ملا فاضل
ملا فاضل اخوند یا ملا فاضل (زوکړه: ۱۹۶۷ زکال) د ۲۰۲۱ زکال د سپټمبر میاشتې له اوومې نېټې راهیسې د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مرستیال دی. نوموړي د طالبانو د تېر حکومت پر مهال (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ زکال) هم په دغه وزارت کي د لوی درستیز په توکه کار کړی دی. [۱][۲]
فاضل وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو له خوا د جنګیالیو دښمنانو په کتار کې وګڼل شو ۱۲ کاله یې د کیوبا په ګوانتانامو بندخونه کې تېر کړل. په دغه بند کې د نوموړي د سریال شمېره ۷ وه. نوموړی د ۲۰۰۲ زکال د جنوري په ۱۱مه د ګوانتانامو بندخونې ته ولېږدول شو او د ۲۰۱۴ زکال د مۍ تر ۳۱مې نېټې پورې هملته بندي و. فاضل د طالبانو د ډلې له څلورو نورو غړو – خیرالله خیرخواه، عبدالحق واثق، نورالله نوري او محمد نبي عمري – سره یوځای له دندې څخه د اختطاف شوي اشغالګر امریکايي سرتېري، بوئی برګډال د خوشي کولو په بدل کې خوشي شو؛ دغه امریکايي سرتېری د طالبانو له حقاني شبکې سره بندي و او د شهید ملا سنګین فاتح لخوا نیول شوی وو. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مخینه
سمولد فاضل د مخکې ژوند اړوند چندان اطلاعات شتون نه لري. هغه د کاکړو پښتنو قبیلې ته اړوند دی او له ۱۹۹۶ زکال څخه تر ۲۰۰۱ زکال پورې د افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د ملي دفاع وزارت مرستیال وزیر و. د امریکا استخباراتي تحلیل ګران اټکل کوي چې فاضل په ۱۹۶۷ زکال کې د افغانستان د ارزګان ولایت د چهار چینو ولسوالۍ په سکزي کلي کې زیږېدلی. نوموړي د طالبانو د لومړۍ دورې حکومت د پاشل کېدو پر مهال د شمالي ټلوالې له قوماندان عبدالرشید دوستم سره د عمومي بخښنې اړوند مذاکره وکړه. ویل کېږي چې هغه له ۱۹۹۶ زکال څخه د ۲۰۰۱ زکال تر وروستیو له هیواد څخه د شر او فساد ډلو په له منځه وړلو کي ډېر زحمت ویوست. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
په یو اس اس باتان بېړۍ کې بندي کېدل
سمولپه پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف څرګنده کړې چې دوی د ځانګړو څېړنو په موخه د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو بېړۍ یو اس اس باتان (ال ایچ ډي – ۵) ته ولېږدول شول. ضعیف لیکي چې په بېړۍ کې د بندیانو ځای شپږ منزله لاندې وې او د هر بندي خونې یوازې یو په دوه مترو کې اندازه لرله. هغه لیکلي چې بندیانو له یو بل سره د خبرو کولو اجازه نه لرله، خو «بالاخره یې ولیدل چې ملا فاضل، نوري، برهان، واثق صاحب او روحاني ټول د بندیانو په ډله کې و». د ګوانتانامو د دوسیو لیکوال او تاریخ لیکونکي انډي ورټینګټون فاضل یو له هغو کسانو څخه بللی چې ضعیف وپېژانده.
د آزادۍ مذاکره
سمولتر ۲۰۰۹ زکال پورې ډیری افغانان بېرته افغانستان ته ولېږل شول. د ۲۰۱۱ زکال له مني څخه د ۲۰۱۲ زکال تر ژمي پورې متحده ایالاتو له طالبانو سره د سولې خبرې وکړې، له دغو خبرو څخه تر ټولو زیاته افشا شوې موضوع د فاضل او نورو څلورو مخکښو طالبانو؛ نورالله نوري، خیرالله خیرخواه، عبدالحق واثق او محمد نبي عمري د بند اړوند وه. د خبرو اترو دوام دې ته اړوند و چې باید دغه پنځه کسان دې د قطر پلازمېنې دوحې ته ولېږل شي، چیری چې بیا هغوی ته د طالبانو د رسمي دفتر د پرانیستو اجازه ورکړل شوه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
د ۲۰۱۲ زکال په مارچ میاشت کې راپور ورکړل شو چې، کرزي ته نږدې کس او همدارنګه د ملي امنیت شورا مرستیال، ابراهیم سپین زاده د همدغې میاشتې په لومړیو کې په ګوانتانامو بندخونه کې له دغو پنځو کسانو سره لیدلي او قطر ته یې د هغوی د لېږد اړوند هوکړه تضمین کړې ده. ویل کېږي چې کرزی په پیل کې د بندیانو له دغه ډول انتقال سره مخالف و، خو وروسته یې له دغې طرحې ملاتړ وکړ. [۲۰]
د مشترکې ارزونې کاري ډله
