متحده ایالاتو ته د مهاجرت تاریخچه

متحده ایالاتو ته د مهاجرت تاریخچه د استعمار له دوران څخه تر نن پورې متحده ایالاتو ته د خلکو د تګ بیانوي. متحده ایالاتو په ځانګړي ډول له اروپا او وروسته له اسیا او لاتینې امریکا څخه د مهاجرت پرله پسې څپې تجربه کړې. د استعمار د دورې مهاجرانو تر ډېره د سمندرونو تر منځ د حمل او نقل لګښت د قراردادي خدمتکارانو له بدلولو سره چې نوي کارکوونکي به د بېړۍ مشر ته ورکاوه اجرا کاوه. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې پیل شوی مهاجرت له چین او جاپان څخه محدود شو. په ۱۹۲۰ لسیزه کې د مهاجرت محدودوونکې ونډې پلې شوې، که څه هم سیاسي پناه‌غوښتونکو خاص وضعیت درلود. عددي محدودیتونه په ۱۹۶۵ کال کې له منځه لاړل. په وروستیو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره له اسیا او مرکزي امریکا څخه وه.

له نویو مهاجرانو سره چلند له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې د مناسب او له دوښنۍ سره مل دایره کې و. وروستي بحثونه پر سویلې پولې او د هغو خیال پردازانو پر وضعیت متمرکز دي، چا چې نږدې خپل ټول عمر تر هغې وروسته چې په ماشومتوب کې له هېڅ سند پرته راوړل شوي، په متحده ایالاتو کې تېر کړی.  

استعماري دور

سمول

په ۱۶۰۷ کال کې د انګلیس لومړنۍ بریالۍ مستعمره د وېرجینیا په جېمز ټاون کې مېشته شوه. کله چې تنباکو د یو ګټور محصول په توګه وپېژندل شو، په وېرجینیا او مریلنډ کې د چساپيک خلیج په دوام ګڼ شمېر کروندې رامنځته شوې.

په دې توګه د مهاجرت لومړنۍ او تر ټولو اوږده دوره پيل شوه، چې په ۱۷۷۵ کال کې يې د امریکا تر انقلاب پورې دوام درلود. د دغه وخت په بهیر کې مېشت ځایونو د انګلستان د لومړنۍ استعماري امپراتورۍ، له نوې نړۍ څخه بریتانوي امریکا ته وده وکړه. چې د شمالي اروپا کډوال یې راوستل، دا کډوال په عمده ډول له بریتانیا، جرمني او هالنډ څخه استخراج شول. بریتانویانو د ۱۷مې پېړۍ له نیمایي څخه واکمني کوله او هغوی تر ډېره د واردو شویو ډلو تر ټولو لویه ډله وه چې د بریتانیا په امپراتورۍ کې د ننه پاتې شول. د دغو کډوالو له ۹۰ سلنې څخه زیاته برخه کروندګر وو.  [۱]

ګڼ شمېر ځوانې ښځې او نارینه به یوازې د قراردادي خدمتګارانو په توګه راتلل. د هغوی د تېریدو لګښت د هغوی د کارڅښتنانو له خوا چې په پلورنځي يا کرونده کې به یې ورته اړتیا درلوده ورکول کېده. قراردادي خدمتګارانو ته خواړه، استوګنځی، جامې او ترېننګ/روزنه ورکول کېده، خو هغوی ته معاش/مزدوري نه ورکول کېده. د قرارداد په پای کې (معمولاً په ۲۱ کلنۍ کې یا تر ۷ کلن خدمت وروسته) هغوی ازادېدل تر څو واده وکړي او خپلې کروندې ولري.    [۲]

