مصري عبادتځای (معبد)

مصري عبادتځايونه خدايانو ته د رسمي عبادت کولو او په لرغوني مصر او تر مصري واکمنۍ لاندې مذهبونو کې د فرعونانو په ياد کې جوړ شوي وو. عبادتځايونو ته د خدايانو يا پاچايانو د کورونو په سترګه کتل کېدل، چاته چې دوی خپل ځانونه وقف کړي وو. په دې عبادتځايونو کې مصريانو ګڼ عبادتونه تر سره کړي دي، د مصري دين مرکزي کارونه دا دي: خدايانو ته ډالۍ وړاندې کول، د مېلو له لارې د دوی افسانوي تعامل بيا فعالول او د ګډوډۍ د ځواکونو مخه نيول. خدای ته د دې عبادتونو تر سره کول اړين بلل کېدل، څو هغه د «مات» ساتنې ته دوم ورکړي، کوم چې د کايناتو اسماني نظم دی. خدای ته کور جوړول او پالل د فرعون مسئوليتونه وو، چا چې په همدې بنسټ د عبادتځای د جوړولو او پاللو لپاره غېر معمولي سرچينې وقف کړې وې. اړتيا ته په کتنې سره، فرعونانو خپلې ډېرې مذهبي دندې د مذهبي مشرانو ډلې ته لېږدولې، خو ډېر عام خلک په مراسمو کې له نېغ په نېغه ګډون څخه ايستل شوي وو او د يو عبادتځای ډېر سپېڅلي ځای ته د هغوی ننوتل منع و. په هرحال، د ټولو مصري طبقو لپاره عبادتځای يو مهم مذهبي ځای و، څوک به چې هلته د لمانځه، ډاليو وړاندې کولو او له هغه خدای څخه د غيبي لارښوونو د تر لاسه کولو لپاره ورتلل چې هلته به مېشت و.

تر ټولو مهم عبادتځای يې لمانځن ځای و، کوم به چې عموماً د عبادت لپاره يو انځور درلود چې د دې عبادتځای د خدای مجسمه به وه. د وخت په تېرېدو سره له لمانځن ځای څخه دباندې خونې سترې او زیاتې پراخه شوې، په همدې بنسټ له تاريخ مخکې پړاو په وروستيو کې (د څلورمې زريزې مخزېږديزې وروستي وختونه) د مصر کوچني زيارتونه په نوې پاچايۍ (۱۵۵۰-۱۰۱۰مخزېږديز شا او خوا کې) او له هغې وروسته وختونو کې په سترو ډبرينو ماڼيو بدل شول. دا ماڼۍ د لرغوني مصر د معمارۍ د هنر تر ټولو سترې او پايدلې بېلګې دي، په داسې حال کې چې د دې ماڼيو عناصر د مذهبي نښو نښانو د پېچلو طريقو سره سم برابر شوي او ښايسته شوي دي. د دې ماڼيو ځانګړی جوړښت د يو لړ بندو تالارونو، پرانيستو دربارونو او برجونو څخه جوړ دي، کوم چې له هغې لارې سره برابر جوړ شوي چې د مذهبي مراسمو (جشن يا مذهبي مراسمو) د ډله ييز تګ لپاره کارېدل. د عبادتځای په مقابل کې يو بهرنی ديوال و، له کوم څخه چې شا او خوا يو لړ فرعي ودانۍ چاپېرې وې.

يو ستر عبادتځای د پام وړ برخه ځمکه درلوده او زرګونه عام خلک ګومارل شوي و چې د عبادتځای اړتياوې پوره کړي. په همدې بنسټ عبادتځايونه مهم اقتصادي ځايونه او تر څنګ يې مذهبي مرکزونه وو. هغو پادريانو چې دا ځواکمنې ادارې يې اداره کولې د پام وړ اغېز درلود، سره له دې چې دوی د پاچا لپاره په څرګند ډول تابع وو، بيا هم شونې وه چې دوی د پاچا واکمنۍ ته سختې ننګونې پيدا کړې وای.

سره له دې چې دې ملت سقوط وکړ او په ۳۰ مخزېږديز کې يې د رومي سترواکۍ په وړاندې خپلواکي له لاسه ورکړه، بيا هم په مصر کې د عبادتځای ودانۍ دوام پيدا کړ. د مسیحيت په راتګ سره، دوديز مصري دين له زيات تعقيب سره مخ شو او له څلورمې څخه تر شپږمې پېړۍ پورې د عبادتځای لمانځنه مړه شوه. هغه ودانۍ چې دوی تر شا پرېښې وې د پېړيو لپاره له ويجاړۍ او بې غورۍ سره مخ شوې. د نولسمې پېړۍ په پيل کې، په اروپا کې د لرغوني مصر په اړه د لېوالتيا يوه څپه خپره شوه، د مصر پېژندنې اصول يې منځ ته راوړل او زيات شمېر ليدونکي يې د دې مدنيت پاتې شونو ته راکش کړل. اوسمهال لسګونه عبادتځايونه پاتې دي او ځينې يې د نړۍ په کچه د سيلانيانو د لېوالتيا مهم ځايونه ګرځېدلي، کوم چې له اوسني مصري اقتصاد سره د پام وړ مرسته کوي. مصر پېژندونکي د پاتې معبدونو او د ويجاړو شويو معبدونو پاتې شونو مطالعې ته د لرغوني مصري ټولنې په اړوند د معلوماتو د ارزښتمنې سرچينې په توګه دوام ورکوي.

