متمرکزه لمریزه برېښنا

د متمرکزې لمریزې برېښنا سیستمونه (چې متمرکزه لمریزه تودوخه هم بلل کېږي) له ښيښو او لېنزونو (عدسیو) څخه په استفادې سره د یوه جذبوونکي پر مخ د لمر د رڼا د پراخې ساحې په متمرکزولو سره لمریزه برېښنا تولیدوي. برېښنا هغه وخت تولیدېږي چې متمرکزه رڼا پر تودوخې (لمریزه حرارتي انرژي) بدله شي، د تودوخې انجن (معمولاً د بخار توربین) چې له یوه برېښنايي الکتریکي جنراتور سره وصل دی، په حرکت راولي یا ترمو کیمیاوي غبرګون ته ځواک ورکوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

په ۲۰۱۸ ز کال کې په نړیواله کچه د نصب شوې متمرکزې لمریزې برېښنا د تولید ټول ظرفیت ۵۵۰۰ مېګاواټه و چې دا شمېره په ۲۰۰۵ ز کال کې یوازې ۳۵۴ مېګاواټه وه. هسپانیا د نړۍ نیمايي دغه ظرفیت جوړوي چې ۲۳۰۰ مېګاواټه دی، که څه هم له ۲۰۱۳ ز کال را په دېخوا د دغه هېواد سوداګریزو فعالیتونو ته هېڅ نوی ظرفیت نه دی داخل شوی. متحد ایالتونه د ۱۷۴۰ ز مېګاواټه لمریزې برېښنا په لرلو سره دویم مقام لري. د دې برېښنا د تولید لپاره لېوالتیا په شمالي افریقا، منځني ختیځ، هند او چین کې هم ډېره ده. نړیوال بازار په لومړي سر کې پارابولیک لمریزې تودوخې ټولوونکو سیستمونو نیولی و چې یو وخت یې د متمرکزې لمریزې برېښنا ۹۰ سلنه برخه جوړوله. له ۲۰۱۰ کال راهیسې د مرکزي برېښنا برجونه (پایې) د متمرکزې لمریزې برېښنا د لوړې تودوخې د فعالیت په خاطر د پام وړ ګرځېدلي چې دا تودوخه تر ۵۶۵ سانتي ګرېد (۱۰۴۹ ز کال ) فارنهایټ پورې لوړېږي، په داسې حال کې چې د پارابولیک تودوخې ټولوونکو لوړه تودوخه تر ۴۰۰ سانتي ګرېد درجو او ۷۵۲ فارنهایټ پورې رسېدای شي او د لوړې تودوخې دا وړتیا ډېر کارندوالی لري.[۸][۹]

د متمرکزې لمریزې برېښنا د لویو پروژو له ډلې په متحدو ایالتونو کې د اېوانپا د لمریزې برېښنا مرکز دی چې ۳۹۲ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او د تودوخې د انرژۍ له ذخیره کولو پرته د لمریزې برېښنا د برجونو ټېکنالوژي کاروي؛ په مراکش کې د اوارزازېت د لمریزې برېښنا سټېشن ته هم اشاره کولی شو چې د لمریزې تودوخې ټولوونکې او د برج د ټېکنالوژیو په یوځای کېدو سره ټولټال ۵۱۰ مېګاواټه برېښنا د څو ساعتونو لپاره ذخیره کوي.[۱۰]

متمرکزه لمریزه برېښنا د حرارتي انرژۍ د تولیدوونکې برېښنا د یوه سټېشن په توګه د برېښنا له حرارتي سټېشنونو سره ډېر ګډ ټکي لري، لکه د ډبرو سکاره، ګاز یا د ځمکې تودوخه. د متمرکزې لمریزې برېښنا یو سټېشن حرارتي انرژي ذخیره کولی شي، دا انرژي د محسوسې تودوخې یا پټې تودوخې په ډول (د بېلګې په توګه په اوبو کې منحل شوې مالګه) ذخیره کوي، دا کار دغه سټېشن ته وړتیا ورکوي چې د اړتیا پر مهال شپه او ورځ برېښنا تولید کړي. دا کار د دې لامل کېږي چې متمرکزه لمریزه برېښنا د غوښتنې له مخې پر استول کېدونکې یا مدیریت کېدونکې برېښنا بدله شي. د غوښتنې له مخې استول کېدونکې یا مدیریت کېدونکې تجدیدي انرژي د کلفورنیا په څېر په هغو ځایونو کې ډېر ارزښت لري چې له وړاندې د فوټوولټايک (پر برېښنا د رڼا بدلول) نفوذ ډېر وي، ځکه د لمر پرېوتو ته نږدې په دغه وخت کې د برېښنا لپاره غوښتنه ډېره لوړېږي او د فوټوولټايک ظرفیت را ټيټېږي.[۱۱][۱۲]

