محمد آصف بهاند

پوهندوی محمد آصف بهاند د محمد عمر زوی، د ۱۹۵۷م کال د دسمبر په ۲۳مه نیټه د کابل د چهاردهي په شکرالله خان نومي کلي کې زیږیدلی دی. پوهندوی آصف بهاند اوسمهال د ډنمارک په هیواد کې ژوند کوي او لکه پخوا په فرهنګي کارونو کې فعال دی، خپلو څیړنیزو او تخلیقي کارونو ته دوام ور کوي.

زده کړې سمول

لومړنۍ زده کړې یې د کابل د علاوالدین په تجربوي ښوونځي کې کړي دي، بیا یې د کابل په محمود طرزي لیسه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، خو دولسم ټولګی یې د میدان ښار د نرخ په لیسه کې پای ته ورساوه.

د ۱۳۵۵ کال د حمل په میاشت کې یې د د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې لوړې زده کړې پیل کړې او په ۱۳۵۸ کال یې د لیسانس سند تر لاسه کړ. له فراغت نه وروسته د کابل د روښان په دارالمعلمین کې د ښوونکي په توګه ومنل شو.

په ۱۳۶۰ کال په ژمي کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په علمي کدر کې ومنل شو. په ۱۳۶۶ کال کې یې د استاد صدیق روهي په لارښوونې د ماسترۍ د تیزس دفاع وکړه.

دندې سمول

د هجري شمسي نېـټې په شپـیتمه لسیزه کې د څو کلونو له پاره د کابل پوهنتون د علمي مجلې (اجتماعي علوم) د مرستیالۍ دنده ورله غاړې وه.

دغه راز د هجري شمسي نیټې په شپیتمه لسیزه کې د اوږدې مودې له پاره د رادیو افغانستان د روزنې ادارې د علمي پروګرام «موږ او اوریدونکي» لیکوال پاتې شوی دی.

آصف بهاند د افغانستان د لیکوالو ټولنې د مرکزي شورا غړی و.

په هیواد کې دننه او له هیواد څخه د باندې یې په لسګونو علمي او فرهنګي سمینارونو کې ګډون کړی، مقالې یې ورته لیکلي دي او په یادو سیمینارونو کې یې لوستي دي.

په ماسکو کې د اوږدې مودې له پاره د افغانستان د فرهنګ ټولنې د منشيتوب او د یادې ټولنې د ادبیاتو د څانګې مسولیتونه ورله غاړې وو.

د سویدن په بیلابیلو ښارونو کې، د سویدن هیواد او په سویدن کې د میشتو افغانانو د فرهنګي ټولنو له خوا د مورنۍ ژبې سیمینارونو ته بلل شوی او د یو لکچرر په صفت یې کارنده او فعاله برخه په کې اخیستې، مقالې یې ورته لیکلي دي او له سکندنویایي هیوادونو څخه د مورنۍ ژبې له راغلو ښوونکو سره یې د مورنۍ ژبې پر ستونزو او په پردي چاپیریال کې د مورنۍ ژبې د زده کړې او ساتلو پر ستونزو او د حل پر لارو چارو غږیدلی، مشورې يې ورسره کړي او د سویدن په ستاکهولم، یوتیبوري او مالمو ښارونو کې يې ګڼ لکچرونه وړاندې کړي دي.

چاپ شوي آثار سمول

آصف بهاند له ۱۳۵۶ کال راهیسې شعر وايي، نوی شعر ډیر لیکي، کله، کله یوه نیمه غزله او قصیده هم لیکي. په سل ګونو علمي تحقیقي مقالې، شعرونه او کتابونه یې په هیواد کې دننه او له هیواد څخه د باندې په معتبرو علمي مجلو او بریښنايي خپرونو کې نشر شوي دي.

