محمد شفيع عثماني

مولانا مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه هغه عالم دی چي د نړی و ګوټ ګوټ ته یي د علم، حلم، فصاحت او تدبیر چړچي رسیدلي، په یوازي سر د علم یو لویه مدرسه وه؛ هغه مدرسه چي ټول علوم یي له ځانه سره ذخیره لرل. د دین یو لوی خادم او د پاکستان او هندوستان د مسلمانو او نامسلمانو د لاري څراغ او د هغوی د هر وهم او ستونزي لیري کوونکی او د هري پوښتنی جواب ویونکی مفتی ؤ. په هر رګ کي یي د اسلام مینه جاري وه نو ځکه الله جل شانه ور څخه د اسلام لوی او عظیم کار واخیست.


هر کله چي د مفتي شفیع صاحب نوم اورو نو ذهن ته مو د علم بحر راسي؛ هغه بحر چي بي شمیره شاګردانو ورځنی لوښي ډک کړي او د علم خزانه یي پریمانه کړي ده، کتابونو ورځني اخذ کړی او ټولني ور څخه مینه، پند، اخلاق او یو درست انسانیت زده  کړی. داسي علماء تل د اولسونو په منځ کي ژوندي پاتیږي او د درناوي وړ وي.


هره ورځ به د مولانا مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه له درسونو او حلقو څخه ډیر شاګردان برخمن کیدل او له فاضل  عالم څخه به یي فیض اخیستی. داسي یو فیض چي په خپل ټول عصر کي يي مثال نه لیدل کیدی.


مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه په ۱۳۱۴ هجری قمری کال د شعبان پر شلمه په هندوستان کي د اوتراپردېش ښار د دیوبند په کلي کي وزیږید. کله چي مولانا رحمة الله علیه وزیږید پلار ورباندي محمد مبین نوم کښیښود، خو کله چي دده پلار مولانا محمد یاسین و خپل مرشد حضرت مولانا رشید احمد ګنګوهي رحمه الله ته د زوی د ولادت خبر ورکړ نو هغه ورته د محمد شفیع نوم انتخاب کړ.


مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه د پلار په غوښتنه تعلیم القران په پنځه کلنی کي پر حافظ عبدالعظیم او حافظ نامدار خان صاحب شروع کړ. د قران کریم تر ختم وروسته یي د دیوبند د مدرس مولانا منظور احمد سره ریاضي شروع کړه، د تجوید علم یي له قاري محمد یوسف څخه یاد کړ او فارسي، اردو، صرف، نحوه او ابتدایي فقه یي پر خپل پلار وویل. له قران کریم څخه وروسته د پورته ذکر سوو علومو موده پنځه کاله وه. په ۱۳۳۱ هجری قمری کال چي عمر یي ۱۶ کاله ؤ د دیوبند د دارالعلوم د عربي په څانګه کي داخله واخیسته. او په خپل مشهور تفسیر معارف القران کي د تعلیم او استاد په هکله داسي وایي: "له ماشومتوبه څخه مي د عربي تر متوسط تعلیم پوری د شیخ الهند مولانا حضرت محمود الحسن رحمة الله علیه په خدمت کي حاضر سوم او کله کله به مي د بخاري د درس غیري رسمي حاضري نصیب کیده."

استاذان یې:

مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه نور تعلیم له لاندي مشایخو او اکابرو څخه تر لاسه کړ:


۱. فخر المحدیثین حضرت مولانا محمد انور شاه کشمیري رحمة الله علیه


۲. مفتی اعظم هند عارف بالله حضرت مولانا عزیز الرحمن صاحب


۳. مهتمم سابق دارالعلوم دیوبند مولانا محمد زاهد رحمة الله علیه


۴. عالم رباني حضرت مولانا سید اصغر حسین صاحب


۵. شیخ الاسلام مولانا شبیر احمد عثماني رحمة الله علیه (صاحب فتح الملهم وتفسیر عثماني)


۶. شیخ الادب و الفقه حضرت مولانا محمد اعزاز علی صاحب


۷. جامع المعقول حضرت مولانا رسول خان صاحب


۸. حضرت مولانا محمد ابراهیم بلیاوي رحمة الله علیه


مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه په کال ۱۳۳۶ هجری د فنونو باقي کتابونه قاضي او میر زاهد شروع کړل چي په همدغه کال ورته د دارالعلوم د استادانو له خوا و نورو ته د درس ورکولو وظیفه هم ورکول سول چي مولانا رحمة الله علیه یي په هکله داسي وایی:

"۱۳۳۶ هجری کال زما د تعلیم او تعلم مشترک کال ؤ. او په ‍۱۳۳۷ هجري کي باقاعده په دارالعلوم کي په تدریس بوخت کړل سوم."

دوولس کاله ورسته په کال ۱۳۴۹ میلادي کي ورته د دارالعلوم د فتوی د صدر مفتي منصب ورکړل سو.

هجرت

داچي په هندوستان کي د مسلمانانو لپاره حالات ورځ تر بلي خرابیدل او مسلمانان په زور سره ټکول کیدل او شړل کیدل نو ودي ته مجبور سو تر څو و پاکستان ته هجرت وکړي. مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه په کال ۱۹۴۸ میلادي کي و کراچي ته راغلی او د کراچي ښار په غیري اختیاري توګه د مولانا رحمة الله علیه وطن جوړ سو. او هلته یي د مشهوري مدرسې د کراچي د دارالعلوم بنیاد هم کښیښود.