متمرکزه لمریزه برېښنا تر ډېره له فوټوولټایک لمریزې برېښنا سره پرتله کېږي، ځکه دواړه له لمریزې برېښنا څخه استفاده کوي. که څه هم فوټوولټایک لمریزې برېښنا په وروستیو کلونو کې د بیو د ټيټوالي له امله ډېره وده کړې، خو د متمرکزې لمریزې برېښنا وده د تخنیکي ستونزو او لوړو بیو له امله سسته وه. په ۲۰۱۷ ز کال کې متمرکزې لمریزې برېښنا په ټوله نړۍ کې د لمریزې برېښنا د نصب شویو سیستمونو  د ظرفیت دوه سلنه برېښنا جوړوله. سره له دې، متمرکزه لمریزه برېښنا په اسانۍ سره د شپې په جریان کې انرژي ذخیره کولی شي او د غوښتنې له مخې له استول کېدونکو یا مدیریت کېدونکو جنراتورونو او د اساسي ظرفیت له سیستمونو سره لا ډېره رقابتي کېږي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د دوبۍ د برېښنا او اوبو د ادارې پروژه چې په ۲۰۱۹ ز کال کې کار پرې روان و، په ۲۰۱۷ ز کال کې یې د متمرکزې لمریزې برېښنا د ټيټې بیې ریکارډ درلود؛ یعنې د ۷۰۰ مېګاواټي پروژې لپاره یې په هر ساعت مېګاواټ ۷۳ ډالره بیه لرله چې کانال یې ۶۰۰ مېګاواټه او ټاور یې ۱۰۰ مېګاواټه و او په ورځ کې يې د ۱۵ ساعته حرارتي انرژۍ د ذخیره کولو وړتیا لرله. د چیلي په خورا وچه «اتاکاما» سیمه کې د متمرکزې لمریزې برېښنا د اساسي ظرفیت تعرفه د ۲۰۱۷ ز کال په مزایدو (لیلامونو) کې په هر ساعت مېګاواټ تر ۵۰ ډالرو ټيټه شوه.[۲۰][۲۱][۲۲]

تاریخچه سمول

داسې ویل کېږي چې ارکیمیډیس له سېراکوس [د لرغوني یونان یو تاریخي ښار دی چې ارکیمیډیس په کې زیږېدلی] څخه د رومي یرغلګرو د شړلو لپاره د دوی پر بېړیو د لمرینې رڼا د متمرکز کولو لپاره «سووځوونکې ښيښې» کارولې. په ۱۹۷۳ ز کال کې یوه یوناني ساینس‌پوه «ډاکتر یوانیس ساکاس» څېړنه وکړه چې ایا په رښتیا هم ارکیمیډیس کولی شوای تر میلاد ۲۱۲ ز کاله وړاندې د روميانو جنګي بېړۍ له منځه یوسي، ده نږدې ۶۰ یوناني بېړۍ چلوونکي یو په بل پسې په لیکه ودرول، هر یوه ته یې مستطیل شکله ښيښه ورکړه او د هغو د لمر وړانګې یې په ۴۹ مترۍ (۱۶۰ فوټ) واټن کې درې لایه جوړې شوې بېړۍ ته برابرې کړې. له څو دقیقو وروسته بېړۍ اور واخیست. خو سره له دې هم تاریخ‌پوهان د ارکیمیډیس پر کیسه شکمن دي.[۲۳]

