغه لابراتوار په کوم کال د چا په مرسته جوړ شويدي او څومره سټراوي مو توليد کړيدي ؟ ځواب : دا لابراتوار په کال ٢٠٠٥م د جون په مياشت کي د فرانسي د هيواد په مرسته په فعاليت باندي شروع وکړه چي مالي لګښت ئي دري سوه زره امريکائي ډالره شوي وه . چي تراوسه پوري د H.F او جرسي نسلونو څخه يولک او شل زره سټراوي توليد کړي چي په ٢٠٠٦م کال کي ٦٥ زره ، په ٢٠٠٧م کال کي ٢١زره او باقي نور ئي يوه اندازه په ٢٠٠٥م کال او باقي ئي په ٢٠٠٨م کال کي توليد شويدي چي اوس فعلاً په مرکزي لابراتوار کي ٣٠ زره سټراوي د زخير په شکل لرو چي ورځني توليد ددي لابراتوار نظر په تقاضا سره ٢٤٠٠ دوزه سټراوي دي او په اونۍ کي يو ځلي پروسس ترسره کوو . چي په هر پروسه کي ٢٥ ليتره مايع نايتروجن په مصرف رسيږي . اوومه پوښتنه : تاسي کومه ولايتونو ته سټراوي ليږۍ او کوم ولايت څخه مو ښه نتيجه لاس ته راوړي ؟ ځواب : مونږ د هيواد په داخل کي ١٣ ولايتونو ته سټراوي ويشو چي عبارت دي له: کابل ، ننګرهار ، لغمان ، کونړونه ، پروان ، کاپيسا ، بلخ ، غزني ، تخار ، ميدان وردګ ، لوګر ، ګرديز او کندز چي په ټولو ولايتونو کي ئي قناعت بخشه نتيجه ورکړي چي د نتايجو فيصدي ئي ٧٠ څخه پورته ده خو پدي ټولو کي ننګرهار په لومړۍ درجه کي حسابيږي او په کال کي ٢٠ زره دوزه سټراوي په مصرف رسوي . ځکه چي هلته اقليمي شرايط د غذائي رژيم شرائط او د مالدارانو علاقه زياته ده .

اتمه پوښتنه : تاسو سټراوي مرکز او ولاياتو ته څنګه انتقالوۍ ؟

ځواب : هغه سټيشنونه چي مرکزي لابراتوار ته نژدي دي هغوي د ساحوي کانتينرونو (Field container) پواسطه په اونۍ کي يو ځلي د مرکزي لابراتوار څخه انتقالوي . همدارنګه له دي ځاي څخه نايتروجن دستکشي سټراوي شيټونه او د راجستر کتابچي وړي او هغه چي لري دي لکه ولايات هغوي د نايتروجن د ذخيري لپاره مخصوص ٥٠ ليټره کانتينرونه لري چي په هغه کي نايتروجن او بل مخصوص کانتينر چي د سټراؤ د ذخيري لپاره لري د نورو موادو او وسايلو سره د ضرورت په وخت کي په هر لس يا شل ورځو کي يو ځلي وړي او له هغه ځاي څخه د نږدي ولسواليو او ولايتونو تکشينان راځي او خپل د ضرورت وړ مواد انتقالوي .

نهمه پوښتنه:که دا راته وواياست چي په يو سانتي متر مکعب سيمين کي څومره تعداد سپرماتوزواوي موجودي وي

ځواب: په اوسط ډول ١-١.٥ مليارده

لسمه پوښتنه:تاسو دي منجمد او تازه سيمين لپاره د کومورقيق کوونکو لپاره استفاده کوي او په څه ډول ئي اماده کوي

ځواب:د منجمد سيمين لپاره د فرانسي هيواد له خوا مونږ ته د Bioxcell په نامه تيار اماده شوي سل سي سي بوتلونه چي د هغه سره ٤٠٠ سي سي مقطري اوبه گډوو راځي چي ترکيب ئي ورباندي نه ده ليکلي. او د تازه سيمين لپاره د هگي زيړ او سوديم ستريت څخه استفاده کوو چي په لاندي ډول ئي اماده کوو.

