محمد رحیم الافغاني

محمد رحیم حقمل الافغاني د افغانستان وګړی چې د ګوانتانامو په زندان کې د امریکا د متحده ایالاتو تر اسارت لاندې و. نوموړی د افغانستان په ختیځ کې زیږیدلی. محمد رحیم د افغانستان په یوه دولتي اداره کې چې له هېواد څخه د نشه يي توکو د له منځه وړلو په برخه کې یې فعالیت درلود، دنده درلوده. نوموړی د طالبانو له خوا اړ شو تر څو خپله دنده پریږدي. رحیم او ورور یې په ۱۹۷۹ ز کال کې افغانستان پریښود او پاکستان ته ولاړل. د دې کار لامل پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد یرغل و.[۱]

محمد رحیم الافغاني
د شخص معلومات
زیږونځای ننګرهار   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند

د نیشن ورځپاڼې (The Nation) په ۲۰۰۷ ز کال کې رپوټ ورکړ چې محمد رحیم او شیخ الیاس خېل د پاکستان د امنیتي چارواکو له خوا نیول شوي دي. یادې ورځپاڼې نوموړی د «اسامه بن لادن دځانګړې سکرتر» په توګه معرفي کړ او ادعا یې وکړه چې په ۲۰۰۲ ز کال کې یې له حضرت علي سره مذاکرات تر سره کړي وو. [۲]

کله چې محمد رحیم په پاکستان کې اوسېده، ونیول شو او د امریکا د اطلاعاتو مرکزي ادارې (CIA) ته په لاس ورکړل شو تر څو له طالبانو سره د هغه د تړاو په اړه ترې پوښتنې وکړي. کله چې رحیم د CIA په بند کې و نو د شکنجې له بېلابېلو لارو چارو له هغې جملې د زیات وخت لپاره د نه ویده کېدو له شکنجې سره مخ شو، کوم چې د تسلیمي، توقیف او پوښتنې (RDI) یوه برخه ده. نوموړی د هغه وروستي کس په توګه پېژندل شوی چې د امریکا د CIA د RDI تر پروګرام لاندې نیول شوی دی.[۳][۴]

رحیم له څو میاشتو شکنجو او پلټنو وروسته د CIA سازمان له خوا د ۲۰۰۸ کال د مارچ په میاشت کې د کیوبا ګوانتانامو زندان ته یوړل شو او هلته تر اداري توقیف (پرته له محکمې) لاندې ونیول شو. رحیم چې د امریکا د مرکزي اطلاعاتو د ادارې له خوا د «سرټنبه او زیارکښ جهادي» په توګه نومول شوی و، پر دې تورن و چې د اسامه بن لادن په نیولو کې یې د هغه له تیښتې سره مرسته کړې او د هغه د ژباړن او سکرتر په توګه یې دنده تر سره کړې ده. رحیم هغه وروستی زنداني و چې د ګوانتانامو زندان ته یوړل شو. که څه هم هغه په ګوانتانامو زندان کې پنځه کاله بند تیر کړ، خو پر وړاندې یې هېڅ حکم صادر نه شو. د امریکا وسله والو ځواکونو ویلي و چې په پوځي کمېسیون کې د هغه د محاکمې لپاره هېڅ نیت نشته. د امریکا د متحده ایالاتو حکومت هم د دارالانشاء د مقطعې څېړنې له مخې، اعلان کړی دی چې داسې کوم تصمیم نه لري چې د هغه د ازادیدو سپارښتنه وکړي. له همدې کبله هغه یو «تلپاته زنداني دی». همداشان هغه د سولې د خبرو اترو له مخې د بندیانو د تبادلې لپاره ممکنه نوماند هم نه دی. د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی و چې نوموړی د ۲۰۰۸ز کال د مارچ په ۱۴مه پوځي زندان ته وړل شوی دی. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د فرانس پریس د اژانس له قوله:

رحیم هغه شپاړسم په اصطلاح «ارزښتناکه» زنداني دی چې د ۲۰۰۶ کال له سپټمبر وروسته، کله چې جورج ډبلیو بوش د مرکزي اطلاعاتو د سازمان له پولو بهر د یوه بندي د شتون خبره تایید کړه، نو ګوانتانامو ته یوړل شو.

