محمد علی په انګلیسي Muhammad Ali) د نړیوال درانه وزن اتل محمد علي کلي د (ring) د نړۍ یوه جادوگره څېره ده. ده په درځنونو سیالیو کې گډون کړی، چې له یو نیمې سیالۍ څخه پرته یې نورې ټولې گټلي او بریالې ترې راوتلی دی.

محمد علي

شمار
نوم محمد علي
د زېزون نوم كاسېس مرسلېس كلي.
لقب د هر پير له ټولو څخه ستر
ونه 6' 3" (1.90m)
Reach 80 inches (2m)
د تول ډله دروند تول
دين مسلمان
هويت امريكايي
قوم افريقايي امرېكايي
زوکړه ۱۷ جنوري ۱۹۴۲(1942-01-17) ‏(عمر: ۸۲ کاله)
زېږېدو ځاى لويسوايل, کېنټکي, د امريکا متحده ايالات
مړينې كال 4 جون 2016
مړينې ځاى سکاټسډيل، ايريزونا، امريکې متحده ايالتونه
Stance Orthodox
د سوک وهنې ريکارډ
ټولې لوبې 61
گټلې 56
د ناک آوټ له مخې گټنې 37
بايللې 5
مساوي 0
هېڅ کومه سيالي 0

محمد علي په خپل پیرکې په رښتیا نه ماتېدونکې ؤ، د نړۍ خونړۍ او د پړانگ په څېر چابک ؤ. ده به له له هرې سیالۍ څخه مخکې داسې وړاندوینه کوله، چې خپل حریف به په دومره راونډه کې له پخو راغورځووم، او د اریانتیا خبره لا دا، چې دا وړاندوینه به هوبهو سمه وخته. د فبرورۍ په میاشت کال ۱۹۶۴زېږد محمد علي کلي د سوک وهنې د لوبې د درانه وزن نړیوال اتل شو. ددې کال د اتلولۍ په گټلو سره کلي د خپلې مسلمانۍ ښکاره غږ پورته کړ. د محمد علي ددې اعلان سره، چې کومه کړنلاره امریکایانو پرضد غوره کړه، په رښتیا چې زړه لړزوونکې او بوږنوونکې ده. د علمي بریاوو، ساینسی لوړوالي، انصاف، برابرښت، جمهوریت او د انساني حقوقو مدافع دې هېواد چې د تعصب، تنگ نظرۍ او بې اصولۍ او بې انصافۍ کومه ښودنه وکړه، هغه زړه بوږنوونکې او د نه اتکلېدونکې ده. د محمد علي کلي ژوند او اسلام راوړلو په اړه لاندې کرښو ته نظر وکړئ.

زوکړه او ماشومتوب

د محمد علي لومړنې نوم (كاسېس مارسلېس كلي ؤز دۍ د جنورۍ په ۱۸مه نيټۀ، كال ۱۹۴۲ز د امريكې په لازېل كمټكې نومي كلي كې وزېږېد. دده پلار كاسېس مارسلۍس كلي د لوحو رنگولو كاروبار كاوه. د مور نوم يې (اوډېسا كلي) ؤ، دده كورنۍ تورپوستې او د عيسوي دين د كاتوليك د ډلې لارويان ول. د نورو تورپوستو په انډول د كلي كورنۍ يوه درنه او ښه كورنۍ وه. د كلي پلار يو خوارېكښ انسان ؤ، نوځكه خو د تنگلاسۍ او غربت له ازمېښټ څڅه خوندي و. نو ځكه د محمد علي كلي ماشومتوب د نورو تورپوستو كوشنيانو په څېر له محرومۍ او ناچارۍ ښكار نه ؤ.

دده پلار يو عزت لرونكې سړۍ ؤ. د عام تورپوستي په څېر يې داسې كوم كار ندې كړې چې كله دې بندي كړاى شوې وي، ده له خپلو ماشومانو سره ډېره زياته مينه كوله، او دا يې غوښټل چې دده كوشنيان ښوونه ترلاسه كړي او د ټولنۍ يو معزز ښاري جوړ شي. كلي يې د همدې موخۍ لپاره په ښوونځي كې ورگډ كړ، لېكن د هغه چندانې زړه كړې ته زړه نه ښه كولو. دې د شوخ، چالاك او زيرك كوشنې ؤ. ملگرو سره جگړې كول، او هغوي په سوكانو وهل او ډارول دده د خوښۍ كار ؤ. كله چې يې په جون ۱۹۶۰ز كې د مركزي لېسې ازموينه وركړه، نو په ډېرو لږو نمبرو بريالۍ شو. مگر له سوك وهلو سره يې له وړوكوالي څخه مينه وه. دده عمر دولس كاله ؤ، چې د متقاعد تورن جوزف مارټن نظر پرې هغه وخت ولږېد، كله چې ده د كوڅې ماشومان په ډېر جوش او جذبې وهل.

