متواتر حديث

(له متواتر حدیث نه مخ گرځېدلی)

متواتر حديث یا خبر متواتِر له تواتر څخه اخستل شوې، چې تواتر بیا د اسم فاعل صيغه ده، او د تسلسل او تتابع په معنی دی .په عربو کي وايي: تَوَاتَرَالْمَطَرُ يعني پرله پسې او متواتر باران اوريږي .


داصطلاح له مخې

په اصطلاح کې متواتر هغه حديث دی چي دومره گڼ راويان هغه روايت کړي چي دعادت له مخې پردروغو د دومره ډيروکسانواجتماع شوني نه وي .

ددې تعريف وضاحت اوتفصيل

يعني متواترحديث او خبرهغه دی چي دهغه دسندپه ټولوپړيو(دصحابه کراموy په وخت،تابعينواوتبع تابعينورحمهم الله) په وخت کي دراويانوشمېردومره زياته وي چي عرفاً شوني نه وي چي دې ټولوکسانودي پردروغوياله ځانه ددې خبرپرجوړولو اتفاق کړی وي .(يادې اتفاقاًله ټولوڅخه دروغ صادرشوي وي .)

دتواترشرطونه

ديادشوي تعريف له وضاحت اوتفصيل څخه داخبره په ډاگه کيږي چي ديوخبردتواترلپاره څلورشرطونه ضروري دي :

الف - دهغه دراويانوشمېربه ډېروي خوددې ډېرښت په کمه اندازه کي اختلاف دی . راجح داده چي لږترلږه ۱۰ کسان خوبه هرومرووي . (تدريب الراوي ۲ / ۱۷۷)

ب - دسندداکثرت به په ټولوطبقاتوکي موجودوي .

ج - دعادت له مخې به داشوني نه وي چي هغوئ دي پر دروغواتفاق کړی وي .

د- داخبره به پرظاهري حواسواومشاهده مبني وي. مثلاً دهغوئ بيان به داډول وي- سمعنا(موږپه خپلوغوږونو واورېدل) رأينا(موږپه خپلوسترگووليدل) لمسنا(موږ لاس ورؤړ)اونوردې ته ورته الفاظ اوعبارات .

که خبرله يوفکراوعقلي شي سره تړلی وي نوهغه ته خبر متواتر نه ويل کيږي مثلاً:

داچي " العالم حادث " (دانړۍ نوې پيداشوې ده) ځکه داقضيه له حس اومشاهدې سره تړاو نه لري .

۳ - حکم

متواترخبريقين فائده کوي،يعني داسي يقيني خبره چي انسان يې منلوته مجبوريږي ،لکه يوچاچي کوم شی په خپلو سترگوليدلی وي نوهغه يې په رښتنتوب کي هيڅ شک نه لري . خبرمتواترعلني په همدې ډول دی ځکه نوټول متواتراخباراواحاديث مقبول وي اودهغود راويانو پلټنې ته اړتيانه لري .

۴ - دخبرمتواتراقسام

خبرمتواتردوه ډولونه لري : لفظي اومعنوي .

    • الف - متواترلفظي :

هغه روايت دی چي الفاظ اومعنی دواړه يې متواتروي ،لکه داحديث :

من کذب علی متعمدا فليتبوا مقعده،من النار .

چاچي په قصدپه ماپسي دروغ وتړل،هغه دي خپل ځای په اورکي جوړکړي .

ددې حديث دروايت کؤنکوصحابؤy شمېرتراوياؤزيات دی .

    • ب - متوامترمعنوي :

هغه روايت دی چي معنی يې متواتره وي خوالفاظ يې متواترنه وي . مثلاًپه دعاکي د لاس پورته کولواحادیث ،له نبي کريم r څخه په دې اړه نژدې سل احاديث نقل شوي اوپه هريوه کي همدامضمون دی چي رسول اکرم rپه دعاکي لاس پورته کول خو کيفيات اواحوال يې مختلف دي اوپه هغوکي يو کيفيت اوحالت هم متواترنه دی . بياهم دهغو قدرمشترک (په دعا کي لاس پورته کول) دټولوسندونوپه اعتبارپه تواتر ثابت دی .

۵ - دمتواترواحاديثو شتون

داحاديثوپه کتابونوکي يوشمېرمتواتراحاديث شته . مثلاًدحوض کوثرحديث،پرموزودمسح کولواحاديث او نور. خومتواتراحاديث داحادوپه پرتله ډېرکم دي .

۶ - په دې اړه مشهورې ليکنې

دامت علماؤدمتواترواحاديثوجمع کولوته هم ځانگړې پاملرنه کړې ده اوهغوته يې دمستقلوليکلوبڼه ورکړې ده ترڅودعلم ترلاسه کؤنکي په اسانۍ سره وکولای شي متواتر احاديث ترلاسه کړي دځينونومونه يې دادي :

الف - الازهارالمتناثرة فی الاخبارالمتواترة- دامام سيوطي رحمه الله ليکنه ده چي دبابونوپه شکل ترتيب شوې ده .

ب- قطف الازهار- داهم دامام سيوطي رحمه الله تأليف دی اودپورته يادشوي کتاب لنډيزدی .

ج- نظم المتناثرمن الحديث المتواتر- دمحمدبن جعفر الکتانی ليکنه ده .