مداومه جګړه

مداومه جګړه، چې د شوروي او فنلنډ د دویمې جګړې په نوم هم یادیږي، د دویمې نړیوالې جګړې د یوې برخې په توګه له ۱۹۴۱ تر ۱۹۴۴ کلونو پورې د شوروي پر وړاندې د نازي المان او فنلنډ جګړه وه. دا جګړه د شوروي په تاريخي لیکنو کې د فنلنډ جبهې د لویې هېوادنۍ جګړې په نوم یاديږي. المان په سیمه کې خپل عملیات په ختيځه جبهه کې خپلې ټولیزې جنګي هڅې ونومولې او فنلنډ ته يې د اقتصادي مرستو په ګډون خپلې بنسټیزي مادي او پوځي مرستې ولېږلې. [۱]

دوامداره جګړه تر ژمنۍ جګړې ۱۵ میاشتې وروسته پیل شوه، چې هغه هم د فنلنډ او شوروي اتحاد تر منځ جګړه وه. د فنلنډ د یر غل تر شا بېلابېل دلیلونه وړاندیز شوي چې د ژمنۍ جګړې په بهیر کې د لاسه ورکړل شویو خاورو بېرته خپلول یې تر ټولو عام لامل و. د نښتې لپاره نور لاملونه له لوی فنلنډ څخه د فنلنډي ولسمشر ریستو ریټي لیدلوری او د ختيځې کارلیا د ضمیمه کولو لپاره د پوځ د لوی درستیز کارل ګوسټاف ایمېل مانیرهېم هيله وه. د برید پلانونه په ګډه توګه د ورماخت او د فنلنډ د پوځي او سیاسي مشرانو د ډلګۍ له‌خوا جوړ شول او نور دولت بې‌خبره پاتې شو. په نښته کې له همکارۍ سره سره، فنلنډ هېڅکله درې‌اړخیزه تړون لاسلیک نه کړ، که څه هم د انټي-کمېنټرېن تړون (کمونیست ضد تړون) یې لاسلیک کړ. د فنلنډ مشرتابه له المان سره خپل اتحاد له خپل ځان څخه د دفاع په توګه توجه کړه.   

د ۱۹۴۱ کال د جون په ۲۲مه المان پر شوروي اتحاد خپل یرغل پیل کړ. درې ورځې وروسته شوروي اتحاد د فنلنډ پر ښارونو یو هوايي برید ترسره کړ چې له امله يې فنلنډ د جګړې اعلان وکړ او په فنلنډ کې مېشتو الماني سرتېرو ته يې د بریدګرې جګړې د پیل اجازه ورکړه. د ۱۹۴۱ کال په سېپټمبر کې فنلنډ له شوروي اتحاد سره تر ژمنۍ جګړې وروسته خپل امتیازات چې د کارلين تنګۍ او لاډوګا کارلیا وو بېرته واخیستل. له‌دې سره فنلنډي پوځ د ختيځې کارلیا د فتحې په بهیر کې له ۱۹۳۹ پولې څخه هاخوا برید ته دوام ورکړ او روسي ښار پتروزاوډېسک يې په‌کې شامل کړ او یوازې د لنينګراډ له مرکز څخه نږدې ۳۰-۳۲ کیلومتره (۱۹ تا ۲۰ مایله) لرې يې برید ودراوه. تر ۱۹۴۴ کال پورې يې د شمالي تدارکاتي لارو له تړلو او خندقونو له کېندلو سره ښار په محاصره کې ساتلی و.

په لاپلانډ کې د المان او فنلنډ ګډو ځواکونو ونه شو کولی چې مومانسک فتحه کړي یا هم د کیروف (مومانسک) د رېل پټلۍ چې د شوروي د تجهیزاتو لپاره یوه ترانزیتي لار وه پرې کړي. دا جګړه یوازې له کوچنیو نښتو سره تثبیت شوه تر هغه چې د جګړې څپه د المان لور ته وروګرځېده او د ۱۹۴۴ کال په جون کې د شوروي د ویبورګ-پټروزاووډسک ستراتيژيک برید پيل شو. دې برید فنلنډیان له ډېری هغه سیمو څخه وشړل چې د جګړې په بهیر کې يې ترلاسه کړې وې خو د فنلنډ پوځ د ۱۹۴۴ کال په اګست کې خپل برید ودراوه.

