مرحوم استاد ملنګ علمیار
د ملنګ علمیار لنډه پیژندنه :
سمولنوم | مرحوم استاد ملنګ علمیار |
---|---|
د پلار نوم | مولوی محمد پذیر آخندزاده |
د پلار د وفات تاریخ | 17/ 2/ 1371 |
د مور د وفات تاریخ | 14/ 2/ 1384 |
د نیکه نوم | مولوی محمد یاسین |
تخلص | علمیار |
اصلی نوم | محمد نذیر |
فرعی نوم | استاد ملنګ |
ولایت | وردګ |
ولسوالی | چک |
کلی | قولک لنګر |
تانوی زدکړی | مدینه منوره اسلامی پوهنتون |
د لیسانس دوره | مدینه منوره اسلامی پوهنتون |
ماسټری دوره | د پښور پوهنتون |
د فراغت کال | 1994 |
د اولادونو شمیر | 8 |
د مشر زوی نوم | ډاکتر محمد ضیاء جواد |
د دوهم زوی نوم | قاضی عبدالفتاح عابد |
د دریم زوی نوم | عبدالرحمان محمدی |
د مړو شویو اولادونو نومونه | شیرمحمد ، عبدالله |
لمسیان یی | انس ، سیف الله ، عبدالله ، امجد ، معاویه ، عمیر ، الیاس ، ادریس |
تألیفات یی | 12 |
د ورور نوم | محمدبشیر مدنی |
د استاد علمیار د وفات نیټه | 13/ 9 / 1400 ش |
ارواښاد مولوي محمد نذیر اخندزاده چې په (استاد ملنک علمیار ) مشهور وه د مرحوم قاضي محمد پذیر اخندزاده زوی ، دمولوي محمد یاسین لمسۍ چې په 1338 هجري لمریز کال د وردګو ولایت ، چک ولسوالۍ دقولک لنگر په کلي کې په یوه علمي ، او متدینه کورنۍ کې زیږیدلی وه .
سمولزده کړې یې :
سموللومړنۍ زده کړې یې د خپل پلار څخه په وردګو ولایت چک ولسوالۍ بیک سمند درې ټټنګ په کلې کې ترسره کړې بیا غزني ولایت د نورالمدارس فاروقي عالی مدرسې ته لاړ هلته یې تر اتم ټولګي پورې درس ووایه بیا د کمونستانو خونړی کودتا منځه ته راغله چی مرحوم علمیار صاحب هم په خپل وار سره عملي جهاد ته ورودانګل چې وروسته به وضاحت ورکړل شي ، بیا په پاکستان کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ ، چی له نیکه بخته د مدینې منور ې په اسلامي پوهنتو ن کې قبول شو هلته یې د 1989 تر 1990 میلادي کال پورې معهد لغت عربي تکمیل کړ ، بیا د 1990 تر 1994 میلادي کال پورې ددعوت او اصول الدین پوهنځی څخه دلیسانس په کچه فارغ شو کله چې بیرته پیښور ته را ستون شو ، د پیښور پوهنتون څخه په 1995 تر 1997 کال پورې په دینې علوموکې د ماسترۍ دوره تکمیله کړه .
سمولکاري تجربې :
سمولپه پیښور جلوزو کیمپ کې د محمد یې لیسې ښوونکۍ او فرهنګي مسؤول ، په پیښور جلوزو کیمپ کې د اتحاد عالي لیسې ښوونکی او فرهنګي مسؤول ، قاضی محمد حسن اسلامي لیکي : نه د اتحاد عالی لېسه وه نه یی درانه درانه استادن .... نه استاذ محمد نذیر ملنګ علميار وه ... ، په پیښور جلوزو کیمپ کې د تربیې عالي لیسې ښوونکئ ، په پیښور جلوزو کیمپ کې د عمر بن عبد العزیز عالي لیسې ښوونکی ، د 1376 څخه تر 1391 شمسي کال پورې د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست ددیني زده کړو مرستیال ، د 1391 څخه تر 1400 ه شمسي کال د قوس د میاشتې تر 14 نیټې پورې د اسلامي زده کړو د معینیت د دارالعلومو ریاست اړوند د علمي او تدریسي آمر په حیث .
سمولښوونیز فعالیتونه :
سمول- په پیښور کی دعربی ژبې د کورس ناظم او استاد .
- په پیښور کې د کانکور آمادګۍ د کورس ددري ژبې استاد ( آر – ای – ټي ) .
- هغه علمی سیمینارونه چې ګډون یې په کې کړۍ
- په پیښور کې په 1996 میلادی کال د بلجیم مؤ سسې د ښوونکو د روزنې ورکشاپ .
- په پیښور کې په 1998 میلادی کال د بلجیم مؤ سسې د ښوونکو د روزنې ورکشاپ .
- په کابل کې په 2008 میلادی کال د اداري اصلاحاتو د ارشد رهبری د کمیسیون ورکشاپ .
هغه مضامین چې تدریس کول یې :
سمول- تفسیر
- حدیث
- فقه
- عقاید
- تاریخ
- جغرافیه
- پښتو
- دری
- عربی
لیکنې او ژباړې یې :
سمول- منهج عمر رضی الله عنه فی الدعوة . لیکنه .
- حیات محمد صلی الله علیه وسلم قبل البعثة . لیکنه .
- حکم من سبَ الصحابة لیکنه .
- العلاج بالرقیة من القرآن والسنة . لیکنه .
- د نهم ټولګي د تاریخ کتاب . پښتو ژبې ته ژباړه .
- مدنی معلومات . پښتو ژبې ته ژباړه .
- د یوولسم ټولګي د عقاید کتاب / پښتو ژبې ته ژباړه
- څلویښت حدیثونه / پښتو ژبې ته ژباړه .
- مسنونې دعاګانې / پښتو ژبې ته ژباړه .
- د خلیل جبران لنډې کیسې / پښتو ژبې ته ژباړه .
- پنج دانه برتقال / پښتو ژبې ته ژباړه .
- وقائع مختصر افغانستان / پښتو ژبې ته ژباړه .
=== سیاسې ژوند یې :