متيو سټينلي کوی
متيو سټينلي کوی (30 سپتمبر 1833 - 28 مۍ 1904) د جمهوري غوښتونکي ګوند يو امريکايي سياستوال و، چا چې له 1887 څخه تر 1899ز کال پورې او له 1901 څخه په 1904ز کال کې تر مړينې پورې د متحده ايالاتو په سنا مجلس کې د پنسلوانيا استازيتوب وکړ. د پنسلوانيا پر جمهوري غوښتونکي سياسي ماشين د «کوی» واک، نوموړی په هېواد کې يو تر ټولو ځواکمن او اغېزناک سياستوال وګرځاوه، او نوموړي د پنسلوانيا په سياست د نږدې شلو کلونو لپاره واکمني وکړه. د جمهوري غوښتونکي ملي کمېټې د رئيس او په دې ډول د ګوند د مبارزو د مدير په توګه، نوموړي په 1888ز کال کې د ولسمشر په توګه د «بنجامين هاريسن» په ټاکلو کې مرسته وکړه، سره له دې چې «هارسن» ولسي رایې نه وې تر لاسه کړې. نوموړي همدا راز د 1900ز کال ټولټاکنو کې د مرستيال ولسمشر په توګه د «تيودور روزولټ» په ټاکنه کې هم مهمه ونډه درلوده.
«کوی» د قانون زده کړه وکړه، او په 1856ز کال کې يې د پنسلوانيا ايالت په «بيور» ولسوالۍ کې د محکمې د مشر مامور په توګه خپل کار په دولتي دفتر کې پيل کړ. نوموړی په 1861ز کال کې د والي «انډريو کرټن» شخصي سکتر شو، په داسې حال کې چې يو کال مخکې يې د نوموړي په پلوۍ ټاکنيز تبليغات کړي و. د کورنۍ جګړې پر مهال، نوموړي په اتحادي پوځ کې خدمت تر سره کړ، چې د ډګروال په توګه يې د پنسلوانيا د پلي 134م کنډک قومانداني په غاړه درلوده. «کوی« د «فريډرکسبرګ» په جګړه کې د اتلولۍ له امله د وياړ مډال تر لاسه کړ. د «کرټن» د مرستې کولو، او په 1863ز کال کې د نوموړي په بيا ټاکل کېدو کې د مرستې لپاره «بيرسبرګ» ته له بېرته راتګ مخکې، نوموړي په واشنګټن کې د پنسلوانيا د پوځي استازي په توګه کار وکړ. هغه له 1865 څخه تر 1868ز کال پورې د پنسلوانيا د استازو د جرګه ګۍ غړی و.
له 1867ز کال څخه په پيل کېدو سره، «کوی» د سناتور «سايمن کامرون» له خوا پر مخ وړل کېدونکي سياسي ماشين سره په مخ پر زياتېدونکي ډول همغږی و، او تر 1880ز کال پورې، هغه د «کامرون» او د هغه د زوی او ځای ناستي «ډون» مشر مرستيال و. نوموړي په دولتي دفتر کې د ټولګټو د سکرتر، د فلاډلفيا ولسوالۍ د ثبت کونکي او پنسلوانيا د خزانه دار په توګه خپلو خدماتو ته دوام ورکړ. وروستۍ دندې، کومې ته چې نوموړی په 1885ز کال کې ټاکل شوی و، نوموړي ته دومره واک ورکړ چې د پنسلوانيا د سیاسي واکمن په توګه «ډان کامرون» تر خپل سيوري لاندې راولي، او داسې حيثيت ته يې ورسوي چې د سنا مجلس ټاکنو کې ګډون وکړي. نوموړي په دې ځای کې له 1887 څخه تر 1899ز کال پورې او بيا له 1901 څخه په 1904ز کال کې تر مړينې پورې کار وکړ. په دې ځای کې نوموړي د پنسلوانيا د اقتصادي ګټو سخته پلوي وکړه، او هغو موضوعاتو ته يې ډېره کمه پاملرنه کوله چې دهغه په پلرني ايالت يې کم اغېز درلود.
