مباحثه د څه لپاره؟

امام ابو حنیفة رحمه الله له داسې بحث او جدال نه نفرت کاوه چې هغه به د حق ښکاره کولو/روښانولو په نیت نه و، بلکې پر مخالف د برلاسي، تعنت او سرټمبګي لپاره به و. روایت کې راغلي، امام ابو یوسف رحمه الله وایي: موږ له امام ابو حنیفة سره ناست وو، چې یوه ډله خلک راغلل، دوه سړي یې لاس نیولي راوستل، هغوی وویل: دا یو وایي: قران مخلوق دی او دا بل بحث ورسره کوي ورته وایي: نه دی مخلوق. امام ابو حنیفة رحمه الله ورته وویل: دواړو پسې لمونځ مه کوئ. امام ابو یوسف رحمه الله ورته وویل: د اول سړي باره کې مو خبره صحي ده، هغه چې قران مخلوق ګڼي او دا دویم پسې ولې لمونځ ونه شي؟! امام ابو حنیفة ورته وویل: دوی دواړه په دین کې جګړه کوي او په دین کې جګړه بدعت ده. په دې سره د امام رحمه الله موخه دا وه چې دوی دواړه په دین کې امیان دي او د امي نزاع او شخړه د حق ښکاره/روښانه کولو لپاره نه یي، بلکې په سرټمبګي بنا یي، نو په دې سره هغه فاسق ګرځي او فاسق پسې جماعت کول په کار نه دي. او د حق ښکاره کولو/روښانه کولو په نیت بحث او نقاش کې کراهیت او بدي نشته، بلکې په دې طریقه حق ښکاره کولو باندې قران امر کړی دی. او دوی سره په ترټولو ښه طریقه مباحثه وکړه. {وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ}. بناء مباحثه باید یوازې د حق ښکاره کولو او روښانه کولو لپاره یي. مفتاح السعادة لطاش کبري زاده 2/137. اصول الدین عند الامام ابي حنیفة لدکتور محمد بن عبد الرحمان الخمیس

سرچينې سمول

حميد افغان