مراقبه یا مېډیټیشن هغه عمل ته ویل کېږي چې په کې یو کس له یو شمېر تخنیکونو لکه په یو شي باندې د حواسو، فکر او ذهن د تمرکز او یا هم نورو ځانګړو فعالیتونو څخه ګټنه کوي – څو خپل فکر او یا هم درک ته وده ورکړي او له عاطفي پلوه آرام او باثباته شفاف اروايي حالت ته لاسرسی ومومي. [۱][۲][۳][۴]

له مراقبې څخه په ګڼ شمېر مذهبي چارو کې ګټنه کېږي. د تر ټولو لرغونې مراقبې یا مېډیټیشن (په هندوئېزم کې ډیانا) شواهد په اوپانیشاد لرغونو هندي متنونو کې شتون لري چې ښيي مراقبه د جینېزم، بودېزم او هندوئېزم په فکري چارو کې پام وړ رول لوبوي. له نوولسمې پېړۍ راوروسته د آسیایي مراقبې تخنیکونو نورو کلتورونو ته لار موندلې او په غیر معنوي لارو چارو لکه د سوداګرۍ او روغتیا په برخو کې ترې ګټنه شوې. [۵]

مراقبه کولای شي په پام وړ توګه تشویش، اضطراب، ستړیا (ډېپریشن) او درد راکم کړي او آرامښت، ادراک، ځان پېژندنه او هوساینه زیاته کړي. اوس مهال د روغتیا (اروايي، عصبي او قلبي روغتیا) په برخه کې د مراقبې د اغېزو د غوره درک په موخه څېړنې دوام لري. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

اتیمولوژي سمول

د مراقبې انګلیسي کلمه مېډیټیشن له لرغونې فرانسوي کلمې meditacioun څخه ریښه اخیستې چې فرانسوي یې بیا په خپل نوبت سره لاتیني meditatio ته چې کړ(فعل) یې meditatio دی اړوندېږي او معنی یې هم «فکر کول، تفکر، تدبیر او په یو شي تمرکز کول» دي. په کاتولیک دود کې د مېډیټیشن اصطلاح د مراقبې هغه قدم پر قدم رسمي چارو ته اړوندېږي چې مخینه یې لږ تر لږه د دولسمې پېړۍ راهب دویم ګویګو ته رسېږي، په داسې حال کې چې دغه ډول ورته چارو ته له دې وړاندې یوناني تیوریا (Theoria) کلمه کارول کېده. [۱۱][۱۲][۱۳]

د هغو له تاریخي ګټنې هاخوا د مېډیټیشن اصطلاح د ختیځو معنوي چارو د ژباړې په توګه معرفي شوه چې د هندوئېزم او بودېزم په آئینونو کې ډیانا ته نغوته کوي او د سانسکریت له ډیا (dhyai) څخه سرچینه اخلي چې معنی یې تفکر او مراقبه راځي. په انګلیسي ژبه کې د مېډیټیشن اصطلاح کېدای شي د اسلامي تصوف چارو، یا یهودي کابالا او عیسوي هسیچاسم ته نغوته وکړي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

تعریفونه سمول

د مراقبې په تعریف کې ستونزې سمول

په نړیواله کچه د منل شوي تعریف نشتون سمول

دا څرګنده ده چې د مراقبې لپاره د واحد تعریف بیان یوه ستونزمنه چاره ده ځکه چې په مختلفو سنتونو کې د بېلابېلو چارو پراخه طیف په ځان کې رانغاړي. په رایجه ګټنه کې د «مراقبې یا مېډیټیشن» او یا هم د «مراقبوي اعمالو» عبارت تر ډېره پورې په نیمګړې بڼه په ډېری کلتورونو کې یو بل ته د ورته لارو چارو لپاره کارول کېږي. چې کېدای شي په کې ټولې هغه چارې شاملې شي چې ادعا کېږي د مغز د روزنې، پام اړونې یا د آرامښت او مهربانۍ د رامنځته کولو په موخه دي. د مراقبې لپاره د لازمو او کافي معیارونو پر بنسټ هېڅ داسې تعریف شتون نه لري چې په معاصره علمي ټولنه کې یې په نړیواله بڼه منل کېدوني حالت ته لاسرسی موندلی وي. په ۱۹۷۱ زکال کې کلودیو نارانجو څرګنده کړې چې «د مېډیټیشن کلمه د هغو ګڼ شمېر اعمالو لپاره کارول شوې چې په کافي اندازه له یو بل سره توپیر لري همدا دی موږ د دغې کلمې لپاره د واحد تعریف په موندنه کې له ستونزو سره مخ شوي یو». په ۲۰۰۹ زکال کې یوې څېړنې د مېډیټیشن اړوند «په ادبیاتو کې د تل پاتې اجماع نشتون» او «په ښکاره بڼه د دغې کلمې د واحد تعریف لپاره د حل لارې نشتون» ته اشاره ورکړه. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

