متحده ايالات او په اوکراين د روسيې يرغل

په 2022ز کال کې پيل شوی پر اوکراين د روسيې د روان يرغل په اړه د متحده ايالاتو غبرګون د تل لپاره د اوکراين په پلوۍ و. ولسمشر بايډن دا بريد وغانده، اوکراين ته يې پوځي او بشري مرستې چمتو کړې، او په روسيې او بيلاروس يې بنديزونه ولګول، چې دواړه هېوادونه پر اوکراين يرغل کې ډېر ښکېل وو.[۱][۲]

له اوکراين سره مرسته سمول

بايډن وويل چې د متحده ايالاتو 800 سرتيري به له ايټاليې څخه د بالکان سيمې ته ولېږدول شي، اته F-35 ډوله جنګي جيټ الوتکې به له المان څخه ختیځې اروپا ته ولېږدول شي، او 32 اپاچي هليکوپتر الوتکې به له المان او يونان څخه پولنډ ته واستول شي. په هرحال، ولسمشر وويل چې د متحده ايالاتو پوځ به په اوکراين کې له روسيې سره ونه جنګېږی، خو د ناټو د ځمکې له هر انچ څخه به دفاع وکړي. د مارچ په شپاړسمه نېټه، بايډن د اوکراين لپاره د امنيتي مرستې په برخه کې د اضافي 800 ميليونه امريکايي ډالرو اعلان وکړ، چې په دې سره د بايډن د ادارې له پيل راهيسې تر اوسه اوکراين سره د متحده ايالاتو د امنيتي مرستې ټولټال ژمنتيا دوه ميليارده امريکايي ډالرو ته ورسېده. [۳][۴][۵]

د متحده ايالاتو د دفاع وزير «Lloyd Austin» په اروپا کې د شا او خوا 7,000 سرتېرو د ځای پر ځای کولو حکم وکړ. د فبرورۍ په شپږ ويشتمه نېټه، د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وويل چې اوکراين ته به اضافي 350 ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي مرستې ورکړل شی، تر څو د دوی دفاعي وړتيا پیاوړې کړي.[۶][۷]

د نړيوالې پراختيا لپاره د متحده ايالاتو ادارې د ملګرو متلونو له ادارو سره يوځای، د اوکراين خلکو ته مرستندويه توکي چمتو کړل، لکه د جراحۍ او طبي کڅوړې، بېړني خوراکي توکي، تودې کمبلې او د پاکوالي وسايل. دې ادارې ټول ټال يو سل او اوه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بشري مرستې ورکړې.[۸]

د 2022ز کال د مارچ په پنځه ويشتمه نېټه، جوبايډن د اوکراين له پولې سره نږدې د پولينډ څخه ليدنه وکړه. بايډن د اوکراين د خلکو د همت او استقامت ستاينه وکړه، او د روسيې په وړاندې د اوکراين د خلکو مقاومت يې د 1989ز کال د «تيانمن» څلور لارې د اعتراضونو او ټولوژنې سره تشبيه کړ.[۹]

د اپريل په دولسمه نېټه، متحده ايالاتو اوکراين ته اضافي 750 ميليونه امریکايي ډالرو په ارزښت پوځي مرستې واستولې، چې په هغې کې ډرون الوتکې، درانده توپونه او د خونديتابه وسايل شامل و، تر څو د کيمياوي بريدونو په وړاندې دفاع وکړای شي.[۱۰]

د 2022ز کال د اپريل په څلور وېشتمه نېټه، يو امریکايي پلاوی چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټونيو بلينکن او دفاع وزير لايډ اسټن څخه جوړ و، په کيف کې د اوکراين له ولسمشر ولادمير زيلنسکي سره وليدل. له دې ليدنې وروسته متحده ايالاتو د اوکراين او پنځلسو نورو اتحادي هېوادونو لپاره 713ميلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي مالي ملاتړ اعلان وکړ.[۱۱]

د اپريل په وروستيو کې د امریکا د استازو د جرګې رئيسې نانسي پلوسي، د «ايډم شيف» په ګډون د دې جرګې د نورو غړيو سره يوځای په کيف کې له زيلنسکي سره وکتل. [۱۲]

د 2023ز کال د فبروري په شلمه نېټه، جوبايډن د نيم ميليارد ډالرو د مرستې اعلان وکړ، او ويې ويل چې د "مرستې په نوې کڅوړه کې به نور پوځي وسايل، لکه د توپ مرمۍ، نور ميزايل او درندې وسلې شاملې وي.[۱۳]

