مشاهده د لومړنیو سرچینو څخه په فعاله توګه د معلوماتو ترلاسه کولو ته ویل کېږي. مشاهده په ژوندیو موجوداتو کې د حواسو له لارې ترلاسه کېږي. په ساینس کې کېدای شي د درک او د ساینسي وسایلو په کارولو سره د ډېټا د ثبت له لارې ترلاسه شي. دا اصطلاح کېدای شيد ساینسي کړنو پرمهال راټول شوو هرډول معلوماتو ته هم اشاره وکړي. مشاهده کېدای شي کیفي وي، یعنې یوازې د شتون یا نه شتون ځانګرتیا په نظر کې ونیسي، یا کمي وي، په هغه حالت کې چې عددي ارزښت د شمېر یا اندازې په بنسټ له یوې مشاهده شوې پېښې سره تړاو ولري.

ساینس

سمول

ساینسي کړنلاره د فرضیې د ترتیب کولو او ازموینې لپاره د طبیعي پدیدې مشاهدو ته اړتیا لري چې لاندې پړاوونه په کې شامل دي: [۱][۲][۳]

  1. د طبیعي پدیدې په اړه پوښتنه وکړئ.
  2. یوه ښکارنده وګورئ.
  3. داسې فرضیه ترتیب کړئ چې په لنډمهاله توګه پوښتنې ته ځواب ورکړي.
  4. د فرضیې د منطقي او د مشاهدې وړهغو پایلو وړاندوینه وکړئ چې لا تر اوسه نه دي څېړل شوې.
  5. د فرضیې وړاندوینې د تجربې، مشاهدوي څېړنې، ساحوي مطالعې، یا تشبیه کولو په وسیله تر ازمېښت لاندې ونیسئ.
  6. په ازمېښت کې له راټولې شوې ډیټا څخه پایله را وباسئ، یا فرضیه بیاوګورئ یا نوې فرضیه ترتیب کړئ او دا بهیر له سره تکرار کړئ.
  7. د مشاهدې توصیفي کړنلاره او موندل شوې پایلې ولیکئ.
  8. داسې تجربه لرونکي ملګري ومومئ چې د څېړنې همدا شان تجربه ولرې او خپلې پایلې و ارزوئ.

مشاهدات د ساینسي کړنلارې په دویم او پنځم پړاو کې ونډه لوبوي، خو د بیاتکرار ته اړتیا دا اړینه ګڼي چې د بېلابېلو مشاهده کوونکو له خوا مشاهدات د پرتلنې وړ وي. د انسان حسي درک موضوعي او کیفي ګڼل کېږي چې ریکارډ یا پرتله کول یې ستونزمن دي. د سنجش کارول د دې لپاره رامنځ ته شول چې د ډول ډول خلکو له لوري په بېلابېلو وختونو او ځایونو کې د مشاهداتو ثبت او پرتله کولو ته لاره هواره کړي. سنجش له یوه معیار سره د مشاهده شوې پدیدې پرتله کولو ته ویل کېږي. دا معیار کېدای شي، یو اثر، بهیر، یا تعریف وي چې د ټولو مشاهده کوونکو له خوا نقل یا د هغوی تر منځ شریک وي. په سنجش کې، د معیارونو شمېر چې د مشاهدو سره مساوي وي، محاسبه کېږي. سنجش مشاهدې هغه شمېر ته را کموي چې د ثبت وړ وي او دوه مشاهدې چې پایله یې ورته شمېره وي، د بهیر په ارزونه کې مساوي ګڼل کېږي.

د انسان حواس محدود دي او په درک کې تېروتنه کوي، لکه د لید تېروتنه. ساینسي وسایل لکه د وزن ترازو، ساعتونه، تلیسکوبونه، مایکروسکوبونه، ترمامیترونه، کمرې او ټیپ ریکارډرونه د انسان د مشاهدې له وړتیاوو سره د مرستې لپاره او د هغو پېښو د ژباړې لپاره منځ ته راغلې دي چې د حواسو له خوا د لیدو وړ نه دي، لکه د تیزابي غلظت سنجش، ولټمتر (د برقي ولټ اندازه کوونکی)، سپیکترومیټر (د ناڅرګندې څپې اندازه کوونکی)، انفرادې کمرې اوسیلوسکوپ (نوسان سنج)، انترفیرومیټر (د نوري موج اندازه کوونکی)، ګیجر کاونټر (د رادیو اکتیف وړانګې اندازه کوونکی) او راډیو ریسیور.

