مایل، چې ځینې وختونه د نړیوال مایل یا قانوني مایل په نوم یادېږي ترڅو د نورو مایلونو څخه توپیر شي، د واټن لپاره د برېتانوي سترواکي یو واحد او د متحده ایالاتو دودیز واحد دی؛ چې دواړه د پخواني انګلیسي واحد پر بنسټ را منځ ته شوي او اوږدوالی یې د ۵۲۸۰ انګلیسي فوټو یا ۱۷۶۰ یاردو یا ګزو سره برابر دی. قانون مایل په ۱۹۵۹ کال کې د یو نړیوال تړون له مخې د برېتانوي هم ګټو هېوادونو او متحده ایالاتو ترمنځ معیاري شو، چې په دې وخت کې په رسمي ډول د واحداتو د نړیوال سیستم د واحدونو سره سم په کره توګه ۱۶۰۹.۳۴۴ متره تعریف شو.  

له توصیفي صفاتو سره، مایل د واحداتو د پراخه لړۍ، چې د رومي مایل څخه اخیستل شوي یا تقریبا له هغه سره مساوي دي، لکه سمندري مایل (چې اوس په کره توګه ۱.۸۵۲ کیلومتره دی)، اېټالوی مایل (چې نږدې ۱.۸۵۲ کیلومتره دی)، او چینایي مایل (چې اوس په کره توګه ۵۰۰ متره دی)، د تشرېح یا وړاندې کولو لپاره هم کارول کېږي. روميانو خپل مايل په ۵۰۰۰ رومي فوټو وېشلی و خو د اليزابتي دورې په انگلستان کې د فورلانگ زيات اهميت په دې معنی و چې په ۱۵۹۳ کال کې قانوني مايل د ۸ فورلانگ يا ۵۲۸۰ فوټو سره برابر و. ورسته د مایل دا بڼه د برېتانوي سترواکۍ په اوږدو کې خپره شوه، چې د دې سترواکۍ ځینې ځایناستې هېوادونه اوس هم د مایل کارولو ته دوام ورکوي. د متحده ایالاتو جیولوژیکي سروې اداره اوس د رسمي موخو لپاره متر کاروي، خو د ۱۹۲۷ کال د جیودوزي ډیټا میراث دا ښیي چې د متحده ایالاتو د سروې بېل مایل (۳۹۳۷/۶۳۳۶ کیلومتره) یو څه کارول لا اوس هم شته، که څه هم په ۲۰۲۲ کال کې به دا په رسمي توګه په تدریج سره حذف شي. په داسې حال کې چې زیاتره هېوادونو د واحداتو نړیوال سیسټم  ته د بدلولو په وخت کې د مایل پر ځای کیلومتر ټاکلی دی، خو په ځینو هېوادونو لکه لایبریا، بریتانیا، متحده ایالاتو او یو لړ نورو هېوادونو کې چې له یو میلیون څخه لږ نفوس لري او زیاتره یې د انګلستان یا متحده ایالاتو برخې دي یا د انګلستان یا متحده ایالاتو سره نږدې تاریخي اړیکې لري، لا هم نړیوال مایل کارول کېږي.

نوم سمول

د mile  عصري انګلیسي کلمه د منځنۍ انګلیسي له myle او د زړې انګلیسي لهmīl  څخه اخیستل شوې، چې ریښه یې د مایل لپاره د نورو ټولو جرمني کلماتو څخه ده. دا کلمات دmīlle passus  (مایل) یا mīlia passuum (مایلونه) له اسمي اختصاراتو اخیستل شوي، چې د زرو ګامونو رومي مایل دی.

اوسنی نړیوال مایل معمولا هغه څه دي چې د مایل د غیر رسمي اصطلاح له مخې پېژندل کېږي. کله چې دا فاصله د سمندري مایل څخه توپیر ته اړتیا ولري، نړیوال مایل هم ځمکنی مایل هم قانوني مایل ګڼل کېدای شي. په برېتانوي انګلیسي کې، statute mile د پارلمان د ۱۹۵۳ کال د قانون راهیسې اوسني نړیوال مایل یا د انګلیسي مایل کوم بل ډول ته راجع کېدای شي، چې له ۱۷۶۰ ګزه واټن سره برابر دی. خو د امریکا د قانون له مخې، قانوني مایل د متحده ایالات د سروې په مایل دلالت کوي. بهرني او پخواني واحدات چې په انګلیسي واحداتو ته د مایل په اړول کېږي زیاتره د کارول شوي مایل د ډول د تشرېح لپاره یوه توصیفي کلمه کاروي خو کېدی شي دا کلمات هغه وخت حذف شي چې مفهوم څرګند وي، لکه د دوهمې پېړۍ انتوني سترواکانو د خط سیر بحث چې په واټن د مایل په اصطلاح وړاندې کوي، نه رومي مایل.  