د مطالعې شوق

مولانا مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه د مطالعي سره خاص شوق درلود او د مطالعې په هر راز ښیګڼو او اهمیت پوه ؤ. کله چي مولانا رحمة الله علیه د طالب علمی پر مهال لا په دیوبند کي درس وایه نو د مطالعي یو ښه موقع ورته حاصله وه. کله چي به په دارالعلوم کي د غرمي د ډوډی او ارام وخت سو نو مولانا رحمة الله علیه به زیات وخت ځان تر کتابتونو رساوه. مولانا رحمة الله علیه ددي په هکله وایي: " دا چي دا وخت د کتابتون د ناظم د ډوډی او ارام وخت هم ؤ او نه یي سوای کولای چي زما لپاره په کتابتون کي پاته سي نو ما هغه په ډیر اصرار او کوښښ و دي ته اماده کړ چي کله هم دی د ډوډی لپاره کور ته ځي نو ما پسي به د کتابتون دروازه قلفوي. نو د کتابتون ناظم هم راسره ومنل. کله چی به یي ما پسي دروازه بنده کړه نو ما به ټوله غرمه د کتابونو ددي رنګین باغ څخه کتنه کول. "


د مولانا رحمة الله علیه په وینا  دیوبند دارالعلوم په ټول کتابتون کی داسی یو کتاب نه ؤ چي ما دي نه ؤ مطالعه کړی؛ که مي درست کتاب نه ؤ مطالعه کړی یو څو صفحی خو مي یي خامخا مطالعه کړي وې، تردې چي د دارالعلوم ددي غني کتابتون د هر کتاب په هکله راته معلومه وو؛ چي د څه په هکله لیکل سوی او چیري پروت دی. کله کله چي به د کتابتون ناظم د یو کتاب د موندلو څخه عاجز سو نو به یي له ما څخه پوښتنه کول.


کله چی مولانا  رحمة الله علیه د حدیثو دوره کول نو درانه استاذ حضرت علامه شاه انور شاه کشمیری رحمة الله علیه به ورته فرمایل او پر دې به یی تأکید کاوه چي د فارغ التحصیل څخه مطلب دا نه دی چي تاسي علم ختم کړ بلکي د فارغ التحصیل څخه اصل مقصود او مطلب دا دی چي انسان کي د مطالعی قوت پیدا کیږي او نور ورته د علم دروازه خلاصیږي، نور تر فراغت وروسته د هغه دا کار دی چي د مطالعي په مټ د علم او پوهی ژوروالی او اصیله رڼا و مومي. او مولانا  رحمة الله علیه تر فراغت وروسته دوه کاله د شاه انور شاه کشمیري رحمة الله علیه تر هدایت لاندي دوه کاله د کتابونو مطالعه وکړه.


د مولانا مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه شوق له کتاب سره دومره ؤ کله چي مولانا رحمة الله علیه په دیوبند کی په استاذی مقرر سو نو لمړنی معاش یي میاشتانه ۱۵ روپی ؤ او کله چي يي په ۱۳۶۲ هجري کي د دارالعلوم څخه استعفا ورکړه نو میاشتانه معاش یي ۶۵ روپی وو. په دومره لږ معاش کي د کور د ټولو ضرورتونو د پوره کیدو سربیره یي په کور کی یو غني کتابتون درلود. کله چی مولانا  رحمة الله علیه په کال ۱۳۶۷ هجري کي و پاکستان ته هجرت کاوه نو د کور ډیر سامان یي پریښود خو اړین کتابونه یي ورسره راواخیستل. دا چي په هغه وخت کي د کراچي ښار د علم له خوا شاته پاته وو نو په کتابخانو کي کافي اندازه کتابونه نه موندل کيده نو د علم خاوندان به همیشه د خپلي علمي تندي د ماتولو لپاره د مولانا  رحمة الله علیه پر کور را مارش وه.


علامه مفتي تقي عثماني وایي: " د والد صاحب رحمة الله علیه خپل کتابتون یوازي زموږ د مطالعی لپاره نه وو بلکي ډیر اهل علم ورځنی مستفید وه. تر دې چي شیخ الاسلام علامه شبیر احمد عثماني رحمة الله علیه به هم په کتابتون کي ساعتونه ساعتونه مطالع کول."


کله چي د مولانا  رحمة الله علیه سترګو د عمر د زیاتيدو له امله کار پریښود نو په ډیر حسرت سره به یی ویل: "زما کلونه کلونه داسي تیر سوي دي چی ما به مطالعه کول غوښتل خو وخت به نه وو اوس چی د ناجوړی له وجي پر ځای پروت یم او وخت لرم بیا سترګی کار نه کوي."


د مولانا  رحمة الله علیه د زوی مفتي تقي عثماني صاحب په وینا چي کله ما د مدرسي لپاره "صحیح ابن خزیمه "کتاب راوغوښت نو مي مولانا  رحمة الله علیه ته ورښکاره کړ. چي ددې کتاب په خبر سره هغه ډیر خوشحاله سو ځکه دا هغه کتاب وو چي له پیړیو پیړیو را پدي خوا نایاب وو. خو یو لویه د افسوس ساه یي وکښل او ويي ویل: "دا نعمت هغه وخت راښکاره سو چي زما سترګو کار بریښودلی دی". او بیا یي د حضرت ګنګوهي  رحمة الله علیه یو واقعه راته بیان کړه چي کله د "سنن بیهقي"  کتاب و حضرت ګنګوهي رحمة الله علیه ته ورسید هغه وخت دده د سترګو روښنایی تللی وه نو د بیهقي یو څه حثه ورته وارول سوه او ددي کتاب پر پاته برخه حضرت ګنګوهي رحمة الله علیه لاس را تیراوه او د زړه تسکین او ارام یې په حاصلوی. نو ماته هم د حضرت ګنګوهي  رحمة الله علیه د تقلید نه سیوا بله لار نه ده پاته.


مولانا مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه پر ټولو علومو قادر او برلاسه وو ځکه کله چي له تحصیل نه فارغ سو نو په دیوبند دارالعلوم کي د متوسطه علومو استاد و ټاکل سو چي تر څو کلنو یي تدریس وکړ. وروسته ورته د ادابو تدریس ورکول سو تر دي وروسته د مولانا  رحمة الله علیه شوق د معقولات (منطق، فلسفه او کلام) سره مینه پیدا سوه او تر لوړو درجو پوري يي تدریس پکښي وکړ، خو کله چي د فتوا کارونه ور درغاړه سوه نو مولانا  رحمة الله علیه د فقهي او فتوا ته مخ کړ تردې چي په مفتی اعظم سره مشهور سو. او د عمر په اخر کي یي د علمِ تفسیر سره خاصه علاقه او شوق پیدا سو او د معارف القرآن غوندي لوی کتاب يي په علم التقسیر کښي ولیکی. او دا به يي ویل: "چي الله جل شانه دي زما عمر د قرأن کریم له ذوق سره پای ته ورسوي." او همدا دوعا یي قبوله هم سول.


