مرکیوري پروژه

د مرکیوري پروژه فضا ته د انسان لېږلو لومړنی امریکايي پروګرام و چې له ۱۹۵۸ زکال څخه تر ۱۹۶۳ زکال پورې اجرا شو. د فضایي سیالۍ د دغې پام وړ پروژې لومړنۍ موخه په ایډیال توګه له شوروي اتحاد وړاندې د ځمکې مدار ته د انسان لېږل او بېرته د هغو سالم راستون کول و. د ناسا په نامه د دغې پروژې پلی کوونکي نوي تاسیس شوي ملکي سازمان چې د متحده ایالاتو د هوايي پوځ څخه یې غړي وټاکل شول له انسان پرته یې ۲۰ پراختیايي فضایي الوتنې (په یو شمېر فضایي الوتنو کې یې له حیواناتو ګټنه کوله) او همدارنګه یې د ستور مزلو (فضانوردانو) په ګډون شپږ بریالۍ الوتنې ترسره کړې. د دغه پروګرام نوم له رومي افسانو اخیستل شوی او ۲.۳۸ میلیارده ډالر (د انفلاسیون له نرخ سره برابر) لګښت یې درلود. په دغه پروګرام کې ونډه لرونکي ستورمزلي د «مرکیوري اووه» ډلې په نوم پېژندل کېدل چې د هر ستوري مزلي توغندي د نوم په وروستي کې به د هغو د پیلوټ له خوا د «۷» عدد ور زیاتېده.

دغه فضایي سیالي په ۱۹۵۷ زکال کې د شوروي اتحاد له خوا فضا ته د سپوټنیک ۱ سپوږمۍ له لېږلو وروسته پیل شوه. دغې چارې د متحده ایالاتو وګړي رابیداره کړل څو په فضايي اکتشاف کې د متحده ایالاتو ونډه ثابته کړي؛ همدا و چې ناسا سازمان جوړ شو او اداره یې هم تر ډېره د ملکي وګړو په واک کې ورکړل شوه. په ۱۹۵۸ زکال کې د اکسپلورر ۱ سپوږمکۍ له کامیابه توغوولو وروسته فضا ته د انسان لېږل راتلونکې موخه وټاکل شوه. شوروي اتحاد خپل لومړنی فضانورد یوري ګاګارین د ۱۹۶۱ زکال د اپرېل په ۱۲ مه د وسټوک ۱ توغندي پر مټ د ځمکې مدار ته ولېږه. له دې لږ وروسته د مۍ په ۵ مه متحده ایالاتو خپل لومړنی فضا نورد الن شپرد مدار ته په نږدې پرواز کې ولېږه. ورپسې د شوروي اتحاد ګرمان تیتوف د ۱۹۶۱ زکال په اګست میاشت کې یو ورځنی مداري پرواز ترسره کړه. متحده ایالاتو د ۱۹۶۲ زکال د فبروري په ۲۰مه خپلې هغه مهال خپلې مداري موخې ته ورسېد چې جان ګلن درې ځله د ځمکې په مدار وڅرخېد. د ۱۹۶۳ زکال په مۍ میاشت کې هغه مهال چې مرکیوري پروژه پای ته ورسېده؛ دواړو هېوادونو شپږ تنه فضا ته لېږلي و، خو له دې سره شوروي اتحاد په فضا کې د متحده ایالاتو رهبري کوله.

د مرکیوري فضايي کپسول د مک ډانل شرکت له خوا جوړ شو چې د هغو په فشار لرونکي کابین کې د یوې ورځې لپاره اوبو، خوراکي موادو او اکسیجن شتون درلود. د مرکیوري پروازونه د فلوریډا له کیپ کاناورال هوايي اډې څخه ترسره کېدل چې انتقال کوونکي توغندي یې د رېډسټون او اتلس ډي توغندیو اصلاح شوې بڼې وې. دغه کپسول ځانته تېښته کوونکی بل توغندی درلود چې په اصلي لېږدونکي توغندي کې د ستونزې رامنځته کېدو له امله تلونکی فضانورد وکولای شي په خوندي توګه ځان له هغو لرې کړي. دغه پرواز په داسې بڼه طراحي شوی و چې له ځمکې څخه د فضایي شبکې پر بنسټ ورسره د اړیکې نیولو او د هغو د څارنې چارې مخته وړل کېدلې؛ همدارنګه په ستور مزلي توغندي باندې ټول هغه وسایل نصب و چې کنټرول ته یې لار برابروله. کوچني ترمزي راکټونه (retrorockets) له مدار څخه د ستور مزلي د ویستو لپاره په کې ځای پر ځای شوي و او سربېره پر دې یې یو تودوخه نیونکی سپر درلود چې د اتومسفیر له حرارت یې مخه نیوله. بالاخره یو پراشوټ په اوبو کې د فضانوردانو را کوزېدو ته لار برابر کړه. فضانورد او هغه ته اړوند کپسول د متحده ایالاتو د سمندریز ځواک د یوې چورلکې پر مټ په سمندر کې وموندل شول.