اختصار سمول

په منظم یا غیر منظم ډول، په انګلیسي کې مایل په مختلفو ډولونو لکه mi، M، ml او m اختصاری شوی. د امریکا د سټنډرډونو او ټکنالوژۍ ملي انسټیټیوټ اوس mi وړاندیز کوي او کاروي ترڅو د SI له متر (m) او میلي متر (ml) سره ګډوډ نشي. خو مشتق شوي واحدات لکه مایل فی ساعت یا میل فی ګیلن د mi/h  او mi/gal پرځای د mph او mpg په بڼه اختصار شوي. په انګلستان کې، د سړک نښې m د مایل د اختصار په توګه کاروي په داسې حال کې چې د لوړوالي او عرض حدود m د متر د اختصار په توګه کاروي، چې کېدای شي د فوټ او انچ تر څنګ را څرګند شي. د بي بي سي بڼه وړاندیز کوي چې "د 'مایل' لپاره هېڅ د هوکړه شوی اختصار نشته" او له همدې امله باید د ځایونو په ښودلو کې په پوره ډول ولیکل شي.  [۱][۲][۳]

تاریخي شواهد سمول

رومي سمول

رومي مایل (mille passus، لفظي معنی یې "زر ګامونه"؛ اختصار یې: m.p.؛ چې همدارنګه د milia passuum او mille هم لیکل کېږي) د هرو دوه ګامونو له مخې اندازه شوی – یعنې ټول واټن چې کیڼه پښه ۱۰۰۰ ځله په ځمکه ولګېږي. پخوانیو رومیانو به خپل لښکرونه له نقشې بهر یا نامعلومو سیمو څخه تېرول، نو زیاتره به یې د هرو ۱۰۰۰ ګامونو وروسته په ځمکه کې یو مږوی ټکاوه. په ښه هوا کې د غوره خوړو درلودونکي او چټکو رومي لښکرو په دې توګه اوږده مایلونه را منځ ته کړل. دا واټن په غیر مستقیم ډول د پاچا اګریپا له خوا په ۲۹ کال مخکې له میلاد نه د معیاري رومي فوټ (اګریپا خپل معیار) په رامنځ ته کېدو معیاري شو او ګام ۵ پله (فوټ) تعریف شو. په همدې بنسټ یو شاهي رومي مایل په ۵۰۰۰ رومي فوټو (پلو) دلالت کوي. سروې کونکو او ځانګړي تجهیزاتو لکه decempeda (لس فوټه) او dioptra (سطحه سنج) کارول پراخ شول.  [۴]

په عصري وختونو کې، د اګریپا شاهي رومي مایل په تجربوي ډول سنجش شو چې اوږدوالی یې شاوخوا ۱۶۱۸ یارد (۱۴۷۹ متر) و، چې د عصري نړیوال مایل له ۱۷۶۰ یارد (۱۶۱۰ متر) څخه لږ څه کم و.

د سترواکۍ په یوناني سیمو کې، رومي مایل (په یوناني: μίλιον، mílion) د بومي یوناني واحدونو تر څنګ کارول کېده چې د ۸ ستدیوم  یا ۶۰۰ یوناني فوټو سره مساوي کارول کېده. مایلون د بیزانسي واحد په توګه په دوامداره ډول وکارول شو او د بیزانسي سترواکۍ لپاره د صفري مایل ټاکونکي په نوم هم کارول کېده، مایلون ایا سوفیا ته نږدې د مېس سیمې په سر کې موقعیت درلود.

همدارنګه رومي مایل په ټوله اروپا کې خپور شو، چې په سیمه ییزه کچه یې توپیرونه و موندل او لاندنیو ډول ډول واحداتو لامل شو.

