مایکرو اورگانیزم

مایکرو ارګانیزم یا میکروب د مایکروسکوپي اندازې لرونکی ژوندی موجود دی چې کېدای شي په یوحجروي ډول وي او یا هم د حجرو د پرګنې یا کالونۍ په ډول وي.

د نالیدلي میکروبي موجود شکمن شتون له لرغونو زمانو راهیسې مطرح و، لکه په هند کې په شپږمه مخزېږده پېړۍ کې چې د جین( Jain )په مقدسو متنونو کې یاد شوی دی. د مایکرو ارګانیزمونو علمي څېړنه په ۱۶۷۰یمو ز کلونو کې د انټوني وان لیونهوک له‌خوا په مایکروسکوپ کې تر لیدل کېدو وروسته پیل شوه. په ۱۸۵۰مو ز کلونو کې لویس پاسټر ومونده چې مایکرو ارګانیزمونه د غذايي توکو د خرابېدو لامل کېږي او د خپل ‌سري تولید (spontaneous generation) تیوري یې رد کړه. په ۱۸۸۰یمه ز لسیزه کې رابرټ کوچ ومونده چې مایکرو ارګانیزمونه د سېل (tuberculosis)، کولرا (cholera)، ډیفټري (diphtheria) او توري (anthrax) ناروغیو لامل کېږي.

دا چې په مایکرو ارګانیزمونو کې د ژوند د درې‌ واړو برخو یوحجروي موجودات شاملېږي، له دې امله کېدای شي ډېر بېلابېلوالی ولري. له درېیو برخو نه دوې برخې یعنې باکتریا او ارکیا [چې ارچیا هم بلل کېږي] یوازې مایکرو ارګانیزمونه دي. درېیمه برخه یوکاريوټونه دي او ټول ګڼ‌حجروي موجودات، پروټسټونه او هغه یو حجروي پروټوزونونه چې میکروبونه دي، په کې شاملېږي. ځینې پروټسټونه د حیواناتو او ځینې هم د شنو نباتاتو اړوند دي. ډېر داسې ګڼ‌حجروي موجودات هم شته چې، مایکروسکوپي دي، لکه: مایکرو حیوانات، ځینې فنجي او ځینې الجي، خو دا په عمومي ډول مایکرو ارګانیزمونه نه بلل کېږي.

مایکرو ارګانیزمونه ډېرې بېلابېلې مېنې یا د اوسېدو ځایونه لرلای شي. په هر ځای کې له قطبونو نیولې تر استوا پورې، په صحراوو، د تودو اوبو په چینو او د سمندر په ژورو کې ژوند کوي. ځینې یې له سختو حالاتو، لکه: ډېرو ګرمو یا ډېرو سړو شرایطو، ځينې یې له لوړ فشار او کم شمېر نور، لکه: ډیونوکاکس رېډیوډرانس (Deinococcus radiodurans) د لوړو وړانګو له چاپېریالونو سره ځان برابروي. په ټولو ګڼ‌حجروي موجوداتو کې دننه او پرهغوی سربېره موجودې مایکروبیاوې له مایکرو ارګانیزمونو ارګانیزم جوړې دي. داسې شواهد موجود دي چې ښيي ۳.۴۵ میلیارده کاله لرغونو استرالیايي ډبرو یو وخت مایکرو ارګانیزمونه لرل، چې د ځمکې پر مخ د ژوندیو موجوداتو مستقیم شواهد دي. [۱][۲]

میکروبونه له ډېرو لارو د انسان په کړو وړو او روغتیا کې اهمیت لري، د خوړو په خمیره کولو، د چټلو اوبو په تصفیه کولو او د سون‌توکو، انزایمونو او نورو بیو اکټیو ترکیباتو په تولید کې مرسته کوي. میکروبونه د نمونه یې موجوداتو یا ماډل ارګانیزمونو په توګه په بیولوژۍ کې اړین توکي دي چې په بیولوژيکي جګړو او بیوترروریزم کې کارول کېږي. میکروبونه د ښېرازه یا حاصل‌خېزې خاورې تر ټولو مهمه برخه ده. د انسان په بدن کې مایکرو ارګانیزمونه د انسان د بدن مایکروبیا، لکه: د کولمو اړین فلور جوړوي. د ډېرو ساري ناروغیو زېږوونکي عوامل میکروبونه دي او له همدې امله د روغتیا ساتنې (hygiene) د کړنو موخه ګرځېدلي دي.

