مراد علي صاحبزاده

مراد علي صاحبزاده يو افغان ديني عالم، د قرآن مفسر، ژباړونکی، ليکوال، شاعر او د نحوې او صرف منلی استاد ؤ چې په دغه برخه کې يې گڼ شمېر کتابونه ليکلي دي.

مخينه

مراد علي صاحبزاده په ۱۲۲۰ ق كال د ننگرهار ولايت د كامې په ولسوالۍ كې وزېږېد د هغه پلار ستر ستانه حضرت سيد عبدالرحمن السيلاني مشهور په فقير صاحب دى چې د كامې په ولسوالۍ كې ښخ دى او له همدې كبله د هغه ټبر ته د فقير صاحب د ورثې خطاب كېږي.

زده کړې

نوموړي خپلې زده کړې په خپل کاله کې د خپل پلار نه ترلاسه کړي، همدا راز يې ديني مدرسو کې خپلې دينې زده کړې پرمخ بېولي.

ليکلي آثار

حضرت مراد علي صاحبزاده ۱۴۷ كاله پخوا قرآن عظيم الشان په دوو ټوكو كې په پښتو ژبه وژباړه چې څو ځلي په كلكته او پېښور كې خپور شوى دى، برسېره پر دې حضرت مولانا ليكوال، شاعر او د نحوې او صرف پياوړى استاد چې د يو شمېر ترسره شويو څېړنو له مخې په دغو برخو كې د ۲۴ اثارو او تصانيفو خاوند دى.

دا هم وگورۍ

قيام الدين خادم

سرچينې

د مراد علي صاحبزاده[مړه لينکونه] په اړه ځينې نور مالومات