له دودونو څخه د هغو د لارو چارو بېلوالی سمول

د مراقبې په کره تعریف کې یو شمېر ستونزې د مختلفو دودونو د ځانګړنو د پېژندنې له امله دي؛ ځکه چې د هغو نظریات او اعمال کېدای شي له یوبل توپیر ولري. ټیلور څرګندوي چې د «هندوئېزم» یا «بودېزم» په آئینونو کې شته مکتبونه او فردي ښوونکي کېدای شي د مراقبې بېلابېل ډولونه خلکو ته ور زده کړي. اورنشټاین څرګندوي چې «د مراقبې ډېری لارې چارې د انفرادي لارو چارو په توګه شتون نه لري، بلکې یوازې په مصنوعي بڼه د هغو له باورونو او بشپړ جوړښت څخه د توپیر وړ دي». د بېلګې په توګه، په داسې حال کې چې راهبان د خپل ورځني ژوند د برخې په توګه د مراقبې اعمال ترسره کوي، دوی همدارنګه مدون قوانین ښکېل کوي او په ګډه سره د ځانګړي کلتوري چاپېریال په لرلو په صومعو کې داسې ژوند کوي چې د مراقبې له لارو چارو سره یې همغږی وي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د قاموس له مخې تعریف سمول

په قاموسونو کې مېډیټیشن د هغو د اصلي لاتینې کلمې پر بنسټ «د یو څه په اړه د ژور تفکر کولو»، همدارنګه د هغو د دودیزې ګټنې پر مټ «د یوې ټاکلې مودې لپاره د ذهني تمرکز»، «یوازې یو مشخص شي ته د خپل پام اړول که هغه مذهبي وي او یا هم د مغز د سړېدو او ارامښت لپاره یو څه وي» او «د معنوي درک لوړې کچې ته د رسېدو په موخه په ذهني فعالیت کې د ښکېل کېدو (لکه په نفس ویستلو باندې تمرکز یا هم د یو ذکر د تکرار)؛ په معناوو تعریف کېږي.

تخنیک سمول

د بدن وضعیت سمول

آسانا حالت (په یوګا ورزش کې یو حالت دی) او نور حالتونه لکه نیلوفري حالت (full-lotus)، نیمه نیلوفري حالت (half-lotus)، د پښو په راغونډ حالت کې کېناسته (Burmese)، په ګونډو کېناستل لکه په لمانځه کې (Seiza) او په ګونډو تکیه کول په بودېزم، جینېزم او هندوئېزم کې د مراقبې کولو لپاره د ناستې دود حالتونه دي، په داسې حال کې چې له یو شمېر نورو حالتونو لکه د شا په تخته له پرېوتو یا ولاړ حالت څخه هم ګټنه کېږي. ځینې مهال مراقبه د قدم وهلو په حالت کې هم کېږي چې هغو ته کینهین ویل کېږي، هغه مهال چې په یوه ساده چاره باندې بشپړ فکر کېږي هغو ته سامو ویل کېږي، خو که د شا په تخته باندې د څملاستې په حالت کې ورته فکر کېږي دغه ډول مراقبې ته نو بیا ساوسانا وايي. [۲۷][۲۸][۲۹]