متحده ايالاتو د 2023ز کال د فبرورۍ څلور وېشتمه نېټه په اوکراين د روسيې د يرغل لومړۍ کليزه کيف ته د دوه ميليارده امریکايي ډالرو په ارزښت وسلو په ورکولو سره ياده کړه. متحده ايالاتو همدا راز د روسيې د بريدونو په وړاندې د اوکراين د ځواک د اساسي جوړښت د پياوړي کولو لپاره د 250 ميليونه امريکايي ډالرو مرستې د اعلان اراده هم درلوده. د جرګې د استخباراتو د کميټې يو غړي د «يوټا» استازي «کريس سټيورټ» وويل تر هغه وخته چې د متحده ايالاتو سرچينې په معقول ډول کارول کېږي، د امريکا خلک به له مرستو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي وويل چې د ناټو غړي هم بايد د خپل ټوليز کورني توليد دوه سلنه، د دفاع په برخه کې مصرف کولو لپاره د خپلې ژمنې درناوی وکړي. سټيورټ وويل، " له يو څو کوچنیو هېوادونو پرته، له دوی څخه ډېرو داسې ونه کړل". "د امريکا خلک هم دې ته ګوري او مخ په وړاندې ځي، 'دا د اروپا تر شا پېښېږي. دوی بايد په دې کې هومره پانګونه وکړي، څومره چې موږ کوو.' او زه نه پوهېږم چې موږ دوی ته اوس دا باور ورکولای شو چې حالت همداسې دی".[۱۴][۱۵]

د 2023ز کال د مۍ په مياشت کې، متحده ايالاتو وويل چې اوکراين ته به د 300 ميليونه امریکايي ډالرو په ارزښت وسلو کڅوړه ورکړي. په دې کې همدا راز "هوايي دفاعي سيستم او لسګونه ميليونه مرمۍ" هم شاملې وې.[۱۶]

د روسيې غندنه سمول

د متحده ايالاتو ولسمشر جوبايډن يوه اعلاميه خپره کړه چې د روسيې بريد يې "بې دليله او غېر منظقي" وباله، او د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين يې "له مخکې څخه طرحه شوي جګړې" په پيل کولو تورن کړ، د کوم په پايله کې په ناوريني ډول انسان وژل کېږي او زیان ورته رسېږي.[۱۷][۱۸] [۱۹]

د فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه، متحده ايالاتو د ملګرو متلونو لپاره د روسيې د دايمي ماموريت څخه د دولسو روسي ډيپلوماتانو د ايستلو پلان اعلان کړ. د ملګرو ملتونو لپاره د متحده ايالاتو ماموريت ولس ته وويل، وياند اوليويا ډالټن، د متحده ايالاتو په نيويارک ښار کې ملګرو ملتونو ته د روسيې د ماموریت د روسي ډيپلوماتانو د ايستلو د پيل د پرېکړې په اړه اعلاميه

بايډن د مارچ په شپاړسمه نېټه د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې پوټين ته د "جنګي مجرم" نوم ورکړ.[۲۰][۲۱]

سربېره پر دې بايډن د هغو روسي اوليګارچيانو غندنه هم وکړه چې له پوټين څخه يې ملاتړ کړی و، او ويې ويل چې "موږ له خپلو اروپايي متحدينو سره يوځای ستاسو د بېړيو، ستاسو د هوسا اپارتمانونو، ستاسو د خصوصي جيټ الوتکو لټون کوو او مصادره کوو يې. موږ ستاسو د غېر مشروع ګټې لپاره راځو". د بايډن ادارې همدا راز د پوتين دا پرېکړه وغندله چې د روسيې هستوي وېرونکې ځواکونه به د لوړې تيارسۍ په حالت کې کړي.[۲۲][۲۳]

د مارچ د شپږويشتمې نېټې په یوه وينا کې بايډن اعلان وکړ چې "پوټين په واک کې نه شي پاتې کېدای". خو، سپېنې ماڼۍ وروسته يوه اعلاميه خپره کړه او ويې ويل چې د بايډن "نقطه دا وه چې پوتين ته به اجازه ورنه کړل شي، تر څو په خپلو ګاونډيانو او سيمه واک اعمال کړي. نوموړي په روسیه کې د پوتين پر واک يا دولت پر بدلون بحث نه کاوه". د بايډن د اعلاميې په ځواب کې، کريميلين وويل چې دا به د روسيې د خلکو خوښه وي چې ايا پوتين په واک کې پاتې شي که نه.[۲۴][۲۵]

د اوکراين د ولسمشر ولادمير زيلنسکي سره په يوه تليفوني اړيکه کې، بايډن د روسيې پوځي فعالیتونه "غېر مشروع او غير موجه" وبلل. [۲۶]

