محمد نسيم نوري


محمد نسیم نوري د ارواښاد عبدالواحد صاحبزاده زوی، د ارواښاد غلام نبي صاحبزاده مشهور په ( اغا صاحبزاده ) لمسی او د رحمت الله صاحبزاده کړوسی دئ.

ارواښاد نوري په (۱۳۳۲هـ.ق.) يا (۱۲۹۱ش.) کال د کندهار په (کوچني کارېزک) کلي کي زېږېدلی دئ.

نسیم نوري د محمد ګل نوري ورور وو، شهيد پتیال وایي: «استاد محمدګل نوري دوی څلور وروڼه ول، چي مشر ئې ملا عبدالظاهر ور پسې استاد محمدګل نوري، بل ورور ئې محمد نسیم نوري وو او کشر ئې حاجي عبدالحق نوري نومېدی.»

ښاغلی نوري په قد میانه، سپین پوستی، خنده رویه او د پښتني احساساتو څښتن زلمی وو؛ د کندهاريانو په اصطلاح ځوان سړی وو. محمد نسیم نوري یو ټولنیز، له ملګرو سره وفادار، وطن او ژبي ته ژمن، په اداري کارونو کي سخت محتاط او اصولي، په مجلس کي د یو طنزیه انداز خاوند، خو په شخصي او کورني ژوند کي ډېر ځپلی او غمجن انسان وو. دی له مادي لحاظه سخت کمزوری وو او په دغه خاطر ئې څوک په کیسه کي هم نه ول، نه ئې یارانو څه مرسته ور سره کړې وه او نه ئې مرکزي دولت په کيسه کي سوی وو.

ارواښاد محمد نسیم نوري هم د خپل ځپلي ورور غوندي ځپلی ژوند لاره، آن بېخي د فقیرۍ ژوند ئې وو. 

مرحوم نوري زده‌کړي په خصوصي توګه کړي وې او د عربي او دري متداول کتابونه ئې هم لوستي ول.

دی لومړی د کندهار په پښتو انجمن کي مامور وو، بیا و طلوع افغان اخبار ته ولاړی، تر ډېره وخته د طلوع افغان د ورځپاڼي محرر وو.

په (۱۳۲۲هـ.ش.) کال په کندهار کي د اژانس مامور وو، بیا څه وخت د حاجي نظرجان میرزا وو، په همدې خاطر په (میرزا نسیم نوري) مشهور هم وو.

مرحوم نوري منظومي او منثوري ليکني کړي، آثار ئې په طلوع افغان، پښتو مجله او کابل مجله کي نشر سوي دي؛ خو تر اوسه په مجموعي ډول را ټول سوي نه دي، چي مستقل دي چاپ سي.

تر دې برعلاوه ده نور کتابونه هم لیکلي دي خو اوس یا ورک دي یا هم لاس ته نه دي راغلي.

ده په يوه ليکنه کي ليکلي ول چي (د قندهار مزارات)، (پښتو ادبي نقلونه) او (بسمل مصلفه) ئې پښتو ټولني ته د چاپ له پاره ولېږل، خو بيا ئې و نه ليدل او د هغې خوا سول. 

د ده يو بل کتاب (د کندهار محلي لوبي) وو او د شعرو څو نور کتابونه ئې هم درلودل، چي تر اوسه په دغو کي يو کتاب هم نه دئ چاپ سوی.

مرحوم نوري په کندهار کي د خپلي زمانې ډېر مشهور شاعر وو او په هغه وخت کي د ډېرو سرلارو شاعرانو د مخ په کتار کي درېدی.

ده د خپل ژوند کړېدلی او دردېدلی حالت په شعر کي بیان کړی دئ.

دغه ځپلی شاعر او لیکوال په (۱۳۹۴.) کال د بلوچستان د سرانانو په کلي کي په ډېري غریبۍ او پردېسۍ کي له دنیا څخه مرور ولاړ.