د نیویارک ټایمز د رپوت له مخې چې نوموړی لومړنی بندي دی چې د CIA له ادارې سره له نږدې یو کلن بند وروسته ګوانتانامو ته وړل کېږي.[۱۵]

رحیم د ۲۰۰۷ ز کال د جون په میاشت کې د پاکستان په لاهور ښار کې ونیول شو او د CIA له خوا د تسلیمي، توقیف او پلټڼې د یوې برخې په توګه تر شکنجې لاندې ونیول شو تر څو بیا د ۲۰۰۸ ز کال د مارچ په ۲۸مه ګوانتانامو ته یوړل شو. د هغه رسمي خبر له مخې چې ګوانتانامو ته یې د هغه د وړلو خبر ورکړ، نوموړی ګوانتانامو ته تر وړلو وړاندې د شکنجې د پټو مرکزونو په شبکه (د CIA په سایټونو) کې ساتل کېده. پنټاګون هغه د یوه ارزښتناک زنداني په توګه معرفي کړی، دا هغه لقب دی چې د ۲۰۰۶ ز کال د سپټمبر په ۶مه د عبدالهادي العراقي په ګډون ۱۴ نورو هغو بندیانو ته هم ورکړل شو کوم چې د CIA له سایټونو څخه ګوانتانامو ته وړل شوي وو.[۱۶][۱۷]

محمد رحیم الافغاني د اسامه بن لادن یو له نږدې همکارانو څخه و او د القاعدې له سازمانونو سره یې په ټول منځني ختیځ کې اړیکه درلوده. نوموړی وړاندې تر دې چې ونیول شي، د تسهیل او تدارکاتو په چارو کې د بن لادن یو له اعتمادي کسانو څخه و.

محمد رحیم په دې وخت کې چې د ګوانتانامو په ټاپو کې و په ۷ شمېره کمپ کې بندي و، دا د هغو بندیانو لپاره و چې د امریکا دولت «ارزښتناک» بندیان بلل. په دې موده کې چې رحیم د ګوانتانامو په بند کې دی، لا تر اوسه پورې د هغه پر وړاندې کوم حکم نه دی صادر شوی او نه هم تر اوسه پورې کومې محکمې ته احضار شوی تر څو له خپله ځانه دفاع وکړي. [۱۸]

نیویارک ټایمز د ۲۰۰۸ ز کال د نومبر په وروستیو کې د همدې بندیانو په اړه ۲۲۰ پیکسیله پاڼه خپره کړه چې په کې د دې ټولو بندیانو په اړه د رسمي سندونو لنډیز لیکل شوی و. نیویارک ټایمز وویل چې د دې کسانو د حبس اړوند کوم بل رسمي سند نشته. د جنګیالیو د قضايي وضعیت د څېړنې په اړه هېڅ نه دي خپاره شوي. هغوی نوموړی د ۱۰۰۳۰ شمېره بندي په نوم پېژني. همدا شان هغوی نوموړی د «ارزښتناک بندي» په توګه پېژني. [۱۹][۲۰]

بي بي سي په ۲۰۰۲ ز کال کې رپوټ ورکړ چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر یو موټر چلوونکی د «محمد رحیم» په نوم و. د بي بي سي د خبر له مخې، محمد رحیم د ۲۰۰۲ ز کال د جنوري په میاشت کې له رویټرز سره د خپلې مصاحبې په ترڅ کې د امریکا له دوو راکټي بریدونو څخه د طالبانو د مشر د تیښتې څرنګوالی تشرېح کړی و.[۲۱]

محمد رحیم په خپله مصاخبه کې وویل: کله چې په کندهار کې د ملامحمد عمر کور د امریکا په راکټونو باندې ووېشل شو، نو محمد عمر له هغه وغوښتل تر څو په ټکسي کې کښيني او محمد عمر، د هغه دویمه ښځه او څو زامن یې د سنګیسار په نوم سیمې ته چې یو ساعت لاره وه، یوسي. تقریباً د هغوی په رسیدو سره او وروسته له هغه چې نوموړي له ټکسي څخه ښکته شي، د هغوی ټکسي هم په راکټ وویشل شوه. دې راکټ یوازې ټکسي وویشتله او بل هېڅ څه په دې کلي کې بمبار نه شو. محمد رحیم وویل چې ده یوې خوا ته منډې کړي او محمد عمر بلې خوا او له هغه وروسته یې بیا هېڅکله له هغه سره اړیکه نه لرله.

د اوهایو ایالت د اکرون د سیمې اوسېدونکی کارلوس وارنر چې د محمدرحیم مدافع وکیل دی وايي چې هان کله چې نوموړي له خپل موکل سره لیده کاته کاوه، نو رحیم به په ځنځیر تړلی و. وارنر وروسته له هغه چې د رحیم له بند څخه پنځه کاله تیر شوي و محکمې ته یې د هغه د احضار د حکم لپاره مدني سند ثبت کړ او د خپل موکل پر وړاندې یې د پوره سندونو د نشتوالي له امله د هغه د ازادیدو غوښتنه وکړه.[۲۲]