نیو انګلنډ

سمول

په نوې نړۍ کې د مذهبي خپلواکۍ په لټه سل انګرېزي زیارت‌کوونکو په ۱۶۲۰ کال کې پليموث ته څېرمه په ماساچوست کې یو کوچنی استوګنځی تأسیس کړ. لس‌ګونه زره انګلیسي پيورېتان (پروتستان) چې تر ډېره د انګلستان له ختیځو انګلیسي برخو (نورفولک، سافولک، اسکس) او همدارنګه له کېنت او ختيځ ساسکس څخه دننه شول او د ۱۶۲۹ او ۱۶۴۰ کلونو شاوخوا په بوستون، ماساچوست او شاوخوا سیمو کې مېشت شول، تر څو یوه خاوره خپل مذهب ته ځانګړې کړي. د نیو انګلند تر ټولو لومړۍ مستعمرې ماساچوسېت، کانکتیکات، رودایلند او نیوهمپشایر د شمال ختيځ ساحل په دوام رامنځته شوې. دغې سیمې په لویه کچه مهاجرت له ۱۷۰۰ کال څخه مخکې پای ته ورسېد، که څه هم په کوچنۍ کچه و خو د راتلونکو راتګ دوام وموند.   [۳][۴]

د انګلستان د مستعمرې نوي اوسېدونکي د خپل عصر تر ټولو ښاري او لوستي اوسېدونکي و چې ګڼ‌شمېر کرونګر، کسب‌ګران او ماهر صنعت کاران په کې شامل و. هغوی په ۱۶۳۵ کال کې د هاوارډ لومړنی پوهنتون رامنځته کړ تر څو خپلو وزیرانو ته زدهډکړه ورکړي. هغوی تر ډېره د متقابل ملاتړ (نږدې ټولو خپل پوځیان درلودل) او ګډو مذهبي فعالیتونو لپاره په کوچنیو کلیو کې مېشت شول. بېړۍ جوړونه، سوداګري، کرنه او کب نیونه د هغوی د عاید اصلي سرچينې وې. د نیوانګلنډ سالم اقلیم (ساړه ژمي یې د غوماشو او ګڼو نورو نارغۍ لېږدوونکو حشراتو د مړین ېلامل کېږي)، پراخ کوچني کلي (د ناروغیو د پراختیا کچه حداقل ته رسوي) او د پرېمانه خوړو وړاندې کول د نورو مستعمرو تر منځ د مړینې د تر ټولو ټيټې کچې او د تولید تر ټولو لوړې کچې لامل شوی. د نیوانګلنډ د لومړنیو استوګنځیو په شاوخوا کې شمالي او ختيځې پولې تر ډېره د لومنیو نیو انګلنډیانو د لمسیانو له خوا مېشتې شوې وې. له ۱۶۴۰ کال څخه وروسته او د انګلیس د کورنۍ جګړې له پيل څخه وروسته د نیو انګلنډ مستعمراتو ته مهاجرت له ۱۸۴۵ څخه مخکې نږدې په ټولو کلونو کې له ۱ سلنې (نږدې د مړينې له نرخ سره برابر) څخه کم شو. د نیو انګلنډ د مستعمراتو چټکه وده (تر ۱۷۹۰ کال پورې نږدې ۹۰۰۰۰۰) نږدې په بشپړ ډول د زېږون د لوړې کچې (> ۳٪) او د مړینې د ټيټې کچې (<۱٪) له امله وه.[۵]

هالنډ

سمول

د هالنډ مستعمرې چې د ختيځ هند شرکت له خوا تنظیم شوې وې، د لومړي ځل لپاره د اوسني نیویارک ایالت د هاډسون سیند په دوام شاوخوا په ۱۶۲۶ کال کې رامنځته شوې. هالنډي شتمنو د ځمکې خاوندانو د هاډسون سیند په دوام پراخه ځمکنۍ شتمني جوړه کړه او اٌجوره‌يي/کرايي کروندګر یې راوستل. نورو له لرغونو امریکایانو سره شتمن سوداګریز پوستونه رامنځته کړل او د نيو امستردام (اوسنی نیویارک) او الباني، نیویارک په څېر ښارونه یې رامنځته کړل. وروسته له دې چې مستعمره بریتانویانو ولکه کړه او نوم يې په نیویارک بدل کړ. جرمنیان ([i]پلاتینېټ څخه) او یانکیان (له نیو انګلنډ څخه) وارېدېدل پيل کړل. [۶][۷]

