مسیحیان / مسیحیت

مسیحیان یا مسیحیت له تاریخي پلوه «عیسوي نړۍ یعنې د نړۍ هغه برخې چې عیسویان په کې اوسي» ته ویل کېږي: مسیحي دولتونه، هغه هېوادونه چې زیاتره مسیحیان لري او هغه هېوادونه چې مسیحیت پکې واکمن دی، غالب دی یا له فرهنګي پلوه ورسره تړلی دی. [۱][۲][۳]

د رومي سترواکۍ په لومړیو کې له شام څخه اروپا او د آفریقا شمالی برخو ته د مسیحیت د خپرېدو له وخته، مسیحیت د یونان په ختیځ او د لاتین په لویدیځ کې له مخکې تقسیم شوی دی. په پایله کې هم د مسیحیت دین بېلابېلې بڼې له خپلو ځانګړو باورونو او اعمالو سره رامنځته شوې، چې په بېلابېلو سیمو لکه د روم ښار په شاوخوا مرکزونو (لویدیځ مسیحیت، چې ټولنه یې د غربي یا لاتین مسیحیت په نامه یادېږي) او د قسطنطنیې په شاوخوا مرکزونو (ختیځ مسیحیت، چې ټولنه یې د ختیځ مسیحیت په نامه یادېږي) کې راڅرګند شول. له ۱۱مې تر ۱۳مې زېږدیزې پړۍ پورې لاتیني مسیحیت د غربي نړۍ مرکزي رول ته ارتقا ورکړه. د مسیحیت نړۍ اړوند تاریخ شاوخوا ۱۷۰۰ کاله په بر کې نیسي او بېلابېل سیاسي ـ ټولنیز بدلونونه او دغه راز د هنر، معمارۍ، ادبیاتو، علم، فلسفې او تکنالوژۍ په برخه کې بېلابېلو بدلونونه او پرمختګونه پکې شامل دي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

دا اصطلاح معمولاً منځنیو پېړیو او لومړنیو معاصرو دورو ته ویل کېږي، چې د هغو په لړ کې مسیحي نړۍ د یو ژئوپولیتیکي ځواک استازې وه، چې هم له بت پرسته نړۍ او هم له مسلمانې نړۍ سره په څنګ کې وه.

ټرمینولوژي یا اصطلاحات سمول

داسې ښکاري، چې د مسیحیانو یا مسیحیت اړوند انګلوساکسون اصطلاح په نهمه پېړۍ کې د سویلي انګلستان په یوه ځای کې د یوه کاتب یا لیکوال په وسیله رامنځته شوې، قوي احتمال دا ده، چې د لوی آلفرد ویسکېس په دربار کې رامنځته شوې ده. دا کاتب په ۴۱۶ ز کال کې «د مشرکینو ضد تاریخ» په نامه د پائولوس اوروسیوس د کتاب په ژباړه بوخت و، چې په عیسي مسیح (ع) باندې متمرکزه نړیوال فرهنګ اړوند مفهوم د بیانولو لپاره یې یوې اصطلاح ته اړتیا درلوده. دې مفهوم هغه معنی درلوده، چې اوسمهال مسیحیت یې بیانوي (لکه څنګه چې تر اوسه هم د هالندي مسیحیت یا عیسویت یوه منل شوې اصطلاح ده، لکه د آلماني مسیحیت په څېر یعنې داسې ځای چې تر ډېره خپله دین بیانوي). د مسیحیت نړۍ یا Christendom کلمې اوسنۍ معنی «هغه سیمې چې مسیحیت یې غالب او بریالی دین دی» ده، چې د منځنۍ انګلیسي په وروستیو کې یعنې شاوخوا ۱۴۰۰ ز کال کې راڅرګنده شوه. [۱۰][۱۱][۱۲]