آدب


مولانا مفتي محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه له شعر، شاعری او آدب سره مینه درلودل. د عربي، اردو او فارسي شعرونه یي اوریدل او خپله یي هم لیکل چي ددي تر شا څو لاملونه ښکاري:


الف: په عربي، اردو او فارسي ادب ښه پوهیدنه


ب: په دیوبند دارالعلوم کي په اول ځل د آدب د استاد په حیث وظیفه اشغالول، او پر هغ باندي د تدریس تر څنګ مختلیف کتابونه کتل او ځان په پوهول.


ج: د استاد خاصه پاملرنه او زیار؛ طبعي خبره ده، هر کله چي یو استاذ کوم مضمون تدریسوي او پر خپل مضمون پوره برلاسی وي نو د شاګردانو خود بخوده پر هغه مضمون پوره شوق راځي او د مولانا رحمة الله علیه د آدب استاذ خو د خپل وخت مشهور عالم شیخ الادب حضرت مولانا اعزاز علي رحمة الله علیه وو. نو ځکه مولانا  رحمة الله علیه  پر خپلو درسو پوره واقف وو.


او په آدب باندي پوره پوهیدل یو لامل سو چي مولانا به د دیوبند دارالعلوم په هفتواره مجلس "نادیة الادب" کي چي د حضرت شاه انور شاه کشمیري صاحب تر صدارت لاندي جوړیدی په ډیره دلچسپی سره ګډون کوی.


مولانا مفتي محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه په "کشکول " کتاب کي لیکي: " شعر د هر سلیم الطبع انسان فطري ذوق دی، له شعر څخه هغه فهم او څرک اخیستل کیږي کوم چي له نثر څخه نه اخیستل کیږي، او کولای سو د شعر په مټ د انسان طبیعت و خاص څه ته اماده کړو.


ځني خلک د ژوندانه د نورو کارونو په څیر په شعر کي له افراط او تفریط څخه کار اخلي دا يي خپله وظیفه ګرځولې وي او ټول وخت په شعر ویلو او لیکلو مصرفوي او حلال او حرامو ته پکښي هیڅ پام نه کوي نو ځکه نور خلک شعر بد ګڼي. خو اصل خبره دا نده.


صحیح او معتدل تعلیم خو موږ ته حکیم الحکماء امام الانبیا صلی الله علیه وسلم په خپل عمل او قول سره راکړی؛ چي شعر ویل نه ښه وي او نه هم بد بلکي د عام نثر او خبرو په څیر دی چي مقصود ته کتل کیږي که بد وي او که ښه نو معنی او مقصد به هم هغه ورځني اخیستل کیږي.


ما په شعر شروع وکړه خو د شعر لیکلو باقاعده تعلیم مي نه دی حاصل کړی او نه می هم خپل مهم وخت ورکړی. اصل کي زما لمړی لیکني د شیخ الادب حضرت مولانا اعزاز علي رحمة الله علیه په ارشاد او وینا له عربي نثره شروع سوې او بیا مي فارسي او اردو غزلونه، قطعات او قصیدي و لیکلي"مولانا مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه هغه عالم دی چي د نړی و ګوټ ګوټ ته یي د علم، حلم، فصاحت او تدبیر چړچي رسیدلي، په یوازي سر د علم یو لویه مدرسه وه؛ هغه مدرسه چي ټول علوم یي له ځانه سره ذخیره لرل. د دین یو لوی خادم او د پاکستان او هندوستان د مسلمانو او نامسلمانو د لاري څراغ او د هغوی د هر وهم او ستونزي لیري کوونکی او د هري پوښتنی جواب ویونکی مفتی ؤ. په هر رګ کي یي د اسلام مینه جاري وه نو ځکه الله جل شانه ور څخه د اسلام لوی او عظیم کار واخیست.


په ژبه او ادب کي د مولانا مفتي محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه تصنیفات


۱. اصول الغة (مقدمه المنجد په اردو)


۲. کشکول (د اردو او فارسي د نثرونو او شعرونو ټولګه)


۳. نفحات (د عربي نثر او شعر ټولګه)


۴. تحفة الوطن (شرح نفحة الیمن په عربي)


عربي اشعار


د مولانا رحمة الله علیه  د عربي شعرونو او نثرونو یوه ټولګه د "نفحات" په نوم شائع سوي ده. او مولانا رحمة الله علیه  کولای سوای په عربي ژبه د روانو خبرو کولو تر څنګ نثر او شعر هم ولیکي او عربي ژبه کي یې تصنیفات هم لرل. د مولانا د عربي کلام نموني په لاندي ډول دي:


دا شعر یي د شیخ الاسلام مولانا شبیر احمد عثماني رحمة الله علیه په مرثیه کي ووایه:


أی الخطوب من الایام أبکیه          والد هرذواء حن لا یأتلی فیه


کتمت دائی حتی عیل مصطبری     و لیس منکتما ما الله مبدیه


جرت بسری أقلام الجفون علی        صفیة الوجهوالأحزان تملیه


د خواږه کلام بله نمونه:


                                         د عیني عنک یا سعیدی د عیني         و بیني عن فؤادی ثم بیني


                                         و ماسرّت یدای بجید خود                  و مادل الخرائدیز دهیني


                                         أبان الشیب، ربّ، سواد شعري            فهل لسواد وجهی من مبین


د یمن یوه شاعر یو وخت د مولانا رحمة الله علیه یوه قصیده ولیدل نو هغه دا فکر کاوه چي دا به یو عربي ادیب لیکلي وي، خو کله چي خبر ورته حاصل سو چي یوه عجم ادیب لیکلي نو حیرت کي ولویدی او مولانا رحمة الله علیه ته یي خط را ولیږه او د ملاقات ارزو یي وکړه چي له دي څخه معلومیږي چي مولانا رحمة الله علیه په عربي شعر کي خپل د علمیت، نازک خیالی، فصاحت او جذابیت د شهکار نیلی ځغلولی ؤ. او د هغه د ټول نثر او شعر څخه هیڅ د عجمیت څرک نه ښکاریده.