د کلام نمونه:

و هر چا ته تر خوله باسم دا آواز

ژر په ګور دي سي هغه چي وي چمباز

د نفرت وړ دئ هغه چي چمبازي کا

او په خوله وي بیا له تا سره دمساز

منفعت د ځان یې وي په نظر کښي

مګر ستا سره خبري کړي په ناز

په جار جار او په قربان به خپل کار وکه

په باطن کښي منافق به وي غماز

مسلمـان ته به لنګته د چم ګښیږدي

خوار به غوزار کي نو ځان بولي سر فراز

شپه او ورځ یې ذکر فکر وي په چم کي

مسلمـان ته وي په پټه تیر انداز

د غرېب آل و عیال کړي در بدره

دا کړي ځکه ثـروت کړ دی بې نیاز

دا اسلام کښي خیانت و چلبازي ده

اختـــه مــــه شـــه مسلمـــــان په دغه راز

چمبــــازي و محیلـي و مګـاري خپــــــــل

زیاتي پرېږده نور یې مکړه پسي دراز

د «محمد نسیم» هر چا تـه نصیحت دئ

په رشتیـا د هر مسلم سـه دلنواز


  1. الله_نظر_محمدي


کاشـــــــــــکي زما قلم پلاس صراحي ډکه

وای ګوښه د يــــــــار صفت مي په ليکلای

محبت کي خـــــــــــــــماري په ميخانه کي

غوړپ د ميو صراحــــــــــــي مي خندولای

يمه رنـــــــــــــــد د خرابات مصلحت وينم

سر تور سر د يـــــــار په پښو کي لغړېدلای

له وحشته بې طاقت سليـــــــــماني حبس

د قــــــــــــــلم په څېر پر سر زه ګرځېدلای

اور به نلري ســــــــوزش نه به ترې ډار سم

محبت کي د جانـــــــــــــان چي ورلوېدلای

د نسيـــــــــــم په مرګ و ژوند څه اړه نسته

يو مقصد دئ چي مي خپل محبوب ليدلای


د مرحوم محمد نسيم نوري يو کتاب د رجوم الشياطين پنامه د حاجي محمد الدين بارک لخوا چاپ سو; د کتاب کلام ټول صوفيانه دئ او وعظ دئ خو ددې تر څنګ د هغه بله د کلام ټولګه چي جاذب او جالب عناصر لري چي هغه مينه، حسن او مزاحمت دئ; متاسفانه چي ضايع سوی دئ.


ښاغلى سرجن ډاکټر حبيب الله اسحاقي صاحب د مرحوم محمدنسيم نوري پۀ اړه داسي تبصره کوي:

مرحوم محمدنسيم نوري يو د وېاړه ډک شخص ؤ. هغه يو ډېرمشفق او بهترين استاد ؤ، هغوي ډېري عمده ليکني کولي، اعلى درجه خطاط ؤ.

تر کومه حده چې زما تعلق دئ؛ زه د پنځوکالو وم، لمړى ځل هغوى ما ته قلم پۀ ګتو کي راکړ، زما اولين استاد ؤ، همېش به يې دا،توصيه راته کول چې بايد د نورو علومو تر څنګ ماډرن سائنس او انګرېزي ژبه هم زده کړم.

هرکله به يې راته وئيل چې دپښتو ژبي ترڅنګ د انګريزي ژبي زدکړه پدې هم مهمه ده چې ډېر نور علمي او سائنسي کتابونه پۀ هغه ژبه کي ليکل سويدي خو پۀ پښتو ژبه کي حتا پۀ پۀ عربي، فارسي اواردو ژبو کي لاهم نسته.

کله چې زه مکتب ته شامل سوم هغوى زه ډېر وستائلم او تشويق يې کړم؛ همدغه سبب سو چې د مکتب پۀ امتحانونو کې زه لمړى درجه بريالى راتلم او دا لړۍ تر اوس پوري دوام لري.

زه د هغوى د درس او تدريس څخه انتهايي ښې خاطرې لرم، او دا د هغوى راهنمائي ده چې زه نن د زدکړي پر کوم مقام قرار لرم.

تاريخ تېريږي خو پۀ تاريخ کي خاطرې او کارنامې پاتي کيږي.

هغوى يو ترقي پسند او وطنپرست لارښود ؤ، که څه هم هغوى پۀ ډېر سخت غربت او نادارۍ کي وفات سو خو زه به د وخت دا بېرحمي او بېرخي هيڅکله هېره نه کړم.

د هغوى ياداښتونه به همېشه ژوندي وي، د هغوى خاطرې به تر ژونده زما پۀ ذهن کي پاتي وي. الله ج دي يې روح پر ارام ولري.

زه ستاسو ستاينه کوم چې د هغوى کتاب مو چاپ کړ، هغوى ډېر اشعار درلودل چې متاسفانه غلا سويدي.

ستاسو دا اقدام ناقابل فراموش دئ چي د مرحوم محمدنسيم نوري صاحب نوم مو ژوندئ کړ.

ژوندي اوسئ ښې هيلي.