مشهور فیلسوف ديکارت

مشهور فیلسوف (دیکارت) وايي: "ژوند یوه تمثیلي ډرامه ده، مونږ یې د ظالم او مظلوم، غالب او مغلوب، پیاوړي او کمزوري قسط ولید، دا یې اولنی قسط وه، نو دوهم قسط یې، چې د عدالت قسط به وي، څه شو؟". د نوموړي دې پوښتنې ته مسلمانو علماوو داسې ځواب ورکړی: "دوهم قسط یې د قیامت په ورځ د حساب او کتاب ورځ ده، په دغه ورځ به د عادلې محکمې تلې دریږي، او یوازې الله ج به فیصله کوونکی وي، هر چا ته به د خپلو کرلو ریبلي ورکوي، او د بندګانو ترمینځ به په هغو قضایاوو کې فیصلې کوي چې په دنیا کې پرې هغوی دعوې دنګلې کولې.