لرغونې ريښې

سمول

د مایکروسکوپي موجوداتو د شتون پر احتمال له ډېرو پېړیو راهیسې بحثونه کېدل، تر دې چې په اوولسمه پېړۍ کې کشف شول. تر پنځمې مخزېږدې پېړۍ پورې د اوسني هند د «جین» مذهب پیروانو د نیګوډا په نامه د کوچنیو موجوداتو د شتون په اړه خبرې کولې. ویل کېدل چې ،دغه نیګوډا موجودات په ډله‌ييز ډول زېږي، په هر ځای، لکه: د نباتاتو، حیواناتو او انسانانو په بدن کې ژوند کوي او ژوند یې د ثانیې د یوې برخې په اندازه دوام کوي. د جین د رهبر «ماهاویرا» په وینا، انسانان چې کله ډوډۍ خوري، نفس باسي، کېني او حرکت کوي، ډېر شمېر دغه نیګوډاګان له منځه وړي. د جین مذهب ډېری اوسني پیروان ادعا کوي چې، د ماهاویرا په لارښوونو کې د هغو مایکرو ارګانیزمونو د شتون وړاندوینه شوې ده چې، اوسني علم کشف کړي دي.[۳][۴][۵]

د نالیدلو موجوداتو په واسطه د ناروغیو د خپرېدو د امکان څرګندولو لپاره لومړنۍ پېژندل شوې مفکوره رومي څېړونکي «مارکوس ټرنټیوس وارو» په لومړۍ مخزېږده پېړۍ کې په خپل کتاب (On Agriculture) کې وړاندې کړه، ده نالیدلي موجودات کوچني حیوانات وبلل:[۶]

... او داسې کوچني موجودات دي چې په سترګو نه لیدل کېږي، په هوا کې غوټې وهي، د پوزې او خولې له لارې بدن ته داخلېږي او د سختو ناروغیو لامل کېږي.[۶]

ابن سینا په ۱۰۲۰ ز کال کې په «القانون في الطب» کې ویلي چې توبرکلوز او نورې ناروغۍ کېدای شي ساري وي.[۷][۸]

لومړني معاصر وختونه

سمول

انټوني وان لیونهوک د میکروپ پېژندنې د علم پلار ګڼل کېږي. دی لومړنی کس و چې په ۱۶۷۳ ز کال کې یې د خپلو ساده یو عدسیه‌يي مایکروسکوپونو په مرسته علمي ازمېښتونه وکړل او مایکرو ارګانیزمونه یې کشف کړل. د لیونهوک هم‌عصره «رابرت هوک» هم مایکروسکوپ د میکروبي موجوداتو د کتنې لپاره وکاراوه. ده په ۱۶۶۵ ز کال کې په خپل کتاب (Micrographia) کې د څېړنو انځورګري وکړه او د حجرې اصطلاح یې مطرح کړه.

