محمد علم خان

محمد علم خان په آسټرالیا کې د یوناني درملو جوړونکی افغان طبیب وو ، نوموړی په کال ۱۸۵۸م کې په کندهار ولایت کې زېږېدلی وو. ځینې اسناد ښایي چې هغه به په آسټرالیا کې د ورځې سلګونه ناروغان معاينه کول او د هغوی درملنه يې په وړيا ډول کوله.

محمد علم خان

مخینه سمول

محمد علم خان په اصل کې د افغانستان د کندهار ولایت اوسېدونکی وه چې په ۱۸۵۸ م کال کې زېږېدلی وه، خپل لومړی وخت یې پخپل ټاټوبي کې تېر کړی وو. بیا یې د سوداګرۍ په موخه د آسیا د لویې وچې د بېلا بېلو سیمو سفرونه وکړه.

د آسیا د لویې وچې سفرونه سمول

مخکې له دې چې محمد علم خان آسټرالیا ته لاړشي، هغه د آسیا د لویې وچې بېلا بېلو سیمو ته د سوداګرۍ په موخه سفرونه ترسره کول او په بریټانیوي ځواکونو یې اوښان او عربي اسونه خرڅول.

آسټرالیا ته تګ سمول

د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰م کلونو ترمنځ زرګونه افغانان د کار په موخه آسټرالیا ته تللي و چې د دغه هېواد په پرمختګ کې یې مهمه رول لوبولی دی. آسټرالیا ته د ټولو راغلو افغانانو په اړه په بشپړ معلومات نشته، مګر د یو زیات شمېر هغو افغانانو نومونه په اسنادو کې ثبت شوي چې په دغه هېواد کې یې مهمه کارونه ترسره کړي. اسناد ښايي چې آسټرالیا ته د راغلو کډوالو په ډله کې یو تن د محمد علم یا محمد علم خان په نوم یادېده. اسناد ښايي چې محمد علم لومړی ځل د ۱۸۸۴ او ۱۸۹۰م کلونو ترمنځ آسټرالیا ته د کار لپاره تللی وو.

په آسټرالیا کې د طب دنده سمول

تاریخ پوهان لیکي چې په ۱۹۳۸ م کال کې محمد علم په اډېلېډ ښار کې د افغانانو د جومات سره نږدې د یوناني درملو کلینک جوړ کړی وه چې خلکو به ورڅخه یوناني درمل اخیستل او په یاده سیمه کې په یوه پېژندل شوی شخص بدل شوی وه. ځینې اسناد ښيي چې نوموړي به په وړیا توګه د خلکو درملنه کوله او په یوه ورځ به یې سلګونه ناروغان لیدل او یوناني دوا به یې ورکوله. نوموړی د غربي درملو او واکسین خلاف وه چې د کار پرمهال د حکومت لخوا جریمه شوی هم وه. د ښې او چټکې درملنې له علته آسټرالیایانو نوموړی د معجزې په لقب نومولی وو.

سرچینې سمول

د آسټرالیا ایس بي ایس (SBS PASTO RADIO) راډیو پښتو سروس راپور.

[۱]