د همدا رنګه له رومي مایل څخه مایلستو (واټن نښې) هم را منځ ته شوې. ټول سرکونه چې په ټوله سترواکۍ کې د روم له فورم (میدان) څخه راوتلي وو – ۵۰۰۰۰ (رومي) مایله د ډبرو پاخه سرکونه وو. په هر مایل کې یو توږل شوې ډبره کېښودل شوې وه. په اصل کې دا ډبرې د ګرانایټ، مرمرو، یا ځایي ډبرې څخه جوړ شوي هرم ډوله څلي وو. په دوی باندې یوه رومي شمېره توږل شوې وه او د روم له مرکز (فورم) څخه یې د مایل شمېر ښود. نو هر څوک تل پوهېدل چې د روم څخه څومره لرې دی. [۵]

اېټالوي سمول

اېټالوی مایل (miglio، جمع یې: miglia) په دودیز ډول د رومي مایل، چې ۱۰۰۰ ګامونه و، مستقیم تسلسل ګڼل کېده، که څه هم د وخت په اوږدو کې یې د سیمو ترمنځ د هغه اصلي ارزښت ډیر توپیر وموند. زیاتره دا د منځنۍ پېړۍ څخه تر ۱۷ پېړۍ پورې په نړیوالو مفهوم کې کارول کېده او د "جغرافیایي مایل" په نوم هم پېژندل کېده، که څه هم اوس جغرافیایي مایل یو جلا معیاري واحد دی. [۶][۷]

عربي سمول

عربي مايل (الميل) د واټن لپاره عام عربي واحد نه و. پرځای یې، عربو او پارسیانو په دودیز ډول اوږد فرسنګ یا "عربي لیګ" کارول کېده. خو عربي مایل د منځنیو پېړیو جغرافیه پوهانو او ساینس پوهانو له خوا کارول کېده او د سمندري یا جغرافیایي مایل یو ډول مخکینۍ بڼه وه. دې رومي مایل پراخ کړ ترڅو د عرض البلد د قوس له ۱ دقیقې د نجومي تخمین سره سم په مستقیم ډول د شمال او سوېل د نصف النهار په اوږدو کې سنجش شي. که څه هم د تخمین په کره ارزښت کې اختلاف دی، خو د ۱.۸ او ۲.۰ کیلومترو ترمنځ و.

انګلیسي سمول

د منځنیو پېړیو او لومړیو عصري دورو له "انګلیسي زوړ مایل" سره توپیر درلود خو داسې ښکاري چې د نړیوال مایل (۲.۱ کیلومتر) شاوخوا ۱.۳ سره برابر و. انګلیسي زوړ مایل په انګلستان کې د وخت او موقعیت سره سم توپیر درلود. انګلیسي زوړ مایل هم د ۷۹۲۰۰ یا ۷۹۳۲۰ نچو (۱.۲۵ یا ۱.۲۵۱۹ قانوني مایلو) سر برابر تعریف شوی دی. انګیسانو د اوږدې مودې لپاره د مایل رومي محاسبې دوام ورکړ چې ۵۰۰۰ فوټه، ۱۰۰۰ ګامه، یا ۸ اوږده وېشه و چې دوی د خپلو د "شودیارو د اوږدوالی" یا فرلانګ سره برابر محاسبه کړ.

د انګلیسي واحدونو سرچینه "ډېره مبهمه او ناڅرګنده" ده، خو داسې ښکاري چې د رومي سیسټم سره د بومي برېتانوي او جرمنيي سیسټمونو ترکیب وي چې دواړه د بارلېکارن (اوربش دانې) څخه اخیستل شوي دي.  ښایي په لسمه پېړۍ کې د اډګر په واکمنۍ کې، د انګلیسي طول اسمي نمونه فزیکي معیار لېڅ په اندازه د اوسپنې میله وه (یارډسټک) چې په وینچسټر کې د پاچا له خوا ټاکل شوې وه؛ چې وروسته فوټ د هغه یو پر دریمه برخه وه اوږدوالی درلود. ویل کېږي چې لومړي هېنري په ۱۱۰۱ کال کې د خپل لېڅ په اندازه یو نوی معیار را منځ ته کړ. د مګنا کارتا (د آزادۍ ستر منشور) له صادرېدو وروسته، د پارلمان اشرافو مشرانو، جان او د هغه زوی ته لارښوونه وکړه چې د پاچا معیاري مقیاس (Mensura Domini Regis) او وزن په خزانه کې وساتي، چې وروسته یې سیمه ییز معیارونه وټاکل تر هغه چې په ۱۹ پېړۍ کې منسوخ شول. داسې ویل کېږي چې د زېړو (الیاژ) نوي معیارونه د اوم هېنري او لومړۍ الیزابېت په وخت کې را منځ ته شوي دي. [۸]

د ۱۵۰۰ کال د ارنولډ اثر (د لندن دودونه) د پخوانیو مایلونو په پرتله یو مایل لنډ ښودلی، چې ۰.۹۴۷ نړیوال مایله (۵۰۰۰ فوټه) یا ۱.۵۲۴ کیلومترو ته رسېږي.

