مذهبی کثرت پالنه

مذهبی کثرت پالنه هغه چلند یا پالیسي ده چې د مذهبي اعتقادي نظامونو د توپیرونو په اړه په ټولنه کې شتون لري. چې کولای شي، له لاندې برخو نه یوه یا ډېرو ته اشاره وکړي:

د یوې ټولنې یا هېواد د مذهبي توپیرونو په رسمیت پېژندل او زغمل، د مذهب ازادۍ ته وده ورکول او د سیکولریزم تعریف د بې پلویتوب پر بنسټ (د دولت یا غیر فرقه ييز بنسټ) د مذهب په مسئلو کې لکه څنګه چې په عامه ډګر کې د مذهب مخالفت کول، د دین او دولت جلا کول، لکه څنګه چې د دښمن جلا کولو یا انټیتیزم سره مخالف دي.

د مذهبي ټول ګډون والي له څو ډولونو نه یو نړیوال نظر دا دی چې د یو کس خپل دین د حقایقو یوازینۍ او ځانګړې سرچینه نه ده او په دې توګه دا باید ومني چې لږ تر لږه ځینې حقیقتونه او ریښتیني ارزښتونه په نورو دینونو کې هم شتون لري.[۱]

د مذهبي کثرت پالنې تاریخچه سمول

کلتوري او مذهبي کثرت پالنه اوږد تاریخ او پرمختګ لري چې د لرغونې زمانې نه معاصرو تمایلاتو ته په وروستي عصر کې رسېږي.

د آلمان د مذهب فیلسوفان لودویګ فیورباخ او ارنسټ ترویلټش دې نتیجې ته ورسیدل چې آسیایي مذهبي دودونه، په ځانګړې توګه هندویزم او بودیزم، د مذهبي کثرت پالنې لومړني پلویان وو چې کسانو ته یې د خپلې عقیدې د غوره کولو او په هغې کې د شخصي مذهبي جوړښت رامنځته کولو ازادۍ ورکړې وه؛ جینیزم، د هند یو بل لرغونی دین او داویزم هم تل په ټولیزه توګه انعطاف منونکی دی او د اوږدې مودې راهیسې د هغو کسانو لپاره مذهبي کثرت پالنه خوښوي چې د دوی له مذهبي نظریاتو سره اختلاف لري. [۲][۳]

بهايي عقیده او د دین یووالی سمول

بهاء الله، د بهايي مذهب بنسټ ایښودونکی، هغه مذهب چې په پارس کې  یې وده کړې او په اسلام کې ریښې لري، چې د مذهبي تعصب د له منځه وړلو غوښتنه یې وکړه. هغه ښوونه وکړه چې خدای یو دی او دین د وخت په تېرېدو سره د خدای د ښکاره څرګندونو له لارې، د دین بنسټ ایښودونکو له خوا څرګند شوی. بهاء الله ښوونه وکړه چې بهايي باید د ټولو مذهبونو له خلکو سره ملتیا وکړي، که دا متقابل وي او که نه وي.[۴]

بودیزم سمول

د بودا عقیده، چې په بنسټیزه توګه د رامنځته شویو کړاوونو یا مصیبتونو د کمولو یا ردولو پر بنسټ رامنځته شوې، لکه د خپلې خور هندیک مذهبونو په څېر، له جلا کېدو سره مخالفت کوي او په کثرت پالنې ټینګار کوي. دا نه یوازې د بودا د ژوند په کیسه کې رانغاړل شوي، هغه مخکې له دې پرېکړې چې په یوازې توګه د روښانتیا په لټه کې شي، خپله د ډېریو مرشدانو په لټه کې و چې د بودا په کتاب کې یې هم یادونه شوې.

عیسویت سمول

ځینې ​​عیسویان استدلال کوي چې مذهبي کثرت پالنه یوه باطله یا د ځان متضاد مفهوم دی.[۵]

د مذهبي کثرت پالنې اعظمي ډولونه ادعا کوي، چې ټول مذهبونه په مساوي توګه ریښتوني دي، یا دا چې یو دین د یوې ډلې لپاره او بل دین د نورو لپاره ریښتیا وي. ډېری عیسویان دا نظر د تضاد له اصولو نه په منطقي توګه ناممکن ګڼي. دوه لویېمسیحي څانګې، کاتولیک کلیسا او د ختیځ ارتودوکس کلیسا، دواړه ادعا کوي چې :«یوه ریښتینې کلیسا» ده او دا چې «د ریښتینې کلیسا نه بهر هیڅ ژغورنه نشته»؛ پروتستانتيزم که څه هم، چې ډېر بېلابېل مذهبونه لري، په دې برخه کې يو شان نظريه نه لري او د مذهبي کثرت پالنې په اړه بېلابېل دريځونه لري.[۶][۷][۸]

