مرکزي قدرتونه

د ويکيمېډيا نامبهم مخ

مرکزي قدرتونه چې د مرکزي سترواکۍ په نوم هم پېژندل کېږي، یو له هغه دوو اصلي ائتلافونو څخه وو چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې (۱۹۱۴-۱۹۱۸ز کلونه) سره جنګېدل. دا هېوادونه د جرمني، اطریش – هنګري، عثماني امپراتورۍ او د بلغارستان له پاچهۍ څخه جوړ وو چې د څلورګوني اتحاد په نوم هم پېژندل کېدل. د یادو هېوادونو مستعمرات لکه نوې ګينه او ختیځه جرمنۍ افریقا هم د مرکزي قدرتونو تر څنګ جنګېدل، تر هغه چې ټول مستعمرات يې د متفقینو له خوا اشغال شول.  [۱][۲]

مرکزي قدرتونه د درې ګوني تړون شاوخوا رامنځه شویو متفقو ځواکونو سره مخامخ شول او ماته یې وخوړه. په ۱۸۷۹ ز کال کې د مرکزي قدرتونو سرچینه جرمني، او اطریش- هنګري وو. ايټالیا له دې سره سره چې په نوم له درې ګوني تړون سره یوځای وه، په لومړۍ نړیوله جګړه کې يې د مرکزي قدرتونو تر څنګ جګړه ونه کړه. بلغارستان او عثماني امپراتوري د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پیل وروسته ورسره یوځای نه شول، ان له دې سره چې عثماني امپراتورۍ د ۲۰مې پېړۍ له پیل څخه له جرمني او اطریش-هنګري سره نږدې اړيکې خوندي ساتلې وې.

غړي هېواد سمول

مرکزي قدرتونه د جګړې په پیل کې د جرمني امپراتورۍ او د اطریش – هنګري له امپراتورۍ څخه جوړ شوي و. عثماني امپراتوري وروسته په ۱۹۱۴ کال کې ورسره یوځای شوه او تر هغې وروسته په ۱۹۱۵ کال کې د بلغارستان پاچاهي ورسره یوځای شوه. څلورواړه ډلې (د فېنلنډ او لېتوانیا پرته د ټولو هغه ډلو په ګډون چې له هغوی څخه یې ملاتړ کاوه) په ختیځ کې د روسیې د امپرتورۍ په منځ کې او په لویديځ کې د فرانسې او بریتانیا ترمنځ پرتې وې. فېنلنډ، اذربایجان او لېتوانیا د جګړې تر پای مخکې او د روسیې د امپراتورۍ د له‌منځه تللوڅخه وروسته په ۱۹۱۸ ز کال کې له هغوی سره یوځای شول.  [۳]

جنګیالي سمول

جرمني(المان) سمول

د جګړېروښانتیا سمول

د ۱۹۱۴ ز کال د جولای په لومړیو کې د اطریش – هنګري د ارشیدوک فرانز فېرديناند (Archduke Franz Ferdinand) تر ترور وروسته او د اطریش-هنګري او صربستان تر منځ د جګړې احتمال،  دویم قیصر وېلهېلم او د جرمني دولت د اتریش- هنګري دولت ته خبر ورکړ چې جرمني به له خپل اتحاد څخه ملاتړ وکړي او د اتریش – هنګري او صربستان جګړې د پېښېدو په صورت کې به یې د روسیې د احتمالي مداخلې پر وړاندې دفاع وکړي. کله چې روسیې عمومي تیارسی او چمتووالی نافذ کړ، جرمني دا چاره پاروونکې وبلله. د روسیې حکومت له المان سره ژمنه وکړه چې د دوی عمومي تیارسی له جرمني سره د جګړې په معنا نه دی، بلکې د اطریش هنګري او سربیا تر منځ د پېښو پر وړاندې غبرګون و. د جرمني دولت د جګړې د نه کولو لپاره د روسیې ژمنه د هغه عمومي تیارسي ته په کتو بې معنا یاده کړه او المان هم د تیارسی حالت خپل کړ. د اګست په لومړۍ نېټه المان روسیې ته نهايي وړاندیز ولېږه، له هغه ځایه چې روسیه او المان دواړه د عمومي تیارسي په حالت کې وو د دواړو هېوادونو تر منځ د جګړې اغېزمن حالت موجود و.  د هم‌هغې ورځې په پای کې د روسیې متحدې فرانسې هم عمومي تیارسی اعلام کړ.  [۴][۵][۶]