په ساینسي برخو کې یوه ستونزه دا ده چې مشاهده کولی شي مشاهده کېدونکی بهیر تراغېز لاندې راولي چې د مشاهده کېدو په پرتله د بل ډول پایلې لامل شي. دې ته د مشاهده کوونکي اغېز وایي. د بېلګې په توګه: دا په عادي ډول شونې نه ده چې د موټرو ټایر کې د یو څه هوا له پرېښودو پرته د هوا فشار چیک کړو، چې په پایله کې فشار بدلون مومي، خو د ساینس په ډېری برخو کې کولای شو چې د غوره وسایلو په کارولو سره د مشاهدې اغېزې تر بې اثره کچې را ټیټې کړو.  

د فزیکي بهیر په توګه، د مشاهدې ټولې بڼې (انساني یا وسایل) پراخوالی له ځانه سره لري او په دې توګه له ترمودینامیک اړخه د نه را ګرځېدونکې بهیر په توګه، د بې نظمۍ او شک کچه لوړوي.  

ضد او نقیص قیاس (پارادوکس)

سمول

د ساینس په ځینو ځانګړو برخو کې د مشاهدې پایلې د هغو لاملونو پر بنسټ توپیر را منځ ته کوي چې، ورځني مشاهده د پام وړ ونه ګڼل شي. دا معمولا د "ضد او نقیص قیاس" په بنسټ تشرېح کېږي چې په هغه کې یوه پېښه د دوو بېلابېلو مشاهدو له اړخه توپیر لري  چې له "سلیم عقل" سره په تضاد کې واقع کېږي.

  • نسبیت: د نسبیت فزیک چې د رڼا وړانګو ته له نږدې چټکتیا سره ښکېل دی، داسې لیدل کېږي چې بېلابېل مشاهده کوونکي ممکن د یوه څیز د اوږدوالي، د وخت اندازې، کتلې او نورو ډېرو ځانګړتیاوو لپاره، یوه شي ته اړوند د مشاهده کوونکي د سرعت پر بنسټ، ډول ډول ارزښتونه مشاهده کړي. د بېلګې په توګه: د غبرګوني په پارادوکس کې، یو غبرګونی په سفر باندې د نور د وړانګو په سرعت ځي او په کور د پاتې شوې غبرګوني په پرتله کور ته ځوان را ګرځي. دا یو پرادوکس نه دی: وخت کله چې د یوه شي په اړه د خوځند(متحریک) چوکاټ په بنسټ اندازه شي، په کراره تېرېږي. په نسبیتي فزیک کې، یوه مشاهده باید تل د مشاهده کوونکي د حرکت د حالت په مشخص کولو سره تایید شي، چې دې ته د پریکړې چارچوکاټ وایي.
  • د کوانتوم میکانیک (تخنیکي شرحه): د کوانتوم په میکانیک کې چې د ډېرو کوچنیو شیانو ځانګرتیاوې تر پوښښ لاندې راولي، نه شې کېدای چې د سیستم له بدلون پرته یو سیستم مشاهده شي او مشاهده کوونکی هم باید د مشاهده کېدونکي سیستم یوه برخه و ګڼل شي. په بېل ډول، کوانتوم څیزونه د یوه داسې څپه ییز(موجې) سیستم له خوا وړاندې کېږي چې ډېری په انطباقي حالت کې وي یا هم د ډول ډول حالتونو په یوه مختلط حالت کې وي، خو کله چې د یوه شي د حقیقي موقعیت یا حالت د تشخیص لپاره مشاهده ترسره کېږي، تل هغه شی په منفرد حالت کې موندل کېږي، نه په مختلط حالت کې، نو د جلا شوي موج سیستم او بهرنۍ نړۍ ترمنځ هر ډول تعامل چې د دې څپې د سیستم د سقوط لامل کېږي، مشاهده یا سنجش ګڼل کېږي، که دا د عمدي مشاهدې د بهیر برخه وي یا نه. [۴]

سرچینۍ

سمول
  1. Mendez, Carl Cedrick L.; Heller, H. Craig; Berenbaum, May (2009). Life: The Science of Biology, 9th Ed. USA: Macmillan. pp. 13–14. ISBN 978-1429219624.
  2. Shipman, James; Wilson, Jerry D.; Todd, Aaron (2009). Introduction to Physical Science, 12th Ed. Cengage Learning. p. 4. ISBN 978-0538731874.
  3. Kosso, Peter (2011). A Summary of Scientific Method. Springer. p. 9. ISBN 978-9400716131.
  4. Shaw, Julia (Aug 12, 2016). "Not all memories happened: What experts wish you knew about false memories". Scientific American. Nature America, Inc. نه اخيستل شوی August 13, 2016.