قانوني سمول

انګلیسي قانوني مایل په ۱۹۹۳ کال کې د ملکې لومړۍ الیزابېت د واکمنۍ په وخت کې د پارلمان د وزن او اندازې د قانون پر بنسټ رامنځ ته شو. د یارد او میلې د ترکیب په اړه ګامونو د فوټ طول او د هغې اړوند مقیاسات لنډ کړي وو، چې د مایل د تشخیص د دوه بېلابېلو تګلارو لامل شو. په کارونو کې د سروې کونکي د میلې اهمیت او د دریم هېنري په مشرۍ ترسره شوې سروې ته په کتو، د میلې په طول کې د ۱۱/۱ کمښت کولای شو په مالیه کې د پام وړ زیاتوالی راولي. پارلمان د دې پر ځای د ۸ فرلانګ مایل (چې له میلې څخه اخیستل شو و)، ساتل غوره کړل او د زاړه رومي ارزښت څخه په هر مایل کې د فوټو شمېر زیات کړي. د قانون د اجرا وړ متن داسې وایي: "یو مایل باید اته فرلانګ وي، هر فرلانګ څلوېښت میلې وي او هره میله باید شپاړس نیم فوټه وي." له همدې امله قانوني مایل ۵۲۸۰ فوټه یا ۱۷۶۰ یارد دی. دا واټن په واحد ډول نه و منل شوی. رابرټ مورډن د ۱۷ پېړۍ په نقشو کې څو مقیاسات درلودل چې په کې دوامدار سیمه ییز ارزښتونو ګډون درلود: د بېلګې په توګه، د هغه د هیمپشایر نقشې، د ۱: ۱.۲۳ په نسبت دوه مختلف "مایلونه" درلودل او د هغه د دورسټ نقشې ۱: ۱.۲۳: ۱.۴۱ په نسبت دری مقیاسات درلودل. په دواړو حالتونو کې، دودیز سیمه ییز واحدونه د قانوني مایل څخه اوږده وو. په ۱۹۵۹ کال د نړیوال تړون له مخې نړیوال مایل د انګلیسي قانوني مایل ځایناستی شو.    

وېلزي سمول

د وېلزي میل (milltir  یا  milldir) ۳ مایله او ۱۴۷۰ یارده (۶.۱۷ کیلومتره) اوږد و. دا له ۹۰۰۰ ګامونو  (cam) څخه را منځ ته شوی و، هرو ۳ وېلزي فوټو (troedfedd) د ۹ انچو څخه را منځ ته شوي وو. (د وېلزي انچ معمولا د انګلیسي انچ سره مساوي حساب کېږي.) د نورو وېلزي واحدونو تر څنګ، ویل کېدل چې دا کل او خاموش ډافنوال (Dyfnwal the Bald and Silent) په واکمنۍ کې په قانوني توګه را منځ ته شوي او د ښه هاویل (Hywel the Good) په واکمنۍ کې بې له کوم بدلون نه پاتې شوي. د نورو وېلزي واحدونو تر څنګ، په ۱۳ پېړۍ کې د لومړي اډوارډ په مشرۍ د انګلیسانو له خوا د ویلز له فتحې وروسته و نه کارول شول.  

سکاتلنډي سمول

لکه څنګه چې رابرټ برنز د خپل شعر "Tam o' Shanter" په لومړيو کرښو کې یادونه کړې، سکاتلنډي مایل د انګلیسي مایل په پرتله اوږد و. دا له ۸ (سکاټ) فرلانګو څخه را منځ ته شوی و چې په ۳۲۰ میلو (سکاتلنډي میلو) وېشل شو و. دې د سیمې او ځای سره سم توپیر درلود خو ترټولو منل شوې اندازې یې ۱۹۷۶ شاهي يارد (۱.۱۲۳ قانوني مایله یا ۱.۸۱ کیلومتره) وې.[۹][۱۰]

په قانوني ډول دری ځله لغوه شو: لومړی د سکاټلنډ د پارلمان د ۱۶۸۵ کال د قانون له خوا، بیا د ۱۷۰۷ کال د انګلستان سره د اتحاد د تړون له خوا، او په پای کې د ۱۸۲۴ کال د وزن او اندازه د قانون له خوا. د ۱۸ پېړۍ په اوږدو کې دا د دودیز واحد په توګه کارول کېده خو د دې پېړۍ په وروستیو کې لغوه شو.  [۱۱][۱۲]

