مریخ ته انساني ماموریت

مریخ ته د انسانانو د لېږلو نظریه د ۱۹۴۰مې لسیزې له وروستیو راهیسې د مریخ د پراخې پلټنې د یوې برخې په توګه د فضایي انجنیرۍ او ساینسي څېړنو موضوع ده. ځینو د مریخ د سپوږمیو فوبوس او ډیموس سپړنې ته هم پام کړی دی. په اوږدمهالو وړاندیزونو کې مریخ ته د استوګنې لپاره انسانان لېږل او د مریخ سیارې استوګنیز کول شامل دي. ناسا ادارې، روسیې هېواد، بوینګ شرکت، سپېس‌اېکس شرکت او د مریخ الهام بنسټ مریخ ته د انساني ماموریتونو د لېږلو وړاندیزونه کړي دي. تر ۲۰۲۲ کال پورې په مریخ کې یوازې روباټيکې فضايي بېړۍ او مریخ څېړونکي وسایل موجود دي. تر دې مهاله انسانانو له ځمکې څخه بهر تر ټولو لرې سفرونه سپوږمۍ ته کړي دي.[۱]

د ماموریتونو لپاره داسې فرضي وړاندیزونه چې انساني څېړونکي هم په کې شامل وي، د ۱۹۵۰مې لسیزې په لومړیو کې پیل شول. د دغو پلان شویو ماموریتونو عملي کېدل معمولاً د مسودې یا لومړۍ طرحې تر جوړولو وروسته له ۱۰ تر ۳۰ کلونو پورې وخت نیسي. مریخ ته د باخدمې ماموریتونو د پلانونو لېست د بېلابېلو هغو ماموریتونو وړاندیزونه څرګندوي چې د فضايي څېړنو په برخه کې د ګڼو ادارو او فضايي مرکزونو له‌خوا وړاندې شوي دي. د دغو خدمه لرونکو ماموریتونو پلانونه له هغو ساینسي سفرونو سره توپیر لري چې په کې (د دوو او اتو ستور مزلو تر منځ) یوه کوچنۍ ډله د څو اونیو یا ډېرې مودې لپاره مریخ ته سفر کوي. تر ۲۰۲۰ کال وړاندې د لمسي ټکنالوژیو په مرسته د مریخ د مجازي کتنو وړاندیز هم شوی و.[۲][۳]

د مریخ روباټیک اکتشاف له څو لسیزو راهیسې د ملي فضايي پروګرامونو موخه ده چې دا موخه په لومړي ځل په ۱۹۶۵ کال کې د «مارینر ۴» فضايي بېړۍ په مرسته سره ترلاسه شوه. مریخ ته انساني ماموریتونه له ۱۸۸۰یمې لسیزې راهیسې د ساینس فېکشن یا علمي تخیلي داستانونو برخه ده. د فېکشن په لا پراخه کچه کې مریخ سیاره په پرله‌پسې ډول په کتابونو، ګرافیک ناولونو او فلمونو کې د اکتشاف او هلته د ځای پر ځای کېدو‎ موخه ګرځېدلې ده. په فېکشن داستانونو کې د «مریخوالو» مفهوم د هغه شي په معنا کارول کېږي چې په مریخ کې ژوند کوي. د انډي ویر د ۲۰۱۱ کال ناول «مریخوال» (The Martian) چې په ۲۰۱۵ کال کې یې له مخې فلم هم جوړ شو، د دغه مفهوم په اړه یو بریالی ساینس فېکشن و.

