مايکروټېک په (انګلیسي: Mikrotik) مايکروټېک يو device ده چې څو دندې پر مخ وړي لکه د مثال په ډول د انټرنېټ اداره کول او د دوو مختلفو شبکو  connect کول د سوېچ په حيث استعماليدل د Access point په حيث استعماليدل د firewall په حېث استعماليدلو لپاره کارول کيږي.

مايکروټېک په دوو موډونو کې راځي چې يو ته CLI او بل ته GUI وايي. CLI د کمانډ په شکل وي او GUI دګرافيک په شکل کې وي. خو په دې کې اختيارات ستاسو دي چې په کوم موډ کې پکې Configuration کول غواړی.

په مايکروټېک کې مختلف پورټونه راځي لکه 5 پورټونه 8 پورټونه 10 پورټونه 16 پورټونه 28 پورټونه 64 پورټونه او داسې نور. خو چې څومره يې پورټونه زيات وي نو قېمت به يې هم لوړ وي.

هر قسمه مايکروټېک ډيوايس چې تاسو اخلی نو setup د ټولو يو شان ده فرق نه لري.

د Mikrotik سېټپ چې کله خلاصوو نو په دوه طرېقو يې خلاصولی شو اول د ځانګړي سافټوير په واسطه چې winbox يې نوم ده.

دوهم. که چېرته تاسو سره winbox سافټوير نه وي نو بيا کولای شی چې د mikrotik setup د browser له لارې هم خلاص کړی چې هر قسمه browser وي که google chrom وي که mozilla firfox وي که Opera وي که microsoft edge وي او داسې نور.

خو که تاسو غواړی چې د مايکروټېک setup په ښې کوالټي سره خلاص کړی نو غوره خبره دا ده چې د winbox له لارې يې خلاص کړی. ځکه چې د Browser په نسبت په سافټوير کې د مايکرو ټېک setup په ښه کوالټي سره خلاصيږي. کله چې تاسو winbox ډاونلوډ کوی نو تاسو به خپل د کمپيوټر وينډوز ته ګوری چې څو bit وينډوز مې په کمپيوټر کې انسټال کړې په همغه بېټ به دغه سافټوير هم download کوی لکه د مثال په ډول تاسو په کمپيوټر کې 64 بېټ وينډوز انسټال کړې ده نو winbox به هم 64 بېټ انسټال کوی.

اوس پوښتنه پيدا کيږي چې د MCSE د Practice لپاره مونږ Wmware استفاده کوو د CCNA د Practice لپاره Packet tracer  ،GNS3 او Eve-NG استعمالوو نو د mikrotik د Practice لپاره به له کوم سافټوير استفاده کوو؟ ځکه يو څوک خو ډيوايس نشي اخيستی قيمت وي يا که قيمت هم واخيستل شی نو څوک يې ځان سره هر ځای ته نشي انتقال کولای.

لکه څنګه چې تاسو د MCSE د practice لپاره Wmware استفاده کوی نو د Mikrotik د Practice لپاره هم له Wmware څخه استفاده کولای شو يوازې به تاسو ددې CD image له ګوګل څخه ډاونلوډ کړی او ورسته به يې په wmware کې انسټال کړی. خو ستاسو ټول کار به logical يا خيالي کيږي فزيکل نه.

کله چې تاسو غواړی چې د Mikrotik سېټپ ته دننه شی اول دخپل کمپيوټر LAN Card اپټېن کړی تر څو ستاسو مايکروټېک ډيوايس په Automatic شکل سره IP address واخلي ځکه په مايکروټېک ډيوايس کې مخکې نه مخکې DHCP کنفګر شوی وي او کولای شی چې Manual يې هم ورکړی که چېرته يې د DHCP په مرسته نه ورکول غواړی.

کله چې تاسو د Mikrotik ډيوايس سره د winbox سافټوير په مرسته وصل شوی نو په اتوماتيک شکل به د مايکروټېک ډيوايس Physical address همدارنکه IP address  نوم او Updation ورژن راشي تاسو ته به په سافټوير باندې وښودل شي.

په mikrotik کې دوه ډوله Configuration کيږي چې عبارت ده له

اول. Automatic Configuration: په دې ډول کنفګرېشن کې IP address, DHCP, DNS, Name, LAN IP, DHCP Scope, PC IP, Firewall, او داسې نور په خپله کنفګر کيږي تاسو ته ضرورت نشته چې تاسې يې Configured کړی.

دوهم. Manual Configuration: دغه کنفګرېشن د Automatic برعکس ده يعنې پورته چې کوم څه ياد شول ددې هر څه set کول په Automatic کنفګرېشن کې ستاسو مسوليت ده يعنې که چېرته په Automatic ډول ستاسو ډيوايس ته پورته کنفګرېشن شوی وي خو لېکن ستاسو خوښ نه شو او تغيرول يې غواړی نو بيا يې د Manual کنفګرېشن له لارې کولای شی خو لومړی به تاسو Automatic کنفګرېشن Reset کوی چې په دوه طرېقو يې Reset کولای شی يو د بټن له لارې چې په مايکروټېک ډيواېس کې د Power بټن تر څنګ موجود ده او بل يې د Reset Configuration کمانډ له لارې چې په winbox سافټوير کې دغه کمانډ موجود ده.

په مايکروټېک يوه بله موضوع ده چې bridge ورته وايي چې د bridge څخه مطلب څو ports يو ځای کول يا combine کول او بيا ورڅخه يو پورټ جوړول او هغه ته IP, DHCP, DNS, او داسې نور assign کولو ته bridge وايي. چې بيا به د هر پورټ لپاره همدا يو کنفګرېشن وي چې د کوم سره وصل کيږی.