په ۱۸۶۶ ز کال کې «اګست موچوټ» د لومړي لمریز بخار ماشین د بخار د تولید لپاره د لمر د وړانګو د راټولولو یو پارابولیک (لیندۍ ته ورته شکل) وکاراوه. د لمر د وړانګو د راټولولو اختراع د لومړي ځل لپاره په ۱۸۸۶ ز کال کې د ایټالیا په جینېوا کې ایټالوي «الېسانډرو باتاګلیا» وکړه. په را وروسته کلونو کې نورو مخترعانو لکه «جان اریکسون» او «فرانک شومان» د اوبو لګولو، سړولو او له یوه ځایه بل ځای ته د حرکت لپاره د لمریزې برېښنا متمرکزوونکې دستګاوې پراخې کړې. په ۱۹۱۳ ز کال کې «شومان» د مصر په مادي کې د اوبو لګولو لپاره د لمریزې تودوخې د انرژۍ یو ۵۵ هارس پاوره (۴۱ کیلوواټه) پارابولیک سټېشن بشپړ کړ. له ښيښه‌ لرونکي ډېش [یا د ډېرینو ښيښو لرونکی لوی قاب چې یوه ځای ته د لمر د وړانګو د را ټولولو لپاره کارېږي] څخه په استفادې د لمریزې انرژۍ لومړی سیستم «ډاکتر ار اېچ ګوډارډ» جوړ کړ، دی له وړاندې د مایع سون‌توکو د راکټونو په برخه کې د څېړنو په اړه مشهور و او په ۱۹۲۹ ز کال کې یې یوه مقاله لیکلې وه، په دې مقاله کې یې ادعا کړې وه چې ټول پخواني خنډونه لرې شوي دي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

پروفیسور جیوواني فرانسیا د لمر د وړانګو لومړنی متمرکز سیستم ډیزاین او جوړ کړ، دا سیستم په ۱۹۶۸ ز کال کې په ایټالیا کې «جینیوا» ښار ته نږدې په «سانټیلاریو» کې ګټې اخیستنې ته برابر شو. دغه سیستم د اوسنیو برېښنايي برجونو د سیستمونو په څېر جوړښت درلود چې د لمر د وړانګو د راټولوونکو د یوې ساحې په منځ کې یې دغه وړانګې را جذبولې. دغه سیستم له ۱۰۰ بار او ۵۰۰ سانتي ګرېد سره د یوه مېګاواټ په اندازه فوق‌العاده ګرم بخار تولیداوه. په ۱۹۸۱ ز کال کې په سوېلي کلفورنیا کې د «سولر ون» په نامه د ۱۰ مېګاواټه برېښنا برج جوړ شو. سولر ون په ۱۹۹۵ ز کال کې پر «سولر ټو» بدل شو او د منحل مالګې د مخلوط  (۶۰ سلنه سوډیم نایټرېټ، ۴۰ سلنه پوتاشیم نایټرېټ) نوې طرحه یې د کاري مایع ترلاسه کوونکي او منځني ذخیره کوونکي په توګه اجرا کړه. د منحل مالګې طریقه اغېزناکه وه، سولر ټو په بریالیتوب سره کار وکړ او په ۱۹۹۹ ز کال کې لغوه شو. د لمریزې انرژۍ د تولید د سیستمونو پارابولیک (لیندۍ ډوله) ټېکنالوژي چې په ۱۹۸۴ ز کال کې پيل شوه، ډېره کارنده وه. د لمریزې انرژۍ د تولید سیستمونه تر ۲۰۱۴ ز کال پورې په ۳۵۴ مېګاواټه سره د نړۍ د لمریزې برېښنا تر ټولو لوی سیستم و.[۲۹][۳۰]

له ۱۹۹۰ ز کال راهیسې چې د لمریزې انرژۍ د تولید سیستمونه بشپړ شول، تر ۲۰۰۶ ز کال پورې چې د اسټرالیا په لیډل برېښنا سټېشن کې د متراکم شوي خطي فرینشیل انعکاس سیستم جوړ شو، هېڅ سوداګریزه متمرکزه برېښنا جوړه نه شوه. ډېر کم نور سیستمونه له دغه ډيزاین سره جوړ شول، که څه هم د کیمبرلینا د لمریز حرارت د انرژۍ سیستم په ۲۰۰۹ ز کال کې د ۵ مېګاواټو په ظرفیت سره پرانیستل شو.

په ۲۰۰۷ ز کال کې د ۷۵ مېګاواټه په ظرفیت سره «نېواډا سولر ون» سیستم جوړ شو، دا یو لیندۍ شکله ډيزاین و او د لمریزې انرژۍ د تولید د سیستمونو له وخته لومړنی لوی سیستم بلل کېده. د ۲۰۰۹ ز کال او ۲۰۱۳ ز کلونو تر منځ هسپانیا تر ۴۰ ډېر پارابولیک لیندۍ ډوله سیستمونه جوړ کړل چې په ۵۰ مېګاواټه بلاکونو کې معیاري شوي وو.