مریخ ته سفر سمول

د سیارې د مدارونو تر منځ د لېږد لپاره اړینه انرژي یا یا ډېلټا-وي د مداري تناوب له لارې په ټاکل شويو زماني واټنونو کې تر ټولو ټیټه ده. له ځمکې څخه مریخ ته په سفرونو کې دغه تناوب یا دوره هرې ۲۶ میاشتې (۲ کاله او ۲ میاشتې) دي، له همدې امله ماموریتونه عموماً له دغو تناوبونو یا دورو سره هم‌مهاله پلان کېږي. دا چې د مریخ مدار له مرکز څخه وځي، له دې امله په کابو ۱۵ کلن دوران کې د ټیټې انرژۍ په تناوبونو کې اړینه انرژي بدلون کوي چې تر ټولو اسانه دوره یوازې د حد اکثر نیمایي انرژۍ ته اړتیا لري. په شلمه پېړۍ کې د توغولو په دورو کې په ۱۹۶۹ او ۱۹۷۱ کلونو کې او بیا په ۱۹۸۶ او ۱۹۸۸ کلونو کې یو بل ټیټ مقدار موجود و چې بیاځلي دا دوره تکرار شوه. د ټیټې انرژۍ راتلونکی تناوب په ۲۰۳۳ کال کې پېښېږي.[۴][۵][۶]

پر مریخ ناسته سمول

یو شمر بې انسانه فضایي بېړۍ د مریخ پر سطحه ښکته شوې دي چې د «سکاپارلي اي.ډي.اېم» په څېر ځینې یې د ښکته کېدو پر مهال د ستونزمنې ناستې له امله ناکامې شوې هم دي. «بېګل ۲» په ۲۰۰۳ کې ناکامه شوه. بریالۍ فضايي بېړۍ دا دي:

  • مریخ ۳ – ۱۹۷۱
  • وایکېنګ ۱ او وایکېنګ ۲ - ۱۹۷۶
  • مارس پات‌فاینډر او سوجورنر پلټونکی یې - ۱۹۹۷
  • سپېرېټ او اپرچونیټي پلټونکي – ۲۰۰۴
  • فینېکس – ۲۰۰۸
  • کیوریاسیټي پلټونکی – ۲۰۱۲
  • انسایټ بېړۍ – ۲۰۱۸
  • ټیان‌ون-۱ بېړۍ او ژورونګ پلټونکی - ۲۰۲۱
  • پیرسېورېنس پلټونکی او اېنجېنیوټي هلیکوپټر – ۲۰۲۱

د ماموریت وړاندیزونه سمول

په تېرو ۷ لسیزو کې مریخ ته د انسان د فضايي الوتنو لپاره د ماموریت بېلابېلې طرحې وړاندیز شوې یا څېړل شوې دي. په دې کې کیمیاوي، اتومي او برېښنایي خوځنده قوې او هلته د ښکته کېدو، ژوند کولو او بېرته راستنېدو بېلابېلې مېتودولوژۍ شاملې دي.

ځینې هېوادونه او ادارې مریخ ته د انسانانو د استولو اوږد مهالې موخې لري.

  • متحد ایالتونه اوس مهال څو روباټیک ماموریتونه لري چې د مریخ سپړنه کوي، له مریخ څخه د بېلګو په بېرته راستنېدو سره به د راتلونکي لپاره پلان جوړېږي. د ګڼ‌موخیزې باخدمه نقلیه وسیلې «اوریون» موخه دا ده چې د توغوونکې او خدمه سپارونکې وسیلې په توګه کار وکړي چې تر څنګ به یې «ډیپ سپېس هبیتات» هم وي او د ۱۶ میاشتني سفر لپاره به د اوسېدو فضايي اضافي ځای برابروي. د مریخ د لومړنۍ خدمې په ماموریت کې چې د ۲۰۳۰مې لسیزې لپاره وړاندیز شوی دی، مریخ ته د ستورمزلو لېږل، د مریخ په مدار کې ګرځېدل او ځمکې ته بېرته ستنېدل شامل دي. مریخ ته د متحدو ایالتونو د حکومتي ماموریتونو لپاره ټکنالوژي د جوړېدو او پراخېدو په حال کې ده، خو داسې مناسبه تمویل شوې کړنلاره نه‌شته چې د ۲۰۳۰مې لسیزې تر نیمایي پورې پر مریخ د انسان ښکته کېدو ټاکل شوې موخه عملي کړي. ناسا د ولسمشر تر امر لاندې تر ۲۰۳۳ کال پورې مریخ ته انسانان بیايي او د ناسا له‌خوا تمویل شوي انجینران د مریخ له خاورې څخه د خښتو تولیدولو له لارې هلته د احتمالي انساني استوګنځایونو جوړولو لپاره څېړنې کوي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
  • د اروپا فضايي اداره اوږد مهاله موخه لري تر څو مریخ ته انسانان واستوي، خو تر اوسه یې د خدمې فضايي بېړۍ نه ده جوړه کړې. دې ادارې په ۲۰۱۶ کال کې د «اېکزامارس» په څېر روباټیکه څېړنیزه بېړۍ لېږلې ده او په ۲۰۲۲ کې د راتلونکې څېړنیزې بېړۍ لېږلو پلان لري.
  • روسیه پلان لري چې د ۲۰۴۰-۲۰۴۵ کلونو تر منځ مریخ ته انسانان واستوي.[۱۳]