آصف بهاند د خپل ادبي فعالیت په اوږدوکې دغه علمي کارونه تر سره کړي دي:

۱ ـ پښتو ادب له ۱۲۵۰ څخه تر۱۲۹۷ پورې (د لیسانس دورې مونوګراف)،

۲ ـ شعر د پښتو کلاسیکو شاعرانو له نظره (د پوهنیارۍ علمي رتبې ته د لوړیدو له پاره علمي اثر)،

۳ ـ د معاصر پښتو شعر شکل او مضمون (د پوهنملۍ علمي رتبې ته د لوړیدو له پاره علمي اثر)،

۴ ـ په پښتو شعر کې د انځور او تخیـیل مسأ له (د پوهندویۍ علمي رتبې ته د لوړیدو له پاره علمي اثر)،

۵ ـ د پښتو ژبې ګرامر او ادب، لومړی کتاب، د کابل پوهنتون د نا پـښتو څانګو له پاره درسي کتاب (ګستـتـنر چاپ)،

۶ ـ د پښتو ژبې ګرامر او ادب، دویم کتاب، د کابل پوهنتون نا پښتو څانګو له پاره درسي کتاب (کستـتـنرچاپ)،

۷ ـ د پښتو ژبې ګرامر او ادب، دریم کتاب، د کابل پوهنتون د نا پښتو څانګو درسي کتاب (ګستـتـنرچاپ)،

۸ ـ د پښتو ادبیاتو د لرغونې دورې منظوم متون، د پښتو څانګې درسي کتاب (ګستـتـنرچاپ)،

۹ ـ د پښتو ادبیاتو د اوسنۍ دورې منظوم متون، د پښتوڅانګې درسي کتاب (ګستـتـنرچاپ)،

۱۰ ـ د خوشال د دستارنامې منتخبات، د پښتو څانګې درسي کتاب (کستـتـنرچاپ)،

۱۱ ـ د کوچنیانو ادبیات، د چاپ او خپرونو د دولتي کومیټې له خوا په ۱۳۶۶ کال کې خپورشوی دی او دویمه درجه مطبوعاتي جایزه یې ګټلې ده،

۱۲ ـ مروره مځکه (د شعرونو ټولګه) ، په ۲۰۰۹ کال په کابل کې د دانش خپرندویې ټولنې له خوا خپره شوی ده،

۱۳ ـ لارورکي لارویان، لومړی ځل په ۱۳۹۱ کال کې چاپ شوی دی، مومند خپرندویې ټولنې خپور کړی دی او دویم ځل د ۲۰۱۷ کال په جولای کې په افغان جرمن آنلاین کې پر لیکه شوی دی،

۱۴ ــ د سمندر وړه ښاپیرۍ، لیکوال: هانس کریستین اندرسن، ژباړن: آصف بهاند، په ۲۰۱۸ کال په کابل کې چاپ شوی دی، مومند خپرندویې ټولنې په جلال آباد کې خپور کړی دی،

۱۵ ــ د سمندر وړه ښاپیرۍ او نه (۹) نورې کیسې، لیکوال: هانس کریستین اندرسن، ژباړن: آصف بهاند، د ۲۰۱۸ کال په جنوري کې په افغان جرمن آنلاین کې پر لیکه شوی دی،

۱۶ ــ لنډۍ او د ثبتولو ستونزه، ، د ۲۰۱۸ کال په جون کې په افغان جرمن آنلاین کې پر لیکه شوی دی،

۱۷ ــ د کوچنیانو ادبیات،(د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر، اوسنی حالت) دویم ټوک، د دوه زره اوه لسم (۲۰۱۷) کال په اگست کې، په افغان جرمن آنلاین پورتال کې پر لیکه شوی دی،

۱۸ ــ د باران سیوری (د شعرونو ټولگه)، ، د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر میاشت کې په افغان جرمن آنلاین کې پر لیکه شوې ده،

۱۹ ــ د تعلیم ډیوه او د نوي نسل روزنه (د مقالو ټولگه)، د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ میاشت کې، په افغان جرمن آنلاین پورتال کې پر لیکه شوی دی،

۲۰ ــ د امپراتور نوې جامې او شپږ نورې کیسې، لیکوال: هانس کریستین اندرسن، ژباړن: آصف بهاند، د ۲۰۱۹ کال په می میاشت کې په افغان جرمن آنلاین کې پر لیکه شوی دی،

۲۱ ــ د افغانستان له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه (د مقالو ټولگه)، د ۲۰۱۹ م کال په سپتمبر میاشت کې، په افغان انلاین پورتال کې پر لیکه شوی دی.

