محمد شفيق حقپال (وردگ) دمحمد يونس زوى په لمريزهجري ١٣٤٤ كې دميدان وردگو ولايت د نرخ ولسوالۍ د كريمدادو د قريې د مارخانې په كلي كې زيږيدلى .

محمد شفيق حقپال

زده كړي

لومړنۍ اومنځنۍ زده كړي يې دكابل په سپين كلي ليسه كې نورى زده كړى يې د كابل د برېښنا د تخنيک په څانگه كې پاى ته رسولي دي . دكابل په تخنيك ثانوي دپيښور په سيدجمال الدين اودميدان وردگو ولايت دخالد بن وليد په ليسو كي يې دفزيك اورياضياتو په څانگه كي ښوونه كړې، دغه راز دباختراطلاعاتي اژانس كي يي دسياسي مبصراوخبريال ،په راډيو افغانستان كي دنطاق ،دسولي اوجگړي نړيوال انستيتوت ، دملگروملتوپراختيايې ادارې ،دافغانستان سره دمرستودسمون ادارې اويوشميرنوروملي اونړيوالو څانگوكي يې دخبريالۍ اوليكوالۍ په برخه كي كاركړى په سل گونه ليکني،خبرونه ، رپوټونه ،تبصرې اوشعرونه يې دهيواد په بيلابيلوورځپاڼو ،مجلو ،راډيواوتلويزيون او ويب پاڼو كې په پښتواودرى ژبو خپاره شوي . دهيلوغوټۍ په نامه لومړنۍ شعري ټولگه يي نوى خپره شوې . دوه ټولنيز كتابونه يې ليكلي اودوه درسي كتابونه يې ژباړلي چې چاپ شوي نه دي .

دندې

دحقانيت جريده،مصباح اوونيزه،سيرت اوونيزه،ارادى ورځپاڼه،نامه زندگى جريده،داستقلال مجله،هيواد ورځپاڼه ،انيس ورځپاڼه،ارمان ورځپاڼه ،نونهالان مجله،قلم جريده...اونورې گڼ شمېرچاپي خپرونې هغه خپرونې دي چې ده په كې دمسئول چلوونكي، دپاڼې چلووونكي ،اډيتراوقلمي همكار په توگه كار كړى .

دغه راز يي ليكنې په يوشميرملي اونړيوالو ويب پاڼو كي هم خپرې شوې دي . محمد شفیق حقپال دکابل دتخنیک ثانوی په مسلکی ښوونځي ، دپيښور دافغان سیدجمال الدین ، دمیدان وردگو ولایت دخالد بن ولید په لیسو کې دښوونکې په توگه ، په باختر اژانس کې دسیاسی مفسر، ملی راډیو تلویزیون کې دویاند، په ای دبیلو پی ار کې خبریال، او یوشمېر نورو ادارو کې دندې ترسره کړی دی.

چاپ شوي اثار

  1. د هيلو غوټۍ - شعري ټولگه
  2. پرآروایی ستونزو بری کتاب
  3. دقران کریم علمی اعجاز ژباړه
  4. اوسنی عصر او دمسلمانانو دندې

باندنۍ تړنې