د ۱۹۱۴ ز کال په اګست کې جرمني د روسیې پر ضد جګړه پيل کړه، چې د روسي پوځ پر تيارسي تکیه و او په ځواب کې د المان د عمومي تیارسي لامل شو. [۷]

وروسته له دې چې جرمني د روسیې پر وړاندې د جګړې اعلام وکړ، فرانسې له روسیې سره د اتحاد له امله د جګړې په تمه یو عمومي تیارسی چمتو کړ. جرمني د ۱۹۱۴ ز کال د اګست په درېیمه د فرانسې دا ګام د جګړې پر اعلام ځواب کړ. المان چې له یوې دوه جبهه‌ییزې جګړې سره مخ و، پر هغه څه يې عمل وکړ چې د شفلین په طرحه کې راغلي و د یادې طرحې له مخې د المان وسله‌وال پوځ باید د بلژیک له لارې د فرانسې سویل لور ته د فرانسې پایتخت پاریس ته حرکت وکړي. تمه کېده چې یاد پلان به زر تر زره د فرانسې پر وړاندې بریالی شي او جرمني ځواکونو ته به اجازه ورکړي چې پر ختیځه جبهه تمرکز وکړي. بلجیم یو بې طرفه هېواد و او ښايي له خپلې خاورې څخه يې د جرمني ځواکونو تېرېدل نه وی منلي. جرمني د بلجیم بې پرېتوب په پام کې ونه نيوه او پر فرانسې د برید په تکل يې پر بلجیم هم یرغل وکړ. دا د دې لامل شو چې د لویې بریتانیا امپراتوري د المان پر وړاندې د جګړې اعلام وکړي، ځکه دا چاره د لندن له تړون څخه چې دواړو هېوادونو په ۱۸۳۹ ز کال کې د هر هېواد د انکار په حالت کې د بلجیم د بې طرفۍ او له پاچاهۍ څخه د دفاع د تضمین په موخه لاسلیک کړی و سرغړونه وه.   [۸]

ورپسې د ۱۹۱۴ ز کال د اګست په وروستیو کې څو هېوادونو له المان سره د جګړې اعلان وکړ، ايټالیا په ۱۹۱۵ ز کال کې په اطریش- هنګري او د ۱۹۱۶ ز کال د اګست په ۲۷ په المان کې د جګړې اعلان وکړ، متحده ایالاتو د ۱۹۱۷ ز کال د اپرېل په ۶ او یونان د ۱۹۱۷ ز کال په جولای کې له المان سره د جګړې اعلان وکړ. 

مستعمرې او انحصار سمول

اروپا

په ۱۸۷۱ ز کال کې د هغې له رامنځته کېدو سره سم د جرمني امپراتورۍ د فرانسې او پروس تر جګړې وروسته الزاس-لورن «د امپراتورۍ د خاورې» په توګه د فرانسې تر ولکې لاندې راوستله. دا د جرمني د خپلواکې خاورې د يوې برخې په توګه ساتل کېده.  

افریقا

جرمني د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال څو افریقايي مستعمرې لرلې. د جګړې په بهیر کې د المان ټولې مستعمرې د متفقینو د ځواکوانو له یرغل او اشغال سره مخ شوې.

کامرون، د جرمني ختیځه افریقا او سویل لویدیځه افریقا په افریقا کې د جرمني مستعمرې وې. ټوګولنډ په افریقا کې د جرمني تحت الحمایه هېواد و.

اسیا

د کیاوتشو خليج اجاره‌يي خاوره د اسیا په ختيځ کې د جرمني تر لاس لاندې وه، چې په ۱۸۹۸ ز کال کې له چين څخه اجاره کړل شوې وه. جاپاني پوځیانو د تسیګتائو (Tsingtao) تر محصارې ورسته یاده خاوره اشغال کړه.