د کاناډایي الهیاتو یا دیني علومو پروفیسور ډاګلاس جان هال (۱۹۹۷) ز کال داسې وویل چې، «مسیحیت ... د کلمې په ریښتینې معنی سره د مسیحي دین د حاکمیت او واکمنۍ په معنا ده». توماس جان کوري د لاس انجلس رومي کاتولیکي مذهبي مشر یا اشقف (۲۰۰۱) ز کال کې د مسیحیت نړۍ داسې تعریف کړه: هغه سیسټم چې څلورمې پېړۍ پورې اړوند ده او دولتونو د هغه وسیله د مسیحیت په ملاتړ کولو سره خپور کړ». کوري داسې وایي، چې د مسیحیت پایله له دې امله رامنځته شوه، چې معاصره دولتونو د مسیحیت د لارښوونو، آدابو، دودونو، رواجونو، اخلاقو او عملکردونو له ملاتړ څخه ډډه وکړه. دغه راز د بریټانیوي کلیسا ستر تاریخ لیکونکي ډیرماید مککولېچ په (۲۰۱۰) ز کال کې د مسیحیت نړۍ «د مسیحیت او سیکولاري ځواک تر منځ د اتحاد او یووالي په معنا سره» بیان کړ. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

عیسویت په اصل کې د منځنیو پیړیو اړوند مفهوم یا باور و، چې د لویدیځ روم اړوند سترواکۍ له سقوط وروسته او په تدریجي توګه د پاپ دورې له پیلېدو راهیسې تر ډېره په عملي توګه د مذهبي ـ لنډمهاله باورونو یا مفاهیمو په برخه کې د شارلماني پادشاهۍ په لړ کې او تر هغې وروسته یې تکامل او وده کړې ده. دا مفهوم یا باور په خپله د دې لامل کېږي، ترڅو د کلکو او سرسختو مومنانو په ذهنونو کې د یوې لرغونې مذهبي الګو په توګه په سپڅلې مذهبي فضا بدله شي، چې هلته عیسویان پکې اوسېږي، په دې باور چې هغه ځای د خدای او آسماني پلار په وسیله سپېڅلی او د تقدس وړ ګرځېدلی، چې د مسیح یا عیسي (ع) په وسیله د کلیسا له لارې اداره کېږي او دغه راز د عیسي مسیح (ع) د مبارک جسم په وسیله ساتل کېږي. د حیرانتیا خبره نه ده، چې دې باور لکه څنګه چې ټوله اروپا او بیا د مسیحیت اړوند مخ پر ودې او پراخېدونکې سیمې نیولي، په همدې توګه یې د مسیحیت د عظمت او بزرګۍ اړوند مینه ناکې ریښې یې په نړۍ کې تقویه او پیاوړې کړې. [۱۸]

د دې کلمې مروج شوې او عامه معنی موجوده ده، چې تر ډېره د غربي نړۍ، پېژندل شوې نړۍ، یا خپلواکې نړۍ اړوندو اصطلاحاتو ته ورته ده. د «اروپا» او «غربي نړۍ» مفهوم د «مسیحیان یا مسیحي نړۍ» له مفهوم سره نېږدې او نه جلا کېدونکې اړیکې لري. زیاتره خلک حتی مسیحیت داسې یوه اساسي او بنسټیزه حلقه بولي، چې د اروپا واحد او یوپارچه هویت یې جوړ کړی دی. [۱۸]

تاریخ سمول

د مسیحي نړۍ ظهور یا پیل   سمول

لومړنی یا ابتدايي مسیحیت په یوناني/رومي نړۍ کې او تر هغه ورهاخوا د لومړۍ پېړۍ د یوې یهودي فرقې په توګه خپور او وده یې وکړه، چې تاریخ لیکونکي یې د یهودي مسیحیت په نامه یادوي. د مسیحیت دا دوره په دوه جلا پړاوونو وېشلای شو: د رسولانو دوره، یعنې کله چې لومړني پیامبران یا رسولان ژوندي و او کلیسا یې ترتیب او تنظیمولې او دویم هم له رسالت او پیغمبرۍ وروسته دوه، یعنې کله چې د مذهبي مشرانو یا اشقفانو یو لومړنی او ابتدایي جوړښت او تشکیل جوړ شو، چې د هغه له امله مذهبي مشران یا اشقفیان د نورو اشقفیانو یا (څارونکو) په وسیله اداره کېدل.[۱۹]