فریکونسي سمول

د عالي مراقبې تخنیکونه په ورځ کې دوه ځله د شلو دقیقو لپاره د تمرین کولو لارښوونه کوي. یو شمېر تخنیکونه یې لږ مهال ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه د مراقبې په پیلنیو حالاتو کې لکه څه ډول چې ریچارډ ډېوېډسون د څېړنو پر مټ څرګندوي چې د ورځې یوازې اته دقیقې مراقبه کېدای شي پام وړ ګټه رامنځته کړي. یو شمېر څېړنې د ساده شفاهي یا ویډیويي ښوونو پر بنسټ د مراقبې پر مهال د پرمختګ څرګندويي کوي. یو شمېر مراقبه کوونکي بیا د اوږد مهال لپاره تمرین کوي په ځانګړې توګه هغه مهال چې د مراقبې په روزنیزه دوره او یا هم د اروايي پیاوړتیا په مهال کې وي. یو شمېر مراقبه کوونکي د مراقبې لپاره غوره مهال له لمر خاته څخه په مخکې ساعتونو کې مومي. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

ملاتړیزې لارې چارې سمول

له تسبېح څخه ګټنه سمول

په یو شمېر ادیانو کې د عبادتي مراقبې پر مهال له تسبېح (تسبو) څخه د وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي. ډیری تسبېح او یا هم عیسویانو ته ځانګړې تسبېح له مرواریدو یا داسې دانو څخه جوړېږي چې د یو تار پر مټ سره تړلې وي. رومن کاتولیک تسبېح له یوبل سره د تړلو مهرو هغه جوړښت دی چې په کې ۵ ټولګې شاملېږي چې هره یوه یې په جلا توګه لس کوچنۍ مهرې لري. د هندوانو جاپ مالا تسبېح ۱۰۸ مهرې لري (د دغو ۱۰۸ مهرو د هرې یوې شکل ځانته ځانګړی معنوی اهمیت لري) چې په ګائودیا ویشناوېزم، کرېشنا دود، جنېزم او همدارنګه په بودېزم کې کارول کېږي. د هرې مهرې اړول د یو مانترا په توګه حساب کېږي تر هغه مهاله چې یو کس د مالا دغه ټوله کړۍ بشپړوي. د مسلمانانو تسبېح ۹۹ مهرې لري. همدارنګه د تسبېح په جوړولو کې کارول کېدوني مواد له یو بل څخه ډېر توپیر لري. د رودراکشا ونې له دانو څخه جوړې شوې تسبېح د شیوا د فدایانو له خپلوا مقدسې ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې د ویشنو پیروان بیا هغو لرګینې تسبو ته چې د تولسي له بوټي جوړېږي درناوی لري. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د مراقبه کوونکي له خوا وهل سمول

بودايي ادبیات د روڼ آندۍ ګڼې کیسې لري چې د ښوونکو له خوا په خپلو زده کوونو باندې د ضربې وهلو له مخې رامنځته شوې شوې دي.

د ټي. ګریفیت فولک په خبره؛ په ذن کړنلار کې په تشویقي توګه په ځانګړي لرګي باندې په هغوی وار د مراقبې نه جلا کېدونې برخه وه:

د ۱۹۷۰مې لسیزې په نیمايي کې هغه مهال چې ما په رینزای صومعه کې زده کړه کوله د یو نه ویلي دود له مخې هغه راهبان به چې په صمیمانه او غوره بڼه ناست و د شدیدو او مکررو ضرباتو په واسطه به ورته درناوی کېده. هغه به چې ټنبل ګنل کېدل د سالون د لارښود له خوا به ورته پام نه کېده او که به هغوی د ضربې وهلو غوښتنه کوله په هغوی به یې کرار وار کاوه. هېچا هم د دغه «لرګي» معنی وه نه پوښته، چا توضیح هم نه کړه او نه هم هېچا د هغو له ګټنې شکایت وکړ. [۴۵]

د یو روایت کارونه سمول

تجربه کار مراقبه کوونکی او د عصبي چارو پوه ریچارډ ډیوېډسون څرګنده کړې چې د یو روایت لرل کېدای شي د ورځني تمرین په ساتنه کې مرسته وکړي. [۴۶]