منځنۍ مستعمرې

سمول

مرېلنډ، نیویارک، نیوجرسي، پنسلوانیا او ډلوار منځنۍ مستعمرې جوړوي. په پنسلوانیا کې له بریتانیا څخه کويکران مېشت شول، ورپسې اولسټر سکاټلنډیان (شمالي ایرلنډ) او ګڼ شمېر جرمني پروتستان د جرمني پلاتینیانو په ګډون په پولو کې مېشت شول. د نوي سویډن لومړنۍ مستعمرې د ډلاور سیند په لاندینۍ برخه کې د سويډني او فنلانډي کډوالو يو کوچنی استوګنځی درلود. دا مستعمرې په ۱۶۷۶ کال کې جذب شوې. [۸]

منځنۍ مستعمرې د نیویارک ښار په لویدیځ (په ۱۶۲۶ کال کې رامنځته او په ۱۶۶۴ کال کې د انګرېزانو له خوا ونیول شوې) او فېلادلفیا، پنسلوانیا (په ۱۶۸۲ کال کې رامنځته شوې) کې تیت شوې. نیوامستردام/نیویارک له بېلابېلو ملتونو څخه تر ټولو بېلابېل ډولونه اوسېدونکي لرل او نږدې له ۱۷۰۰ کال څخه وروسته یې د یو لوي تجارتي او سوداګریز ښار په توګه وځلېد. پنسلوانیا شاوخوا له ۱۶۸۰ څخه تر ۱۷۲۵ کال پورې د کویکرانو له خوا کنترولېده. د فېلادلفیا سوداګریز مرکز تر ډېره نېکمرغه کویکرانو اداره کاوه، چې د ډلاور سیند درې په کلیو کې د ځواکمنو جرمني ځواکونو په واسطه د ګڼو کوچنیو فارمونو او سوداګریزو ټولنو له خوا بشپړېده.   [۹]

دا مستعمرې په ۱۸۶۰ کال کې پیل شوې، کله چې پنسلوانیا رامنځته شوه، ډېری کډوال منځنیو مستعمراتو ته راورسېدل. د پروتستانو ډېری فرقې د مذهبي خپلواکۍ، ښو او ارزانه ځمکو په واسطه جذب شول. هغوی شاوخوا ۶۰ سلنه بریتانویان او ۳۳ سلنه جرمنیان وو. تر ۱۷۸۰ کال پورې د نیویارک نفوس نږدې ۲۷ سلنه د هالنډي مهاجرانو له کرړې، نږدې ۶ سلنه افریقایان او پاتې تر ډېره انګرېزان و چې په پراخ ډول نور اروپایان په کې شامل وو. نیوجرسي او ډلاور د بریتانویانو اکثریت شمېر درلود، چې له ۷ څخه تر ۱۱ سلنه یې د جرمنیانو له کرړې، د نفوس شاوخوا ۶ سلنه افریقایان او د نوي سوېډن له سويډني کرړې څخه کوچنۍ ډله وه.   

سرچينې

سمول
  1. Bailyn, Bernard (1988). Voyagers to the West: A Passage in the Peopling of America on the Eve of the Revolution. New York: Vintage. ISBN 978-0-394-75778-0.
  2. Salinger, Sharon V. (2000). To Serve Well and Faithfully: Labor and Indentured Servants in Pennsylvania, 1682–1800. Westminster, MD: Heritage Books. ISBN 978-0-7884-1666-8.
  3. Anderson, Virginia DeJohn (1992). New England's Generation: The Great Migration and the Formation of Society and Culture in the Seventeenth Century. ISBN 978-0-521-44764-5.
  4. "England County Boundaries". Virtualjamestown.org. بياځلي په 2012-08-18.
  5. Smith, Daniel Scott (1972). "The Demographic History of Colonial New England". Journal of Economic History. 32 (1): 165–83. doi:10.1017/S0022050700075458. JSTOR 2117183. PMID 11632252.
  6. Otterness, Philip (2007). Becoming German: The 1709 Palatine Migration to New York. Ithaca, NY: Cornell University Press. ISBN 978-0-8014-7344-9.
  7. Panetta, Roger; Shorto, Russell, eds. (2009). Dutch New York: The Roots of Hudson Valley Culture. New York: Fordham University Press. ISBN 978-0-8232-3039-6.
  8. Wittke, Carl (1939). We Who Built America: The Saga of the Immigrant. Cleveland: Press of Western Reserve University.
  9. Fischer, David Hackett (1991). Albion's Seed: Four British Folkways in America. Oxford University Press. pp. 3, 419–604.