له رسالت یا پیغمبرۍ وروسته دوره، د روسولانو له مړینې وروسته دورې پورې اړوند ده، چې بیا اشقفیان یا عیسوي ملایان د مسیحي ټولنو د څارونکو په توګه ښارونو کې څرګند شول. د مسیحیت له کلمو (په یوناني کې Χριστιανισμός)  او کاتولیک یوناني کې καθολικός) کار اخیستل او کارول ټول د دویمې پېړۍ دورې پورې اړوند دي، چې د انطاکیې ایګناتیوس یعنې ۱۰۷ ز کال پورې منسوب بلل کېږي. لومړنۍ مسیحي نړۍ د مسیحیانو اړوند سترواکۍ د ځورولو او آزارولو په پای کې په ۳۱۳ ز کال کې د لوی کنستانتتین له عروج او پورته کېدو او د میلان اړوند فرمان څخه وروسته او دغه راز په ۳۲۵ ز کال کې د نیکیه له لومړۍ شورا څخه وروسته به وتړل شي.[۲۰]

د مالکم موګریج (۱۹۸۰ ز) په وینا، عیسی مسیح (ع) مسیحیت رامنځته کړ؛ خو کنستانتین بیا د مسیحیت نړۍ جوړه کړه. د الهیاتي برخې کانادایي پروفیسور داګلاس جان هال «د مسیحي نړۍ رامنځته کېدو تاریخ» څلورمې پېړۍ پورې اړوند بولي او کنستانتین په دې برخه کې اصلي رول لوبوي (تر دې چې مسیحیت له «کنستانتینیسم» سره ورته بولي) او لومړی تئودوسیوس (د ۳۸۰ ز کال د تسالونیکي فرمان) او دغه راز لومړی ژوستینیانوس او داې نور پکې فرعي رول لوبوي. [۲۱][۲۲]

د لرغونې پېړۍ اواخر او د منځنۍ پېړۍ اوایل سمول

مسیحیت د منځنیو پېړیو او دغه راز د مسیحي نړۍ اړوند رنسانس څخه د یو سیاست په توګه یادونه کړې ده. په اصل کې د مسیحي نړۍ لومړی لیدلوری د یو دیني مسیحي حکومت لیدلوری و، داسې حکومت چې د مسیحي باور او عقیدې اړوند ارزښتونو پر بنسټ جوړ شوی وي او د هغو ملاتړ او ساتنه کوي، چې بېلابېلې برخې او بنسټونه یې څو څو ځله له مسیحي لیدلورو او بارونو سره خپرېږي. په دې دوره کې د مسیحیت مذهبي مشران له سیاسي اقتدار څخه برخمن و، د سیاسي رهبرانو او عیسوي روحانیونو تر منځ ځانګړې او متفاوته اړیکې وې؛ خو له عقیدوي او تیوریکي پلوه، ملي او سیاسي وېش به یې په ځینو مواردو کې د کلیسا په مشرۍ د یو بنسټ په توګه راتلل. د اروپا په تاریخ کې د کلیسا او دولت تر منځ دا ډول اړیکې د کلیسا د بېلابېلو مشرانو او رهبرانو او دغه راز سیاسي رهبرانو په وسیله ومنل شول.[۲۳]

د روم سترواکۍ لپاره کلیسا په تدریجي ډول په یوه ټاکوونکي بنسټ بدله شوه. سترواک کنستانتین په ۳۱۳ ز کال کې د میلان اړوند فرمان صادر کړ، چې په دې فرمان کې د مسیحیت یا عیسوي مذهب په وړاندې د زغم او حوصلې اعلان وشو، هغه په ۳۲۵ ز کال کې د نیکایا لومړنۍ شورا راوبلله، چې د نیکین اړوند باور او عقیده «یوه سپېڅلې کاتولیکي او رسولي کلیسا» او باور پکې شامل و. بیا سترواک لومړي تئودوسیوس په ۳۸۰ ز کال کې د تسالونیکي په فرمان سره د نیکین اړوند مسیحیت د روم سترواکۍ په دولتي کلیسا بدله کړه.[۲۴][۲۵]

لکه څنګه چې د لویدیځ روم اړوند سترواکي په بېلابېلو سلطنتونو او فئوډالي حکومتونو بدله شوه؛ په دې توګه د مسیحیت مفهوم هم بدل شو؛ ځکه د لویدیځ کلیسا د پنټارکي پنځو لویو سرلارو څخه په یوه بدله شوه او د ختیځ سترواکۍ اړوند مسیحیانو پراختیا وموندله او ډېره وده یې وکړه. د بیزانس سترواکي د مسیحي نړۍ اړوند وروستی سنګر و. دغه راز د فرانکیانو په ظهور او څرګندېدو سره به د مسیحیت نړۍ بدلون ومومي. فرانکیان یوه جرمني قبیله ده، چې مسیحي باور او عقیده یې منلې او له روم سره یې نېږدې اړیکې جوړې کړې. [۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې سمول