۲۲ ــ د ډنمارکي فرهنگ څو غوره بېلگې (د ډنمارک او ډنمارکیانو په باب د مقالو ټولګه)، لومړی ټوک، د ۲۰۲۰ م کال په جنورۍ میاشت کې، په افغان انلاین پورتال کې پر لیکه شوی دی.

۲۳ ــ یو ځل مې د لاس ورغوی وگوره! (شعري ټولگه)، د ۲۰۲۰ م کال په مارچ میاشت کې، په افغان انلاین پورتال کې پر لیکه شوی دی.

۲۴ ــ ژوندي یادونه، لومړی ټوک، د ۲۰۲۰ م کال په جولای میاشت کې، په افغان انلاین پورتال کې پر لیکه شوی دی.

۲۵ ــ د تللو یادونه، د ۲۰۲۰ ام کال په جولای میاشت کې، په افغان جرمن پورتال کې پر لیکه شوی دی.

۲۶ ــ راشه! چې سترگې مې له مځکې نه راټولې کړمه (څلورمه شعري ټولگه)، د ۲۰۲۰ ام کال په سپتمبر میاشت کې، په افغان جرمن پورتال کې پر لیکه شوی دی.

۲۷ ــ ښـځـگـلې، لومړی ټوک، د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې په افغان جرمن پورتال کې پر لیکه شوی دی.

۲۸ ــ مورې مننه چې ویده دې کړمه (پنځمه شعري ټولگه)، د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې په افغان جرمن پورتال کې پر لیکه شوی دی.

۲۹ ــ مورنۍ ژبه، تعلیمي نصاب او څو نورې مقالې، دا کتاب د ۲۰۲۱ کال اپریل میاشت کې په افغان جرمن پورتال کې پر لیکه شوی دی.

۳۰ ــ یو څراغ (د استاد شریف بهاند ژوند، علمي ــ فرهنگي هڅې او مړینه)، دا اثر د ۲۰۲۱ ام کال د جولای پر ۱۷ مه نېټه د استاد شریف بهاند د لسم تلین د درناوي په پار انلاین شوی دی.

۳۱ ــ د نوي نسل روزنه او زموږ دریځ، د ۲۰۲۱ ام کال په جون میاشت کې، په افغان جرمن پورتال کې پر لیکه شوی دی.

۳۲ ــ کورونایي لنډ ۍ، د کورونایي لنډیو لومړنۍ ټولگه، د ۲۰۲۲ ام کال په جون میاشت کې، په افغان جرمن پورتال کې پر لیکه شوی دی.

۳۳ ـ د تللو یادونه، دویم ټوک، د ۲۰۲۲ ام کال په جولای میاشت کې، په افغان جرمن پورتال کې پر لیکه شوی دی.

۳۴ ـ د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي څونامي، د ۲۰۲۲ ام کال په نومبر میاشت کې، په افغان جرمن پورتال کې پر لیکه شوی دی.

۳۵ ـ ژوندي یادونه، دويم ټوک، د ۲۰۲۳ م کال په فبرورۍ میاشت کې، په افغان انلاین پورتال کې پر لیکه شوی دی.

۳۶ ـ ښـځـگـلې، دويم ټوک، د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې په افغان جرمن پورتال کې پر لیکه شوی دی.

۳۷ ـ د نجونو د تعلیم مخنیوي تاریخي مسؤلیت چا ته ورله غاړې دی؟، د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې په افغان جرمن پورتال کې پر لیکه شوی دی.

چاپ یا آنلاین کولو ته تیار آثار سمول

ــ د شعرونو دوې ټولگې،

ــ او درې عنوانه څېـړنیز کتابونه.

باندنۍ تړنې سمول