د 2022ز کال د اپريل په اومه نېټه، سفيره «Linda Thomas-Greenfield» د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په وړاندې راڅرګنده شوه، تر څو د «بوچا» د ټولوژنې په ځواب کې د ملګرو متلونو د انساني حقوقو د شورا سره د روسيې فدراسيون د لېرې کولو د غوښتنې په کولو له اوکراين سره یوځای شي.[۲۷]

په روسيه او بيلاروس بنديزونه سمول

د ملي بېړنيو حالاتو قانون او د نړيوال بېړني اقتصادي اختياراتو قانون (IEEPA) ولسمشر ته دا واک ورکوي چې متحده ايالاتو لپاره د کوم ډول غېر عادي او غېر معمولي ګواښ په ځواب کې ملي بېړنی حالت اعلان کړي، او نړيواله سوداګري کنترول کړي، د کوم بشپړه يا ډېره برخه چې له متحده ايالاتو څخه دباندې وي. دا په بهرنيو هېوادونو او د هغوی په اتباعو د نړيوالو بنديزونو د تحميل د اختيار له لارې تر لاسه کېدای شي. کوم هېواد، شرکت يا فرد په دې ډول نومولو سره، متحده ايالات د خپلې بهرنۍ تګلارې لپاره د امریکايي ډالر نړيوال استعمال او متحده ايالاتو د خزانې ادارې په مټ له دې مقررې څخه ګټه اخلي.

سرچينې سمول

  1. Galston, William A. (2022-03-03). "The invasion of Ukraine unites a divided America". Brookings (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 2022-03-16 باندې). Russia's Attack Rallies a Divided Nation: The United States. The New York Times.
  3. "拜登下令调兵!乌克兰宣布进入紧急状态_乌克兰寻求进入全国紧急状态_乌议会批准在全国实施紧急状态_波罗的海地区". www.sohu.com (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ مارچ ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. sina_mobile (2022-02-25). "美国总统拜登:美军不会在乌克兰与俄罗斯交战". news.sina.cn. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Fact Sheet on U.S. Security Assistance for Ukraine". The White House (په انګلیسي ژبه کي). 2022-03-16. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:PD-notice
  6. sina_mobile (2022-02-25). "美国总统拜登:美军不会在乌克兰与俄罗斯交战". news.sina.cn. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "美國宣布新增3.5億美元軍事援助烏克蘭 助其對抗俄羅斯入侵". RFI - 法國國際廣播電台 (په چينايي ژبه کي). 2022-02-26. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Darden, Jessica Trisko (14 March 2022). "US aid to Ukraine: $13.6 billion approved following Russian bombardment marks sharp increase". The Conversation (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "法国报纸摘要 - 拜登将乌克兰民众抵抗俄罗斯喻为中国"天安门"事件". RFI - 法国国际广播电台 (په چينايي ژبه کي). 2022-03-26. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "法国报纸摘要 - 拜登将乌克兰民众抵抗俄罗斯喻为中国"天安门"事件". RFI - 法国国际广播电台 (په چينايي ژبه کي). 2022-03-26. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Blinken and Austin Emphasize U.S. Commitment to Ukraine on a Visit to Kyiv". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ مې ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Voorzitter Pelosi van Huis VS sprak Zelensky in Kiev
  13. Liptak, Kevin (2023-02-20). "Biden makes surprise visit to Ukraine for first time since full-scale war began | CNN Politics". CNN (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 2023 باندې). U.S. targets Russia with sanctions, Moscow says measures won't work. Reuters.
  15. (په April 4, 2023 باندې). In Kyiv visit, House Republican says U.S. support for aid to Ukraine is 'overwhelming'.
  16. . US announces $300m arms package for Ukraine – with a caveat.
  17. "美国驱逐俄罗斯驻联合国使团12名外交官". 美国之音 (په چينايي ژبه کي). March 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "US expelling Russian diplomats from UN mission in New York". www.aljazeera.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Biden unveils new sanctions on Russia for "premeditated attack" on Ukraine". CBS News (په انګلیسي ژبه کي). 24 February 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 2022-03-16 باندې). Ukraine conflict: Biden brands Putin a 'war criminal'. BBC News.
  21. (په 2022-03-16 باندې). Biden calls Putin a war criminal. NPR.
  22. Kevin Liptak (2 March 2022). "5 takeaways from President Biden's State of the Union speech". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "US condemns Putin nuclear deterrence order but cautiously welcomes talks report". The Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 2022-02-27. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Kevin Liptak and Maegan Vazquez (26 March 2022). "Biden says Putin 'cannot remain in power'". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Neklason, Annika (2022-03-26). "White House attempts to walk back Biden stating Putin can't stay in power". The Hill (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. . Biden, bipartisan U.S. lawmakers condemn Russia for escalation in Ukraine.
  27. "UN ousts Russia from Human Rights Council". ABC News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)