آیرلنډي سمول

د د آیرلنډ مایل (میل یا مایل ګیلاچ) 2,240 گز اندازه شوی: نږدې 1.27 قانوني میل یا 2.048 کیلومتره.[39][40] دا په آیرلنډ کې د 16 پېړۍ له کښت څخه تر 19 پېړۍ پورې کارول کېده ، په 20 پېړۍ کې د پاتې کېدو سره. واحدونه د "انګلیسي پیمانه" پر بنسټ والړ و، مګر د 5.5 گز (5.0 متر) د انګلیسي راډ په مقابل کې د 7 گز (6.4 متر) اندازه کولو خطي پرچ کارول شوي و.[۱۳][۱۴]

هالنډي سمول

هالنډي مایل (mijl) د تاریخ په اوږدو کې ډول ډول تعریفونه درلودل. یو له پخوانیو تعریفونو څخه یې ۵۶۰۰ لېڅې و. مګر د لېڅ اوږدوالی معیاري نه و، نو د یو مایل اوږدوالي د ۳۲۸۰ مترو او ۴۲۸۰ مترو ترمنځ توپیر کولای شو. هالنډي مایل هم د یو ساعت تګ (uur gaans) تاریخي تعریفونه درلوده چې د شاوخوا ۵ کیلومتره، یا د امستردام یا لاینلنډ ۲۰۰۰۰ فوټوټه (په ترتیب ۵۶۶۰ متره یا ۶۲۸۰ متره) په معنی و. د عام هالنډي مایل ترڅنګ، جغرافیایي مایل هم شتون درلو. ۱۵ جغرافیایي هالنډي میلونه په استوا لیکه کې د یوې درجې عرض البلد سره برابر و. د دې ارزښت ځکه بدل شو چې د ځمکې محیط په غوره دقت اټکل شو. خو د کارونې په وخت کې، دې مایل شاوخوا ۷۱۵۷ متره و. په ۱۸۱۶ کال کې متریک سیسټم په هالنډ کې معرفي شو او متریک مایل د کیلومتر لپاره مترادف وګڼل شو، چې دقیقا ۱۰۰۰ متره دی. له ۱۸۷۰ کال راهیسې، کیلومتر د mijl د اصطلاح ځایناستی شو. نن ورځ، پرته د ځینو متلونو او مرکبو اصطلاحاتو د برخې په توګه لکه mijlenver  (مایلونه لرې)، د mijl کلمه نوره نه کارول کېږي.

جرمن سمول

جرمن مایل (Meile) ۲۴۰۰۰ جرمني فوټه وو. په سوېلي جرمني او د اتریش په سترواکۍ کې کارول کېدونکی معیاري اتریش مایل ۷.۵۸۶ کیلومتره و؛ په شمالي جرمني کې د پروشیا مایل ۷.۵۳۲۵ کیلومتره و. د ۱۷ پېړۍ په وروستیو کې د اولې رومر له خوا تر معیاري کولو وروسته، د ډنمارک مایل (mil) په کره توګه د پروشیا مایل سره مساوي و او په ورته ډول په ۲۴۰۰۰ فوټو وېشل شوی و. ځینې وختونه د ۷.۵ کیلومترو سره مساوي ګڼل کېده. پخوانیو ارزښتونو یې توپیر درلود: د بېلګې په توګه، د Sjællandske مایل ۱۱.۱۳ کیلومتره و. همدارنګه، جرمنيانو د جغرافیایي مایلونو اوږده بڼه کاروله.

برېسلاوي سمول

برېسلاوي مایل، په برېسلاو کې، او له ۱۶۳۰ کال څخه په رسمي توګه په ټول سیلېشیا کې، کارول کېده، چې له ۱۱۲۵۰ لېڅو سره، یا شاوخوا ۶۷۰۰ مترو سر مساوي و. دا مایل د پیاسکووا له دروازې څخه د پسې پول (Hundsfeld) په لور له ټولې لارې سره مساوي و. د اوسترو تومسکي د پیاسکووا ټاپو او د نیمه ښاري څنډو له لارې، چې له آتو پلونو څخه تېرېږي، د ۵ لېڅو شاع دایرې په  رغړولو، معیاري بریسلاو مایل ټاکل شوی و.[۱۵][۱۶]

ساکسون سمول

د ساکسون نښه کوونکی مایل (kursächsische Postmeile  یا Polizeimeile)، په ۱۷۰۰ کلونو کې د ساکسن سرکونو د سروې پر مهال کې معرفي شو، چې د ۲۰۰۰ ډریسډن میلو او ۹.۰۶۲ کیلومترو سره مساوي دی.  [۱۷]

هنګري سمول

هنګري مایل (mérföld  یا  magyar mérföld)، مخکې له دې چې د ۸.۳۵۳۶ کیلومتره په اندازه معیاري شي، د ۸.۳۷۹۰ کیلومترو څخه تر ۸.۹۳۷۴ کیلومترو پورې یې توپیر درلود.