  1. See Merriam-Webster.com : dictionary, "Christendom"
  2. Marty, Martin (2008). The Christian World: A Global History. Random House Publishing Group. د کتاب پاڼې 42. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58836-684-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hall, Douglas John (2002). The End of Christendom and the Future of Christianity. Eugene, Oregon: Wipf and Stock Publishers. د کتاب پاڼې ix. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781579109844. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۸. "Christendom" [...] means literally the dominion or sovereignty of the Christian religion. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Chazan, Robert (2006). The Jews of Medieval Western Christendom: 1000-1500. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې xi. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521616645. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Encarta-encyclopedie Winkler Prins (1993–2002) s.v. "christendom. §1.3 Scheidingen". Microsoft Corporation/Het Spectrum.
  6. Chazan, p. 5.
  7. Dawson, Christopher; Olsen, Glenn (1961). Crisis in Western Education (الطبعة reprint). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8132-1683-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. E. McGrath, Alister (2006). Christianity: An Introduction. John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 336. د کتاب نړيواله کره شمېره 1405108991. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Review of How the Catholic Church Built Western Civilization by Thomas Woods, Jr". National Review Book Service. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اگسټ ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. MacCulloch, Diarmaid (2010). A History of Christianity: The First Three Thousand Years. London: Penguin Publishing Group. د کتاب پاڼې 572. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781101189993. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Translate christendom from Dutch to English". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "CHRISTENTUM - Translation in English - bab.la". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Christendom | Origin and meaning of christendom by Online Etymology Dictionary". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hall, Douglas John (2002). The End of Christendom and the Future of Christianity. Eugene, Oregon: Wipf and Stock Publishers. د کتاب پاڼې ix. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781579109844. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۸. "Christendom" [...] means literally the dominion or sovereignty of the Christian religion. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. MacCulloch (2010), p. 1024–1030.
  16. Curry, Thomas John (2001). Farewell to Christendom: The Future of Church and State in America. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780190287061. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Hall, Douglas John (2002). The End of Christendom and the Future of Christianity. Eugene, Oregon: Wipf and Stock Publishers. د کتاب پاڼې ix. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781579109844. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۸. "Christendom" [...] means literally the dominion or sovereignty of the Christian religion. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Dawson, Christopher; Glenn Olsen (1961). Crisis in Western Education (الطبعة reprint). د کتاب پاڼې 108. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780813216836. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. کينډۍ:Bibleref; کينډۍ:Bibleref; کينډۍ:Bibleref; کينډۍ:Bibleref; کينډۍ:Bibleref; کينډۍ:Bibleref; کينډۍ:Bibleref; Tacitus, Annales xv 44; Josephus Antiquities xviii 3; Mortimer Chambers, The Western Experience Volume II chapter 5; The Oxford Dictionary of the Jewish Religion page 158کينډۍ:Failed verification.
  20. Walter Bauer, Greek-English Lexicon; Ignatius of Antioch Letter to the Magnesians 10, Letter to the Romans (Roberts-Donaldson tr., Lightfoot tr., Greek text). However, an edition presented on some websites, one that otherwise corresponds exactly with the Roberts-Donaldson translation, renders this passage to the interpolated inauthentic longer recension of Ignatius's letters, which does not contain the word "Christianity."
  21. Robert Peel (په 18 February 1981 باندې). Impish defense of Christianity; The End of Christendom, by Malcolm Muggeridge. The Christian Science Monitor.
  22. Hall (2002), p. 1–9.
  23. کينډۍ:Cite EB1911
  24. Boyd, William Kenneth (1905). The ecclesiastical edicts of the Theodosian code, Columbia University Press.
  25. The church in the Roman empire before A.D. 170, Part 170 By Sir William Mitchell Ramsay
  26. Challand, Gérard (1994). The Art of War in World History: From Antiquity to the Nuclear Age. University of California Press. د کتاب پاڼې 25. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-07964-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Peter Brown; Peter Robert Lamont Brown (2003). The Rise of Western Christendom: Triumph and Diversity 200-1000 AD. Wiley. د کتاب پاڼې 443. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-631-22138-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Willis Mason West (1904). The ancient world from the earliest times to 800 A.D. ... Allyn and Bacon. د کتاب پاڼې 551. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)