سمولد ۲۰۰۹ زکال په جنوري میاشت کې هغه مهال چې ولسمشر بارک اوباما د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل شو، د ګوانتانامو بندخونې اړوند یې زیاتې ژمنې وکړې. هغه ژمنه کړه چې په دغه بند کې به د بندیانو شکنجې کولو ته پای ټکی کېږدي او همدارنګه به د ارزونې یو نوی سیسټم رامنځته کړي. د ارزونې په دغه نوی سیسټم کې شپږ ادارو ونډه لرله چې د OARDEC کتنې په بشپړه توګه د دفاع وزارت له خوا ترسره کېدلی. هغه مهال چې د ارزونو راپور وړاندې شو، یو کال وروسته د مشترکې ارزونې کاري ډلې یو شمېر بندیان د ډیرو خطرناکو کسانو په ډله کې ډلبندي کړل چې نه باید دوی له ګوانتانامو څخه ولېږدول شي، په داسې حال کې چې پر هغوی باندې د شته تورونو د اثبات په موخه شواهدو شتون نه درلود. د ۲۰۱۳ زکال د اپریل په ۹مه دغه اسناد اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په غوښتنه عمومي کړای شول. محمد فاضل یو له هغو بندیانو څخه و چې تر ډېره بې ګناه ګڼل کېده، خو خوشي کول یې ډېره خطرناکه چاره وه. ورته مهال اوباما ژمنه وکړه که چېرې یو شمېر کسان له کچې زیات بې ګناه وبلل شي، خو خوشي کول یې ګواښمنه چاره وي، د ارزونې د دوره یي پلاوي له خوا یې موضوع بیاځلي ارزول کېږي، د دغو کسانو له یو پر څلورمې څخه لږ برخې یې بیاځلي ارزونې ته لاسرسی وموند.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
خوشي کېدل
سمولد ۲۰۱۴ زکال د جون په لومړۍ نېټه فاضل او نور څلور طالب بندیان د تښتول شوي امریکايي سرتېري بوئی برګډال په بدل کې چې نږدې پنځه کاله وړاندې د طالبانو له خوا تښتول شوی و، په قطر کې خوشي شول. برګډال د ۲۰۱۷ زکال د اکتوبر په ۱۶مه له دندې څخه د تېښتې په جرم اعتراف وکړ. فاضل او له هغه سره خوشي شوو نورو څلور طالب بندیانو د خوشي کېدو د شرط له مخې اجازه نه لرله تر یوه کال پورې له قطر څخه ووزي. د بشري حقونو څار ډله استدلال کوي چې له ګوانتانامو څخه د فاضل د خوشي کېدو سربېره، فاضل باید د جنګي جنایاتو له امله تر څېړنو لاندې ونیول شي. [۲۵][۲۶][۲۷]
نوموړی د افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ زکال د سپټمبر په ۷مه نېټه د ملي دفاع وزارت مرستیال وټاکل شو.
سرچينې
سمول- ↑ "The Taliban Are Telling Us They Haven't Changed at All". The Economic Times. نه اخيستل شوی 2021-09-12.
- ↑ "Taliban's Mullah Omar celebrates prisoner-swap 'victory'". BBC News (په انګليسي). 2014-06-01. نه اخيستل شوی 2021-09-12.
- ↑ "List of Individuals Detained by the Department of Defense at Guantanamo Bay, Cuba from January 2002 through May 15, 2006" (PDF). United States Department of Defense. 2006-05-15. نه اخيستل شوی 2007-09-29.
- ↑ "Terror suspects freed by Obama admin. For soldier were labeled 'high risk' in 2008: Report". The Washington Times. Archived from the original on 2016-07-20. نه اخيستل شوی 2014-05-31.
- ↑ "Taliban's Mullah Omar celebrates prisoner-swap 'victory'". BBC News. June 2014. Archived from the original on 2016-12-05. نه اخيستل شوی 2014-06-01.
- ↑ JTF-GTMO (2007-03-16). "Measurements of Heights and Weights of Individuals Detained by the Department of Defense at Guantanamo Bay, Cuba". Department of Defense. Archived from the original on 2009-01-25. نه اخيستل شوی 2008-12-22.
- ↑ "Measurements of Heights and Weights of Individuals Detained by the Department of Defense at Guantanamo Bay, Cuba (ordered and consolidated version)" (PDF). Center for the Study of Human Rights in the Americas, from DoD data. Archived from the original (PDF) on 2010-06-13.
- ↑ Margot Williams (2008-11-03). "Guantanamo Docket: Mullah Mohammad Fazl". New York Times.
- ↑ Devon M. Sayers; Holly Yan. "Bowe Bergdahl pleads guilty to desertion, faces up to life in prison". CNN. نه اخيستل شوی 2017-10-18.