طبقه‌بندي او جوړښت

سمول

مایکرو ارګانیزمونه نژدې د ځمکې په هره برخه کې پیدا کولی شو. باکتریاوې او ارچیاوې کابو ټولې مایکروسکوپي دي، د دې تر څنګ ځینې یوکاریوټونه هم مایکروسکوپي دي، لکه: ډېری پروټسټونه، ځینې فنجي او ځینې مایکرو حیوانات او نباتات. ویروسونه په ټولیز ډول د غیر ژوندیو موجوداتو په توګه په پام کې نیول کېږي او له همدې امله مایکرو ارګانیزمونه، نه بلل کېږي، که څه هم د میکروب پېژندنې یوه څانګه ویروس پېژندنه ده چې ویروسونه په کې څېړل کېږي.[۹][۱۰][۱۱]

تکامل

سمول

یوحجروي مایکرو ارګانیزمونه لومړني ژوندي موجودات وو چې نژدې ۳.۵ میلیارده کاله وړاندې په ځمکه کې پیدا شول. تکامل ټکنی و او د شاوخوا ۳ میلیارده کلونو لپاره په پري‌کامبرین (Precambrian) دوران کې ټول موجودات مایکرو ارګانیزمونه وو. باکټریاوې، الجي او فنجي په ۲۲۰ میلیون کلنه کهربا کې پېژندل شوي دي چې ښيي، د مایکرو ارګانیزمونو مورفولوژۍ له تریاسیک (Triassic) دورې را وروسته چندان بدلون نه دی کړی.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

مایکرو ارګانیزمونه د تکامل یو څه چټکې کچې ته مایل دي. ډېری مایکرو ارګانیزمونه په چټکۍ سره تکثیر کولی شي او باکټریاوې هم کولای شي، په آزادانه ډول جینونه د ګردان (conjugation) له لارې ان د بېلابېلو نوعو تر منځ تبدیل او انتقال کړي. د بدلون له لوړې کچې سره یوځای د جینونو دغه افقي انتقال مایکرو ارګانیزمونه د دې وړ ګرځوي چې، په چټکۍ سره (د طبیعي انتخاب له لارې) تکامل وکړي، تر څو په نویو چاپېریالونو کې ژوندي پاتې شي او چاپېریالي فشارونو ته غبرګون وښيي. دغه چټک تکامل په طب کې اهمیت لري، ځکه چې د ګڼ‌درملیز مقاومت د پاټوجینیکو باکټریاوو د رامنځته کېدو لامل کېږي.[۲۰][۲۱]

د پروکاریوټ او یوکاريوټ تر منځ د مایکرو ارګانیزم احتمالي انتقالي بڼه، په ۲۰۱۲ ز کال کې د جاپاني پوهانو له‌خوا کشف شوه. پاروکارین مایوجننسېس (Parakaryon myojinensis) یو بې‌ساری مایکرو ارګانیزم دی چې د یوکاریوټ په څېر په یوه غشا کې د احاطه شویو هسته‌يي موادو په لرلو سره تر یوه معمولي پروکاریوټ لوی دی. داسې ښکاري چې دا د ارګانیزم لومړنۍ مناسبه او د منلو وړ تکاملي بڼه ده چې له پروکاریوټ ارګانیزم نه تر یوکاریوټ پورې د ودې پړاو ښيي.[۲۲][۲۳]