د مرکیوري پروژې شهرت وموند او د هغو ماموریت له ټولې نړۍ څخه د میلیونونو کسانو له خوا د راډیو او تلویزیون پر مټ تعقیب شو. د دغه پروژې بریا جمیني پروژې ته لار برابره کړه چې دوه فضانوردان یې په هر کپسول کې انتقال کولای شول او سربېره پر دې یې وکولای شول په  سپوږمۍ باندې د کښته کېدو مهمې فضايي لاسته راوړنې ته لار هواره کړي؛ هغه چې د مرکیوري له لومړني پرواز څو اونۍ وروسته د اپولو پروګرام په ترڅ کې اعلان شوه.  

جوړېدل سمول

د مرکیوري پروژه په رسمي توګه د ۱۹۵۸ زکال د اکتوبر په اوومه نېټه تائید شوه او د ډسمبر په اوومه په عمومي بڼه اعلان شوه. له دې امله چې  دغې پروژې ته په اصل کې انسان وړونکې پروژه ویل کېده، همدا و چې ولسمشر دوایټ ایزونهاور احساس کاوه چې باید زیات پام په کې فضانورد یا پیلوټ ته وشي. د دغه نوم پر ځای له کلاسیکو افسانو څخه ورته د مرکیوري نوم غوره شو؛ هماغه ډول چې وړاندې په SM-65 او PGM-19 توغندیونو باندې یوناني اطلس او رومي جوپیټر نومونه اېښول شوي و. په دغه پروژه کې یو شمېر نورې پوځي پروژې لکه ډېر ژر په فضا کې د انسان (Man in Space Soonest) تر نامه لاندې د هوايي ځواک پروژه ادغام شوه. [۱][۲][۳][۴]

مخینه سمول

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد ترمنځ د اټومي وسلو سیالي پیل شوه. له دې امله چې شوروي اتحاد په لویدیځه نیمه کره کې د خپلو بم غورځونکو الوتکو لپاره اډه نه لرله، جوزف ستالین پرېکړه وکړه چې له لویو وچو څخه تېرېدونکو بالستیک توغندیو ته پراختیا ورکړي او په دې سره وکولای شي توغندويي سیالي مخکې یوسي. د توغندیو په برخه کې تکنالوژۍ دواړو لورو ته دا وړتیا وربخښله څو د ځمکې په مدار کې سپوږمکیو ته د اړیکو د ټینګښت او معلوماتو د راغونډونې او همدارنګه د هوا د حالاتو د ترلاسه کولو په موخه وده ورکړي. [۵][۶][۷][۸][۹][۵][۱۰]