د فنلنډ او شوروي اتحاد تر منځ دوښمني له اوربند سره پای ته ورسېده چې د ۱۹۴۴ کال د سېپتمبر په پنځمه دواړه لوري راوبلل شول او د ۱۹۴۴ کال د سېپټمبر په ۱۹مه د مسکو د اوربند په نوم په رسمي ډول لاسلیک شو. د دې تړون له شرطونو څخه یو هم د الماني پوځیانو بې وسلې کول یا اخراجول و چې د فنلنډ په خاوره کې د فنلنډ او المان تر منځ د لاپلانډ د جګړې لامل شول.

د فنلنډ او کوچني محوره هېوادونو لپاره دويمه نړیواله جګړه په رسمي ډول په ۱۹۴۷ کال کې د پاریس د سولې تړونونو له لاسیک سره پای ته ورسېده. چې د ۱۹۴۴ کال د اوربند ارضي شرایط يې ومنل: چې د مسکو د ۱۹۴۰ کال د سولې تړون پر بنسټ د پولو بېرته ستنول، د پتسامو ښار (په روسي ژبه: Пе́ченгский райо́н, Pechengsky raion) ورکول او شوروي ته د پورکالا ټاپو په اجاره ورکول وو. پردې سربېره فنلنډ مکلف و چې شوروي اتحاد ته ۳۰۰ میلیون امریکايي ډالره (چې په ۲۰۲۱ کال کې د ۸ میلیارده ډالرو معادل دي) جنګي غرامت ورکړي او د جګړې له جزي مسؤلیت منلو سره دا هم ومني چې د المان متحد و. د شوروي اتحاد د فشار له امله فنلنډ اړ شو چې د مارشال پلان (له بهرنیو مرستو څخه په معقول ډول د ګټې اخیستنې پرګرام) مرستې رد کړي.  [۲][۳]

په تلفاتو کې ۶۳۲۰۰ فلنډيان او ۲۳۲۰۰ المانیان مړه یا لادرکه شول د جګړې په بهیر کې ۱۵۸۰۰۰ فنلنډیان او ۶۰۴۰۰ المانیان ټپیان شول. د شوروي د تلفاتو په اړه داسې اټکل کېږي چې ۲۵۰۰۰۰ تر ۳۰۵۰۰۰ کسان مړه او ۵۷۵۰۰۰ کسان ټپیان یا ناروغ شوي وي.

مخینه سمول

ژمنۍ جګړه سمول

د ۱۹۳۹ کال په اګست کې شوروي اتحاد او المان د مولوتوف-ریبنټروپ تړون لاسلیک کړ چې په هغه کې دواړو لورو پرېکړه وکړه چې د فنلنډ، استونیا، لېتوانیا، پولنډ او رومانیا خپلواک هېوادونه د خپلې خوښې پر نفوذي سیمو ووېشي او فنلنډ د شوري نفوذي سیمه شي. یوه اونۍ وروسته جرمني پر پولنډ برید وکړ چې د المان پر وړاندې د فرانسې او بریتانیا د جګړې د اعلان لامل شو. شوروي اتحاد د سېپټمبر په ۱۷مه د پولنډ پر ختيځ برید وکړ. مسکو خپل پام بالتیک هېوادونو ته وروګرځاوه او له هغوی څخه يې وغوښتل چې د شوروي یوې پوځي اډې جوړولو ته اجازه ورکړي او پوځيان يې د هغوی پر خاوره مېشت شي. بالتیک دولتونو دا غوښتنه ومنله او د سېپټمبر او اکتوبر په میاشتو کې يې هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل. [۴][۵][۶]