فارسي اشعار


مولانا مفتي محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه ښکلی، د ادب په فورم کي داخل او زړه راښکونکی فارسي شعر لیکی. دده د زوی مفتي تقي عثماني صاحب په وینا چي کله د کراچي دارالعلوم افتتاح کیده نو په مراسمو کي مرحوم ادیب سهارنپوري، مرحوم ماهر القادري او نور حضرات موجود وه نو په ماښام کي د ناستي یو بل مجلس هم ونیول سو او زما ورور مرحوم مولانا محمد زکي صاحب د مولانا رحمة الله علیه د فارسي کلام څخه دوه غزلونه و ناستو کسانو ته واورول نو ټول اوریدونکي د مولانا مفتي محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه ودي کمال ته حیرت یوړل چي څنګه یو د فقهي، فتوا، تفسیر او معقولاتو یو عالم په ادب کي دومره لاس لرلای سي او داسي یو پوخ او له معنی نه ډک شعر لیکلای سي. د مولانا رحمة الله علیه فارسي اشعارد اردو تر څنګ په "کشکول " کي ځای سوي.


د مولانا مفتي محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه فارسي کلام نمونه:


                    دیوانه خوشتر است نه فرزانه خوشتر است               کانراکه خواست جلوه جانا نه خوشتر است


                         دیدی که رنج های جهان راکناره نیست                   پس بامني بګوشه میخانه خوشتر است


                         تنګ آمدم زصحبت یاران این زمان                       بس مونسم صراحی وپیمانه خوشتر است


اردو اشعار


مولانا مفتي محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه د عربي او فارسي شعر تر څنګ خپل د کلام کمال او جمال په اردو ژبه کي هم ښکاره کړی دی؛ د کلام بیلګه:


                               لب پر دم اخیر ترا نام آګیا                   رکتا هوایه سانس بهت کام آګیا


                          بیمارِ عشق لی کی ترانام سو ګیا            مدت کی بی قرار کو آرام آګیا


                         آثار ساری صبح قیامت کی هو ګئ          محفل می آج کون سر شام آګیا


بیعت


مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه له ماشومتوبه له خپل پلار سره د شیخ الهند مولانا محمود الحسن و مجلس ته حاضریدی او هغه جلسه کي چي پسله وخته به يي په کور کي جوړیدل شرکت کوی او کله چي به له درسه څخه فارغ سو نو به یي په خدمت کي ؤ. شیخ الهند رحمة الله علیه ورباندي خاص شفقت درلودی، کله چي به مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه و مجلس ته نه ؤ حاضر سوی نو به یي د مجلس له نورو حاضرینو څخه پوښتنه کول. دا مجلسونه نور هغه وخت بس کړل سوه کله چي شیخ الهند رحمة الله علیه د مالټا په زندان کي حبس کړل سو.


کله چي شیخ الهند رحمة الله علیه په زندان کي ؤ نو پر ځای یي دوه نور مشایخ هر یو حضرت مولانا شاه عبدالرحیم او حکیم الامت مولانا محمد اشرف علی تهانوی رحمة الله علیه د خلکو په منځ کي د پام وړ وه، نو مفتی محمد شفیع عثماني به د حکیم الامت رحمة الله علیه په مجلس کي حاضریدی. یو ورځ مولانا رحمة الله علیه د خپل پلار محترم سره د حکیم الامت و مجلس ته حاضر سو او عام محضر کي ورته وویل: "ما دا اراده درلودل چي د شیخ الهند رحمة الله علیه په لاس بیعت وکړم خو هغه اوس په زندان کي ترخي شپي سبا کوي."حکیم الامت رحمة الله علیه یي په جواب کي وویل: "تصوف او سلوک د باطني اعمالو اصلاح ده لکه ظاهري اعمال داسي پر هر انسان يې اصلاح فرض ده. "


نو حکیم الامت رحمة الله علیه ورته یو څه تسبیحات او معمولات وسپارل. کله چي پنځه کاله وروسته شیخ الهند رحمة الله علیه له زندانه راخوشي سو و دیوبند دارالعلوم ته راغلی. نو مفتی محمد شفیع صاحب د حضرت مولانا قاري محمد طیب او څه نورو کسانو سره یو ځای د شیخ الهند مولانا محمودالحسن دیوبندي رحمة الله علیه سره بیعت وکړ.


مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه د تصوف په هکله داسي فرمایي: "د دي زښت زیاته ارزو لرم چي د تصوف ټول مراحل طی کړم مګر ما اوریدلي چي و دي مقام ته د رسیدلو لپاره و مجاهدي، ریاضت او فرصت ته ضرورت سته خو د ضعف له امله دا هر څه نه سم ګاللای او کافي اندازه وخت نه لرم ځکه وخت مي ټول په مطالعه او تدریس تیریږي."


فقه او فتوا


هغه علم چي الله جل شانه د مولانا مفتي محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه څخه د اسلام زیات کار او عظیم خذمت واخیست هغه علم الفقه ؤ. تردي چي په مفتي اعظم مشهور وو. علامه تقي عثماني صاحب په میري والد میري شیخ کتاب کي لیکي: "ما ډیره هڅه وکړه تر څو پوه سم چي د اول ځل لپاره چا د مولانا  رحمة الله علیه  لپاره وکارول. خو پدي بریالی نسوم، ځکه له هر طرفه د هرچا پر ژبه د مفتي اعظم کلیمه جاري وه نو ماته دا معلومه نسوه او مولانا هم بعضي وخت دا اصرار کوی چي د مولانا له نوم سره د مفتي اعظم نوم ذکر نه سي."

د فتوا زمه داري پر غاړه اخیستل


د فتوا مسؤلیت پر غاړه اخیستل ډیره سخته خبره ده ځکه د فقهي په لکونو لکنونو ورته مسائل په ډیر لږ فرق سره حکم بدلوي او ډیر داسي مسائل سته چي خپل حکم د وخت او حالاتو سره اړه وي چي ددي محسوسول اسانه کار نه دی بلکي په مفتي کي باید پوره فقهي پوهه، اګاهي، احتیاط، تقوا، تواضع، صبر او بردباری موجوده وي.