هغه مهال فضايي حد (چې همدارنګه د کارمان کرښې په نوم هم پېژندل کېده) د حداقل ۶۲ مایله (۱۰۰ کیلومتره) په لوړوالي تعریف شوی و او یوازې هغو ته د رسېدو لار هم د توغندیو له تقویت کوونکو څخه ګټنه وه. دغې چارې پیلوټانو ته د ګواښونو لرلو څرګندويي کوله چې په کې د توغندیو چاودنه، د جاذبې لوړه قوه او په متراکم اتومسفیر کې د ننوتو پر مهال لړزه او له ۱۰۰۰۰ فارنهایت درجو (۵۵۰۰ سانتي ګراد درجو) څخه د تودوخې زیاتوالی په کې شاملېده چې دغه حد ته په رسېدو د هوا د فشار له امله یاده تودوخه رامنځته کېدله. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په فضا کې پیلوټانو تازه هوا ته د لاسرسي په موخه فشار لرونکو خونو یا فضایي جامو ته اړتیا لرله. همدارنګه دوی هلته د وزن له نشتون سره مخ کېدل او په بالقوه توګه کېدای شو چې د سرګردانۍ لامل یې وګرځي. په نورو بالقوه ګواښونو تشعشعات او د شهابي ډبرو کوچني ذرات و چې دواړه په معمول ډول په دغه اتومسفیر کې جذب کېدل. په دغو ټولو باندې برلاسي کېدل ممکن تر سترګو کېدل: د سپوږمیکو/سټلایټونو تجربې ښووله چې د شهابي ډبرو د زراتو ګواښ ډېر مهم نه دی؛ د ۱۹۵۰مې لسیزې په لومړیو کې په مشابه ډول د بې وزنۍ رامنځته کوونکو تجربو، په انسان باندې د جاذبې د قوې زیاتوالي او د فضا محدودې ته د حیواناتو لېږلو دا څرګندوله چې ټول دغه بالقوه ګواښونه په موجوده ټکنالوژۍ برلاسي لري. بالاخره دغه فضایي حد ته د رسېدو په موخه له اټومي خولیو څخه په ګټنې د بالستیک توغندیو اړوند څېړنې وشوې چې ښووله یې په مخکې لور کې بې نوکه حرارتي سپر کولای شي د تودوخې ستونزه حل کړي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

میراث سمول

نن ورځ د مرکیوري پروژه فضا ته د انسان لېږدونکې لومړۍ امریکايي پروژې په توګه پېژندل کېږي. له دې سره چې دغې پروژې د شوروي اتحاد سره د دغه هېواد سیالي وه نه ګټله خو ملي اعتبار یې بېرته رامنځته کړ او له علمي پلوه د راتلونکو پروګرامونو لکه د جیمني، اپولو او سکای لب لپاره بریالۍ مخکښه پروژه وه. [۲۱][۲۲]

په ۱۹۵۰مه لسیزه کې یو شمېر کارپوهان په دې شکمن و چې فضا ته د انسان تګ ممکن دی. له دې سره هغه مهال چې جان اف کنېډې د ولسمشر په توګه وټاکل شو ډیرو کسانو د ده په ګډون په دغه پروژه شک درلود. د ولسمشر په توګه هغه پرېکړه وکړه د Freedom 7 له توغوولو څو میاشتې وړانډې له دغه پروګرام ملاتړ وکړي؛ هغه چاره چې په عامه بریا بدله شوه. له دې راوروسته د امریکا ډیری وګړو د انساني فضایي الوتنو ملاتړ وکړ؛ د څو اونیو په ترڅ کې وړاندې له دې چې ۱۹۶۰مه لسیزه پای ته ورسېږي ولسمشر سپوږمۍ ته د فضا نوردانو د لېږلو او د سپوږمۍ په سطح د هغوی د کښته کېدو د طرحې اعلان وکړ. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې سمول

  1. Grimwood 1963، ص. 12.
  2. Alexander & al. 1966، ص. 102.
  3. Catchpole 2001، ص. 92.
  4. Alexander & al. 1966، ص. 132.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Catchpole 2001، ص. 81.
  6. Alexander & al. 1966، ص. 113.
  7. Catchpole 2001، صص. 57, 82.
  8. Alexander & al. 1966، صص. 28, 52.
  9. Catchpole 2001، ص. 55.
  10. Catchpole 2001، صص. 12–14.
  11. Catchpole 2001، ص. 70.
  12. Alexander & al. 1966، ص. 59.
  13. Alexander & al. 1966، ص. 44.
  14. Alexander & al. 1966، ص. 13.
  15. Alexander & al. 1966، ص. 61.
  16. Alexander & al. 1966، صص. 37–38.
  17. Alexander & al. 1966، ص. 49.
  18. Alexander & al. 1966، صص. 35, 39–40.
  19. Alexander & al. 1966، ص. 357.
  20. Catchpole 2001، ص. 466.
  21. Catchpole 2001، ص. 417.
  22. Catchpole 2001، ص. cover.
  23. Alexander & al. 1966، ص. 363.
  24. Alexander & al. 1966، ص. 434.
  25. Alexander & al. 1966، ص. 306.
  26. Alexander & al. 1966، ص. 272.