يولسمه پوښتنه:تاسو ولي نورو ولايتونو ته سټراوي نه ورکوي آيا کومه ستونزه لري؟

ځواب:ستونزه خو دادي چي مونږي ددي ټول ولايتونو چي مونږ دى ټولو ولايتونو لپاره وسائل او تجهيزات لکه کانتيز ، موترسايکل اونور ضرورى مواد نلرو او نه ئي برابر ولى شو.مونږ يو پروپوزل (Proposal) که چير د هېواد په ټولو ولايتونو ته مونږ ستراوي او تجهيزات برابر کړو نو مالي لگښت يي ٩٫٠٠٠٫٠٠٠ امريکائي ډالرو ته رسيږي

دولسمه پوښتنه :دغه پرينټر په يوه دقيقه کې څومره تعداد سټراوي پرينټ کو ي؟

ځواب : په يوه دقيقه کې ١٥٠ عدده .

ديارلسمه پوښتنه:پدي لابراتوار کې څو تنه کارکو ي؟

ځواب:پدي لابراتوار کې په عمومي ډول څلور ماشينونه دي او هر ماشين يو تن ته ضرورت لري نو مو نږ هم څلورتنه کارکوي .

څوارلسمه پوښتنه:دلته په لابراتوارکې چې کومي ستراوي استعماليږي اوږد والي او قطرئي څومره دي ؟

ځواب :( ٥ )انچه اوږد والي او ٠.٢٥ سانتي متره قطرلري .

پنځلسمه پوښتنه:دلته په لابراتوار کې خو دمايع نايتروجن يو کانټينر ښکاري اياکله مو  مايع نايتروجن پروسس کړي ؟

ځواب :نه ، داماشين مکمل ندي ددي دپروسس لپاره نور ډير وسايل اوماشينونه ضرورت دي چې دمکمل پروسس لپاره ٢٥٠٫٠٠٠ امريکائي ډالر بوديجه غواړي .

شپاړسمه پوښتنه:مونږ په فارم کې وليدل چې يوه غوامو دامبريو دتطبيق لپاره ساتلي وه که پدي اړه معلومات راکړي؟ 
ځواب:مونږته د فرانسي هيواد څخه ٧ ورځنيEmbryo   راځي تر اوسه مو دري غواګانو ته تطبيق کړي خومتآسفانه چي غواګاني ناروغي وي او نتيجه يي ورنکړه.


وړانديزونه سمول

الف :ددولتي چارواکو بالخصوص دکرني اوماد اري وزارت ته ! ١.څرنګه چي دهيواد په ډيروولايتونوکي دمصنوع القاح فعال مرکزونه نشته بايد چي په عصري وسائلو اوموادو باندي سمبال اوفعال شي . ٢.مسلکي تکنيشنانوته وخت په وخت سيمينارونه دايرشي . ٣.دمصنوعي القاح په نووفعالوشو مرکزونو کي ديومحدود وخت لپاره په وړيا توګه خدمتونه و ړاندي کړي . ٤.دسپرم ټولوني په منظو ر دعالي اوښونسلونو راوړل دبهرنيوهيوادونوځکه چي اوس په فارم کي عالي نسلونه نشته . ٥.لابراتوارته نږدي مجهزفارم اوصحي کلينيک جوړول . ٦.دمايع نايتروجن دپر وسس لپاره زمينه مساعده کړي . ٧.بايد Breedingاصول په نظر کي ونيسي . ٨.بايد دهر مصنوعي القاح مرکزته يولابرتوار په وسائلو سمبال وي اماده کړاي شي.

تکنيشنانواومسلکي کارکونکوته وړانديزونه : سمول

١. بايد مالدارانوته وخت په وخت دتلويزون ،راټوګانو ،مجلسونو اومحفلونو دلار ي دمصنوعي القاح په اړه تبليغ وشي .

٢.ځيني تکنيشنان دمنجمد سيمين څخه داستفادي په وخت کي څرنګه چي لازمه ده ټول اصول اوحفظ الصحه نه مراعت کوي بايد ددي څخه مخنوي وکړي . ٣.دناروغيوپه موجوديت کي بايد القاح ونکړي . ٤.بايد په کال اوهره مياشت کي دالقاح شوو غواګانوشمير دبلاربو غواګان شمير اودبيرته راګرځيدلو غواګانوشمير دراجستر کتاب کي ورسول شي. مالدارانوته وړانديز: لکه څرنګه چي دمنجمد سيمين په وسيله دالقاح کولو خيګڼي نسبت طبعي القاح ته ډير ي زياتي دي نوبايد چي دمنجمد سيمين په واسطه غواګان القاح کړي .

ماخذونه (References) سمول

١.هاشمي مسعود تلقيح مصنوعي درګاو تهران سال نشر ندارد ٢.هاشمي مسعود و حسني سعيد فزيالوژي توليد مثل چاپ سوم ١٣٨٠ه