د ۱۹۳۹ کال په اکتوبر کې شوروي اتحاد له فنلنډ سره د مذاکرې هڅه وکړه تر څو د فنلنډ په خاوره کې د کارلي تنګۍ او د فنلنډ خليج ټاپوګانو هغوی ته پرېږدي او د فنلنډ پلازمينې هلسېنګي ته څېرمه د شوروي د یوې پوځي اډې جوولو ته اجازه ورکړي. د فنلنډ دولت دا غوښتنې ونه منلې او سره پوځ د ۱۹۳۹ کال د نوامبر په ۳۰مه پر فنلنډ برید وکړ. شوروي اتحاد د ملګرو ملتونو له ټولنې څخه وويستل شو او د دغې ناقانونه برید له امله د نړیوالې ټولنې له‌خوا محکوم شو. فنلنډ د بهرني ملاتړ ژمنه ترلاسه کړه خو په حقیقت له سویډن پرته ډېره لږ مرسته ورسره وشوه. د مسکو د سولې تړون ۱۰۵ ورځنۍ ژمنۍ جګړه پای ته ورسوله او لنډمهاله سوله يې پيل کړه. د دې تړون د ګټې په توګه فنلنډ د خپلې خاورې ۹ سلنه ملي برخه او ۱۳ سلنه خپل اقتصادي ظرفیت شوروي اتحاد ته وسپاره. له ورکړل شویو سیمو څخه نږدې ۴۲۰۰۰۰ کډوال بیامېشت کړای شول. فنلنډ د شوروي له‌خوا د ټول هېواد له فتحې څخه ډه‌ډه وکړه او خپل حاکمیت يې خوندي کړ. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

تر جګړې مخکې د فنلنډ بهرنی سیاست د اروپا د شمال هېوادونو او د ملګرو ملتونو د څو اړخیز ملاتړ د تضمین پر بنسټ و خو دا پالیسي ناکامه بلل کېده. تر جګړې وروسته د فنلنډ عامه افکار د فنلنډ د کارلیا د بیا فتحه کولو پلوي وو. دولت ملي دفاع خپل لومړتوب وبلله او پوځي لګښتونو نږدې د عمومي لګښتونو نیمايي برخه جوړوله. فنلنډ د ژمنۍ جګړې په بهیر کې او تر هغه لږ ځنډ وروسته جنګي تجهیزات ترلاسه او وپېرل. په همدې توګه د فنلنډ مشرتابه غوښتل په خپل ټول هېواد کې د یوالې روحیه چې د ژمنۍ جګړې په بهیر کې محسوسېده خوندي کړي. د سپین ګارد د بېل‌والي دود د مې مياشتې په ۱۶مه د فنلنډ د کورنۍ جګړې له بریا سره پای ته ورسېد.  [۸][۱۵][۱۶]

شوروي اتحاد د فنلنډ په سویلي سمندرغاړو کې پلازمېنې هلسینګي ته نږدې د هانکو سمندري اډه ترلاسه کړې وه، چېرته چې له ۳۰۰۰۰ څخه زیات شوري پوځي پرسونل مېشت و. د فنلنډ او شوروي اتحاد اړیکې د سولې د یواړخیز تړون تر لاسلیک وروسته خړې‌ پاتې شوې او د دې تړون د پلي کېدو په اړه اختلافات موجود وو. فنلنډ د شوروي اتحاد له‌خوا د ډېرو ارضي یرغلونو پر وړاندې د امنیت په لټه کې و او ناروې او سويډن ته يې د بېلابېلو متقابلو دفاعی تړونونو وړاندیز وکړ، خو دا نوښتونه د مسکو له‌خوا خنثی شو. [۸][۱۷][۱۸]

سرچينې سمول

  1. "RG 84: Finland". National Archives. 15 August 2016. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Treaty of Peace With Finland". 1947. د کتاب پاڼې 229. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Tallgren, Immi (2014). "Martyrs and Scapegoats of the Nation? The Finnish War-Responsibility Trial, 1945–1946". Historical Origins of International Criminal Law. 2 (21): 512. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Vehviläinen 2002، ص. 33.
  5. Vehviläinen 2002، ص. 31.
  6. Vehviläinen 2002، ص. 30.
  7. Vehviläinen 2002، ص. 70.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ Vehviläinen 2002، ص. 75.
  9. Kirby 2006، ص. 215.
  10. Vehviläinen 2002، ص. 69.
  11. Vehviläinen 2002، ص. 65.
  12. Vehviläinen 2002، ص. 49.
  13. Vehviläinen 2002، ص. 44.
  14. Vehviläinen 2002، ص. 39.
  15. Vehviläinen 2002، ص. 76.
  16. Vehviläinen 2002، ص. 74.
  17. Kirby 2006، ص. 216.
  18. Vehviläinen 2002، ص. 77.