سرچینې

سمول
  1. Tyrell, Kelly April (18 December 2017). "Oldest fossils ever found show life on Earth began before 3.5 billion years ago". University of Wisconsin–Madison. بياځلي په 18 December 2017.
  2. Schopf, J. William; Kitajima, Kouki; Spicuzza, Michael J.; Kudryavtsev, Anatolly B.; Valley, John W. (2017). "SIMS analyses of the oldest known assemblage of microfossils document their taxon-correlated carbon isotope compositions". PNAS. 115 (1): 53–58. Bibcode:2018PNAS..115...53S. doi:10.1073/pnas.1718063115. PMC 5776830. PMID 29255053.
  3. Jeffery D Long (2013). Jainism: An Introduction. I.B.Tauris. p. 100. ISBN 978-0-85771-392-6.
  4. Upinder Singh (2008). A History of Ancient and Early Medieval India: From the Stone Age to the 12th Century. Pearson Education India. p. 315. ISBN 978-81-317-1677-9.
  5. Paul Dundas (2003). The Jains. Routledge. p. 106. ISBN 978-1-134-50165-6.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Varro on Agriculture 1, xii Loeb
  7. Tschanz, David W. "Arab Roots of European Medicine". Heart Views. 4 (2). خوندي شوی له the original on 3 May 2011.
  8. Colgan, Richard (2009). [[[:کينډۍ:Google books]] Advice to the Young Physician: On the Art of Medicine]. Springer. p. 33. ISBN 978-1-4419-1033-2. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  9. Lim, Daniel V. (2001). "Microbiology". eLS. John Wiley. doi:10.1038/npg.els.0000459. ISBN 978-0-470-01590-2.
  10. "What is Microbiology?". highveld.com. بياځلي په 2017-06-02.
  11. Cann, Alan (2011). Principles of Molecular Virology (5 ed.). Academic Press. ISBN 978-0-12-384939-7.
  12. Schopf, J. (2006). "Fossil evidence of Archaean life". Philos Trans R Soc Lond B Biol Sci. 361 (1470): 869–885. doi:10.1098/rstb.2006.1834. PMC 1578735. PMID 16754604.
  13. Altermann, W.; Kazmierczak, J. (2003). "Archean microfossils: a reappraisal of early life on Earth". Res Microbiol. 154 (9): 611–7. doi:10.1016/j.resmic.2003.08.006. PMID 14596897.
  14. Cavalier-Smith, T. (2006). "Cell evolution and Earth history: stasis and revolution". Philos Trans R Soc Lond B Biol Sci. 361 (1470): 969–1006. doi:10.1098/rstb.2006.1842. PMC 1578732. PMID 16754610.
  15. Schopf, J. (1994). "Disparate rates, differing fates: tempo and mode of evolution changed from the Precambrian to the Phanerozoic". PNAS. 91 (15): 6735–6742. Bibcode:1994PNAS...91.6735S. doi:10.1073/pnas.91.15.6735. PMC 44277. PMID 8041691.
  16. Stanley, S. (May 1973). "An Ecological Theory for the Sudden Origin of Multicellular Life in the Late Precambrian". PNAS. 70 (5): 1486–1489. Bibcode:1973PNAS...70.1486S. doi:10.1073/pnas.70.5.1486. PMC 433525. PMID 16592084.
  17. DeLong, E.; Pace, N. (2001). "Environmental diversity of bacteria and archaea". Syst Biol. 50 (4): 470–8. CiteSeerX 10.1.1.321.8828. doi:10.1080/106351501750435040. PMID 12116647.
  18. Schmidt, A.; Ragazzi, E.; Coppellotti, O.; Roghi, G. (2006). "A microworld in Triassic amber". Nature. 444 (7121): 835. Bibcode:2006Natur.444..835S. doi:10.1038/444835a. PMID 17167469. S2CID 4401723.
  19. Schirber, Michael (27 July 2014). "Microbe's Innovation May Have Started Largest Extinction Event on Earth". Space.com. Astrobiology Magazine. That spike in nickel allowed methanogens to take off.
  20. Wolska, K. (2003). "Horizontal DNA transfer between bacteria in the environment". Acta Microbiol Pol. 52 (3): 233–243. PMID 14743976.
  21. Enright, M.; Robinson, D.; Randle, G.; Feil, E.; Grundmann, H.; Spratt, B. (May 2002). "The evolutionary history of methicillin-resistant Staphylococcus aureus (MRSA)". Proc Natl Acad Sci USA. 99 (11): 7687–7692. Bibcode:2002PNAS...99.7687E. doi:10.1073/pnas.122108599. PMC 124322. PMID 12032344.
  22. "Deep sea microorganisms and the origin of the eukaryotic cell" (PDF). بياځلي په 24 October 2017.
  23. Yamaguchi, Masashi; et al. (1 December 2012). "Prokaryote or eukaryote? A unique microorganism from the deep sea". Journal of Electron Microscopy. 61 (6): 423–431. doi:10.1093/jmicro/dfs062. PMID 23024290.