مجيب الرحمن انگار

مجيب الرحمن انگار (۱۹۷۷ ز. - ) (په انگرېزي: Mujeeburrahman Angar) يو افغان ايډيټر او خبريال دی. هغه د آفاق د خپرونې پخوانی پازوال او د ټول افغان د وېبپاڼې د مشر ايډيټر په توگه هم پاتې شوی. دم مهال هغه د آزادۍ راډيو د پښتو د خبريال په توگه دنده ترمخ بيايي.

مجيب الرحمن انگار

مخينه

مجيب الرحمن انگار په ١٩٧٧ ز. کال کې د کابل د ميربچه کوټ ولسوالۍ په زمه نومي کلي کې زېږېدلى.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې د پېښور او صوابۍ په بېلابېلو ښوونځيو کې ترسره کړې، د لېسانس (B.A) سند يې په پېښور کې ترلاسه کړى اواوس له يوه نړېوال پوهنتون څخه په پښتو ژبه او ادبياتو کې ماسټري کوي.

دندې

کله د لومړي ځل لپاره د نړېوال جال (انټرنېټ) پرمخ پښتو وييباڼه www.tolafghan.com جوړه شوه. د نوموړې ويبپاڼې له جوړېدو سره سم، مجيب انگار د ويبپاڼې د افغانستان او پاکستان لپاره د خبريال په توگه کار پيل کړ. هغه به ټول افغان ته د سيمې، په ځانگړې توگه د افغانستان پر سياسي، کلتوري، ادبي او نورو پرمختيايي چارو په زړه پورې رپورټونه چمتو کول.

تر لږې مودې تېرېدو وروسته نوموړى د ويبپاڼې د مشر ايډيټر په توگه وگومارل شو، چې د ډېرو ليکوالو ليکنې او د نورو همکارانو رپورټونه به يې ايډيټ کول او بيا به يې پر ويبپاڼې خپرول. همداراز يې د ډېرو نويو او اماتورو رپورټرانو د لارښوونې او روزنې دنده هم پر غاړه لرله، چې په دې لار کې يې خدمتونه له چا پټ نه دي.

انگار پر ٢٠٠٥م کال له پولې پورې راډيويي پروژې سره د خبريال په توگه په ژورنالېستيکو کارونو هم لاس پورې کړی او سربېره پر دې په مذهبي، کلتوري، ټولنيزو او سياسي چارو یې هم پرواگرامونه چمتو کړي.

هغه د پاک-افغان د امن جرگې په اړه د خبرونو او راپورونو په پوښښ کې کارنده ونډه اخيستې. کله چې پېکټ راډيو خپل ويب سايټ پرانست، نو انگار يې د پښتو ويبپاڼې په چلولو کې د اوږدې تجربې لرلو له لامله د ويبپاڼې د سمبالوونکي په توگه وگوماره. د دې تر څنگ د مياشتنۍ (افاق) مجلې مسؤل مدير هم پاتې شوى. مجيب الرحمن د افاق مجلې سربېره له مياشتنۍ الفت، کاوون، سپرغۍ او نورو پښتو مجلو سره د همکار په توگه هم کار کړی او ډېرې ليکنې يې د هېواد او له هېواده دباندې په نوموتو مجلو او ورځپاڼو کې خپرې شوي دي. هغه د يو څه مودې لپاره په پېښور کې د پژواک خبري اژانس د خبريال دنده هم ترسره کړې.

مجيب الرحمن انگار د ٢٠١٠ ز. کال له مۍ میاشتې راهيسې په پېښور کې د ازادۍ راډيو يو خبريال دی. نوموړى د پېښور او قبايلي سيمو په ترينگلو او ستونزمنو حالاتو کې خپله دنده په ډېره مېړانه او صداقت ترسره کوي.