ارام سمندر

نوې ګېنه په ارام سمندر کې د جرمني تحت الحمایه وه. چې په ۱۹۱۴ ز کال کې د استرالیايي پوځیانو له خوا اشغال شوه.

سامو جرمن د یو درې ګوني کنواسیون له مخې د المان تر تحت الحمایې لاندې وه. چې په ۱۹۱۴ ز کال کې د نيوزیلنډ د اکتشافي پوځیانو له خوا اشغال شوه.

اطریش-هنګري سمول

د جګړې روښانتیا سمول

اطریش – هنګري د ارشېدوک فرانتس فرديناند ترور د صربستان په مرسته سازمان شوی باله. یاد هېواد دا ترور د هېواد په سویلي برخه کې د بغاوت لپاره د اسلاوي نفوس د هڅولو لپاره خطرناکه مخینه یاده کړه او په څو ملتونو یې د هېواد د تجزیې ګواښ وباله. اتریش –هنګري صربستان ته په رسمي ډول وروستی وړانديز ولېږه او په ترور کې يې د صربستان د دولت د ښکېلتیا په اړه په لویه پیمانه د بشپړو څېړنو غوښتنه وکړه او د اتریش – هنګري له خوا د غوښتل شویو شرایطو په اړوند يې له دوی سره د موافقې او بشپړ اطاعت غوښتنه وکړه. صربستان یې ډېری غوښتنو ته تسلیم شو. له دې سره اطریش – هنګري دا ناکافي بلل او په بشپړ ډول د نه رعایت کولو پر وړاندې يې په پوځي لاسوهنې لاس پورې کړ. دغو غوښتنو ته د صربستان پر وړاندې د ديپلوماتیک پوښښ د حتمي جګړې د اعلام په سترګه کتل کېږي. [۹][۱۰]

روسیې اطریش- هنګري ته خبرداری ورکړی و چې روسیه به پر صربستان د اطریش-هنګري د یرغل زغم ونه لري. له دې سره د اطریش-هنګري دولت هيله‌من و چې د اطریش-هنګري له اقداماتو څخه د جرمني له ملاتړ سره به ښايي روسیه لاسوهنه ونه کړي او له صربستان سره نښته به همداسې یوه سیمه‌ییزه نښته وي.  [۱۱]

پر صربستان د اطریش-هنګري یرغل له دې هېواد سره د روسیې د جګړې د اعلان لامل شو او جرمني هم په خپل وار سره روسیې ته د جنګ اعلان وکړ او دا د اتحادونو تر منځ د نښتو پیل و چې د نړيوالې جګړې لامل شو.

سرچينې سمول

  1. e.g. in Britain and the Olympic Games, 1908–1920 by Luke J. Harris p. 185
  2. Hindenburg, Paul von (1920). Out of my life. Internet Archive. London : Cassell. د کتاب پاڼې 113. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Meyer, G.J. (2007). A World Undone: The Story of the Great War, 1914 to 1918. Delta Trade Paperback. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-553-38240-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Meyer, G.J. A World Undone: The Story of the Great War, 1914 to 1918. Delta Book. 2006. P39.
  5. Cashman, Greg; Robinson, Leonard C. An Introduction to the Causes of War: Patterns of Interstate Conflict from World War I to Iraq. Rowman & Littlefield. 2007. P57
  6. Meyer, G.J. A World Undone: The Story of the Great War, 1914 to 1918. Delta Book. 2006. P95.
  7. Hagen, William W. German History in Modern Times: Four Lives of the Nation. P228.
  8. Tucker, Spencer C. A Global Chronology of Conflict: From the Ancient World to the Modern Middle East: From the Ancient World to the Modern Middle East. ABC-CLIO. 2009. P1556.
  9. Cashman, Greg; Robinson, Leonard C. An Introduction to the Causes of War: Patterns of Interstate Conflict from World War I to Iraq. Rowman & Littlefield. 2007. P57
  10. Cashman, Greg; Robinson, Leonard C. An Introduction to the Causes of War: Patterns of Interstate Conflict from World War I to Iraq. Rowman & Littlefield. 2007. P61
  11. Cashman, Greg; Robinson, Leonard C. An Introduction to the Causes of War: Patterns of Interstate Conflict from World War I to Iraq. Rowman & Littlefield. 2007. P61