ولسي شاعر محمد نور د محمد مير زوى او د طا لب لمسی دي ، چه په ١٢٤٣ ش کال د اوزبين په سيمه کې زيږېدلي ، او په وړکو ټيوالي کي د لغمان د اليشنگ ولسوالۍ د غازي اباد سيمې ته راغلى او تر يوه وخته پورې هلته اوسيده . خداى بښلي محمد نور ويلي ، چي موږ ښا يسته زيات عمر د مخه له غازي اباده كډه کړي وه او د لغمان مرکز سلطان غازي بابا په بانډه کي مو ژوند کاوه او د ژوند تر پايه همدلته وو. محمد نور ليک او لوست نه شو کولاي او يو نالوستى شاعر وو . سربېره پر خپلې مورنۍ ژبې (پښتو) په پشه يې او دري هم پوهېده او له پښتو سره پر دغو نورو ژبو هم شعرونه هم لري .

سرچينې

  1. سمسور - د پښتو شعرونو مخ Archived 2020-10-03 at the Wayback Machine.

باندنۍ تړنې