د «سولر ټو» بریالیتوب ته په کتو سره په ۲۰۱۱ ز کال کې په هسپانیا کې د «سولر ټرېس پاور ټاور» په نامه یو سوداګریز سیستم جوړ شو ، چې وروسته یې نوم ګېم‌سولر تېرموسولر سیستم ته بدل شو. د ګېم‌سولر پایلو په خپل ډول کې د لا ډېرو سیستمونو لپاره لاره هواره کړه.[۳۱][۳۲][۳۳]

سرچينې سمول

  1. "How CSP Works: Tower, Trough, Fresnel or Dish". SolarPACES. June 12, 2018. د لاسرسي‌نېټه November 29, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Boerema, Nicholas; Morrison, Graham; Taylor, Robert; Rosengarten, Gary (1 November 2013). "High temperature solar thermal central-receiver billboard design". Solar Energy. 97: 356–368. Bibcode:2013SoEn...97..356B. doi:10.1016/j.solener.2013.09.008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Law, Edward W.; Prasad, Abhnil A.; Kay, Merlinde; Taylor, Robert A. (1 October 2014). "Direct normal irradiance forecasting and its application to concentrated solar thermal output forecasting – A review". Solar Energy. 108: 287–307. Bibcode:2014SoEn..108..287L. doi:10.1016/j.solener.2014.07.008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Law, Edward W.; Kay, Merlinde; Taylor, Robert A. (1 February 2016). "Calculating the financial value of a concentrated solar thermal plant operated using direct normal irradiance forecasts". Solar Energy. 125: 267–281. Bibcode:2016SoEn..125..267L. doi:10.1016/j.solener.2015.12.031. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Sunshine to Petrol" (PDF). Sandia National Laboratories. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ فبروري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Integrated Solar Thermochemical Reaction System". U.S. Department of Energy. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 10 April 2013 باندې). New Solar Process Gets More Out of Natural Gas.
  8. "Concentrated Solar Power increasing cumulative global capacity more than 11% to just under 5.5 GW in 2018". د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sawin, Janet L.; Martinot, Eric (29 September 2011). "Renewables Bounced Back in 2010, Finds REN21 Global Report". Renewable Energy World. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ نومبر ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Louis Boisgibault, Fahad Al Kabbani (2020): Energy Transition in Metropolises, Rural Areas and Deserts. Wiley - ISTE. (Energy series) کينډۍ:ISBN.
  11. "New Chance for US CSP? California Outlaws Gas-Fired Peaker Plants". د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Deign, Jason (24 June 2019). "Concentrated Solar Power Quietly Makes a Comeback". GreenTechMedia.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "As Concentrated Solar Power bids fall to record lows, prices seen diverging between different regions". د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Chris Clarke. "Are Solar Power Towers Doomed in California?". KCET. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "CSP Doesn't Compete With PV – it Competes with Gas". د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Concentrated Solar Power Costs Fell 46% From 2010–2018". د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "UAE's push on concentrated solar power should open eyes across world". د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Concentrated Solar Power Dropped 50% in Six Months". د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "After the Desertec hype: is concentrating solar power still alive?". د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Reuters (September 20, 2017). "ACWA Power scales up tower-trough design to set record-low CSP price". New Energy Update / CSP Today. د لاسرسي‌نېټه November 29, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "SolarReserve Bids CSP Under 5 Cents in Chilean Auction". د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "SolarReserve Bids 24-Hour Solar At 6.3 Cents In Chile". CleanTechnica. 13 March 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Thomas W. Africa (1975). "Archimedes through the Looking Glass". The Classical World. 68 (5): 305–308. doi:10.2307/4348211. JSTOR 4348211. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Ken Butti, John Perlin (1980) A Golden Thread: 2500 Years of Solar Architecture and Technology, Cheshire Books, pp. 66–100, کينډۍ:ISBN.
  25. Meyer, CM. "From Troughs to Triumph: SEGS and Gas". EEPublishers.co.za. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اگسټ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Cutler J. Cleveland (23 August 2008). Shuman, Frank. Encyclopedia of Earth.
  27. Paul Collins (Spring 2002) The Beautiful Possibility. Cabinet Magazine, Issue 6.
  28. "A New Invention To Harness The Sun" Popular Science, November 1929
  29. "Molten Salt Storage". large.stanford.edu. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Ken Butti, John Perlin (1980) A Golden Thread: 2500 Years of Solar Architecture and Technology, Cheshire Books, p. 68, کينډۍ:ISBN.
  31. . Why Concentrating Solar Power Needs Storage to Survive.
  32. "Ivanpah Solar Project Faces Risk of Default on PG&E Contracts". KQED News. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مارچ ۲۰۱۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "eSolar Sierra SunTower: a History of Concentrating Solar Power Underperformance | GUNTHER Portfolio". guntherportfolio.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)