ټکنالوژيکي نوښتونه او خنډونه سمول

مریخ ته د انسان د فضايي سفر لپاره باید لوی تخنیکي خنډونه لرې شي.

د مریخ نازک او لږ ژور اتوموسفیر ته ننوتل به د بیاځأي ننوتلو لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړي؛ د ځمکې په پرتله چې خورا متراکم اتوموسفیر لري، هر ډول فضايي بېړۍ به په ډېره چټکۍ سره سطحې ته راښکته کېږي چې هلته یې باید سرعت ټکنی شي. په دې کې باید د ډېرې تودوخې د نیولو پوښ وکارول شي. ناسا دا مهال د داسې ټکنالوژيو په اړه څېړنې کوي چې د مریخ اتوموسفیر ته د ننوتلو لپاره د سرعت د کمولو نوې تګلارې جوړې کړي.[۱۴][۱۵][۱۶]

مریخ ته د بېرته راستنېدو ماموریت به له سطحې څخه د خدمې د لېږدولو لپاره یوه راکټ ته اړتیا ولري. د توغولو اړتیاوې په دې معنا دي چې دا راکټ به له ځمکې څخه مدار ته د تګ د راکټ په پرتله خورا کوچنی وي. له مریخ څخه مدار ته هم ښايي بېړۍ په یوه پړاو کې وتوغول شي. له دې سره سره به په مریخ کې د راکټ ښکته کېدل ستونزمن وي او د لوی راکټ لپاره به بیاځلي ننوتل هم سخت وي.[۱۷]

د رګونو مایع

له طبي توکو څخه یوه ته چې ښايي اړتیا ورته موجوده وي، د رګونو ډېره اندازه مایعات دي چې تر ډېره اوبه دي خو نور مواد هم لري، دا په مستقیم ډول د انسان د وینې جریان ته اضافه کېدای شي. که چېرې دا مواد له موجوده اوبو څخه جوړ شي، دا به د کتلې لپاره اړتیا راکمه کړي. د دې وړتیا لومړۍ بېلګه په ۲۰۱۰ کال کې په نړیوال فضايي سټېشن کې وازمویل شوه.[۱۸]

د تمرین یا ورزش پرمختللې وسیله

یو څوک چې د اوږدې مودې لپاره فعالیت ونه لري، د عضلاتو او هډوکو قدرت او وزن بایلي. د فضايي سفر شرایط په ستور مزلو کې د هډوکو د منرالي تراکم د بایللو لامل پېژندل شوی دی چې د هډوکو د ماتېدو خطر ډېروي. وروستي ریاضیکي ماډلونه اټکل کوي چې ۳۳ سلنه ستورمزلي به مریخ ته د انساني ماموریت پر مهال د هډوکو د وروستوالي له خطر سره مخ وي. د تمرین دغې پرمختللې وسیلې ته ورته نور وسیال به په فضايي بېړۍ کې یوه اړتیا وي.[۱۹]

