محمد ابراهيم نعيمي

محمدابراهیم نعیمي په ۱۹۵۳ز. کال د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې زیږیدلی دی. پلار یې ښوونکی و او پلرنۍ کورنۍ یي د کندهار د ښکارپور بازار پورې تړاؤ لري یوه روحاني کورنۍ وه. ښاغلی ابراهیم نعيمي د پلار د دندې له کبله د هلمند ولایت د گرشک په ولسوالۍ کې لوی شوی .

مخینه سمول

ښاغلی ابراهیم نعیمي يو پخوانی د کانونو انجنیر دی او د نن ورځې ټولنیزو رسنیو کې د يوې وېبپاڼې چلوونکی او يو لیکوال دی .په ۱۹۸۹ ز کال ډنمارک ته کډوال شو چې اوس په ډنمارک کې له خپلې کورنۍ او څلورو ماشومانو سره يوځای اوسېږي . د ښاغلي وېبپاڼه د (www.nahimi.dk/pashto) په نوم ده چې هلته د ټولنیزو لیکنو تر څنگ د غږیزو زده کړو لپاره هم چاره پر مخ وړي .

زده کړې سمول

ښاغلي نعيمي د ابوالفتح بستي لیسه یي په ۱۹۷۱ ز کال کې پای ته رسولې. په همدغه کال د کابل پوهنتون د پولیتخنیک په پوهنځۍ کې شامل شواو په ۱۹۷۶ ز کال یي د طبعي زېرمو رایستلو څانگې کې بری لیک ترلاسه کړ .

دندې سمول

ښاغلي نعیمي لکه د نورو افغانانو پشان د وخت حکومت د تگلارې سره سم خپله دنده د پوځي خدمت د احتیاطو څخه پیل کړه له شپږو میاشتو وروسته یي ترخیص (پای سند) ترلاسه کړ. د پوځي خدمت څخه وروسته یې په ۱۹۷۷ ز کال په اوړي کې د پروان ولایت د فرنجل غوربند د بیرایتو په کان کې د انجنیر په توگه مقرر شو چې له مخې یې د اړونده طبعي زېرمو په وزارت کې بېلابېلې دندې ترسره کړې او بیا يې څه موده د هلمند ولایت د پنبې (مالوچو) او شینليو غوړو (نباتي غوړو) په فابریکې کې د ريس په توگه دنده درلوده . همدارنگه د کانو او صنایعو په وزارت کې د ډبرو د سکرو د مرکزي ادارې کارکوونکی هم و چې بيا یې له دولتي دندې ځان گوښه کړ. دوه کاله یې د شخصي کار په لړ کې د گلدوزۍ او خامکدوزۍ دوکان چلاوه .

لیکنې سمول

څو کاله کیږي چې د خپل عادي ورځنۍ دندې ترڅنگ یې له لیکنو سره مینه پیدا کړې ده چې په دري، پښتو او ډنمارکي ژبو ډیرې لیکنې په بیلابیلو ویبپاڼو کې خپروي.درې کاله کېږي چې یوه ویبپاڼه nahimi.dk/pashto چلوي چې په انگرېزي ، ډنمارکي ، پښتو او دري ژبو سیاسي او ټولنیزې لیکنې چمتو کوي . د کډوالو افغانانو کوچنیانو او زلمیانو لپاره په خپله ویبپاڼه کې د پښتو ژبې د زده کړې يو بریښنایي ښوونځی يې هم پرانیستی دی چې پدغې پتې يې لیدی شئ : (www.Lowast.com).

چاپ شوي آثار سمول

  1. او لا گلونه سوځي