هیندویزم سمول

هندویزم په طبیعي ډول کثرت پالنه ده، ځکه چې « بېلابېل الهي ډولونه او استازي مني، چې دا پوهه ټوله د دوی د ستر ذات برهمن سره په تړاو کې ده». تاریخپوهان استدلال کوي چې: د برصغیر د بېلابېلو هندي مذهبونو تر منځ توپیرونه د دوی د ځانګړي تدوین او جلا کېدو نه مخکې د انګلیس د هڅو په بهیر کې د بېلابېلو هندي فلسفو لیست کولو له مخې روښانه شوي.[۹]

سربیره پردې، هندویزم په خپله ترټولو لوی زوړ مذهب دی، چې د ځانګړو مذهبي دودونو پر وړاندې د نسبي ضدیت نشتوالی تشرېح کوي - او له همدې امله هندو مذهب په نورو مذهبونو کې د حقایقو درجې په منلو کې هیڅ الهیاتي ستونزه نه لري.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

اسلام سمول

د اسلام د لارښوونې لومړنۍ سرچینې، یعنې قرآن او احادیث، د یوه کس د عقیدې د عملي کولو بنسټیز حق ته وده ورکوي. په اسلام کې د مذهبي کثرت پالنې منل تراوسه د بحث فعاله موضوع ده، په هرحال، د اسلامي پوهانو لوی اکثریت او تاریخي شواهد د اسلام ژمنتیا څرګندوي، چې په دین کې هیڅ ډول جبر یا زور زیاتی نشته او د نسبي زغم په شرایطو کې له کثرت پالنې نه ملاتړ کوي.[۱۴][۱۵][۱۶]

حامد کاظم زاده، یو کثرت پال مستشرق استدلال کوي چې: زموږ کلتوري مطلقیت نن ورځ تر سخت فشار لاندې دی او د امپریالیزم دوه ګونی فشار او د حیرانتیا وړ پیاوړي ګواښونه چې د مسلمانانو ذهنیت یې د کثرت پال هویت خوا ته اړولی دی او بیا یې د اسلامي تمدن په لومړیو کې د نورو ادیانو پر وړاندې د اسلام د پیغمبر د تګلارې طریقه روښانه کړه.

تصوف سمول

صوفیان په یوه ټاکلي وخت کې په اسلام کې د باطني عرفاني دودونو پیروان وو. تصوف د خلکو په ژبه د صوفی استاد یا پیر (صوفیزم) یا فقیر یا ولي له خوا د نڅا او سندرو ویلو له لارې تعریف شوی او بېلابېلې فلسفې، الهیات، ایډیالوژۍ او مذهبونه سره یوځای کوي (د بیلګې په توګه: عیسویت، یهودیت، بې دیني، اپلاتوني، زرتشتیزم، بودیزم، هندویزم، سیک مذهب او داسې نور د وخت په تېرېدو سره) یوځای کوي.

نامتو صوفي ښوونکي دا دي: رومي، شادلي، شيخ فريد، بلي شاه، شاه حسين، شمس تبريزي، وارث شاه، الغزالي، ميا مير، عطار نيشاپوری، امير خسرو، سليم چشتي. صوفیان د ډېرو خلکوله خوا د الهامونو او د سولې د پیغامونو، زغم، مساوات، کثرت پالنې، د ټولو لپاره د مینې او له هیچا سره د کرکې، انسان خوښوونکي، فیلسوفان او ارواپوهان ګڼل کېږي.

احمدیه سمول

احمدیان د نړۍ د مذهبونو ډېری بنسټ ایښودونکي د خدای له خوا پیژني، دوی وايي چې: هغوی ټولو خلکو ته د خدای له خوا تعلیم او لارښوونې راوړې دي. د احمديانو د پوهې له مخې د بشر په تاريخ کې هر قوم ته يو پیغمبر رالېږل شوى دى، لکه قرآن چې فرمايي: او د هر امت لپاره لارښود دى. که څه هم قرآن یوازې د ۲۴ پیغمبرانو د اسلام بنسټ اېښودونکو په توګه یادونه کوي، خو محمد (ص) وايي چې: نړۍ ۱۲۴۰۰۰ پیغمبران لیدلي دي. په دې توګه په قرآن کې په ذکر شویو پیغمبرانو سربیره، احمدیان هم د دیني مطالعاتو په مرسته بودا، کرشنا، د چینایي مذهبونو بنسټ ایښودونکي د الهی ټاکل شویو کسانو په توګه پېژني.[۱۷][۱۸]

جینیزم سمول

انکانتاوادا، د نسبي کثرت پالنې اصول، د جینیزم یو له بنسټیزو اصولو نه دی. په دې نظر کې، حقیقت یا رښتیا له بېلابېلو لارو نه په جلا توګه لیدل کیږي او هیڅ یو نظر بشپړ حقیقت نه دی. د جين نظريه وايي چې: يو څيز د وجود او ځانګړتياوو لامحدود ډولونه لري او د انسانانو د ذاتي محدوديتونو له امله، په ټولو اړخونو او څرګندونو کې په بشپړ ډول درک کېدای نه شي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سیکیزم سمول