فعاليتونه سمول

مذهبي سمول

د لرغونو مصري عبادتځايونو معنا د خدايانو د اوسېدو لپاره په ځمکه کې ځايونه وو. په حقيقت کې، هغه اصطلاح چې مصريانو د عبادتځايونو د ودانيو لپاره کاروله «حوت نير» وه، معنا يې د «د خدای ودانۍ (يا انګړ) و». په  عبادتځای کې الاهي شتون الاهي او انساني پولې يو له بل سره نښلولې او انسانانو سره يې مرسته وکړه چې د زهد له لارې له خدای سره خبرې وکړي. باور دا و چې دې عبادتونو د خدای ساتنه کوله او له هغه سره يې مرسته کوله چې په طبيعيت کې خپلې مناسبې دندې ته دوام ورکړي. په همدې بنسټ دا په مصري عقيده کې د «ماټ» د پالنې، د طبيعیت د بېلګه ييز ترتيب او انساني ټولنې مهمه برخه وه. د «ماټ» پالنه د مصري دين پوره موخه وه او همدا د عبادتځای موخه هم وه.[۱][۲][۳][۴][۵]

له دې امله چې فرعون ته خپله خدايي ځواک ورکړل شوی و، فرعون د يو سپېڅلي پاچا په توګه د خدايانو لپاره د مصر استازی او له «مات» څخه د هغوی تر ټولو مهم مرستندوی بلل کېدو. په همدې اساس، له نظري اړخه دا د هغه دنده وه چې د عبادتځای مراسم تر سره کړي. په داسې حال کې چې معلومه نه وه هغه څو ځلې په مراسمو کې ګډون کولو، په ټول مصر کې د عبادتځايونو شتون د هغه لپاره ناشوني ګرځولي و چې په ټولو حالاتو کې ګډون وکړي او ډېر ځله دا دندې راهبانو ته لېږدول کېدې. له دې  سره سره فرعون په خپل ټول قلمرو کې د عبادتځايونو د پالنې، تامین او پراختيا دنده درلوده.[۶][۷]

که څه هم فرعون خپل واکونه سپارل، خو د عبادتځای د مراسمو تر سره کول بیا هم يو رسمي مسئوليت و، کوم چې د لوړې درجې راهبانو پورې محدود و. په ډېرو مراسمو کې د عام ولس ګډون منع شوی و. د دې پر ځای په مصر کې ډېرې مذهبي چارې له دولتي عبادتځايونو جلا، په خصوصي او اجتماعي مزارونو کې تر سره کېدې. د انسان او اله د پولو تر منځ د لومړۍ اړيکې په توګه، عامو مصريانو عبادتځايونو ته زيات درناوی درلود.[۸]

هر عبادتځای يو اصلي خدای درلود، او ډېر نور يې نورو خدايانو ته وقف شوي وو. هر خدای داسې معبد نه درلود چې د هغه لپاره وقف شوی وي. ډيری شيطانان او په کور کې ساتل کېدونکي خدايان په بنسټيز ډول په جادويي يا خصوصي مذهبي فعاليت کې ښکېل وو، په داسې حال کې چې د عبادتځای په مراسمو کې يې ډېر کم يا بیخي حضور نه درلود. داسې خدايان هم و چې په کايناتو کې يې مهمې ونډې درلودې، خو د نامعلومو لاملونو پر بنسټ، دوی ته بيا هم د خپلو عبادتځايونو درلودلو له لارې درناوی نه و ورکړل شوی. د هغو خدايانو په منځ کې چې خپل ځانګړي معبدونه يې درلودل، د ډېريو يې د مصر په ځانګړو سیمو کې عبادت کېدو، په داسې حال کې چې ډېری خدايان چې په سيمه ييزه کچه يې اړيکې پیاوړې وې، په ټول ولس کې مهم و. ان هغه خدايان چې عبادت يې په ټول هېواد کې خپور و، له هغو ښارونو سره يې پياوړې اړیکې درلودې، چېرته به چې د هغوی مرکزي عبادتځای موجود و. د مصري تخليق په افسانو کې، لمړی عبادتځای د يو خدای لپاره د پناه ځای په توګه پيل شو – د کوم خدای چې د ښار سره سم مختلف و – کوم چې د ځمکې په هغه تپه ودرېد، له کومه ځايه چې د تخليق عمل پيل شو. له همدې کبله په مصر کې هر عبادتځای، له همدې اصلي عبادتځای او خپله د تخليق له ځای سره برابر کړای شوی و. د خدای د لومړي کور او د ښار د بنسټيز افسانوي مقام په توګه، عبادتځای ته د همدې سیمې د مرکز په سترګه کتل کېدل، له کومه ځايه چې د ښار سرپرست خدای په همدې ښار حکومت کړی و.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې سمول

  1. Assmann 2001, p. 4
  2. Shafer 1997، صص. 1–2.
  3. Dunand او Zivie-Coche 2004، صص. 89–91.
  4. Snape 1996، ص. 9.
  5. Spencer 1984، صص. 22, 43.
  6. Wilkinson 2000، صص. 8, 86.
  7. Shafer 1997، ص. 3.
  8. Dunand او Zivie-Coche 2004، صص. 103, 111–112.
  9. Assmann 2001، صص. 19–25.
  10. Reymond 1969، صص. 323–327.
  11. Teeter 2001، ص. 340.
  12. Wilkinson 2000، ص. 82.
  13. Meeks او Favard-Meeks 1996، صص. 126–128.