کله چی مولانا  رحمة الله علیه  په دارالعلوم دیوبند کي تدریس شروع کړ هغه وخت د دارالعلوم صدر مفتي مولانا عزیزالرحمن صاحب وو، څوک چي د ټول هند د مفتیانو استاد او مربي ؤ. مفتي محمد شفیع  رحمة الله علیه  مشکوة، جلالین، موطاء او نور کتابونه پر مولانا عزیزالرحمن لوستي وه.


په هغه وخت کي چي به کوم سوالونه د حلولو لپاره و مولانا عزیزالرحمن صاحب ته راتلل نو له هغو څخه به یي ځني کله کله و مولانا  رحمة الله علیه  ته هم ورکول خپله به یې د اصلاح او تصدیق لپاره یوازي کتنه پر کول.


کله چي په ۱۳۴۴ هجري کي د هند مفتي اعظم مولانا عزیزالرحمن له دارالعلوم څخه استعفاء ورکړه نو په دارالعلوم کی یوه خلا را منځته سوه، څو کاله دارالافتاء په مختلفو صورتونو سره مخ پر وړاندي ولاړل. بالاخره د دارالعلوم استاذانو په ګډه سره مولانا  رحمة الله علیه  و ټاکی چي په دا وخت کي یی عمر ۳۵ کاله وو.


ددي لپاره چي مولانا صاحب دا لویه زمه داري ومني او که یا؟ نو یي خپل مرشد او استاذ حکیم الامت حضرت مولانا محمد اشرف علی تهانوي  رحمة الله علیه  ته لیک واستوی تر څو ددې ستر کار د پر غاړه اخیسلتو مشوره ځنی واخلي نو حکیم الامت  رحمة الله علیه  ورته یو حدیث په جواب کي ولیږیچي مطلب ځني د داکار پر غاړه اخیستل وه.


په ۱۳۵۰ هجري کال د ربیع الاول په میاشت کي د دارالعلوم دیوبند  استاذانو د یوې شورا له مخي مولانا صاحب د دارالعلوم صدر مفتي و ټاکی.


که څه هم مولانا صاحب د فقهي کتابونه تدریس کړي وه، خو د دارالعلوم دیوبند لخوا ورته د فتوا سپارلو سره یي مسؤلیت نور هم دروند سو. مولانا  رحمة الله علیه  به ویل: " کله چي راته فتوا وسپارل سوه نو په اولو وختونو کي چي به کوم سوال د جواب لپاره راغلی که څه هم ډیر واضح به ؤ بیا به هم ما مختلف کتابونه ددي سوال کتل."

کله کله به یې د یوه سوال لپاره لسګونه کتابونه کتل چي ددي ګټه دا وه چي د یوي مسئلي د حل لپاره به په لسګونو نوري مسئلي هم  مولانا تر سترګو کیدي.


مولانا  رحمة الله علیه  په فقه کي زیات تصنیفات لري چي شمیر یي لسګونو ته رسیږي. د فتواګانو شمیر یي تقریباً یو نیم لک (۱۵۰۰۰۰) دی او په فتواګانو کي د فقهي نوي او جدید مسائل دي چي له طهارت څخه نیولي بیا تر میراث پوري ټول ابواب پکښي ذکر دي. او د دا ټولو تصنیفاتو یو درست لړلیک د البلاغ په هغه ګڼه کي چي د مولانا  رحمة الله علیه  په هکله وه د مولانا  رحمة الله علیه  د زوی محمد رفیع عثمانی صاحب لخوا را اخیستل سوي دي.


د فتواګانو زیاته اندازه په جواهر القران، احکام القران، او نورو رسالو کي ذکر سوي دي، خو ځني یي د دارالعلوم دیوبند په رجسټرونو کي پاته سوي او نه دي شائع سوي.


د مولانا مفتي محمد شفیع عثماني  رحمة الله علیه  فقهي تصنیفات


۱. د دیوبند دارالعلوم فتاوی (امداد المفتین) په ۱۰۸۶ صفحو کي



۲. اسلام کا نظام اراضي

۳. آلات جدیده (د نوو ایجادونو شرعي احکام)

۴. مسئله سود

۵. آداب المساجد

۶. رفیق سفر (د سفر د احکامو او آدابو متعلق شرعي احکام)

۷. مسجد کی حدود کار اور آداب (دا رساله په اول کي مستقله لیکل سوي وه خو وروسته د معارف القران جوز وګرځیدل)

۸. شب برات

۹. احکام القمار

۱۰. تصویر کی شرعي احکام

۱۱. بیمه زندګي

۱۲. حیله ناجزة (دا د حکیم الامت اشرف علي تهانوي او مفتي شفیع عثماني ګډ تصنیف دی)

۱۳. نکاح و طلاق (دا رساله په اول کي مستقله لیکل سوي وه خو وروسته د معارف القران جوز وګرځیدل)

۱۴. اعضاء انسان کي پیوند کاري

۱۵. پرایویډنټ فنډ پر زکاة اور سود

۱۶. ضبط ولادت کي شرعي حیثیت

۱۷. احکام حج

۱۸. قرآن می نظام زکاة

۱۹. احکام دعا

۲۰. جواهر الفقه ( د ۳۵ تحقیقي رسالو مجموعه ده چي په دوو جلدونو کی چاپ سوي)

۲۱. د مولانا  رحمة الله علیه  ۱۸ رسالي د امداد المفتین جز ګرځیدلي او چاپ سوي دي.


۲۲. احکام القرآن ( په عربي تفسیر دی په دي کتاب کي د مولانا صاحب شپږ رسالي په عربي ژبه موجودي دي)

کچیري پورته ذکر سوي کتابونه او هغه رسالي چي د نورو کتابونو جز ګرځیدلي یو ځای شمار کړو نو د مولانا  رحمة الله علیه  د فقهي کتابونو شمیر به اته اویا (۷۸) ته ورسیږي.


معارف القران


معارف القران د مولانا مفتي محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه تر ټولو لوی او عظیم تفسیر دی چي د لیکلو او تکمیلولو داستان یي خورا د ارمان، زحمت او مشقت دی.


