مستعلیه
مستعلیه د شیعه فرقې د دویمې لویې ډلې اسماعیلیه څانگه ده چې دا ډله بیا خپله دوه نورې څانگې لري. یوه یې نزاریه چې دوه پر درې برخې اسماعیلیان تشکیلوي، دویمه ډله یې مستعلیه ده.
مستعلیه آئمه امامانو اصلي ترتیب په دې توگه دی:۔ د اسماعیلی له ۱۹ امامانو وروسته درې مستعلیه امامان دي:
لومړني امامان
سمول- علی بن ابی طالب
- حسن بن علی
- حسین بن علی
- زین العابدین
- محمد باقر
- جعفر صادق
- اسماعیل بن جعفر له دې امام څخه د اسماعیلیانو پیل کېږي.
- محمد بن اسماعیل سبعیه یا اووه امامي اسماعیلي، چې دا خپل وروستی امام گڼي، ددې امام په غیبوالي گروهمن دي.
- وفي احمد لومړی داعي (د اسماعیلي فرقې کې د داعي لړۍ پیل له دې ځای څخه شوی.)
- تقي محمد دوسرے داعی
- حسین زکی تیسرے داعی
- محمد المهدی څلورم داعي او لومړی فاطمي خلیفه چې ځان یې په ښکاره توگه امام اعلان کړو.
- محمد قائم بامرالله
- اسماعیل منصور
- المعزلدین الله
- ابومنصور نزار العزیز بالله
- حاکم بامرالله شپږم فاطمي خلیفه چې په 1021ھ چې ناڅاپی ورک شو، د دروزیه په گروهه چې همدا زمونږ مهدي موعود (غایب امام) دی
- علی ظاهر
- معاذ مستنصربالله
مستعلیه امامان
سمول- د معاذ مستنصربالله ځایناستي کېنولو کې اختلاف له وجې له دې ځایه اسماعیلیه دوه ډلې شوې، یوه د نزار بن معاذ خپل امام گڼلو او دویمې یې احمد مستعلی چې د فاطمي ډلې راتلونکی خلیفه و، خپل امام گڼلو. نو له همدې وجې دا ډلې په نزاریه او مستعلیه وبللې شوی.
له دې ځایه د مستعلیه ډله راښکاره کېږي، چې ځانته د دعوت قدیم والا وایي. 20۔احمد مستعلی 21۔امیر بن مستعلی 22۔طیب ابوالقاسم طیب ابوالقاسم څخه وروسته د مستعلیه دوه ډلو باندې ووېشل شوی:
- مستعلیه طیبیه هغه دي چې طیب ابوالقاسم خپل وروستی امام گڼي، او د هغه د غیبوالي قائله دي. ددې غایب امام مرستیالان (نایبین) داعي مطلق په نامه یادېږي. د داعي مطلق ډلې ته بوهره ډله هم ویل کېږي چې په هند کې ستره مذهبي ډله ده.
نن سبا ټول مستعلیه، مستعلیه طیبیه یا بوهره دي. دا ډله په یمن او هند کې اوسېږي. د ټولو بوهره ډلې 26 داعي مطلق مشترک امامان دي چې دا ۲۶ امامان ټول په گډه سره مني. د وخت په تېرېدو سره په دوي کې هم د داعي مطلق په اړه اختلاف راغی، نو په یمن کې سلیمانی بوهره وگڼل شوه، او په هند کې داؤدي بوهره گڼل کېږي. او څوک چې سني شوي دي هغوي بیا د صغیري بوهره په نامه یادېږي.
د داؤدي بوهره داعي مطلق
سمولداؤدي بهره یوه کوشنۍ ډله علوی بوهره له 1980 ء راهیسې ضیاء الدین صاحب د 44م مطلق دعي په توگه گجرات کې سرمشري کوي. داؤدي بوهره 29م دعي مطلق په ټاکلو کې د علی بن ابراهیم په اختلاف سره دا ډله د علوي بوهره په نامه وبلل شوه. علوی بوهره کی ویب سایټ