- ↑ Lawmakers may seek to block Taliban transfer Archived November 29, 2014, at the Wayback Machine. by Mark Hosenball and Missy Ryan. January 6, 2012.
- ↑ Edward Cody (2001-12-24). "If Able, Pakistan to Hand U.S. Bin Laden: Musharraf Makes Pledge as Troops Scour Border, but Says Fugitive May Be Dead". Washington Post. p. A10. نه اخيستل شوی 2009-07-18.[مړه لينکونه] name=UyghurCongress2006-04-28>"Afghans praise, Pakistanis slam Guantanamo list". World Uyghur Congress. 2006-04-28. نه اخيستل شوی 2009-07-18.[مړه لينکونه]
- ↑ "Mullah Mohammad Fazl - the Guantánamo Docket". Archived from the original on 2016-10-24. نه اخيستل شوی 2009-07-19.
- ↑ JTF- GTMO Detainee Assessment Department of Defense
- ↑ Justin Huggler (2001-11-25). "Taliban defect but foreigners pledge to fight to the death: Siege of Kunduz - Victory appears close but fears mount that standoff could still end in bloodbath". The Independent. London. نه اخيستل شوی 2009-07-18.[مړه لينکونه]
- ↑ Lawmakers may seek to block Taliban transfer Archived November 29, 2014, at the Wayback Machine. by Mark Hosenball and Missy Ryan. January 6, 2012.
- ↑ M K Bhadrakumar (2012-01-10). "There's more to peace than Taliban". Asia Times. Archived from the original on 2012-01-12. نه اخيستل شوی 2012-01-11.
Nevertheless, Iranian media insist that three high-ranking Taliban leaders have been released - Mullah Khairkhawa, former interior minister; Mullah Noorullah Noori, a former governor; and Mullah Fazl Akhund, the Taliban's chief of army staff - in exchange for an American soldier held by the Taliban.
{{cite news}}
: سرچينه ساتل:ناسم تړ (link) - ↑ "Guantanamo Taliban inmates 'agree to Qatar transfer'". BBC News. 2012-03-10. Archived from the original on 2012-03-12. نه اخيستل شوی 2012-03-12.
If the president pursues this strategy, though, he will need support from wary politicians in Congress, our correspondent says. Many there see a transfer of what they call the most dangerous inmates at Guantanamo as a step too far, he adds.
- ↑ Rahim Faiez, Anne Gearan (2012-03-12). "Taliban prisoners at Guantánamo OK transfer". Miami Herald. Archived from the original on 2012-03-25. نه اخيستل شوی 2012-03-12.
Five top Taliban leaders held by the U.S. in the Guantánamo Bay military prison told a visiting Afghan delegation they agree to a proposed transfer to the tiny Gulf state of Qatar, opening the door for a possible move aimed at bringing the Taliban into peace talks, Afghan officials said Saturday.
- ↑ Hamid Shalizi (2012-03-10). "Taliban Guantanamo detainees agree to Qatar transfer - official". Reuters. Archived from the original on 2012-03-12. نه اخيستل شوی 2012-03-12.
Karzai's top aide, Ibrahim Spinzada, visited the Guantanamo facility this week to secure approval from the five Taliban prisoners to be moved to Qatar.
- ↑ Hamid Shalizi (2012-03-10). "Taliban Guantanamo detainees agree to Qatar transfer - official". Reuters. Archived from the original on 2012-03-12. نه اخيستل شوی 2012-03-12.
Karzai's top aide, Ibrahim Spinzada, visited the Guantanamo facility this week to secure approval from the five Taliban prisoners to be moved to Qatar.
- ↑ Peter Finn (January 22, 2010). "Justice task force recommends about 50 Guantanamo detainees be held indefinitely". Washington Post. Archived from the original on 2015-05-04. نه اخيستل شوی July 21, 2010.
- ↑ Peter Finn (May 29, 2010). "Most Guantanamo detainees low-level fighters, task force report says". Washington Post. Archived from the original on 2015-05-10. نه اخيستل شوی July 21, 2010.
- ↑ Andy Worthington (June 11, 2010). "Does Obama Really Know or Care About Who Is at Guantánamo?". Archived from the original on 2010-06-16. نه اخيستل شوی July 21, 2010.
- ↑ "71 Guantanamo Detainees Determined Eligible to Receive a Periodic Review Board as of April 19, 2013". Joint Review Task Force. 2013-04-09. Archived from the original on 2015-05-19. نه اخيستل شوی 2015-05-18.
- ↑ Devon M. Sayers; Holly Yan. "Bowe Bergdahl pleads guilty to desertion, faces up to life in prison". CNN. نه اخيستل شوی 2017-10-18.
- ↑ Gossman, Patricia (June 17, 2014) Prosecute Taliban Commander in Bergdahl Swap for War Crimes Archived January 15, 2016, at the Wayback Machine. Human Rights Watch hrw.org
- ↑ "American soldier held captive in Afghanistan is now free". MSNBC. نه اخيستل شوی 1 June 2014.