پرتګالی سمول

پرتګالی مایل (milha) په پرتګال او برازیل کې کارول کېده او له متریک سیستم څخه وړاندې ۲.۰۸۷۳ کیلومتره و.

روسی سمول

روسیی مایل (миля or русская миля, russkaya milya) ۷.۴۶۸ کیلومتره و، چې په ۷ روسي ورستونو وېشل شوی و.

کرواسی سمول

کرواسی مایل (hrvatska milja)، چې د لومړي ځل لپاره د ۱۶۷۳ کال په نقشه کې د یسوعي ستپان ګالواچ له خوا را منځ ته شو، د استوا کرښې د د قوس اوږدوالی دی چې په کره توګه ۱۰/۱ درجې یا ۱۱.۱۳ کیلومتره دی. پخوانی کرواسي مایل، چې اوس د "ban mile" (banska milja) په نوم یادېږي، اتریش مایل و چې په پورته برخه کې تشرېح شو.  [۱۸][۱۹][۲۰]

عثماني سمول

د عثماني مایل ۱۸۹۴.۳۵ متره (۱.۱۷۷۰۹ مایله) و چې د ۵۰۰۰ عثماني فوټو سره برابر و. عثماني مایل له ۱۹۳۳ کال څخه وروسته، د عصري ترکي مایل (۱۸۵۳.۱۸۱ متره) له خو تعویض شو.  

سرچينې سمول

  1. "Numbers" Archived 27 July 2018 at the Wayback Machine. BBC
  2. "Road traffic: The traffic signs regulations and general directions 2015" (PDF). Government of the United Kingdom. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Weintrit, Adam (24 October 2019). "History of the Nautical Mile". Logistyka. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ مارچ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Shuttleworth.
  5. Lesley Adkins; Roy A. Adkins; Both Professional Archaeologists Roy A Adkins (14 May 2014). Handbook to Life in Ancient Rome. Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 199–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-7482-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. 1.
  7. 2.
  8. NPL.
  9. "mile". Dictionary of the Scottish Language – Scottish National Dictionary. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "fall, faw". Dictionary of the Scottish Language – Dictionary of the Older Scottish Tongue. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Union with England Act 1707 (c. 7), art. 17.
  12. "Act for a standard of miles" (16 June 1685). APS viii: 494, c.59. RPS 1685/4/83.
  13. Ordnance Survey Ireland. "Frequently Asked Questions". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Ordnance Survey Ireland. "Frequently Asked Questions". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Encyklopedia Wrocławia. Jan Harasimowicz, Włodzimierz Suleja (الطبعة Wyd. 1). Wrocław: Wydawn. Dolnośląskie. 2000. OCLC 46420892. د کتاب نړيواله کره شمېره 83-7023-749-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  16. Davies, Norman (2002). Mikrokosmos : portret miasta środkowoeuropejskiego : Vratislava, Breslau, Wrocław. Roger Moorhouse, Andrzej Pawelec (الطبعة Wyd. 1). Kraków: Wydawn. Znak. OCLC 50928641. د کتاب نړيواله کره شمېره 83-240-0172-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Historie der Postsäulen" (په الماني ژبه کي). Forschungsgruppe Kursächsische Postmeilensäulen e.V. und 1. Sächsischer Postkutschenverein e.V. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Opačić, Nives (23 February 2003). "Mrvice s banskoga stola". Vijenac (په کروشیائی ژبه کي). العدد 232. Zagreb: Matica hrvatska. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ فبروري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. کينډۍ:In lang "Centuries of Natural Science in Croatia : Theory and Application". Kartografija i putopisi.
  20. Viličić, Marina; Lapaine, Miljenko (2016). "Hrvatska milja na starim kartama" [The Croatian Mile on Old Maps] (PDF). Kartografija I Geoinformacije (په کروشیائی و انګلیسي ژبه کي). Zagreb: Croatian Cartographic Society. 15 (25): 4–22. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)