محمد فريد بزگر (۱۳ د غبرگولي، ۱۳۳۹ ل - ) (په انگرېزي: Mohammad Farid Bazger) يو افغان درملگر، ژباړن او ليکوال دی. هغه د ختيځ بيارغونې موسسې (KOR) بنسټگر او مشر دی. د دې تر څنگ د فريد بزگر بنسټ مشر هم دی. په بېلابېلو نړېوالو تنظيمونو او غېر دولتي موسسو کې يې کار کړی. د خبريالۍ په ډگر کې هم د تجربې خاوند دی او يو شمېر کتابونه يې ليکلي او ژباړلي هم دي.

ډاکټر محمد فريد بزگر

مخينه

محمد فريد بزگر د عبدالقيوم بزگر زوی په ۱۳۳۹ ه ل د غبرگولي (جوزا) د مياشتې په ۱۳مه د کونړ ولايت، د نرنگ ولسوالۍ د چهارقلعه کلي کې زيږېدلی دی.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې د همدغې سيمې د نرنگ په ليسه کې (تر اووم ټولگي) ترسره کړي. دويمې زده کړې يې تر دولسم ټولگي پورې د کابل په حبيبيه ليسه کې سر ته رسولي او په کال ۱۳۵۸ ه ل کې د همدغې ليسې د ساينس د څانگې څخه فارغ شوی دی. د پوهنتون په کانکور کې د لوړو نومرو په حاصلولو سره د وخت رژيم د لوړو زده کړو لپاره د ممتازو محصلينو په نوم بهر ته استاوه خو د کورنۍ او خپلې نه خوښې د کبله يې د کابل طب په معالجوي څانگه کې درس ته دوام ورکړ او د ۱۳۶۵ ه ل کال د کب په مياشت کې د دغه پوهنځې د معالجي طب څخه فارغ شوی دی.

دندې

د پوهنتون څخه تر فارغېدلو وروسته د کابل په عدلي طب کې يو څه وخت دنده تر سره کړې او په ۱۹۸۸ ز. کال کې د کورنۍ سره د کورنيو جگړو د کبله پيښور ته کډوال شو. د هجرت په چاپيريال کې يې د مخلتفو موسسو سره د ډاکټر په صفت کار کړی او په ترڅ کې يې خپلو زده کړو ته د ادارې، ژورناليرم او صحي برخو کې دوام ورکړی. چې په دې لړ کې يې د ژورناليزم يو نيم کلن کورس، د سترگو شپږ مياشتينی اساسي کورس د افغان ډاکټرانو لپاره د يادونې وړ دی. نژدې ۱۵ کاله يې د او ار ای انترنيشنل (ORA International) سره د روغتيايي زده کړو، صحي پروژو، ايچ ای وي ايډز پروژو د مشر په صفت کار کړی دی. په همدغه وخت کې يې د AID Medical International (AMI) سره د سلامتۍ مجلې د مسوول په توگه د کال ۲۰۰۰ع څخه تر کال ۲۰۰۷ پورې کار کړی دی. په ۱۹۹۲ع کې يې د ختيځ بيارغونې موسسې (کور) بنسټ کېښود چې د خپرونو، صحت، روزنې او ماشومانو برخې يې تر اوسه هم فعالې دي. ډاکټر محمد فريد بزگر د مصر په قاهره کې د ايچ اي او او ايډز پروژو اداره درې دورې لنډمهاله کورسونه د نړيوالې روغتيايي

ادارې (WHO) په مالي مرسته تعقيب کړي دي. همدا راز يه په بنکاک- تايلنډ، هند، سريلانکا، مراکش، پاکستان، او نورو مختلفو هيوادونو کې لنډ مهاله يې صخي، اداري او روزنيز کورسونه تعقيب کړي دي.

په يونيسيف کې يې د سيمه ييز ټرينر (پاکستان/افغانستان)، په WFP کې د ملي ټرينر او WHO کې يې د نړيوال سلاکار (ژينوا) کې دندې تر سره کړي دي.

د ايډز يه څلور-پنځو نړيوالو کنفرانسونو کې يې گډون کړی دی.

ژباړلي او ليکلي آثار

  1. د سندباد پيښې (د ماشومانو لپاره مصوره قصه)، د فارسي څخه ژباړه
  2. د طرابلس زمريان تاريخي قصه) د فارسي څخه ژباړه
  3. د اپينو لار، د ځوانانو له پاره په زړه پورې تاريخي كيسه، د فارسي ژباړل شوې
  4. هغه جنی چې له مار سره يي واده وکړ، مصوره قصه د فارسي ژباړل شوې
  5. د درملو د استعمال عملي لارښود، د روغتيايي کارکوونکو لپاره، له انگليسي ژباړل شوې
  6. رهنماى عملى طبابت اطفال، د روغتيايي کارکوونکو لپاره د انگليسي په دري ژباړل شوې
  7. ۷- رهنماى عملى كاربرد دواها، د روغتيايي کارکوونکو لپاره د انگليسي په دري ژباړل شوی
  8. ايډز څه شی دی؟، د روغتيايی کارکوونکو لپاره، د انگليسي څخه پښتو ته
  9. ایډز چیست؟ د روغتيايی کارکوونکو لپاره، د انگليسي څخه پښتو ته
  10. ذهنی وروسته والی او چال چلند ستونزی، له اردو په پښتو ژباړل شوی د ډاکټر صديق شينواري سره يو ځای
  11. د ځان او ټولنی روغتیا ساتنه، ليکنه په پښتو
  12. حفظ الصحه شخصی و محیطی، ليکنه په دري
  13. به کورنی کی د مخدراتو ستونزې، د انگليسي څخه پښتو ته
  14. خرمړى، د تُركي ليكوال عزيز نسين طنزداستانونه، له فارسي څخه پښتو ته
  15. د نشې زيانونه، له اردو څخه پښتو ته
  16. اضرار نشه، له اردو څخه دري ته
  17. د نشې زهر، له اردو څخه پښتو ته
  18. زهر نشه، له اردو څخه دري ته
  19. د جان په نوم فيل، مخدراتو ته نه، د ماشومانو لپاره مصور کتاب، له انگليسي څخه پښتو ته
  20. فيل به نام جان، نه به مخدرات، د ماشومانو لپاره مصور کتاب، له انگليسي څخه دري ته
  21. شير احمد د بلا په لومه کې، د مخدراتو د خبرداري د ماشومانو لپاره مصوره قصه، ليکنه
  22. شيراحمد در دام بلا، د مخدراتو د خبرداري د ماشومانو لپاره مصوره قصه، ليکنه، په دري ژبه
  23. ډير خوراکي، د دري څخه پښتو ته
  24. څو خطرناکې ناروغۍ، د انگليسي څخه پښتو ته
  25. خپله روغتيا څنگه وساتو، د دري څخه پښتو ته
  26. د سترگو ناروغۍ، د دري څخه پښتو ته

اوس د ختيځ بيارغونې موسسې (کور) Khatiz Organization for Rehabilitation (KOR) د اجرائي رئيس دنده پرغاړه لري، د فريد بزگر بنسټ (Farid Bazger Fund) چارې هم پر مخ بيايي. واده يې کړی او په کابل کې اوسېږي.