معارف القران هغه بډایه تفسیر دی چي په خپله پراخه سینه کي یي هرڅه را غونډ کړي، دا تفسیر پخپله یو لویه موثقه او معتمده اسلامي ذخیره ده په کوم کي چي مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه خپل له ټول علم، کمال، فصاحت، بلاغت، جمله بندی او لغات استعمالوني کار اخیستی. او تفسیر یي په داسي یو ښکلي شکل ترتیب کړی چي په یو ځل لوستني سره یي لوستونکی و څو ځله لوستلو ته هڅول کیږي او هر ځل به د قران د اعجاز مطابق په کي یو نوي څه مومي.


دا تفسیر د مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه د کلنو کلنو د زیار او زحمت نتیجه ده چی مولانا رحمة الله علیه د لنډي ترجمي او تفسیر تر څنګ شان نزول، د سورتونو تر منځ ارتباط، د سورتونو فضائل او د ایت څخه د استنباط سوی مسائلو شرحه را اخیستي، پر دي علاوه مولانا رحمة الله علیه د ایت په هکله د مفسیرینو اقوال، د موضوعاتو عنوانونه، نبوي احادیث، د ګمراه فرقو غندنه، د معتریضینو د اعتراضاتو رد او تصوف هم له پامه نه دي غورځولي.


دا تفسیر مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه په ډیر زحمت او مشقت لیکلی دی ځکه د داسي لوی تفسیر د لیکلو لپاره پراخ وخت، کلک عظم او جوړ صحت ته ضرورت سته چي مولانا د تدریس او نورو تصنیفاتو له امله کافی وخت نه درلود او د عمر د ډیر والي له امله ورسره بدن ملګرتیا نه کول. ددي تفسیر د لیکلو پر مهال څو ځله مولانا رحمة الله علیه دا ویره احساس کړي چي نور به دا تفسیر بشپړ نه سي او ټولي پاڼي به یی ضایع سي خو هر ځل او هر پړاو به يي په ډیره ستونزه بشپړاوه. تر دې چي د قران کریم پنځم او شپږم منزل یي ځکه پریښودل چي کوم بل څوک به یي د هغه عربي لیکني څخه بشپړه کی کوم چي مولانا رحمة الله علیه په احکام القران کي کړي ده. خو الله جل شانه ورسره مرسته وکړه او ټول تفسیر یي خپله بشپړ کړ. هغه مهال چي د معارف القران تفسیر نور و پوره کیدو ته ورسید پر  مولانا رحمة الله علیه مریضی دومره زور وکړ چي تر روغتونه یي ورساوه خو بیا هم مولانا رحمة الله علیه د خپل ټول ژوند په جریان کي د اسلام میني و دي ته مجبور کړی ؤ چي خپل د پوهي او علم د رڼاګانو په مټ تاریکی رڼا کړي. نو ځکه مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه د دې تفسیر څه برخه د مریضی په حالت کي لیکلي.


ددي تفسیر د لیکلو په هکله خپله مولانا وایي: "له ما څخه هیڅکله دا دلاوري نه سوای کیدای چي د قران کریم د دومره لوی تفسیر د لیکلو اراده وکړم."


د معارف القران د تفسیر شروع:


و مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه ته د رادیو پاکستان له خوا دا درواخست وکړل سو تر څو روزانه د قران متعلق درس وکړي، خو مولانا رحمة الله علیه دا رد کړ. بیا یي یو بل درخواست د مولانا رحمة الله علیه و مخته کیښود چي په هفته کي یو درس د معارف القران تر عنوان لاندي ولري او دا به د ټول قران تفسیر نه وي بلکي دا به د هغه خاصو موضوعاتو تفسیر وي کوم چي خلک ورته په عامه ډول ضرورت لري. نو مولانا د دا شرط په ایښودلو سره چي هر هغه پایبندي نه قبلوم کوم چي زما په نظر د قران کریم سره مناسبه نه وي او دا درس یي ومنی. او دا درس د معارف القران په نامه ۳ شوال ۱۳۷۳ هجري (۲ جولای ۱۹۵۴ میلادي) کي شروع سو، تقریباً یوولس کاله مسلسل د درسونو دا لړی وچلیدل او په ۱۹۶۵ میلادی کال کی د رادیو پاکستان د پالیسۍ د نوی کیدو له امله دا درس نور ختم سو. د راډیو د لاري د معارف القران د درسونو دا لړی د دیارلسمي پاري د ابراهیم پر سورة باندي ختمه سوه، پاته دي نه وي چي په دې دیارلسو پارو کي ټول ایاتونه نه وه تفسیر سوي بلکي خاص خاص ایاتونه را اخیستل سوی وه.


د معارف القران د تفسیر لیکنه:


د معارف القران د تفسیر د چاپي شکل لیکلو په هکله خپله مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه وایي:" څه وخت چي مي دا کار شروع کوی ددې لیري لیري خیال هم نه وو چي دا به یو وخت د کتابي تفسیر په صورت کی د یوه مستقیل تفسیر په شکل چاپيږي، کله چي دا درس نشر کیدل شروع سول نو د پاکستان د ټولو سیمو څخه او تردي زیات په نورو سیمو افریقا، اروپا او نورو کي د اوسیدونکو مسلمانانو د طرفه څخه بي شمیره خطونه راډیو پاکستان ته او په خپله و ماته وصول سول؛ د کومو نه چي معلومه سوه چي ډیر دینداره او نوی تعلیم یافته مسلمانان ددې درس سره ډیر محبت لري.