سرچينې سمول

  1. Walsh او Shapiro 2006، صص. 228–229.
  2. Cahn او Polich 2006، ص. 180.
  3. Jevning، Wallace او Beidebach 1992، ص. 415.
  4. Goleman 1988، ص. 107.
  5. Dhavamony, Mariasusai (1982). Classical Hinduism (په انګلیسي ژبه کي). Università Gregoriana Editrice. د کتاب پاڼې 243. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-88-7652-482-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hölzel, Britta K.; Lazar, Sara W.; Gard, Tim; Schuman-Olivier, Zev; Vago, David R.; Ott, Ulrich (November 2011). "How Does Mindfulness Meditation Work? Proposing Mechanisms of Action From a Conceptual and Neural Perspective". Perspectives on Psychological Science: A Journal of the Association for Psychological Science. 6 (6): 537–559. doi:10.1177/1745691611419671. ISSN 1745-6916. PMID 26168376. S2CID 2218023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The Dalai Lama explains how to practice meditation properly". May 3, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Meditation: In Depth". NCCIH. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Goyal, M.; Singh, S.; Sibinga, E. M.; Gould, N. F.; Rowland-Seymour, A.; Sharma, R.; Berger, Z.; Sleicher, D.; Maron, D. D.; Shihab, H. M.; Ranasinghe, P. D.; Linn, S.; Saha, S.; Bass, E. B.; Haythornthwaite, J. A. (2014). "Meditation Programs for Psychological Stress and Well-being: A Systematic Review and Meta-analysis". JAMA Internal Medicine. 174 (3): 357–368. doi:10.1001/jamainternmed.2013.13018. PMC 4142584. PMID 24395196. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Shaner, Lynne; Kelly, Lisa; Rockwell, Donna; Curtis, Devorah (2016). "Calm Abiding". Journal of Humanistic Psychology. 57: 98. doi:10.1177/0022167815594556. S2CID 148410605. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. An universal etymological English dictionary 1773, London, by Nathan Bailey کينډۍ:ISBN.
  12. "Meditation". Online Etymology Dictionary, Douglas Harper. 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. The Oblate Life by Gervase Holdaway, 2008 کينډۍ:ISBN p. 115
  14. Sampaio, Cynthia Vieira Sanches; Lima, Manuela Garcia; Ladeia, Ana Marice (April 2017). "Meditation, Health and Scientific Investigations: Review of the Literature". Journal of Religion and Health (په انګلیسي ژبه کي). 56 (2): 411–427. doi:10.1007/s10943-016-0211-1. ISSN 0022-4197. PMID 26915053. S2CID 20088045. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Feuerstein, Georg (2006). "Yoga and Meditation (Dhyana)". Moksha Journal (1). OCLC 21878732. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. The verb root "dhyai" is listed as referring to "contemplate, meditate on" and "dhyāna" is listed as referring to "meditation; religious contemplation" on page 134 of Macdonell, Arthur Anthony (1971) [1929]. A practical Sanskrit dictionary with transliteration, accentuation and etymological analysis throughout. London: Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Mirahmadi, Sayyid Nurjan; Naqshbandi, Muhammad Nazim Adil al-Haqqani; Kabbani, Muhammad Hisham; Mirahmadi, Hedieh (2005). The healing power of sufi meditation. Fenton, MI: Naqshbandi Haqqani Sufi Order of America. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-930409-26-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Goleman 1988.
  19. Carroll, Mary (October 2005). "Divine Therapy: Teaching Reflective and Meditative Practices". Teaching Theology and Religion. 8 (4): 232–238. doi:10.1111/j.1467-9647.2005.00249.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Lutz, Antoine; Dunne, John D.; Davidson, Richard J. (2007). "Meditation and the Neuroscience of Consciousness: An Introduction". In Zelazo, Philip David; Moscovitch, Morris; Thompson, Evan (المحررون). The Cambridge Handbook of Consciousness. د کتاب پاڼي 499–552. doi:10.1017/CBO9780511816789.020. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780511816789. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Claudio Naranjo (1972) [1971], in: Naranjo and Orenstein, On the Psychology of Meditation. New York: Viking.
  22. Bond او نور 2009، ص. 135.