د سوك وهنې نړۍ ته راتلل

جوزف مارټن كلي له ځان سره د سوك وهنې يو روزنځاى ته بوتلو، چېرې چې ده په ډېرې اريانتيا سره هغه هلكان وليدل، چې د سوكوهلو چلونه به ورښودل كېدل. كلي په دې كار كې دومره زړه ولږېد چې زياتره وخت به د غرمې ډوډۍ هم ورڅخه هېره وه. ده په ښه پاپندۍ او د زړه له تل نه د سوك وهنې روزنه ترلاسه كړه. عمر يې لا ۱۴ كاله نۀ ؤ، چې د لېسې د سوك وهنې په سياليو كې يې لومړې مقام ترلاسه كړ، كله چې يې د خپله ۱۸مه كليزه ولمانځله نو دده روزونكي ملگري جوزف مارټن داسې اعلان وكړ: (ښاغليو! زموږ دې ځوان د ۷ كلو په لنډه موده كې په ۱۰۸سياليو كې گډون وكړ، چې سل يې گټلي او يواځې ۸ يې بايللي، چې دا ۸ سيالۍ هم د لومړني دور وې.)

له پوهنتون څخه په فارغېدو پورې د كلي نوم په ټوله امركا كې خپور شوې ؤ.

ژوندليک

محمد علي كلي د كال ۱۹۴۲ز د جنورۍ په مياشت كې زېږېدلې. پلار يې (كلي) د لوحو جوړولو كار كاوه، مور يې (اوډېسه گرېډي كلي) د كور كار كاوه. د كلي پلار يو مېتودېست (مسيحي ډله ده) ؤ، مگر خپله ښځه يې دې كار ته پرېښوده، چې خپل دواړه زامن د باپتيزم ډله كې وردننه كړي. ۱ ده به هره ورځ له ښوونځي څخه په رخصتېدو له خپلو ملگرو، لارويانو سره جگړې كولې. د ښوونځي سرښوونكي (اتووډ) به هر وخت دده څنگ نيوه، او خپلو زده كوونكيو ته به يې ويل، چې دا هلك به يو وخت له تاسو ټولو څخه زياتې پيسې وگټي. دده د بخت ستورې هغه وخت وځلېد، چې چا ترې سائيكل غلاكړ. نو دې مجبورا د پوليسو په ماموريت ورهۍ شو، او د خپل سائيكل په اړه يې د پوليس مامور ته وويل. كله چې د پوليسو مامور دده په ټنډه كې د يوه ښه راتلونكي اثرات وليدل، نو له ځان سره يې د سوك وهنې ځايي كلب ته بوتلو، او د سوك وهنې په روزنځاى كې يې ورداخل كړ.

نړیواله اتلولي او د اسلام منل

آرنۍ ليکنه: محمد علي د سني لټسن په مقابل کې

د جون میاشت ۱۹۶۳ز کال، کلي د برتانیې پر لور وخوځېد، او هورې یې هنري راوپرځاوه. له کوچنیوالي څخه دا د کلي تکیه کلام و (زه ستر یم) (i'm Great). ده چې به کله هم خپل سیا مات کړ، نو د هغه چارچاپېره به تاوېده او دا لنډه جمله به یې بیا، بیا ویله، په رښتیا هم چې محمد علي کلي څښتن تعالی لوړ مقام لیکلې ؤ، او کلي په نړیوالو خپل سترتوب ومانه.

د فبرورۍ په ۲۵مه، کال ۱۹۶۴ز کلي د فلورېډا په ښارکې د دران وزن نړیوال اتل سني لسټن ته ماتې ورکړه، او د لومړي ځل لپاره یې نړیواله اتلولي ترلاسه کړه. په همدې ورځ کلي د خپل ژوند له ټولو څخه سپېڅلې او انقلابي فیصله وکړه، ده په همدې ماښام د یو بل نوي مسلمان شوي امریکايي مېلکم اېکس سره يوځای په یو خبري غونډه کې ددې خبرې اعلان وکړ، چې دې مسلمان شوې. په همدې ورځ د تورپوستو مسلماننو د تنظیم مشر عالیجاه محمد په شکاگو کې دا اعلان وکړ، چې کاسېس کلي اسلام منلې او په نړیوالې اتلولې گټلو کې له هغه سره څښتن عال

سرچينې

  • Hauser, Thomas (2004 Reprint). Muhammad Ali: His Life and Times. Robson Books. ISBN 1-86105-738-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |year= (مساعدة)

باندنۍ تړنې

واک اخيستنه له
Antonio Rebollo
Barcelona 1992
څخه
Final Summer Olympic Torchbearer
Muhammad Ali

Atlanta 1996
واک سپارنه و
Cathy Freeman
Sydney 2000
تـــه
واک اخيستنه له
none
څخه
United Press International
Athlete of the Year

1974
واک سپارنه و
João Carlos de Oliveira
تـــه
واک اخيستنه له
O.J. Simpson
څخه
Associated Press Male Athlete of the Year
1974
واک سپارنه و
Fred Lynn
تـــه

کينډۍ:Link FA