سیکانو د دې نظر ملاتړ کړی چې د ټولو عقایدو پیروان د نیکو او ښو اعمالو په کولو او د رب په یادولو سره په یقیني توګه ژغورل کېدای شي. سیکانو ته ویل کیږي چې د معنوي روښانتیا د ترلاسه کولو لپاره د ممکنه وسایطو په توګه ټولې مخکښې عقیدې دې ومني، د دوی د پیغمبرانو او مشرانو په اړه وفاداره مطالعه، فکر او عمل وکړي. سیک مذهب له تصوف او هندویزم سره ډېرې نږدې اړیکې درلودې، پر هغوی یې هم اغېز وکړ او د دوی تر اغېز لاندې هم راغی.

مذهبي کثرت پالنه او د بشري خدمتونو مسلکونه سمول

د مذهبي کثرت پالنې مفهوم، د بشري خدمتونو مسلکونو سره هم تړاو لري، لکه ارواپوهنه او ټولنیز کار، طب او نرسنګ، چې مسلکي روزل شوي کسان کولای شي، د بېلابېلو عقیدو او دودونو درلودونکو پیرودونکو سره متقابله اړیکه ونیسي. [۲۴][۲۵][۲۶]

سرچینې سمول

  1. Silk, Mark (July 2007), Defining Religious Pluralism in America: A Regional Analysis, 612, د کتاب پاڼي 64–81 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Chad Meister (2010), The Oxford Handbook of Religious Diversity, Oxford University Press, ISBN 978-0195340136, pp. 62-72
  3. Roof & McKinney (1985), Denominational America and the new religious pluralism, The Annals of the American Academy of Political and Social Science, 480(1), pp. 24-38
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Why Jesus? Article stating that Jesus is the saviour and not Mohammed or Buddha—see second part of this article.
  6. Defending Salvation Through Christ Alone Archived 2009-10-03 at the Wayback Machine. By Jason Carlson, Christian Ministries International
  7. p. 168, Timothy Bradshaw (1998), "John Macquarrie," in: Alister E. McGrath (ed). The SPCK Handbook of Anglican Theologians (pp. 167-168). London: SPCK. ISBN 978-0-281-05145-8
  8. John Macquarrie (1996). Mediators between human and divine: From Moses to Muhammad. New York: Continuum. ISBN 0-8264-1170-3
  9. . Hinduism.
  10. See Swami Bhaskarananda, Essentials of Hinduism (Viveka Press 2002) ISBN 1-884852-04-1
  11. T. Depurucker (January 2003). An Occult Glossary:A Compendium of Oriental and Theosophical Terms. Kessinger Publishing. د کتاب پاڼې 130. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780766129757. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Arvind Sharma (2006). A Guide to Hindu Spirituality. World Wisdom. د کتاب پاڼي 38–43, 68–75. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-933316-17-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Richard King (2013). Orientalism and Religion: Post-Colonial Theory, India and "The Mystic East". Routledge. د کتاب پاڼي 128–132. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-63234-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Cole & Hammond (1974), Religious pluralism, legal development, and societal complexity: rudimentary forms of civil religion, Journal for the Scientific Study of Religion, Vol. 13, No. 2, pp. 177-189
  15. Michael Bonner (2008), Jihad in Islamic History: Doctrines and Practice, Princeton University Press, ISBN 978-0691138381, pp. 23-31
  16. Kazemzadeh, Hamed (January 2017). "Hamed Kazemzadeh: Pluralism and Democracy in Islam". Internal Journal of Acpcs. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Introduction to the Study of the Holy Qur’an" by Mirza Bashir-ud-Din Mahmood Ahmad. Part 2, Argument 4 Section labeled "A Grand Conception"
  18. "A Message of Peace" by Mirza Ghulam Ahmad, pg. 6
  19. Dundas (2002) p.231
  20. Koller, John M. (July, 2000) pp.400-7
  21. Hughes, Marilynn (2005) p.590-1
  22. Jaini, Padmanabh (1998) p.91
  23. Schwartz, Wm. Andrew (2018). The Metaphysics of Paradox: Jainism, Absolute Relativity, and Religious Pluralism. Lexington Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4985-6392-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Kenneth I. Pargament (1997). The psychology of religion and coping: Theory, research, practice. New York: Guilford. ISBN 978-1-57230-664-6
  25. Brian J. Zinnbauer & Kenneth I. Pargament (2000). Working with the sacred: Four approaches to religious and spiritual issues in counseling. Journal of Counseling & Development, v78 n2, pp162-171. ISSN 0748-9633
  26. Nils Friberg (2001). The role of the chaplain in spiritual care. In David O. Moberg, Aging and spirituality: spiritual dimensions of aging theory, research (p. 177-190). Routledge. ISBN 978-0-7890-0939-5 (NB: The quotation is discussing residents in nursing homes)