رحیم د خپل بند په درشل کې کارلوس وارنر ته څو لیکونه ولیکل او کارلوس هم هغه په دې وروستیو کې په عامه توګه خپاره کړل. د رحیم لیکونه له امریکايي پاپ کلتور څخه د هغه د فوق العاده خبراوي ښکارندوی دي، له هغې جملې پر لبران جیمز باندې د هغه ګوتنیونه. د نوموړي وکیل تشرېح کوي چې له کلیولانډ کاوالایرز څخه ګرمې میامي ته د لبران جیمز تګ د رحیم د شدیدې وفادارۍ په احساس کې ریښه لري. محمد رحیم همداشان لیکلي و چې هغه «د ګنګم سټایل نوې سندره ډېره خوښیږي» او «[غواړي] د [کارلوس وارنر] لپاره ډانس وکړي، خو د ځنځیرونو له امله دا کار نشي کولای». د امریکايي پاپ کلتور څخه د پوهې لرلو نه سربېره، کوم چې د هغو ورځپاڼو په لوستلو سره چې کارلوس وارنر ورته د لیدو په مهال وروړلې تر لاسه کړې وي، د رحیم لیکونه همداشان په انګریزې ژبه کې د هغه د وړتیا ښکارندوی دي.

رحیم خپل مدافع وکیل ته ولیکل چې «ساتونکو ته ووایاست تر څو د [ده] ملګری یوازې پریږدي. هغوی باید نرم کړه وړه ولري». دا لیکونه د هغه څه ښکارندوی نه دي چې د ګوانتانامو د زندان له یوه بندي څخه د هغه د رنځونو او ناهیلو تمه کېږي. کارلوس وارنر پر دې اند دی چې د رحیم لیکونه ښیي چې «هغه متفاوت او ذکي دی... تاسې فکر وکړئ چې هغه دا ټول کارونه په هغو محدودیتونو کې چې هلته شته تر سره کوي. نوموړی خارق العاده شوخ طبیعت لري».

سرچينې سمول

  1. Ben Fox (په 2012-12-31 باندې). A Lesson in Pop Culture via Guantanamo. Associated Press
  2. Shamim Shahid (په August 2007 باندې). Qaeda two key figures arrested from Pakistan. The Nation
  3. See Executive Summary, Findings and Conclusions, and Foreword by Senate Select Committee on Intelligence (SSCI) Chairman Dianne Feinstein, of the Senate Select Committee on Intelligence's study of the Central Intelligence Agency's Detention and Interrogation Program, released on or about December of 2014SSCI at 145-156, describing the legal and operation challenges of inflicting torture in violation of international U.S. law; see also SSCI at 163-166, providing a summary of the methods of enhanced interrogations employed against Mr. Rahim.
  4. See SSCI at 143
  5. Alyssa Kleven (په 2013-01-02 باندې). Quirky letters from Guantanamo prisoner describe desire to do 'Gangnam Style'. The Luke Burbank Show
  6. (په 2008-03-28 باندې). Defense Department Takes Custody Of A High-Value Detainee. United States Department of Defense
  7. (په 14 March 2008 باندې). Alleged Bin Laden associate in US military custody: Pentagon. Agence France-Presse
  8. (په 14 March 2008 باندې). Defense Department Takes Custody Of A High-Value Detainee. United States Department of Defense
  9. Joby Warrick (په 15 March 2008 باندې). U.S. Transfers Bin Laden Aide. Washington Post.
  10. Mark Mazzetti (په 15 March 2008 باندې). C.I.A. Secretly Held Qaeda Suspect, Officials Say. New York Times.
  11. (په 15 March 2008 باندې). US claims capturing Osama aide. Dawn
  12. Carol Rosenberg (په 15 March 2008 باندې). New 'high-value detainee' arrives at Gitmo. Miami Herald [مړه لينکونه]
  13. Jonathon Karl (په 14 March 2008 باندې). CIA: We Got Bin Laden Translator. ABC News
  14. Jim Garamone (په 14 March 2008 باندې). Defense Department Takes Custody of High-Value Al Qaeda Operative. American Forces Press Service
  15. Mark Mazzetti (په 15 March 2008 باندې). C.I.A. Secretly Held Qaeda Suspect, Officials Say. New York Times.
  16. (په 2008-03-28 باندې). Defense Department Takes Custody Of A High-Value Detainee. United States Department of Defense
  17. Josh Meyers, Carol Williams (په 2008-03-15 باندې). Al-Qaida operative sent to Guantánamo. Seattle Times
  18. Ben Fox, "Mohammed Rahim Al-Afghani, Guantanamo Bay Prisoner, Sends Quirky Letters," The Huffington Post, http://www.huffingtonpost.com/2012/12/31/mohammed-rahim-al-afghani_n_2389243.html (accessed May 04, 2013).
  19. (په 2008-11-23 باندې). The Detainees. New York Times.
  20. Margot Williams (په 2008-11-03 باندې). Guantanamo Docket: Muhammad Rahim al-Afghani. New York Times.
  21. (په 22 January 2002 باندې). Mullah Omar 'survived missile strikes'. BBC News
  22. The Guantanamo Docket," The New York Times, http://projects.nytimes.com/guantanamo/ Archived 2017-02-18 at the Wayback Machine. (accessed April 11, 2013).