مریم سلېمانخېل
مریم سلېمانخېل د افغانستان د اسلامي جمهوریت د چارو د ادارې د نړیوالو اړیکو مشره (رئیسه) ده.
لومړنی ژوند:
سمولمریم "سلېمانخېل" د حمیدالله سلېمانخېل لور او د نورمحمد سلېمانخېل لمسۍ ده، اصلي ټاټوبی یې لوگر دی او نیکونه يې له پکتیا څخه راغلي دي؛ هغه د امریکا په لاس انجلس کې زيږېدلې ده.
زده کړې:
سمولمریم خپلې منځنۍ زده کړې په کالیفرنیا کې د اگورا (Agora High School ) په ښونځي کې کړې. او په ۲۰۱۰ میلادي کال کې له پاریس ( Paris College) څخه د عامه اړیکو په برخه کې فارغه شوې ده. هغې دغه راز له CSLA پوهنتون څخه په ۲۰۱۳ کې د ارواپوهنې په برخه کې ډيپلومه هم تر لاسه کړې.
دندې:
سمولمریم سلېمانخېل په امریکا کې د خپل لومړني مالي گروپ The Fist Financing Group، د بنسټ اېښودو تجربه کړې. دغه راز په امریکا کې د افغانانو ایتلاف په نوم گوند مرستیاله وه. مریم سلېمانخېل د افغانستان د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماند او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په کمپاین کې د رسنیو سلاکاره وه.