په افریقا کي چي کله دا درس د شپي په اخری برخه یا د سپیدو پر وخت رسیږي ځکه نو هلته خلکو د ټیپ ریکاډ په واسطه محفوظ کړی او وروسته یي خلکو ته د وار وار اورولو اهتمام کړی دی، او د یو ځای مسلمانانو دې تشویق زما همت نور زیات کی او د مرضونو او ضعف سره سره تر یوولسو کالو پوري مي دا سلسله په ډیره پابندی سره جاري وساتل، په کال ۱۳۸۳ هجری (۱۹۶۴ میلادي) کي چي کله د درس دا سلسله بنده سوه نو د ډیرو حضراتو د طرف څخه دا تقاضا وسوه چي څومره سوی دی دا دې په کتابي صورت کي چاپ سي او په مینځ کي چي کوم آیتونه پریښودل سوي دي، د هغوی دي هم تکمیل وسي. د الله جل شانه په نامه سره مي دا اراده وکړه چي پرموجوده نظری ثاني او په مینځ کي د پاته آیاتونو د تکمیل کار دي شروع کړه سي، ځکه نو په ۱۶ د صفر کال ۱۳۸۳ هجری کي د سورةِ فاتحي تفسیر نظر ثاني مکمل سو او پر سورةِ بقرة کار شروع سو. په دې کي د احکامو مشکل آیاتونه ډیر دي کوم چي د راډیو په نشری تقریر کي نه وه راغلي. دا کار د ډیر محنت، مشقت، او فرصت غوښتونکی وو، ډیرو شغلونو او مرضونو ددې فرصت رانه کی او دا کار تقریباً په ذهول کي پریوتۍ."


په کال ۱۳۸۸ هجری کي ځکه مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه اته روژي وخوړلي او لمونځ یي په ناستي شروع کړ ځکه چي د شعبان په میاشت کي یي په بدن کي یوه دانه راپورته سوه چي له امله یي و مولانا رحمة الله علیه ته زیات ضعف ورسیدی، ورځ تر بلي یي د ژوند امید پري کیدی خو زیات افسوس ورته په دي کیدی چي دا تفسیر تکمیل نه سو، نامکمله پاته سو او پدي فکر کي سو چي دا پاڼي به ضایع سي. د مولانا رحمة الله علیه  زیاتي اسلامي روحيي او احساس دی مجبور کړ چي په همداغه معذورۍ او ناجوړۍ کي د تفسیر لیکل شروع کړي چي مولانا رحمة الله علیه یي په هکله وایي:

مولانا مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه هغه عالم دی چي د نړی و ګوټ ګوټ ته یي د علم، حلم، فصاحت او تدبیر چړچي رسیدلي، په یوازي سر د علم یو لویه مدرسه وه؛ هغه مدرسه چي ټول علوم یي له ځانه سره ذخیره لرل. د دین یو لوی خادم او د پاکستان او هندوستان د مسلمانو او نامسلمانو د لاري څراغ او د هغوی د هر وهم او ستونزي لیري کوونکی او د هري پوښتنی جواب ویونکی مفتی ؤ. په هر رګ کي یي د اسلام مینه جاري وه نو ځکه الله جل شانه ور څخه د اسلام لوی او عظیم کار واخیست." الله جل شانه په زړه کي همت راکی او د ۱۳۸۸ کال د شوال په میاشت کي الله جل شانه دا کار راباندي شروع کړی او په کال ۱۳۸۸ د ذي القعدي پر ۲۵مه د سورةِ بقري تکمیل وسو او د کتابت او طباعت لپاره ورکړل سوه، ددي څخه وروسته عیني د ناجوړۍ او معذورۍ په حالت کی دا کار په تدریجي رفتار سره چلیدی. الله جل شانه ددي په برکت سره لس میاشتي وروسته معذوري هم رفع کړه، نو د ۱۳۸۹ کال د رجب په میاشت کي کار یو څه تیز سو."

په سیاسي میدان کي

په ۱۳۸۹ کال په پاکستان کي حالات خراب سول، د انتخاباتو بحث او خبري هر ځای شروع سوي او د انتخاباتو څخه اصلي موخه او هدف دا ؤ چي د خالص اسلامي حکومت ځای دي کمونیزم او سوشلیزم ونیسي نو مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه و دي ته اړ سو تر څو خپل قوم له دي خبر کړي چي د اسلام او سوشلیزم تر منځ فرق څه دی؟ نو یې د سیاست و میدان ته را ودانګل که څه هم مولانا رحمة الله علیه له ډیر وخت څخه ځان له سیاست څخه ګوښه کړی ؤ. هر ځای ددي مبارزي لپاره جد او جهد شروع سو او جلسي عامي سوې د مولانا رحمة الله علیه په وینا ګټه يي ځکه و نه کړل چي د سوشلیزم له طرفدارانو سره زیات زور (طاقت) او زور (دولت) ؤ حال دا چي موږ یوازي مسائل او حقایق بیانول.


تر دې انتخاباتو وروسته بیرته مولانا رحمة الله علیه د معارف القران د تفسیر و لیکلو ته ملا وتړل او په کال ۱۳۹۰ کي د رجب په میاشت کي د دیارلسو پارو نظری ثاني او مینځ کي پاته ځایونه تکمیل سول او د سورةِ ابراهیم څخه تر سورةِ نحل پوري د دوو پارو نور تفسیر نور هم ولیکل سو، تر دي وروسته تر سورةِ فرقان پاره نولس پوري مکمل سو.


د پاته تفسیر په هکله مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه وایی:

" مخ ته د قران دري منزلونه یعني تقریباً دریمه حصه قران پاته وو. د عُمر د مختلف قسم مرضونو پر بناء دا خیال راغی چي ددې ټول تکمیل شاید زما څخه و نسي مګر د درمیاني پنځم او شپږم منزلونو تفسیر ما په احکام القران کی په عربي کی لیکلی دی کوم چي چاپ سوی دی. که ما و نه لیکلای سوای نو تر ما وروسته به یو څوک د احکام القران تفسیر په اردو کي نقل او ترجمه کړي. او دا حصه به پوره کړي او ددي وصیت مي هم څو حضراتو ته وکړ او دا دوه منزلونه مي په مینځ کي پریښوول او اخری اووم منزل می د سورة ق څخه شروع کی، د الله جل شانه کومک لاس راکی او د ۱۳۹۱ کال د ربیع الاول څخه شروع وسوه او د همدي کال د شوال تر میاشتي پوري اخری منزل مکمل سو. او سورةِ ص، صافات او زخرف زما په زوی مولوی محمد تقي عثماني باندي و لیکل سوه او په خپله مي نظری ثاني پر وکی. د معارف القران د تفسیر یوازي یوه نیمه پاره پاته وه چي د ربیع الثاني پر ۲۴مه په کال ۱۳۹۲ یعني اتمه د جون ۱۳۷۳ ناڅاپه د زړه یو سخت مرض راته پیښ سو چي تر روغتونه یي ورسولم، دري ورځي وروسته راته ډاکټر د روغیدو اطمینان راکړ نو مي و خپل زوی محمد تقي عثماني ته وویل تر څو پاته دی تکمیل کړي خو تر لږو ورځو وروسته مي د صحتمند کیدو احساس وکی، تردي چي د لوستلو او لیکلو سوم، خو په لږ کار کولو سره به ستړی کیدم خو دالله جل شانه په فضل سره په کال ۱۳۹۲ کي د شعبان پر یویشتمه تفسیر مکمل سو او په اتفاقي ډول سره دا ورځ په ۱۳۱۴ کي زما د زوکړي ورځ هم وه نو د تفسیر د تکمیلیدو په ورځ زما د عمر ۷۷ کاله پوره او ۷۸ شروع سو."