  23. Lutz, Dunne and Davidson, "Meditation and the Neuroscience of Consciousness: An Introduction" in The Cambridge handbook of consciousness by Philip David Zelazo, Morris Moscovitch, Evan Thompson, 2007 کينډۍ:ISBN pp. 499–551 (proof copy) (NB: pagination of published was 499–551 proof was 497–550). Archived March 3, 2012, at the Wayback Machine.
  24. "John Dunne's speech". د اصلي آرشيف څخه پر November 20, 2012 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Taylor, Eugene (1999). Murphy, Michael; Donovan, Steven; Taylor, Eugene (المحررون). "Introduction". The Physical and Psychological Effects of Meditation: A Review of Contemporary Research with a Comprehensive Bibliography 1931–1996: 1–32. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Robert Ornstein (1972) [1971], in: Naranjo and Orenstein, On the Psychology of Meditation. New York: Viking. کينډۍ:LCCN
  27. Mallinson, James; Singleton, Mark (2017). Roots of Yoga. Penguin Books. د کتاب پاڼي 86–87. OCLC 928480104. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-241-25304-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Meditation (savasana)". 14 August 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Ng, Teng-Kuan (2018). "Pedestrian Dharma: Slowness and Seeing in Tsai Ming-Liang's Walker". Religions. 9 (7): 200. doi:10.3390/rel9070200. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 5 July 2013 باندې). The Daily Habit Of These Outrageously Successful People. Huffington Post.
  31. "Mindful Breathing (Greater Good in Action)". ggia.berkeley.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Mindfulness#Meditation method
  33. "Neuroscientist Says Dalai Lama Gave Him 'a Total Wake-Up Call'". ABC News. 27 July 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Strait, Julia Englund; Strait, Gerald Gill; McClain, Maryellen Brunson; Casillas, Laurel; Streich, Kristin; Harper, Kristina; Gomez, Jocelyn (2020-01-27). "Classroom Mindfulness Education Effects on Meditation Frequency, Stress, and Self-Regulation". Teaching of Psychology (په انګلیسي ژبه کي). 47 (2): 162–168. doi:10.1177/0098628320901386. S2CID 213924577. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. . How Humankind Could Become Totally Useless.
  36. Kaul, P.; Passafiume, J; Sargent, C.R.; O'Hara, B.F. (2010). "Meditation acutely improves psychomotor vigilance, and may decrease sleep need". Behavioral and Brain Functions. 6: 47. doi:10.1186/1744-9081-6-47. PMC 2919439. PMID 20670413. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Questions & Answers – Dhamma Giri – Vipassana International Academy". www.giri.dhamma.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جون ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. . Brahmamuhurta: The best time for meditation.
  39. Mysteries of the Rosary by Stephen J. Binz 2005 کينډۍ:ISBN p. 3
  40. The everything Buddhism book by Jacky Sach 2003 کينډۍ:ISBN p. 175
  41. For a general overview, see Henry, Gray; Marriott, Susannah (2008). Beads of faith: pathways to meditation and spirituality using rosaries, prayer beads, and sacred words. Louisville, KY: Fons Vitae. OCLC 179839679. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-887752-95-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Chanting Hare Krishna on Japa Beads". Krishna.org – Real Krishna Consciousness (په انګلیسي ژبه کي). 2019-09-29. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Vishnu Devananda, Swami (1995). Meditation and mantras. Delhi: Motilal Banarsidass. د کتاب پاڼي 82–83. OCLC 50030094. د کتاب نړيواله کره شمېره 81-208-1615-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Simoons, Frederick J. (1998). Plants of life, plants of death. Madison, Wis.: University of Wisconsin Press. د کتاب پاڼي 7–40. OCLC 45733876. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-585-17620-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Foulk, T. Griffith (1998). "The Encouragement Stick: 7 Views". Tricycle (Winter). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "Neuroscientist Says Dalai Lama Gave Him 'a Total Wake-Up Call'". ABC News. 27 July 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)