مرکاوا شوبله
د مرکاوا ټانک מרכבה | |
---|---|
هېواد | اسرائیل |
د ټانک ډول | جنگي ټانک |
د ټانک تولیدونکی | Elbit Systems Israel Weapon Industries |
پیدایښت | ۱۹۷۴ |
مرکاوا (په عبري ژبې کی: מרכבה - Chariot ) یو اسرائیلی شوبله ده چی د مځکنی اهدافو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. په اوس وخت کې د مرکاوا ټانک د نړۍ تر ټولو ښه او قدرتمند ټانک دي.
د ټانک تاریخ
د مرکاوا ټانک په ۱۹۷۴ کال کی طرح شو. اسرائیلی دفاعی ځواک د مرکاوا ټانک رسمی ډول د ۱۹۷۹ کال څخه راهسی کار اخلي. د ټانک کارکوونکی د څلورو عسکرو څخه جوړ شوی دی. د مرکاوا اساسی جنگي سامان د ۱۰۵ م.م. د توپ څخه جوړ شوی دی. د ټانک وزن د ۶۳ تونونو ته رسېږي. دغه ټانک کولای سی ۶ عسکران انتقال کړی.