محمد عيسی ستانکزی

ډاکټر محمد عيسی ستانکزی (په انگرېزي: Mohammad Isa Stanikzai) يو افغان ليکوال او ژباړن دی. هغه يو شمېر کتابونه پښتو ژبې ته ژباړلي.

محمد عيسی ستانکزی

مخينه

هغه د لوگر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په سنگرخیل کلي کې زیږدلی خو د عمر ډیره برخه ېې په کابل کې تیره کړې ده

زده کړې

محمد عيسی ستانکزي خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل کې د سيد نور محمد شاه مېنې په ښوونځي کې کړي، لېسه يې د کابل په انصاري لېسه کې سر ته رسولې او بيا لوړې زده کړې يې په ۱۳۶۶ ل. کال کې د کابل پوهنتون د طب په فاکولتې کې پيل کړي او په ۱۳۷۱ ل. کال کې د معالجوي طب په څانگه کې بريليک ترلاسه کړی. له فراغت سره سم له هېواده کډوالۍ ته مجبور شو.

دندې

لومړنۍ رسمي دنده يې په تهران کې راډيو کې د وياند په توگه ترسره کړې. هغه اوس په ناروې کې اوسېږي.

چاپ شوي کتابونه

  1. سینوهه « د فرعون دځانگړي طبیب یاددښتونه تاریخي ناول » ژباړه
  2. د ځیگر پړسوب « د ځیگر د پړسوب او هیپاټیټ په هکله معلومات » ژباړه
  3. راز« The Secret » د ارواپوهنې په هکله د راندا برن Rhonda Byrne اثر / ژپاړه
  4. راډیويی پروگرامونه « د راډیويي ژونالیزم په هکله » ژباړه او اقتباس

ناچاپه آثار

  1. د مهمو طبي پوښتنو ځوابونه « د روغتیا په برخه کې دعامه پوهاوي په موخه د استول شويو پوښتنو ځوابونه » تر چاپ لاندې.
  2. وړې خو کار خبرې « د بران جکسن کتاب » ژباړه
  3. د نړۍ د دیرشو مشهورو ناولونو تخلیص / ژباړه
  4. میگرن څه شی دی « د نیم سري په هکله معلومات / ژباړه
  5. یو څوک له تا سره مینه لري «د رایس هلن شتاینر د شعرونو ژباړه »