محمداکبر کرگر په ۱۳۳۲هجري شمسي کال دکونړونو دمزار په دره کې زيږيدلی دی. په مزار دره کې دلومړنيو زده کړو دپای ته رسولو وروسته دکابل دابن سينا عالي ليسه کې زده کړه وکړه اوپه ۱۳۵۳ د کابل پوهنتون دادبياتو اوبشري علومو په پوهنځي کې شامل اوپه ۱۳۵۶ کال کې ددغه پوهنځې دفلسفې اوټولنيزو پوهنو له څانگې فارغ شو. نوموړي دښوونځي په دوره کې په ليکوالۍ پيل کړي دی، يو شمير لنډې کيسې يي ليکلي اويو لړ ادبي فلسفې څيړني يي هم کړي دي.

محمد اکبر کرگر

محمد اکبر کرگر په يو شمير دولتي پوستونو لکه دراديو دخپرونو رياست د چاپ اوخپرونو ددولتي کميټې رياست اودليکوالو ټولنې دمرستيالۍ په څنگ کې دتاريخ اوفلسفې دپوهنځي د استاد په توگه هم پاتې شويدي. چې په هغه وخت کې يي يو لړ تصوفي اوعرفاني څيړنې هم کړي دي.

ليکلي آثار

د ليکوال ديو شمير اثارو نومونه په دې ډول دي :

لنډې کيسې

  1. شېبې چاپ کال ۱۳۶۳
  2. سينده ځه سينده بهېږه ۱۳۶۶
  3. د زمانو سندره ۱۳۷۰
  4. چې ماشومان سندره وايي ۱۹۹۸
  5. انځورونه که هېنداره (همدا اثر) ۲۰۰۷

څېړنيز اثار

  1. غني د شگو په محل کې ۱۳۶۵
  2. څو ادبي يادونې ۱۳۶۶‍‍
  3. په حالنامه کې د بايزيد روښان عرفاني او فلسفي څېره ۱۳۶۹ دويم چاپ ۲۰۰۶ م
  4. ادبيات او د انسان د نننۍ نړۍ ۲۰۰۵
  5. لويه جرگه او لويې پريکړې ۲۰۰۳

ژباړې

  1. ترورېزم او جگړه له انگليسي ژبې ۲۰۰۴
  2. استېتيک مقولې له فارسي څخه ۱۳۶۵
  3. يو شمېر څېړنيزې ادبي، فلسفي مقالې
  4. د افغانستان د جمهوريت فرهنگي پاليسي ) له مهدي دعاگوی او استاد الهام سره گډ کار) ۱۳۶۹-۱۳۷۰