د خپل مسلک د عروج پر مهال، «کوی» په پنسلوانيا کې د زرګونو ايالتي او فدرالي دندو په ټاکنو کې اغېزناک و، د کومو دندو اشغال کونکي چې د دې ماشين په مالي ملاتړ کې مرسته کوله. د سوداګر «جان واناماکر» په څېر د پنسلوانيا په جمهوري غوښتونکې ګوند کې د هغه مخالفينو د نوموړي له واکمنۍ سره وخت په وخت سيالي وکړه، عموماً دوی نابريالي وو، خو دوی وکولای شول چې د دوه کلونو لپاره د درېيم ځل لپاره سنا ته د نوموړي د ټاکل کېدو مخه ونيسي، او دا د دې لامل وګرځېد چې په 1899ز کال کې قانون جوړونکي پلاوي ته د سناتور په ټاکنو کې هېڅوک انتخاب نه شو. نوموړی چې روغتيايي حالت يې ښه نه و، د خپل ژوند په وروستيو کلونو کې يې يو څو جګړې وکړې. د «کوی» له مړينې وروسته، د نوموړي سياسی ماشين د هغه ملګري د پنسلوانيا سناتور «بويز پينروز» سمبال کړ، او هغه په 1921ز کال کې تر خپل مرګ پورې دا ماشين وچلاو.
د ژوند لومړي کلونه او مسلک
سمول«متيو سټينلي کوی» د 1833ز کال د سپتمبر په دېرشمه نېته د پنسلوانيا په «ډلسبرګ» کې زېږېدلی و. پلار يې «انډرسن بيټن کوی»، يو پریسبيټيرين مذهبي مشر و؛ د «متيو» د زېږېدو پر مهال د هغه د مور وروستی نوم «کاترين مککين» و. «کوی» کورنۍ له سکاټلينډي او مينکس نسل څخه وه؛ «متيو کوی» اصلي امريکايۍ غوره نيا درلوده. د «متيو» نوم د جنرال «متيو سټينلي» په تعقيب کېښودل شو، چا چې د مککين د مور او پلار له مړينې وروسته د هغې پالنه وکړه؛ نوموړی له اتو خوېندو وروڼو څخه يو و، او بلوغ ته رسېدونکی تر ټولو مشر زوی و. [۱][۲][۳][۴][۵]
«کوی» کورنۍ د «متيو» په کوچنيوالي کې د منځنۍ او لوېدېځې پنسلوانيا په بېلا بېلو ښارګوټو کې ژوند وکړ، ځکه چې «ريونډ کوی» نوې دندې منلې، مخکې تر دې چې دوی په 1850ز کال کې په «بيور» کې مېشت شي، چېرته چې دا کورنۍ له دې وړاندې د 1840ز لسيزې په لومړيو کې اوسېدلې وه. د دې کورنۍ په يو او بل ځای کې د شتون سره سره، د نجونو په ګډون د کورنۍ د ماشومانو زده کړه له پامه نه وه غورځول شوې. متيو د بيور او انډيانا اکاډميو کې داخله وکړه، وروسته په جفرسن کالج (اوس د واشنګټن او جفرسن کالج دی) کې داخله ورکړل شوه، چېرته چې هغه د Beta Theta Pi غړی شو.[۶][۷]
په 1850ز کال کې له فراغت وروسته، کوی «ميسيپي» ته ولاړ، چېرته چې د هغه يو ټولګیوال په يوه کرونده کې اوسېدو. دوی نيت درلود چې د سټيريوپټيکون (stereopticon د انځورونو د يوځای کولو يو پروجيکټور دی) درسونو ورکولو سوداګرۍ ته ولاړ شي، خو دا وسيله ماته شوه. په سويل کې د مناسبې دندې په پیدا کولو ونه توانيد، او بېرته پنسلوانيا ته ستون شو، چېرته چې هغه د «پيني» او «سټارريټ» په «پټسبرګ» شرکت کې قانون ولوست. د دې شرکت يو شریکوال James C. Penney ويلي دي چې هغه "د نوموړي په عمر هېڅ داسې کس نه دی ليدلی چې دماغ يې دومره منظم او بالغ وي". د 1852ز کال په وروستيو کې، په داسې حال کې چې باوري نه و د قانون لپاره مناسب دی، «کوی» د سويل يو بل سفر پیل کړ، خو بيا يې ونه شول کولای چې ګټور کار پیدا کړي او د بيور د ډګروال ريچارډ رابرټس په سرپرستۍ کې د قانون په برخه کې د خپلو زده کړو بشپړولو لپاره بېرته راغی. نوموړی د 1854ز کال د اکتوبر په ديارلسمه نېټه د بيور ولسوالۍ د وکيلانو په ټولنه کې شامل کړای شو.[۸][۹][۱۰][۱۱]