د تفسیر د تکمیلیدو په دي اوږده او ستونزمن سفر کي مولانا رحمة الله علیه هر وخت دا فکر کاوه چي بشپړ به نه سي خو د لوی الله عزوجل فضل او کرم ؤ چي و مولانا رحمة الله علیه ته به یي همت ورکاوه تر څو معارف القران تفسیر مکمل سي. د تفسیر لیکلو پر مهال به مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه ویل:

" د قران تفسیر ختمول مقصود نه دي بلکي په قران کي عمر ختمول مقصود دي."


دا تفسیر په حقیقت کي په زیات مشقت او زحمت سره لیکل سوی دی، الله تعالی دي و مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه ته اجرونه نصیب کړي. اللهم امین


ددي تفسیر اردو ژباړه د شاه رفیع الدین صاحب او د شاه عبدالقادر رحمة الله علیه د اردو ژباړو او د تفسیر عثماني څخه چي د شیخ الهند  مولانا محمود الحسن دیوبندي رحمة الله علیه او شیخ الاسلام مولانا شبیر احمد عثماني رحمة الله علیه ګډ تالیف دی اخیستل سوي ده ځکه د مولانا رحمة الله علیه په وینا چي په کومه بل ژبه کي د تفسیر لیکلو تر ټولو لوی کار د قران کریم لفظي ترجمه ده. او دي کي لږ زیاتی یا کمی پیدا کول هم جایز نه دي.


په اصل کي معارف القران د لاندی درج سوو شیانو جامع جوړ دی:


۱. د قران کریم دوي مستندي ترجمي، یوه د شیخ الهند کومه چي يه اصل کي د شاه عبدالقادر صاحب ترجمه ده او دوهم د حکیم الامت تهانوی رحمة الله علیه د بیان القران ترجمه.


۲. لنډ تفسیر چي په حقیقت کي د بیان القران خلاصه ده سره د تسهیله کوم چي جلا هم د قران مجید پر حاشیه طبعه کیږي.


۳. دریم شی معلومات او مسائل دي چي خپله د مفتي محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه و طرف ته منسوب دي او خپل د کار محور یي دی.


د مولانا رحمة الله علیه په دا تفسیر کي د لاندي مشهورو تفسیرونو څخه استفاده سوي ده:


الف. تفسیر القرطبی (ابوعبدالله محمد بن احمد انصاری قرطبي)

ب. تفسیر ابن کثیر (اسماعیل بن عمر بن کثیر)

ج. تفسیر المظهری (قاضي محمد ثناءالله مظهری)


او د معارف القران د لیکلو طرز د ابوعبدالله محمد بن احمد انصاری قرطبي و تفسیر قرطبي، د روح المعاني او د قاضي محمد ثناءالله مظهری و تفسیر مظهري ته ورته دی. معارف القران لومړی ځل په اردو کي لیکل سوی او بیا پښتو ته د ډاکټر قاضي مولانا ګلبهان صواتي او مولانا سیف الحنان لخوا په ګډه ژباړل سوی دی. په انګلیسي ژبه هم ژباړل سوی او اوس په ایران کي د اهل سنت علماؤ لخوا عربي ته ژباړل کیږي. او فارسي ترجمه یې هم لیکل سوې ده.


ددي تفسیر څخه خپله علماء او مؤلفین په تقاریرو، تصنیفاتو او د ستونزو په حل کي کار اخلي. او ددي تفسیر په مأخذ نیولو سره څو نور  درست کتابونه لیکل سوي دي. د بیلګي په توګه د مولانا خالد محمود په زیار د معارف القران د عبرتناکو قصو راټولونه د (قصص معارف القران) په نوم او د جناب محمد اقبال قریشی صاحب کتاب چي د معارف القران ټول مسائل یي د "مسائل معارف القران " په نوم کتاب کي راټول کړي.


په پښتو کي دا تفسیر لس ټوکه دی خو په اردو کي د مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه په وینا چي ده مبارک په خپل قلم اوه زره ۷۰۰۰ صفحي لیکلي دي.


د هر مسلمان لپاره لازمه ده تر څو دا تفسیر خپل په کور کي ولري تر څو له فیض څخه یي برخمن سي او خپل د ژوندانه د تاریکیو مشال یي و بولي.


د مفتی محمد شفیع عثماني رحمة الله علیه په هکله  په اردو ژبه کتابونه لیکل سوي دي چي د مولانا رحمة الله علیه د ژوند د طریقي، سلوک، علم، حلم، دیانت، تقوا، خشوع او تصنیفاتو په هکله په کښي درست معلومات سته چي یو کتاب مفتی محمد تقی عثماني د میری والد میری شیخ په نوم او بل کتاب مولانا مفتی محمد رفیع عثمانی د حیاتِ مفتی اعظم په نوم لیکلی. او د مولانا د ښه پیژندني لپاره په youtube کي د مولانا رحمة الله علیه مرکي موندلای سو.

د علامه مفتي محمد شفیع رحمة الله علیه وینا:

"د یوې پیښې خبر هغه وخت تر خولې یا قلم راباسه چي ستا پوره اطمنان وي چي د دنیا یا اخرت په محکمه کي يې ثابتولای سم."

==سرچینه== تعلیم الاسلام ویب پاڼه https://www.taleemulislam.net/bashpar.php?id=7059