محمد فاروق خان

کينډۍ:Infobox philosopher

ډاکټر فاروق خان يو معروفه پاکستانی نفسيات پوه،اسلامک سکالر او د سوات پوهنتون وايس چانسلر و.د پاکستان په شمال مغرب (پښتونخوا او قبايلي سيمو) کې ډاکټر فاروق د طالبانو ترهه گريز بريدونو سخت مخالفت کاوه او دا به يي ويل چې کوم خلک چې بې گناه خلک په ترهه گريز بريدونو کې وژني هغو د اسلامي تعليماتو خلاف کار کوي

ډاکټر فاروق خپل تعليم د صوابۍ ښوونځو څخه ترلاسه کړو د هغه څخه وروستو د حسن ابدال کېډټ کالج او کوهاټ کېډټ کالج ته لاړل. د طب لوستلو څخه وروستو هغه په سايکېټري کې سپېشلايزېشن وکړ،، د دوي د خدمت په سبب حکومت دوي ته ستاره امتياز نومې جايزه ورکړه. ډاکټر فاروق په مردان کې خپل پرايوېټ کلينک هم جوړ کړی و او هلته به يي د ناروغانو علاج کاوو. ددې څخه علاوه به هغه د تلويزيون په پروگرامونو کې برخه اخيسته او د ترهه گرو بريدونه به يي په سختو ټکو غندل

کتابونه سمول

  • پاکستان اور اکیس ویں صدی ؛ يعني پاکستان او يويشتمه سلنۍ(اوردو کې)
  • وٹ از اسلام (انگریزۍ کې)
  • سټرگل فار اسلامک ریوولوشن (انگریزۍ کې)
  • جهاد قتال او عالم اسلام (اوردو)
  • اسلام کیا ہے؟ (اوردو)
  • مسئلہ کشمیر (اوردو او انگریزي)

وژل کېدل سمول

په مردان کې فاروق خان په خپل کلينک کې و چې دوه کسان ددې کلينک ته ورغلل او په دوي يې ډزې وکړي، هم په دغه وخت ډاکټر فاروق وژل شو.

نور ولولئ سمول