په 1856ز کال کې، والي «جيمز پولاک» کوی د بيور د ولسوالۍ د محکمې مشر مامور وټاکه، تر څو يوه پای ته نه رسېدلې دوره ډکه کړي. دا ټاکنه له دې امله وه چې والي او د هغه سلاکارانو د «ريورنډ کوی» درناوی کاوه، او دا ځوان قانون پوه په 1856 او 1859ز کلونو کې د درې کلونو مودو لپاره وټاکل شو. په دې وخت کې، جمهوري غوښتونکی ګوند جوړ شوی و؛ «کوی» يې غړی شو، او په 1860ز کال کې د والي د څوکۍ لپاره د دې ګوند د نوماند «انډريو کرټين» لپاره په دې ولسوالۍ کې د ګوند مدير و. د «کرټن» د ملاتړ لپاره له لوېدېځې پنسلوانيا څخه ايالتي کنوانسيون کې د استازولۍ تر لاسه کولو کې د «کوی» برياليتوب د هغه د نوماندۍ تر لاسه کولو لپاره مهم و. د 1860ز کال د نومبر په مياشت کې، «کرټن» وټاکل شو، او په «بيور» ولسوالۍ کې په لوړه کچه ګټونکی شو، او له همدې امله يې د «کوی» د سياسي مهارت ستاينه کوله.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د امریکا کورنۍ جګړه
سمولکله چې «کرټن» د 1861ز کال د جنورۍ په مياشت کې والي شو، هغه «کوی» خپل خصوصي سکتر وټاکه – کوم چې د يو کلیوال وکيل لپاره ډېر پرمختګ و. د کورنۍ جګړې په پيل کې، «کوی» له «بيور» ولسوالۍ څخه د رضاکار په توګه کار کونکو لومړيو کسانو کې شامل و. د 1861ز کال د مۍ په مياشت کې، نوموړی د پنسلوانيا د وسله والو مليشو د نولسمه فرقه کې د لومړي بريدمن په توګه وټاکل شو، خو هغه دا دنده وانه اخيسته. د دې پر ځای، والي «کرټن» هغه د ډګرمن د دندې تر څنګ د پنسلوانيا د مرستيال کميسار جنرال په توګه وټاکه. له هغې وروسته چې د ايالتي کميسارۍ کارونه واشنګټن ته ولېږدول شول، «کرټن» بيا هم نوموړی د خپل شخصي سکتر په توګه وساته. «کرټن» د پنسلوانيا د سرتېرو د ملګري او وکيل جوړېدو هڅه وکړه، او هره ورځ به سلګونه ليکونه استول کېدل، د کومو لیکونو په اړه چې والي حکم کړی و چې په انفرادي ډول به يې ځواب ويل کېږي، دې ته له کتنې پرته چې شکايت څومره کوچنی هم نه وي. دا دنده «کوی» ته وسپارل شوه، او نوموړي دا کار په ښه ډول تر لاسه کړ، ان تر دې چې د کرټن لاسلیک يې بيا په دې ډول وړاندې کړ، چې ان والي به يې هم په توپير نه پوهېدو.[۱۷][۱۸][۱۹]
سرچينې
سمول- ↑ Kehl, James A. (February 1, 2000). "Quay, Matthew Stanley (1833–1904), politician". American National Biography. doi:10.1093/anb/9780198606697.article.0500639.
- ↑ Wilson, Jean Ellen. "An original snowbird". Indian River Magazine.
- ↑ "Quay's career ends". The Altoona Mirror. May 30, 1904. p. 2.
- ↑ Kehl، م. 4.
- ↑ Pennypacker، م. 281.
- ↑ Johnson, L.E. (2010). Beta Statesmen. The Beta Theta Pi Foundation. p. 7 – via Issuu.com.
- ↑ Kehl، مم. 4–5.
- ↑ "Quay's career ends". The Altoona Mirror. May 30, 1904. p. 2.
- ↑ Bausman Vol 1، م. 367.
- ↑ Kehl، مم. 8–9.
- ↑ Kehl، مم. 5,8.
- ↑ Kehl, James A. (February 1, 2000). "Quay, Matthew Stanley (1833–1904), politician". American National Biography. doi:10.1093/anb/9780198606697.article.0500639.
- ↑ Oliver، مم. 2–3.
- ↑ Evans، م. 18.
- ↑ Kehl، م. 10.
- ↑ Kehl، م. 9.
- ↑ McClure Vol 1، م. 457.
- ↑ McClure Vol 1، م. 458.
- ↑ Kehl، مم. 9–11.