تنفسي ګازونه

په داسې حال کې چې انسانان خالص اکسیجن تنفس کوي، معمولا د نایتروجن په څېر اضافي ګازونه په تنفسي ترکیب کې شاملېږي. یو احتمال دا دی چې د مریخ له اتوموسفیر څخه نایتروجن او ارګون ترلاسه کړي، خو له یو بل څخه یې جلا کول ګران دي. په پایله کې ویلی شو چې د مریخ په استوګنځایونو کې ښايي ۴۰ سلنه ارګون، ۴۰ سلنه نایتروجن او ۲۰ سلنه اکسیجن وکارول شي.[۲۰][۲۱]

سرچينې سمول

  1. JAXA (2021-09-20). "Japan Space Agency: Why We're Exploring the Moons of Mars". SciTechDaily (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 27 August 2019 باندې). Astronauts Will Face Many Hazards on a Journey to Mars - NASA is trying to bring the various risks down before launching astronauts to Mars in the 2030s.. Space.com.
  3. (په 15 December 2020 باندې). Humans don't have to set foot on Mars to visit it. The Washington Post.
  4. David S. F. Portree, Humans to Mars: Fifty Years of Mission Planning, 1950–2000, NASA Monographs in Aerospace History Series, Number 21, February 2001. Available as NASA SP-2001-4521.
  5. Page 18–19 in Chapter 3 of David S. F. Portree's Humans to Mars: Fifty Years of Mission Planning, 1950–2000, NASA Monographs in Aerospace History Series, Number 21, February 2001. Available as NASA SP-2001-4521
  6. Paul D. Wooster; et al. (2007). "Mission design options for human Mars missions". International Journal of Mars Science and Exploration. 3: 12. Bibcode:2007IJMSE...3...12W. CiteSeerX = 10.1.1.524.7644 10.1.1.524.7644. doi:10.1555/mars.2007.0002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 27 August 2019 باندې). Astronauts Will Face Many Hazards on a Journey to Mars - NASA is trying to bring the various risks down before launching astronauts to Mars in the 2030s.. Space.com.
  8. . Nasa's Orion spacecraft prepares for launch in first step towards manned Mars mission.
  9. "Twitter feed of NASA". Twitter. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 2016-10-12 باندې). Why Obama's "giant leap to Mars" is more of a bunny hop right now. Ars Technica.
  11. Johnston, Ian. "'Incredibly brave' Mars colonists could live in red-brick houses, say engineers", The Independent (April 27, 2017).
  12. "NASA's Orion Flight Test and the Journey to Mars". NASA website. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Пилотируемый полет на Марс будет возможен после 2040 года - Роскосмос. Versii.com (په روسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Coates, Andrew. "Decades of attempts show how hard it is to land on Mars – here's how we plan to succeed in 2021". The Conversation. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Spinning heat shield for future spacecraft". ScienceDaily. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Spinning heat shield for future spacecraft". ScienceDaily. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 2017-03-24 باندې). Mars Ecopoiesis Test Bed. NASA.
  18. "A Solution for Medical Needs and Cramped Quarters in Space IVGEN Undergoes Lifetime Testing in Preparation For Future Missions". NASA. 7 June 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Axpe, Eneko; Chan, Doreen; Abegaz, Metadel F.; Schreurs, Ann-Sofie; Alwood, Joshua S.; Globus, Ruth K.; Appel, Eric A. (2020). "A human mission to Mars: Predicting the bone mineral density loss of astronauts". PLOS ONE. 15 (1): e0226434. Bibcode:2020PLoSO..1526434A. doi:10.1371/journal.pone.0226434. PMC 6975633. PMID 31967993. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "The Caves of Mars – Martian Air Breathing Mice". highmars.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جولای ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Suiting Up for the Red Planet". Ieee.org. 30 September 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)